(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښځو بې قدري د ټولنيز زوال سبب دى

[12.Mar.2015 - 20:47]

 لیک: حزب لله پښتونيار

ښځي د قومونو نمى ابادي وي د اولسونو په ابادى او پر مختګ کښي يې خټ رول وي.  پر مختګ او او سيالي د نارينه او ښځو په ګډ محنت ګټل کيږي.  په کمو ټولنو کښې چي ښځي د ژوند په بيلا بيلو بر خو کي فعاله وي هلته ټولني ډيري نيکمرغه او او خوشحاله وي او کمي ټولني چي د ښځو د پوهي، ښعور، تربيت او صلاحييتو څه محرومه وي هلته تشدد، جهالت، مصيبتونه او نا برابري ډيره زياته وي.  ولي چي د مور غېږه اوله شوونځۍ  او انسان سازه اداره ده.  د اولسونو بربادي او ابادي د مندو د غيږي تابع وي،  د هري مور په غيږ کي لمر پروت وي،  که د مندو په غېږه کي سمه انسان سازي او د کشنيانو اصلاح وشوه نو د ټوله قوم اصلاح به کيږي که مور جاهيله يا ګمراه وه نو بچيان به دمور د غو ځي څخه جاهيله او ګمراه راوزي او بيا يې اصلاح ډيره مښکله وي.  انسان سازي ښځي چي په يو ملت کي نه وي هغه ملت کله هم د نيکمرغي او د سرلوړى ورځ نشي ليدلى هميشه به د زلزلو څه په ټکر کي وي او په قيامتونو کي بې وختونه وي.  د کمو قومود ښځو اصلاح چي نه وي شوي نو د هغوى غوځي کله هم د انسان سازى مرکز نشي کېدلى. 
        پښتنې ښځي په تاريخ کي  د سياسى شعور،  جرګې، د دشمن سره په جګړو کشي صف اول رول لوبه ولى دى او  د ژوند په هره برخه کښي د قام د سيالى حصه پاته شوي دي، هم دا وجه وه چي موږ په نړى کښي د پر مختللو اولسو سره سم د سيالى ژوند تيره وه، پر نورو ملکو مو باچا هى وې . د ژوند په هر ډګرکې چي به نارينه له کمزورتيا او ماتي سره مخامخ شو نو بيا به د سړو سره څنګ پر څنګ په مېدان کشي ښځي هم ودرېدلې.  ملالې مېوند د انگرېز په مقابل کې هم داسې همت ښکاره کړى، کله چې نارینه د ماتي سره مخ په مخ شو، ملالې د جنگ بېرغ په لاس کې واخیست او تر هغو یې جگړې ته دوام ورکړ چې جگړه د دوښمن په ماتې پای ته ورسېده. خو کله چي مزهبيانو د اسلام او شريت په نامه د عربو د زمانه جاهليت کلتور د ټوپک په زور په قوم کي خور کړې دهغه راهيسې زموږ اولس د ښځو د همت، صلاحييتو او د عقل څه ليري پاته شو.  هم دهغه وخت څخه زموږ د ورانى او بربادى اغاز شوي دى چي تر ننه پوري مو د ارامي او سکون ورځ نده ليدلې.  اولسونو چي سومره پرمختګ وکړ موږ هغومره پر شاتګ وکړى او په تباهى کښي ورځ په ورځ پر مخ ځو.  
       له بده مرغه زموږ د ښځو پر ژوند باندي هره ورځ تر دابلي زياته تياره غوړيږي او د ژوند په هره لار کښي يې بدمرغي زياتيږي.   يو خيال ډير عام دى چي ښځه د نارينه د خدمت او د بچيانو د راوړلو ماسوا د يو کار نده.  ناروا ظالمانه رويه او سپکاوى يې د کلتور برخه بولي، په ښځو باندي تعليم کول بې ننګي او سيال ژوند يې بيغيرتي بولي، په ټولنيز چارو کي يو کار نه ور کول کيږي د انساني اسلامي او قانوني حقوقو څخه محرومه کول مظلومه او بي وسه ساتل غيرت او لويي بولي.  ١٤ کلني انجوني د ښپېتو او اويا کالو و سپينزرو ته په زور وديږي.  قتل نارينه وکړي او په بدل کي ښځي د ژوند په دوزخ کي اچول کيږي.  په ميراث کي حق او په ودو کي مشهوره نه زيني کيږي.  شځينه ماشوم ته توجه نه ورکول کيږي،  د کشنيانو ويدولو قراره ولو کار د خور وي او د خور ټوله ژوند او خوشحالى د ورور دپاره قربان وي.  
    
     نن  ښځه زموږ په ټولنه کې د هغو حقونو غوښتنه هم نه شي کولی چې قانون او مذهب دواړو ورته ورکړي دي ښځه که څه هم په وراثت او واده کوژدې کې دبرخې او خوښۍ حق لري خو ټولنې د هغو په ژبو مهراو کلفونه  لګولی دی. مينه جرم او خپله خوشه بې حيا هي بولي. نارينه چي کله پښتنه له کور دباندې ښوونځي ته روانه، ، په بازار کي خپل د کور ضرورت پوره کولو کې یا بیا د موټر چلولو په حال کې وويني نو بيا يې پر خلې داسي الفاظ راشي . څوک ورته بې عزته، فاحشه،  بې شرمه، او څوک ورته مرداره وايي.  کله چې ښځې د خپل صلاحييتو لوړولو لپاره د زده کړې ډگر ته وځي،  د بچيانو د ښه ژوند دپاره هلي ځلي کوي او د نارينه و ه په رکم د اولس په ګټه خپلي زدکړي او پوهه په کار راولي نود نارينه وه پر سر د غيرت غرونه را چپه شي،  او عزت یې له خاورو سره خاورې شي. زموږ په ټولنه کښي تش په نامه  ښځي ته د انسان خطاب ورکول کيږي مګر کله چې دصلاحيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره راشي بيا د ښځو او د حيوانانو توپير ختم شي.  
    باچا خان دا خبره په خپلو تقريرونو کښې څو واري کړې ده چې ښځه او سړى د ګاډي دوه پايې دي او تر څو چې دا دواړه يو شان رفتار نه کوي يا دواړه په عمل کښې نه وي نو په يوه پايه د زندګۍ ګاډى هېڅکله په مخ نه زي .
       بل لور ته پښتون ملت پاله  او مذهبي ګوندونه د ښځو بشري حقوق ، نالوستوب، نابرابرى او د بې وسه ژوند پر ضد هيسي واضع پاليسي نه لري.  مذهبي ګوندونه د اولي ورځي څخه دا کوشش کوي چي ښځي په مکمله توګه په کور کي د ننه وساتي، د هغو د انساني حقوق، تعليم کول، سياست کي برخه اخستل، ټولنيز ژوند کې رول لوبولو ته د يهودو او نصارا سازش وايي.  پدا نامه د ښځو ازادي ګاني تر پښو لاندي کوي.  بلي خوا ته ملت پاله ګوندونه هم د ښځو استعداد، صلاحييتونه، پوهه او شعور د ملت په ګته په کار نه راولي او نه د هغو د ټيټ ژوند په خلاف مبارزه کوي.  صوبائي او قومي  اسمبليانواو سينټ ته د ښځو په ځانګړو سيټانو هغه ښځي منتخبه کوي چي هغه خپله د ښځو د بشري اسلامي او قانوني حقوقو نه خبري نه وي.  داسي منتخب شوي ښځي په اسمبليانو او سېنټ کي نه د ښځو پر حقوقو او مسلوخبره کولى شي او نې ورته ګټلى شي بس د ګنګيانو، کړو او ړندو په رکم د اسمبليو په اجلاس کي ناستي وي. وطن پاله ګوندونه د ښځو حقوق په ګټلو او هغو ته په ټولنه کي سيال او لوړ مقام ورکولو په لار کښي تر وسه په سل کي سل فيصده نا اهله دي.  
    ښځې بايدپدې خبره نور وپوهيږي  چې د دوى حقوق هيڅوک په خپله خوښه نه ورکوې اونه  تر اوسه په انساني تاريخ کې چاته حق په خوښه ورکړل شوېدى. دحق دترلاسه کيدولپاره تر هرڅه اول په هغه پوهېدل او داچي چا اوپه څه ډول يې دښځوحق اوآزادي له منځه وړې د هغه په ضد مبارزه کول ضروري ده.  کم ملتپاله او مذهبي ګوندونه چي د دوى د حقوق او انساني تقاضو څه مخ ګر زوي پکار دى چي په پراخه توګه د هغو څه بايکاټ وکړي او په مخ کښې ودريږي. خپل د حقوقو لپاره دي دښځو ټولنيز سازمانونه جوړ کړي اود هغه سياسي ګوندونو څه دي مرسته وکړي چي په ټولنه کي دحق اوعدالت ،انسانيت ،مساوات اوبرابری لپاره مبارزه کوي اود ښځو دحقوقوپه دفاع کي له هيڅ ډول زيار ،زحمت او هلو ځلو څخه  مخ پر شا نکوي.
      زموږ په اوسنى ښځو کښي هم  د زرغونې انا ، نازو انا ، ملالې ميوندې ، ميرمن خجواو زرغونې کاکړ په رکم همت، ځواني جزبې او لوړي ولولې شته. زما د ټولو پشتنې  خويندو څخه دا هيله ده چې د خپلو قهرمانو او باتورو ښځو په پل دي قدم کشېږدي د ټولوځلمتو او ناروا دودنو پر ضد دي کلکه مبارزه وکړي او دژوند په هره برخه کښي دي پراخه برخه واخلي.  په خپلو سيمو کې ښځې ښونې او روزنې ته وهڅوي تر څو د علم او پوهې رڼا په ټوله وطن کي خواره شوي نه وي او تر څو د بې علمۍ تور څادر زمونږ د ټولنې څخه ټول  شوى نه وي.  پدې لاره کې دي ګرمه او نه ستړې کيدونکې مبارزه روانه وساتي.  نن چي زموږ اولس د ښځو و ملاتړ ته کم ضرورت لري شاهد هغه په تاريخ کي موږ وه نازو انا او ملالۍ مېوند ته هم نه درلودى.

-
بېرته شاته