(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې ننداره‌ییزې هڅې؛ ګډ حکومت، دجګړې دوام

[07.Apr.2015 - 18:29]

لیکوال او شــناند:نظرمحمد مطمئن

کله چې د روسانو په زورکمونسټان واک ته ورسيدل او په کابل کې په لوکس  والګا موټرو کې  ګرځېدل هغه وخت هم تیر شو، بیا چې ځينې یې په  پېښور کې  د کراچۍ (لاس ګاډۍ)  شاته ولاړ  او هلته يې  پياز پټاټې خرڅولې، اوس بیا په کابل کې د همهغو کمونسټانو نننۍ حالت، دا ټول درسونه دي. په کار ده چې توبه وباسو او هیواد جوړ کړو. دا دورې او دا حکومتونه ځي و راځي؛ خو ارزښتونه پر خپل ځای پاتې وي.

همداسي پخواني مجاهدین چې په پاکستان کې وو، د دوی  غرور او قوت، بیا له طالبانو څخه تيښته په دښتو او بدو ورځو کې، اوس بیا همدا د دوی نننی حالت....!

طالب هم ممکن همداسي یو ځل بیا واک واخلي، یا خو په واک کې شریک شي هغه وخت چې بهرنۍ پوځیان له هیواده ووځي، خو په هر حال په کار ده د خپل ولس د هوسايئ لپاره څه وکړو.

هیواد کې د نا امنۍ له کبله به تجاران او پوه خلک وځي، ځکه هغوئ نور له سولې مایوسه شول، نور پوهیږي چې تر څو نورو کلونو پوري هم سوله نه راځي، جنګ جګړه به دوام لري. نو هغه د سولي لږ امیدونه چې وو هغه هم د غني او عبدالله د ځینو ناسمو سیاستونو او د پردیو د خوشالولو له وجې په یاس بدل شول.

عبدالله به اوس ځان عیاروي او عبدالله مجبوریتونه هم لري، خو که عبدالله له خپلو پخوانیو ملګرو سره يوځای شي، بیا به د غني حالت خراب کړي.

روسانو منځنۍ اسیا کې خپلې موضع ګاني کلکې کړي، او افغان ډلې چې ورسره دي، هغوئ ځان نه  ښکاره کوي،  وايي له امریکا سره شریک عمل کي ګډ یو، ولي روسان افغانستان ته عملا راروان دي.

که لس  نورکلونه دا د جنګ او جګړې  معامله دوام وکړي، نو څه کیږي؟ دا اوسني خلک به چیرته وی؟ ملا محمد عمر آخند، استاد سیاف، انجنیر  حکمتیار، ډاکټر غني ، ډاکټر عبدالله اوکرزی به په کوم حالت کې وي؟ آیا لس کلونه وروسته به د دوی عمرونه د دي اجازه ورکړي چې په سیاست کې همدا ډول فعال وي؟ مشکله ده!

له طالبانو بښنه غواړو!

ولسمشر غني امریکایانو ته وویل چې موږ تاسي نه خیرات او نه هم مفته مرسته غواړو او نه به ستاسي تر غاړي يو، ملګرتوب غواړو، يوه لسیزه وروسته خودکفايۍ ته رسیږو، آیا د جنګ او ناامني په شتون کې به ممکن وي چې موږ خود کفا شو؟

ولسمشر غني امریکایانو ته داهم وویل چې طالبان مشروع دلایل لري چې جنګیږي، سم چلند ورسره نه دی شوی، باید بخښنه وغوښتل شي، مګر دا خبره لاهم  ګونګه ده، چې له طالبانو څخه به څوک (امریکا که افغان حکومت) بخښنه غواړي. او د دوی له نظره کوم طالبان د دې مستحق دي چې بخښنه ورڅخه وغوښتل شي، زما په اند په دغه ډول خبرو سره ځينې مشران غواړي د طالبانو ترمنځ خپلمنځي بې باوري او بې اعتمادي پيداکړي.

شمال او کورنۍ رسنۍ وايي ولي باید بخښنه له طالب څخه وغوښتل شي، که دا کار وشی بیا خو د طالب جګړه مشروعیت پيداکوي. په کوردننه په ارګ کې هم يو نظر د سولې او طالبانو سره د تعامل اړوند وجود نه لري.

که امریکا نیمايي ځواکونه ایستلي وای؟

امریکا د ګډ حکومت مشرانو ته د ښه حکومت کولو له پاره ۸۰۰ میلیونه ډالر ومنل،  د فول برایټ سکالرشیپونه يې هم د  ۵ کلونو له پاره  او څو چنده يې پراخ کړل، د نجونو له پاره په داخل د افغانستان کې د تعلیم په برخه کې مرسته، په راتلونکې کې د ملګرو ملتونو سرمشریزه کلنۍ غونډه کې به د افغانستان له پاره  لابي (مثبت کمپاین) کوي چې  نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو تمویل تر ۲۰۱۷ کال پوري پراخ وساتي، دا ډول اوباما وعده وکړه چې خپل ځواکونه به ۲۰۱۵ کې نه باسی، او د سی آی اې څلور اډې (کابل ، بګرام، جلال آباد او کندهار ) کې به په خپل ځای پاتې وي.

که امریکا خپل نیمايي پوځیان په ۲۰۱۵ کال کې ایستلي وای  نو دوه ساحې ( کندهار او جلال اباد) يې باید تړلي وای، عملیات به کمیدل، د ډرون  حملې به کمېدلي، اوس چې د پوځیانو پاتي کیدو مسئله ده په دي معنی چې عملیات به روان وي، او سی آی اې د ۴  اډو له پاره همدومره ځواکونو ته اړتیا درلودله، غټه لاسته راوړنه د غني همدا وه.

امریکا که پوه شي چې ګډ حکومت کولای شي کړي ژمني عملي کړي بیا  به د سولې پروسه کې ملاتړ کوي، افغانستان مشخص وړاندیزونه ورکړي او امریکا به حالاتو ته ګوري.

له اوباما سره د غني یوه بشپړه کاري ورځ تیرول، دا ډیره مهمه وه، مشخص موضوعات او د سیمې اړوند داسي څه غني ورکولای شي چې اوباما او امریکا پري پالیسي جوړولای شي.

کانګریس ته تشویقي وینا

د ولسمشر غني خبرې د امریکا کانګرس ته تشويقي خبرې وي چې په افغانستان کې د ښځې جمهور رئیس کیدلو خبره ده، امریکا چې له سلګونو کلونو راهیسې د ډیموکراسۍ نارې وهي، هلته ښځه ولسمشره نشته او غني د افغانستان په اړه ورته وایې.

غني ویل طالبان دي له القاعدې جلا او عادي ژوند ته راوګرځي، په داسي حال کې چې خپله سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې طالبان له القاعدې څخه جلا ډله ده او طالبان ټروریسټان نه دي.

همدا ډول غني ویل چې افغانستان د القاعدې او تروریزم له پاره هدیره ده، القاعده خو معلومه ده، د غني له تروریزم څخه هدف څوک و؟ طالبان، که طالبان وي نو بیا خو د سولې خبرې ناشونې دي.

دا ډول غني وویل چې پاکستان باید خپله تګلاره له تروریزم سره د مقابلې اړوند روښانه کړي، يوه مجهوله جمله وه، خو معلومیږي چې د پاکستان له خوا هغه خبرې چې غني سره وعده شوې وي، عملي شوې نه دي.

له دوو میاشتو راهیسی غني اخته و  چې امریکايي  سناتوران او وکیلان راضي کړي، نږدې هر وکیل او سناتور ته يې ټلفون کړی، له هغوئ سره يې خبرې کړي، د هغوئ نظریات يې اوريدلي او وعده يې ورکړي چې د دوی د نظر مطابق به په سنا کې خبرې کوي. همهغه وو چې غني په ډیرو چکچکو بدرګه شو، مګر امریکايان هم لکه ولسمشر غني د حساب کولو خلک دي، هغوئ د غني په تشو خبرو به کله هم خطا نه وځي، تر څو غني په عمل کې هغه خبرې چې کړي يې دي وښيي.

د غني له سفر وروسته اوس امریکايې رسنیو هم داخبره راپورته کړي چې د ولسمشر غني خبرې تر ډیره د امریکایانو د خوښې خبرې وي، خو عملې کول يې لا هم يو سوال دی.

پخوانی ولسمشر کرزي او ملګري يې چې ډیری پخوانی وزیران او هغه ټوپک سالاران دي چې له دندو ګوښه کړل شوې، په ټوله کې د هیواد په سطحه قوي اقتصادي مافیا هم ورته ویلای شو، دوی لګیا دي چې د اوسني ګډ حکومت په مقابل کې قوي اپوزیسون جوړ، حکومت  فلج کړي او واک بیاځل په لاس کې واخلي.

له غني څخه د خپل ټیم ډیر مهم کسان او هغه کسان چې د ده له پاره يې د کمپاین پر وخت ورسره ډیره مرسته وکړه خفه معلوميږي، ویل کيږي چې يو ځل غني په ارګ کې چې پخوانی ولسمشر او خرم ورسره ناست و، عبدالکریم خرم ته يې وویل چې که ته نه وای زه ارګ ته نه شوای راتللای، او د کریم خرم سکرټران دوه يې اوس د غني سکرټران دي، ولي په ټوله کې خرم ورڅخه خفه ښکاري، او د کرزي په ټیم کې فعال رول لوبوي.

خپه ټیم

حاجي دین محمد، معصوم ستانکزی، ډاکټر اکرم خپلواک، ډاکتر زاخیلوال، قاضي امین وقاد، وحیدالله سباوون، غلام جیلاني پوپل او جمعه خان همدرد هم له غني څخه خفه معلوميږي.

قیوم کوچی چې  د غني په ارګ ته راوستلو کې يې کلیدي رول لوباو، له دي امله ناهیلی ښکاري چې د ارشد مشاور پوسټ ورڅخه احمدضیاء مسعود خپل کړ، د بهرنیو چارو وزارت ورنه صلاح الدین رباني ونیوی، د سولې شورا د مشر کیدو په هیله دی، خو فکر کیږي چې بریتانیا او پاکستان پیر سید احمد ګیلاني د دغه پوسټ له پاره غني ته په ګوته کړی. که دا ځل هم قیوم کوچي ته د سولې شورا یا سولې کميټې مشرتوب ونه رسيږي، ممکن افغانستان پريږدي او بیرته خپل ارام ژوند امریکا کې وکړي.

له دي خبرو ولسمشر غني هم ښه خبر دي، نو ځکه غني هم ځینو خپلو پلویانو ته ویلي چې  سیاسي حزب جوړ کړي.

له طالبانو سره له «قوي» دریځه خبرې کوو!

داچې ولسمشر غني په امریکا کې وویل چې  له طالبانو سره به له قوي دریځه خبرې کوي، په داسي حال کې چې طالبان حاضر نه دي، او نه هم ګډ حکومت قوي دریځ لري، دا خبرې هم يواځي تشويقي جنبه درلودله، د غني دا خبره چې طالبان دي عادي ژوند ته راوګرځي او د ژوند کولو چانس ورکوی، چین او پاکستان به هم ورڅخه فاصله ونیسي؛ ځکه چین او پاکستان له غني سره د سولې اړوند مجلسونه درلودل او د قضيې په اړه پوهیږي چې اصل کې غني کومې خبرې کړي له هغو څخه په شاکیدونکی دی.

د ولسمشر غني له خبرو معلوميږي چې د امریکا، پاکستان او ګډ حکومت پلان دا دی چې جګړه د هیواد شمالي ولایتونو ته يووړل شي او له هغه ځایه منځنۍ آسیا په ځانګړې ډول روسیه تهدید کړل شي، پایله به داشي چې روسیه به هم د افغانستان په جګړه کې عملي مداخله کوي، جنګ به اوږديږي او د جنګ قربانیان به بیا هم افغانان وي، که څه هم د روسانو مداخله به اوس د لنډ مهال له پاره د طالبانو په ګټه وي، طالبانو سره به د وسلو او پيسو مرستې په یو نه يو ډول کيږي، خو بیا هم جګړه زموږ له کوره نه وځي، مګر د روسيې او طالب مجبوریتونو ته په کتلو سره دغه کار شونی دی، ځکه چې د امریکايې او بهرنيو پوځیانو پاتې کیدل په افغانستان کې د جګړې د اوږدیدو، طالبانو د ختمیدو کوششونه او روسیې د تهدید له پاره کیږي.

ګڼ اړخيزه جګړه

اوس نو ولسمشر غني په څو اړخیزه جګړه بوخت دی، له طالبانو سره جګړه، له اسلامي حزب (حکمتیار) سره جګړه چې عملا جریان لري، د کرزي او دهغه او سنی ټیم چې د شمال ائتلاف اکثریت غړي د استاد سیاف، یونس قانوي، بسم الله محمدي، تورن اسماعیل خان په ګډون پکې راټول شوي، د پخوانیو مجاهدینو چې د بېلابېلو پخوانیو اسلامي ګوندونو پورې تړاو لري، له ملت پاله پښتنو سره جګړه.

په اوسني وخت کې که غني له پاکستان سره اړيکې خرابې کړي له هند سره وار له مخه خرابې  شوې، روسیه هم ارامه نه ده ناسته، له ایران سره به هم د غني اړيکې ځکه خرابې شي چې په یمن باندي يې د سعودي د حملي ملاتړ اعلان کړ په داسي حال کې چې اجرایوي رئیس د ولسمشر د دي اعلان مخالفت کړی، دغو ټولو ټکو ته په کتلو سره ګډ حکومت به د دي توان په دي ضعیف ډول کې ونه لري چې مقابله وکولای شي.

دا چې غني وایي لومړی امنیت راولم، بیا اقتصاد جوړوم او بیا وروسته سوله کوم، سرچپه يې وايې، تر ټولو لومړی سوله مهمه ده، چې سوله نه وی، نه خو امنیت راځي او نه هم اقتصاد په پښو دريږي.

ترکیه چې يو قوې هیواد  دی کردانو ورسره نږدې څو لسیزې جګړه وکړه او ترکیه نا امنه وه، چې د کردانو له خوا  په لومړي وزیر او مهمو وزیرانو باندي حملو پورې خبره ورسېدله.

شړېدلی حکومت

که طالبان بیخې جګړه ونه کړي هم حکومت ړنګیږي، ولس په تکلیف دي، کار نشته، دندې نشته، رشوت، فساد روان دی او امنیت هم ځکه نه شي راتلای هغه اقتصادي مافیا چې د نا امني او جنګ له برکته شتمن شوي هغوئ به د ګډ حکومت له پاره ناامني  او ستونزې جوړوي.

د بګرام زندان بیا خلاصیدل، د لسو طالبانو  خوشې کیدل، او د همدې دوسيې له امله د زندان  د مشر منفک کیدل، هغه څه دي چې د سولې خبرې ځنډنۍ کوي.

په کابل کې مرموز مرګونه هم د یادونې وړ دي چې يو پکې د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان مرګ دي، ځینې راپورونه دي چې د هغه له مرګ نه وروسته د مطیع الله خان خلکو د هغه پنجشیری مرستیال هم وژلی دی، معلومیږي چې:

یا خو د کمونسټانو او پخوانيو مجاهدینو ترمنځ رقابت دی، یا د شمال ټلوالي او پښتون ترمنځ رقابت روان دی. چې دغه کړنه هم په سوله مخامخ منفي تاثیر لري.

په ارګ کې دننه د پخوانیو کمونسټانو او پخوانیو مجاهدینو او سیکولرانو ترمنځ هم رقابت روان دی، د ارګ هرې مهمې چوکۍ ته د نفر معرفي به خامخا د کوم بهرني سفارت له خوا سپارښتنه لري.

افغانستان کې سیمه ییزې تربګنۍ پالل

په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو پوځیانو لوړ رتبه کسانو لیري کول، له منځه وړل او وژل کیدل، د پرویز مشرف خبره بوش ته  چې دا قوم (پښتون) دلته پاکستان کې  زه له منځه وړم او  هلته افغانستان کې يې تاسي ريښې له منځه یوسئ، معلوميږي چې همهغې تګلاري اوس زور اخستی دی.

اوسمهال په افغانستان کې د چین –جاپان، هند – پاکستان، چین – هند، سعودي –ایران او ترکيې، روسيې او امریکا رقابتونه عملا شروع دي.

غني وار له مخه هند او ایران له لاسه ورکړل، پاکستان به هم خفه کړي، او روسیه خو ورسره مخالفت لري، ترکیه چې په افغانستان کې د ازبک او ترکمن قوم ملاتړي ده، د پارلمان ازبک رئيس د غني مخالف دی، که دوستم هم د غني مخالفت وکړي، ترکیه به هم دلاسه ورکړي، جاپان له دي کبله خپه  دي چې د سولې اړوند يې پیسې هدر ولاړي او د غني له خوا ورته ویل شوې چې نور تاسي ته د سولې اړوند اړتیا نشته، ما له پاکستان سره خبره خلاصه کړي، سعودي ښه پوهیږي چې په راتلونکې اوږد مهال کې د طالبانو سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.

د سولې هڅې نمایشي دي

موږ پخوا هم ویل چې چې انتخابات د  بل ۵ کلن او ۱۰ کلن جنګ دوام دی، اوس هم په دي خبره ټینګار کوو، چې ګډ حکومت د جنګ دوام دی، او د سولې هڅې يې نمایشې دي.

اوس چې امنيتې تړون له امریکا سره لاسلیک شوی، امریکا د خپلو پوځیانو د پاتې کیدو ژمنه له غني سره کړي، يواځنۍ لاره دا ده چې د اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه هڅې وشي چې د بهرنیو پوځیانو د حضور  د پای نیټه له امریکا سره یقينې کړي او د افغانستان په مسئله کې مخامخ د سولې مذاکرات لومړي د طالبانو او امریکا بیا د طالبانو او افغانانو تر منځ په مخ يوسي، ولي د مذاکراتو مشرتوب افغانان وکړي، د اسلامي کنفرانس غړي هیوادونه او د ملګرو ملتونو د مذاکراتو منځګړتوب او امکانات ورته مهیاء کړي.

-
بېرته شاته