(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(مصنوعی عصبی نیټورک(جال

[07.Apr.2015 - 19:00]

Artificial Neural Network

لیک: پوهیالی رفیق الله بریالی

ګرانو او زړه ته رانږدی د ټکنالوژی مینوالو مصنوعی نیورال نیټورک دایو ډیر  اوږد بحث دی خو ما کوشش کړی دی چه تاسی ته یی په ډیر یو ساده او لنډ ډول دروپیژنم هیله ده چه ستاسی لپاره ګټور ثابت شی تاسی ته په ډاکه ده چه په دی نږدی لسیزه کی ټکنالوژی ډیره په چټکی سره د بی ساری پرمختګ په لور روانه ده چه یو له دغه ډلی ځخه ارټیپیشل نیورل نیټورک دی کوم چه د کمپیوټر په علم کی د ټکنالوژی د پرمختګ هغه نوی نړی ده چه انسانان ورته ګوته په غاښ پاتی شوی دی او دا ټکنالوژی د لا پرمختګ او قوت په حال کی ده که ځه هم تراوسه د کمپیوټر پوهانو هغه ټول خوبونه  لاتراوسه پوری ریشتیا شوی نه دی خو بیا هم یی یو ځه اندازه پرمختګونه شویدی ګمپیوټر پوهان پدی لټه کی دی چه په راتلوونکی کی یو داسی مصنوی عصبی نیټورک یا جال  باندی کار وکړی چه هو به هو د یو انسان د دماغو په ځیر کار وکړی خو دا یو خوب دی لا مالومه نه ده چه به رشتیا شی او که نه دا به راتلونکی وخت ته پریږدو. اوس راځم دی ته چه دغه مصنوعی نیورال نیټورک ځه شی دی د ځه شی نه اخستل شوی او ځنکه کار کوی ګرانو لوستونکو دا مصنوعی نیټورک یا جال د ډیرو ګنو موازی ویشوونکو او عملیه کوونکو مصنوعی عصبی برخو نه جوړ شوی دی کوم چه عصبی غوښتنی او میلان لری چه د تجربی ټریننګ او روزنی پواسظه مالوما ت د چاپیریال نه اخلی ا و په ځان کی دخیره کوی او بیا د همدغه دخیره شوی مالوماتو پواسظه کار کوی لکه ځرنګه چی حقیقی نیورال نیټورک  کار کوی دغه عملیه د حقیقی عصبی نیټورک یا دماغو سره په لاندی دوه ټکو کی ورته والی لری  .      لومړی نالج  یاعلم او دویم اینټرنیورون یا داخلی عصبی رشتی د نالج یا علم د زده کولو د عملیه پواسطه نوموړی نیټ ورک علم حاصلوی او د انټرنیورون یا د   داخلی عصبی ریشتو پواسطه نوموړی نیټورک حاصیل شوی علم ذخیره کوی کوم چه په بیالوژی کی د حقیقی دماغ ساینیپټک نومیږی په مصنوعی نیورال نیټورک کی اینپوټ .اوټپوټ او ددی دواړو ترمنځ پټ شوی نوډوونه موجود دی چه همدی نوډونو ته په مصنوعی نیټورک کی نیورن یاعصبی رشتی وایی چه له یو بل سره تړل شوی دی او د حقیقی عصبی نیټ ورک په ځیر کار کوی او دا نیټورک د زده کولو یا ټرین کولو او د نمونو د پیژندلو وړتیا لری لکه د بیلګی په توګه لیکنی پیژندنه .د وینا پیژندنه او همداسی نور... لکه ځنګه چه مونږه اوتاسی په بیالوژی کی لوستی چه یو عصبی حجره  دری بری لری: دندرایتونه .ساینپټک او اکسون چه دندرایتونه بهرنی   

انګیزی د چابیریال نه اخلی او ساینپټک یی ‌ذخیره کوی اوعملیه پری باندی کوی او بیایی نتیجه  اکسون ته ورکوی

همدا شان مصنوعی نیورال نیټورک هم  دری برخی اینپوټ نوډ .اوټپوټ نوډ او پټ نوډونه لری چه کله مالومات اینپوټ شی نو اینپوټ نوډ فعاله شی او بیا دغه مالومات د یو ډول خاصو دندو پوواسطه نورو نوډونو ته انتقالیږی ا و مصنوعی نیټورک یی تشخیصوی ددی نیورون یا نوډونو فغالیدنه همداسی جریان لری ا و یو بل ته پاس کیږی او دا کار ترهغی بوری تکراریږی تر ځو چه د اوټپوټ  نوډ فعاله ا و اخرینی نتیجی  ته ورسیږی. اوس راځم دی ته چه دا کارونه ځنکه کولای شی دا هغه وخت کولای شی چه مونږ ورته ټریننګ یا روزنه ورکړو. لکه ځرنګه چه مونږ ه د یو ماشوم دماغ یا ماشوم ته روزنه ورکوو همداسی مصنوعی نیورل نیټورک هم روزل کیږی نو بیاکار کوی ددی د ټرین کولو او روزولو لپاره کمپیوټر پوهانو دا روزنه په دریو برخو ویشلی ده لومړی سوپروایز لارنینګ: پدی ډول روزنه کی اینپوټ او اوټپوټ یانی مالومات او نتیجه دواړه ورته ورکول کیږی لکه مونږ چه ماشوم ته وایو چه دوه او دوه ځلور کیږی بیا هغه هم وایی چه دوه او دوه ځلور کیږی . یانی پدی  ډول روزنه  کی مونږ نمونی ورښایو دی ډول رورنی ته سوپروایز روزنه  وایی بل ډول یی انسوپروایز یا غیر ی سوپروایز روزنه ده چه پدی ډول روزنه کی مونږ اوټپوټ او نمونی نه ورکوو لکه مونږ ه چه ماشوم ته ووایو چه دوه او دوه ځو کیږی نو ماشوم  پخپله د تیری زده کړی ځخه په ګټه اخستنه جواب وایی دی ډول روزنی یازده کړی ته غیری سوپروایز زده کړه وایی او دریم ډول زده کړه د ری اینفورسمینټ لارنینګ په نوم یادیږی چه پدی ډول روزنه کی مصنوعی نیټورک د چاپیریال نه زده کوی او پدی ډول روزنه کی مصنوعی نیورل نیټورک ته جریمه ا و بدله ورکول کیږی د بیلګی په ټوګه کله چه یو ماشوم د اول ځل لپاره اور ووینی نو هغه ته لاس وروړاندی کوی خو کله چه

وسوځی نو بیا د دویم ځل لپاره اور ته لاس نه وړاندی کوی نو دی ډول زده کړی ته ری اینفوسمینټ لارنینک ویل کیږی 

ګرانو لوستوونکو دا وه لنډه پیژندنه د ارټیبیشل نیورل نیټورک امید دی چه ستاسی لپاره ګټوره تمامه شوی وی که ژوند وه  په راتلوونکی کی به د ریبوټ او د نوی ټکنالوژی نوری لیکنی هم درته ډالی کړم

د ژوند خوشحاله شیبی ولری

د یو سوکاله او پرمختللی افغانستان په هیله

پوهیالی رفیق الله بریالی Rafiqullah Baryalai 

-
بېرته شاته