(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي افضل لودین د پیغام پښتو ژباړه

[07.Apr.2015 - 19:07]

د هېواد د نوموتي سپه سالار د پاکستان او افغان دلومړۍ مخامخ جګړې اتل  ډګر جنرال ارکان حرب  ښاغلي محمد افضل لودین د پیغام پښتو ژباړه : لېمه

بسم الله الرحمن الرحیم

د لوی او بخښونکي خدای په نوم

عزتمنو هېوادوالو، زړه ته رانږدې خویندو ورونو!

زموږ هېواد  د معلوم الحاله عناصرو له  خوا ورځ تر بلې  په یوه پوځي او سیاسي پیچلي حالت کې د بدمرغیو خوسا ډنډ ته راښکل کیږي ، چې ان دامریکې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د نړیوال ائتلاف ځواکونه او د ناټو ځواکمن پوځي سازمان  نشي کولای هغه ډول چې موږ یې وینو  تر یوې کچې  حالات کنترول کړي.

ګاونډي هېوادونه: ایران او پاکستان نه یواځې دا چې له بشري حقونو او نړیوالو نورومونو نه په سرغړونې او بې شرمۍ  سره زموږ د هېواد په دننیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه کوي بلکه ان اوس زموږ د خلکو په وړاندې په وسلوالو کړنو لاس پورې کوي.

د دغو دو فتنه اچوونکو او بشرضد رژیمونو ظلمونه او جنایتونه دې برید ته رسېدلي دي چې: ایرا ن پرته له کوم سبب او لامل نه زموږ زرګونه لوڼې او زامن بندي کړي دي ، د خپلو شیطاني هوسونو او غوښتنو پر بنسټ یې هره ورځ دوه ، درې او یا له دې شمیر نه زیات  د اعدام په نوم په ډیرو ظالمانه او بیرحمانه ډولونو وژني او په شهادت یې رسوي او یا د ایران په لارو کوڅو کې دغه بې فرهنګه وحشي ایرانیان نه یواځې دا چې زموږ په هېوادوالو ډیر بیرحمه، وحشي او ظالمانه بندیزونه اېښي دي، بلکه په عام محضر کې  د افغان د معصومو بچیو په عزت، حیثیت او شرف تیری کوي.

چې د دوی دغه ډول کړنې په هیڅ ډول نشو کولای د انسانیت د تاریخ د وحشیانو نمرود ، فرعون، یزید، چنګیز او ګوډ تیمور له کړنو او چلندونوسره پرتله کړو. تاسو هېوادوالو څه موده وړاندې په تلویزیونو کې ولیدل چې دغو ایرانیانو په څومره وحشت ، ظلم او بې رحمۍ سره دافغانانو په جونګړو تیری وکړ.

پاکستان دغه غدار او شر اچونکی او دغه  د نړیوال تروریزم مرکز  نه یواځې دا چې زموږ کلي بانډې او سرحدي ولایتونه تر اور لاندې نیسي او سلګونه راکټونه زموږ پر سپېڅلې خاوره توغوي ! بلکه دغه پاکستانیان نن ورځ زموږ په کورنو او د افغانانو په حریم او نوامیسو تیری کوي، لسګونه او لسګونه ضد بشري پلیتې کړنې سرته رسوي!

څرنګه چې د دوی ابلیس ستایونکي او فتنه اچوونکي منظم پوځ د دوی د کرنیلانو او جرنیلانو په مشرۍ په کنړونو او نورستان کې وحشیانه تیری کوي، دغو وحشي صفتو مزدورو جرنیلانو او کرنیلانو له خپلو معلوم الحالو نیکونو نه په الهام اخېستو سره د خپلو تورو وجدانونو او ضمیرونو دعملونو د پلې کولو لپاره د بدانوتور لښکر ـ  د تورو جامو وال لښکر یې منځ ته راوړی دی!

عزتمنو او دیندارو هیوادوالو!

د خواشینۍ ځای دادی، دهیواد د تاریخ په  هیڅ پاڼه کې، ان په اتلسمو او نولسمو پیړیو کې چې زموږ هیواد به ځینې وخت مرکزي دولت نه درلود، د نړیوالو ستم ګرو او ځواکمنو له خوا به ګواښل کېده، بیا هم زموږ په هیوادوالو او افغان ملت کې د اوس په شان د  سر بډالۍ، بې نظمۍ ، بې باورۍ او د هېواد  د راتلونکې په وړاندې د بې اعتنايۍ حالت موجود نه و، بلکه   د دې برعکس د ډیرو افغانانو په منځ کې باور ، یووالی او همغږي شته وه، څرنګه چې زموږ نیکونو د شلمې پیړۍ په دویمه لسیزه کې او موږ د شلمې پیړۍ اتمه لسیزه کې په ډیرې سرښندنې، میړانې او جانبازۍ سره بې سیاله مبارزه وکړه، دهېواد له ملي خپلواکۍ نه مو ساتنه وکړه او  همدا موږ او زموږ ملت دوه غدار او یرغلګر ستر قدرتونه  په همدې شلمه پیړۍ کې په ګونډو کړل او نړیوال مو دهغوی له شره وژغورل.

خو نن ورځ زما باعزتو هیوادوالو، سره له دې چې د نړۍ ځواکمنان او نړیوال د پرون په خلاف نن ستاسو په خواکې ستاسو په مرسته په یوه غږ دهېواد د پرمختګ او خیر ښېګڼې لپاره هڅه او کار کوي،خو له بده مرغه زما ګرانو،شریفو او باعزتو هیوادوال تاسو یو بل سره لاس او ګریوان یاست.

وګورئ: قدرمنو وطنوالو، دا باید هیر نه کړو چې  د شلمې پیړۍ په اتیاوموکلونو کې زموږ په هیواد کې د پردیو ناعادلانه او ظالمانه جګړه روانه وه، ستاسو ښه په یاد دي چې  د نړۍ د پیاوړو هېوادونو او د هغوی داستخباراتو چې افراطي او تروریستي تنظیمونو او ډلو ترشا ولاړ ول اوپه یوه شپه او ورځ کې یې ۱۱۰ ساعته زموږ د هیواد ، زموږ د ملي حاکمیت په ضد او په تیره زموږ په ملت کې د نفاق او درز اچولو لپاره یې تبلیغ کاوه ، خو زموږ باتور ولس زموږ د هیواد اصیل بچي نارینه ول که ښځینه ، زاړه ول که ځوانان د هغوي په وړاندې په میړانه او سرښندنه  د یو بل په خواکې ولاړ ول او زموږ له مقدسې او سپېڅلې خاورې نه یې ساتنه کوله، خو هغه مهال هم د هیواد  خائین او د وخت زیږنده مرتجع انسانان شته ول په هوښیارئ سره یې د واک د ترلاسه کولو  او د پردیو په لمسون زموږ د خلکو ترمنځ که روڼ اندي ول او که تکنوکراتان په تیره د دولتي حاکمیت دغړو ترمنځ یې  بد بیني ،نفاق او دښمني رامنځته کړه.

زما هیوادوالو له تاسو پټه نه ده چې ان په پوځي ټولګیو کې دا سې بې وطنه خائینین ول چې په ډيره نامردانه او مذبوحانه ډول یې جبهي خوشې کولې او د خپل سیاسي موقف د ساتلو لپاره د ملت دښمنانو سره یو ځای کېدل او له هېواد سره یې جفا کوله، دغه ډله  د وخت زیږنده، خائینو، خایفو ، نوکر صفتو، غلام فکرو خلکو په پای کې زموږ ملي حاکمیت  د نړیوالو قدرتونو د یوې پیچلې جیوپولیتیکي لوبې وسیله کړ، څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، هماغه و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی ښاغلی بینن سیوان  د خپل مسولیت او دندو  د کار د لایحې په تضاد او مغایرت کې  د افغانستان د وخت  د جارئیه قوانینو په بې حرمتۍ سره په ۱۹۹۲ کال داپریل په ۲۸ زموږ ملي حاکمیت  د انسانیت د دښمنانو په ګټه په خائینانه ډول له منځه یو وړ، هېوادوالو چې تاسو د دغه  مفسد فی الارض د پلیتې کړنې، کارونو، څېرې او نوم سره بشپړه اشنايي لرئ.

نن چې زموږ په هیواد کې  زموږ د خلکو په وړاندې هره  فاجعه، بې عزتي او بې حرمتي روا ګڼل کیږي، یا پرې تحمیلیږي، ټول مسولیت یې د ملګرو ملتونو د سازمان  د سرمنشي دهمدغه استازي او په ټوله کې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت د شورا په غاړه دی.

قدرمنو او عزتمنو هیوادوالو دا نه هیردونکې ده چې په څومره بې عزتۍ، بې حرمتۍ او په خباثت سره  د نړیوالو او زموږ د هېوادوالو د سترګو په وړاندې  زموږ د نیکونو میراث ملي حاکمیت او د قدرت اداره د ۱۹۹۲ کال د اپریل په ۲۸ د تنظیمونو  قطاع و الطریقو مزدورو مشرانو ته وسپارل شو او د یوه ستر او سرلوړي ملت له نوم تاریخ او لرغونو ویاړونو سره لوبې وشوې.

شریفو وطنوال!

هغه څه چې موږ ته د ویاړ ځای دی او مونږ ټول پوهیږو چې د تاریخ په هر زمان او دوره کې زموږ هیوادوالو نر ول که ښځې د خپل هېواد له شرف حیثیت او ناموس نه یې په سرښندنې سره ساتنه کړې ده. خوزموږ په خلکو کې د تاریخ په هیڅ پېر کې  اوسمهالي بې تفاوتۍ، ویرې او ناولې بې لارۍ  شته نه وي،  له خپلو خلکو اود خپل هیواد له لوېشت لوېشت نه یې په پاک ایمان ساتنه  او پالنه کوله،  د هېواد او ملت د دښمنانو ، افراطي اجیرانو په تیره حرفوي تروریستانو او د هغوي د حامیانو د دسیسو په وړاندې یې د خپل ګران مور وطن لپاره  سرونه قربانول.

وګورئ، د افغانستان د جمهوري حاکمیت د کلونو ستر جنګ نه هیریدونکی دی، یانې د جلال اباد جنګ، هغه مهال د جلال اباد ښځو او نارینو په څه میړانې او هېواد پالنې سره د یوبل په خواکې خپلو ملي نوامیسو او خپلې خاورې ساتنه کوله!

څه ډول یې سر ورکړ خو سنګر یې ورنه کړ، څه ډول په میړانې سره د یو بل په خواکې ودرېدل او تاریخي تلپاتې ویاړ یې له ځانه په میراث پرېښود.

عزتمنو او شریفو هېوادوالو، د هېواد د یوه سابقه داره سرتیري په حیث غواړم صادقانه ووایم: د هیواد د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو اکثریت سرتیرو او صاحب منصبانو  د هیواد د ناموس،شرف، حیثیت او عزت ساتنې نه پرته د بل شي په اړه یې فکر نه کاوه،  د بیت المال غلا او چور خو پریږرده چې دایې ذهن کې هم نه ګرځېدل.

د هېواد د امنیتي ځواکونو مطلق اکثریت منسوبینو هیڅکله په هیڅ لامل د پردیو  او خائینینو غوښتنو ته نه تسلیمیدل، دهېواد او هېوادوالو د ساتنې په لاره کې د هیچا په لومه کې نه پرېوتل او نه تیروتل، تعصب، ملي نفاق، قومي ، ژبني او مذهبي  ستونزې یې له اره فکرونو ته لار نه پېدا کوله، د هېواد په هر ګوټ کې  د دندې له ترسره کولو  یې سر غړاوی نه کاوه!

خو نن دهېواد امنیتي ځواکونه او وسلوال پوځ په کوم وضعیت کې قرار لري؟

دوی  په لسګونو تنظیمونو او ډلو پورې تړل شوي دي، تر دې بریده چې ان خپل رسالت، دندې او ملي مکلفیت یې هیر کړی دی، نن ورځ د اوستايي پیړیو د  شړیدلو رنځونو او خرافاتو لکه قوم، ژبه ، طایفه، سمت او مادیات پاللو کې ډوب شوي دي چې ان  د ملي مجرمینو په شان دغه دایران او پاکستان فتنه اچوونکو لاس پوڅي   سپېڅلي  هیواد، افغان او افغانستان ته په شک او تردید ګوري.

ایا  دیوه زوریدلي هیواد امنیتي ځواکونو سره دغه ډول خصایل جایز دي؟

باشرفو هیوادوالو، خویندو ورونو!

نن ورځ  د پردیو تالي څټو او فتنه پیشه دستګاو زموږ په خلکو څه ډول حالت راوړی دی: هېواد ټوټه ټوټه شوی دی، دهېواد په هر ګوټ کې  د قطاع و الطریقو تنظیمونو استازو، زورواکو، قاچاقبرانو او د غلو واکمني ده، د قانونیت، مصئونیت او امنیت څرک هم نشته،هر غدار او زور واکی مختار حاکم او د خپل ځان (رستم) دی،هرڅه یې چې زړه وغواړي هماغه کوي، د هیواد له ۹۰ سلنه نه ډیر خلک په فقر، لوږې او بې سرپنايي کې ژوند کوي، له ۸۰ سلنه نه ډیرې ښځې او نارینه روحی او رواني ستونزو سره اخته دي، دهېواد ملیونونه وږي ماشومان په کوڅو او سړکونو کې درپه دره ګرځي.

خو  قطاع و الطریقان  زموږ د خلکو په حریم او نوامیسو تیری، لواط، زنا او د انساني صفتونو په خلاف او مغایرت کې په لسګونه کړنې زموږ په بیچاره، مظلوم او دینداره  ولس باندې جایز بولي او څه رنګه چې تاسې هېوادوالو، پلرونو ، مېندو، خویندو  او ورونو وینئ، دوی زموږ د داغ لیدلي ملت په وړاندې د هیڅ ډول شنیع او فجیع  کړنې تر سره کولو  نه ان د نړیوالو د  سترګو په وړاندې حیا او شرم نه کوي.

وطنوالو خویندو ورونو!

نني غله د خپلې واکمنۍ د ساتلو لپاره د ۲۰۱۴ نه وروسته په دې نوم چې نړیوال ائتلاف ځواکونه له افغانستان نه وځي، تاسو له شرارت پیشه، لاشخورواو فتنه اچوونکو هیوادونو پاکستان (اټومي) او یا ایران نه  ډاروي ، ان د خپلو پیژندل شویوملاتړو په امر سره په هیواد کې د تروریستانو له انتر ناسیونال او د طالب له وحشت او بربریت سره د واک د ویش لپاره هڅې او کوښښونه کوي.

محترمو هیوادوالو، خویندو، ورونو او ځوانانو!

غواړم تاسو ته ووایم  چې د تیرې پیړۍ  په اتیاومو او نویومو کلونو کې زموږ په هیواد کې د نړۍ پنځه ستر اټومي ځواکونه یو بل سره جنګېدل، دهغې کور ورانې جګړې په ټولو کلونو کې دغه پنځه ستر اټومي قدرتونه ونه توانیدل چې په خپلو سترو لګښتونو او سوپر مدرنو وسلو سره زموږ په خلکو او زموږ په ملي حاکمیت  ان زموږ دخاورې یوه ملي متر کې خپل اعمال تحمیل او قبول کړي.

بیا هم غواړم یادونه وکړم چې د جلال اباد په جګړې کې سره له دې چې د شوروي اتحاد غاصب ځواک زموږ له هیواده وتلی و، پر جلال اباد د پاکستان د منظم پوځ د یرغل تر شاه  د القاعدې حرفوي انترناسیونالو تروریستانو ډلې او دهغې افغاني نوکران او اجیران یانې د نړۍ د څلورو سوپور قدرتو اټومې ځواکونو، سعودي عربستان، ایران او پاکستان ساخت تنظیمونه، له پرمختللیو دستګاو او تکنالوژۍ سره مله کارنده پوځي استخبارت ، د سلګونه ژورنالیستانو شتون او هره شیبه د تلویزیونو دشوروي اتحاد دتلویزیون په ګډون او راډیو ګانو له لارې دراپورونو ورکړه،هره شیبه د جلال اباد ماته، ان د جګړو د سیمو په اړه هم راپورونه ورکول کېدل  چې وکړای شي د افغان امنیتي ځواکونو د سرتیرو او منسوبینو ،د ملي حاکمیت د رهبرۍ او په تیره د جلال اباد د قهرمان او شریف ولس مورال کمزوری کړي، خو  د اردو منسوبینو او د جلال اباد زړورو، میړنیو او سرلوړو خلکو د دغو تبلیغونو پروا ونه کړه، د هغوی په وړاندې خپل افغاني ویاړ او حیثیت  د ساتنې او  د شرف او ناموس نه  د دفاع لپاره په میړانه ودریدل او وجنګېدل.

په دغه ستر هېوادني جنګ کې د قهرمانانه ساتنې او بري راز په څه کې و: په خلکو او ملي اردو کې صمیمت، سربازي، وطنپالنه، سرښندنه، یووالی، کلک باوراو په یوه کلیمه کې  د مور وطن د دښمنانو په وړاندې یو والي.

سرتیرو ، صاحب منصبانو او په ټوله کې خلکو  دغه  د شرف او ناموس ساتونکو له اره دا فکر نه کاوه چې څوک اټومي ځواک دی او څوک سوپر اټومي ځواک دی او څوک په کومه وسله سمبال دی؟ باعزتو هېوادوالو!  ورونو او خویندو،  د پاکستان د جیره خورو ، بې همته او وحشي اردو نه به ویره څه وي.

ګرانو هېوادوالو،بارسوخه ملي شخصیتونو، تکنوکراتانواو روڼ اندو ځوانانو!

هرچیرې چې یاست او په هر وضعیت او موقف کې چې یاست، دخپلو خلکو  تاریخي  ویاړلې سرښندنې او ځان تېریدنې چې  د دغه  پخواني سرلوړي ملت  د تاریخ پاڼې یې زرینې کړې دي، په یاد راوړئ، راویښ شئ، فکر وکړئ چې ولس او مورنی وطن په کوم حالت کې دی!

ویښ شئ، ځانونه وښوروئ، خپل وجداني رسالت او تاریخي مسولیت مه هیروئ، لستوڼي بر وهئ او بیړه وکړئ، دهېوادوالو په وړو او غټو  او هر هغه څوک چې ځان افغان ګڼي ټینګار کوم:  د دین  او ځان پلورونکو، غلو، یاغیانواو باغیانو له واک نه دهیواد د ژغورلو او دفاع لپاره یو بل ته لاسونه ورکړئ.

زه  دهیواد  د یوه سابقه دار او سپین ږیري سرتیري په حیث د وسلوال پوځ او دهیواد دنورو امنیتي ځواکونو ټولو منسوبینو ته، چې په هر عمر کې دي، په هر ځای او په هر حالت کې دي او د دوی پښې خوځښت لري، اعلان کوم چې د خپل وطني، اخلاقي او انساني رسالت د سرته رسولو لپاره په افغاني غیرت، ویاړ، حرمت او عزت سره چمتو شئ.

د ملت غږ ته د درناوی سر ټیټ کړئ، او په سرلوړئ او چمتوالي سره د مورني وطن  د ژغورلو لپاره سرښندنې او جانبازۍ ته ودریږئ او د هېواد په لاره کې چوپړ ته چمتو شئ، پوره باور لرم چې دهېواد د امنیتي ځواکونو منسوبین، زاړه و ځوانان ، ښځې او نارینه که په بهر کې دي اوکه دننه په هیواد کې د مورني هېواد غږ ته لبیک وايي!

تر څو وکړای شو په ګډه د اوسني پوځي او سیاسي ستونزو د حل لپاره یو سم پلان جوړ کړو،

او نړیوالې ټولنې په تیره د ناټو ځواکمن پوځي سازمان سره له ۲۰۱۴ کال د نړیوال ائتلاف څواکونو له ستندیدو وروسته په خپل هیواد کې دتروریزم په وړاندې دمسولانه مبارزې پلان مطرح کړو، او په یوه افغاني جوړجاړي سره د پوځي تیارسی په امر د هیواد چوپړ ته چمتو شو.

نور نو زغمل او صبر کول خیانت دی!

هر هغه څوک چې لږ تر لږه ملي ، هیوادنی او د پښتونولي حس یې په وجود کې ژوندی دی، باید اوسنیو کاذبو سیاسي جنجالونو او لوبو ته خاتمه ورکړي، پوه شي چې دهېواد سلګونه کونډې رنډې، بیوزله، معصوم ماشومان، وږي او تږي، واړه او زاړه  په تمه دي چې څه وخت به ستاسو دهېواد پالنې او سرښندنې غږ لوړیږي.

د لوی خدای په نوم، دهیواد سپېڅلې کلیمه، هیوادنۍ فریضه او د پلرني وطن په امر له تاسو ټولو هېوادوالو نه غواړم چې دخپل ګران هېواد  د ژغورلو لپاره په هیڅ ډول له غولوونکو، خائینو، مرتجعو مفسدو، هېواد پلورونکو، غلو،  رټل شویولوټمارو او داړه مارو سره اړیکي ټینګې نه کړئ ،

د حی علی الصلاح، حی علی الفلاح  په سپیڅلو نارو  ټول جنګي اجیران، تروریستان او د پردیو  تالي څټي  زموږ له سپېڅلې خاورې نه وشړئ.

 ومن الله توفیق نورو نو د مور وطن  او د انسان د دردونو په وړاندې بې تفاوته پاتېدل ستره ګناه ده.

-
بېرته شاته