(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بزګر پېښور

[22.Apr.2015 - 00:29]

زما دويمه ورځ وه د چوک يادګار او قيصه خوانۍ په منځ پيپل منډيي کې مو سوده کوله. ناڅاپي مې پر غوږونو د قاري صېب اواز ولګېد. وررو ته مې وويل الکه دا د قاري صېب اوازنه دی؟ هغۀ وويل: هاو دی کنه، دا خو دلته د جمعې ورځې تقرير کئي. ما وويل جمع څو بجې کئي؟ دۀ وويل پاوباندې يوه بانې. ما ورورته وويل راځه چې قاري صيب پسې دا مونځ وکو د جمع وخت دی. دۀ وويل دا خو وس لس ميلټه پاتې دي دا جومات ورکوټی دی ځای په کې نه شته سر پورې ډکه دی. ما وويل، راځه مړه قاري صيب په کې دی زمونږه خو وس خپل جومات دی ځای به په کې نه ئي د بل چا دپاره به نه ئي.
جومات ته ورغلو قاري صيب مو وليد هغۀ موږ وليدو. مونځ مو وکړ ورور ته مې وويل صبر وکه قاري صيب وليدو چې ورشو ملاقات ور سره وکو. دۀ وويل قاري صېب چې دعا کئي او خلکو نه راخلاصېږي نيمه کېنټه به دلته ورته ناست يې. ځو سوده راخلو کور ته ځو هغه نور هم راروان دي. مېلمانۀ يې يادول وېويل قاري صېب سره به ماښام ميلاو شې.
ماښام مانځۀ کې مې قاري صېب بيا په خپل جومات کې وليد. له جوماته چې رابهر شولو د قاري صيب کور جومات سره نږدې دی. زموږ کور بيا د قاري صېب له کوره لږ لېرې د بلې کوڅې په منځ کې دی. قاري صېب وويل بېټک کولاومه دننه به ښه ګپ شپ ولګو. ما وويل نه جي بيا به بل وخت کېنو سره نن مونږه د جمعې مونځ هلته بازار کې تاسو پسې وکو. خو ميلاو درسره نه شو ځکه چې مونږه لږ جلدي کې وو جي. قاري صېب وويل: هاو هاو ما وليدئ خو بيا مانځۀ نه پس غېب شوئ. ما وويل هاو جي لږ څه مېلمانۀ مو لرل د هغې وجې نه زر راغلو کور ته.
قاري صېب په عېلمي ډګر کې ډېر رسېدلی سړی دی. له دروېش مدرسې نه فارغ شوی دی د مذهبي ګوند غړی هم دی. داسې غړی نه دی چې د ګوند په ټولو چارو کې ونډه لري. يواځې زموږ د ځای يا د يو څو کوڅو ناظېم دی سرکاري نوکري هم کوي. د کور مخې ته يې ولاړ وۀ کله کله به يې ماشوم ورارۀ – ورېره يا زوي – لور هم راووته پېسې به يې ترې غوښتې. په خبرو کې سره پر بهر ملکو هم د عقلمندو ليکوالانو خبره وغږېدو.
قاري صېب وويل: په اسټرېليا کې مې يو مقتدي دی هغه ورځ يې راته رينګ کړی وو. ما ته يې ويل چې زه دلته په يوه کارخانه کې کار کومه او اوداسۀ کې په جورابو مسه کومه نو زما اودس کېږي که نه؟ ما ورته وويل چې په جورابه مسه نه کېږي. وئيل دلته ټول خلک په جورابو مسه کوي ما ورته وويل چې د الله بنده تۀ ما نه د مسلې تپوس کئې زه درته شرعي جواب وېم او تۀ خلکو پسې ګرځې.
قاري صېب خبرې ډېرې پر زړۀ پورې وې خو زه يې يواځې خاص خبرې اوس دلته ليکم. که څه هم له قاري صېبه مې اجازه هم نه ده اخيستې.
قاري صېب وويل: يوه ورځ يو کس مسله راوړه چې يو نر د بل نر سره بد کردار کړی وي په شريعيت کې دئ دپاره څه سزا ده. ما ورته وويل، بادشاۀ وقت دا فېصله کولی شي چې دغه دواړه کسان په اور کې وسېځي او يا يې پانسي کي. بله ورځ يې دا مسله په کاغذ ليکلې راوړه ما ته يې وويل جي دې بانې دستخط وکئی. ما ورته وويل چې د څه دپاره نو دۀ وويل چې دا يو کس دی يورپ ته روان دی دا ځان سره وړي. نو ما ووېل چې ګوره دې دونيا د پاره خلک څه څه نه کئْي. ما دستخط وته ونه کو دې کار باندې الته ډېر خلک سېټ شوي دي. وس به يې دا کار چېرته بل مولا بانې کړې وي يورپ ته به يې ځان سره وېسي بس اسلام يې هم بد نام کو او مونږه عالېمان يې هم بدنام کو.
يوه بله خبره هم قاري صېب وکړه. وېويل، وس پارلېمېنټ کې دا بيل هم پاس شوی دی که چېرته په کمه ښځه جنسي تشدد وشي او د ښځې رضا وي نو هغه سړي ته به سزا نه ورکول کېږي.
ځکه چې ښځه راضي ده ورسره. دا خو وسني حکومت کولاو چوټي ورکه دې زنا ته. وس خلکو د زناکارۍ باقايده بورډونه ولګول.څوک ورته څه وېل هم نه شي ځکه چې ستا حکومت بيل پاس کړی دی.
ما ورته ووېل، جې دا قانون به دلته په پېښور کې په مونږه پښتنو هم لاګوکېږي او بلوچستان کې به هم نافذېږي؟ قاري صېب وويل: بس دا خو حکومتي قانون دی په ټولو سوبو کې به وي خو په سرکاري سطحه که هغه بلوچستان وي که پنجابيستان وي. خو مونږه هم پې خپله غاړه خلاصه کړې ده سرکار مولا مو پېکړی دی چې دا ګوره پښتانه دي. دلته به احتياط کئې که نه نو بيا به دې مونږه زمه وار نه يي.

د فوجي زوي مې دا ځل ونه ليد ځکه چې هغه شهيد شوی وو

دېسمبر ١٦ نېټه وه ٢٠١٤ز کال وو،  پېښور کې پر ښونځي بريد وشو افغان ماشومان ( پښتانۀ او هېندکو ژبي ) په کې شهيدان شول. د پېښور له ښاره چې راوځي د سوري پول راېدخوا خېبر روډ راونيسې حيات چوک سره ښي لاس ته يو سرک د ورسک روډ په نوم دی. دغه ځای ته ځايي خلک چونګی هم وايي. له چوکه چې راتېر شې پر ورسک روډ کيڼ لاس ته د ولې پر سر يو نری سرک  نېغ دغه ارمي سکول ته ورځي. دغه دوه ښونځي دي په يو کې له لس کالو نه کم عمره ماشومان دي او په بل کې له لسو کالو نه پورته ماشومان دي.

فوجي  زموږ د ځای اوسېدونکی دی. په دغه دواړو ښونځئيو کې يې ماشومان سبق وايي. فوجي څو کاله پخوا پاکستاني پوځ کې نوکري پرېښې ده. ګردو ته پته ده چې د پښتنو لپاره د اسلام اباد په بهرنۍ پاليسۍ کې ځای نه شته. په کورنۍ پاليسۍ کې په سلو کې  شل برخې د پښتنو دي.  نور که پښتون هر څومره تعليم  وکړي د پاکستان له خوا ورته درې لارې جوړې شوي دي. پښتون به په دغه درې لارو کې پر يوه ځي. يا به پاکستاني پوځ ته ځي، يا به پوليسو او يا به په  سرکاري ښونځي کې استاذ لګېږي. فوجي  په کې پاکستاني پوځ کې ځان ځای کړ. ورپسې يې کشر ورور هم تعليم تر شلمه ورساو خو په سرکاري نوکرۍ پسې په ګرځېدو ګرځېدو چې يې پښې ماتې شوې او نا هيلی شو بيا يې يو دوکانګی واچو.

زه چې کله خبر شوم چې د فوجي زوي هم په کې شهيد شوی دی. د خفګان له لاسه مې هېڅ زړۀ نه کېد چې فوجي ته د زوي  عزر وکړم. د فوجي د زوي د شهيديدو درېمه ورځ  وه. زما هېڅ زړۀ نه کېدو چې فوجي ته زنګ وواهم.  ځکه چې زه به لومړۍ خبره دا کومه چې فوجي څه حال دی هغه به وايي چې ښه حال دی. او ښه حال خو له سره دی نه!  زړۀ مې ټينګ کړ د عزر په موخه مې  له هالنډه فوجي ته زنګ وروواهو. د پښتني دود سره سم مې  ورسره د مالي مرستې کولو خبره هم ور زياته کړه. فوجي په ځواب کې وويل، نه يار هر څه شته او چې نه وي بيا به  تاسو ته وايم کنه. دا خبرې چې اوس ليکم له فوجي نه مې اجازه هم لا نه ده اخستې. خو د دې ليکنو ( د بزګر پېښور ) لپاره مې داځل هر چا ته خولۀ ورچوله او خبرې مې ترې راويستلې. په موبايل کې مې ريکارډ کولې چې اوس به وار په وار يوه يوه خبره د خپرولو لپاره ليکم.

د فوجي د زوي د شهيدېدو درې اوونۍ شوې وې چې زه پېښور ته ورغلم. فوجي راسره عادي ستړي مه شې وکړه. د اسلامي دود سره سم مې د زوي د مرګ هېڅ خبره  ور سره ونه کړه.

يو ماښام د فوجي د ترۀ زوي زما سره ولاړ وو په خبرو خبرو کې يې کې د فوجي د زوي نوم ياد کړ چې ما کور ته راوړ. ما ورته وويل: ښه تۀ هم هلته ولاړ وې چې کله دا سانحه کېده؟ دۀ وويل نه يره مونږه ته چې کله اطلاع وشوه فوجي ما ته رينګ وکوچې زه لږ لرې يم تۀ ورشه چې ماشومان وګورې. يره زه چې ورغلم کنه داسې بد حال وو. څه تقريباً يوه نيمه ګېنټه بعد يې دا ماشومان سکول نه بهر راويستل. څلور ماشومان يې راويستل پينځم ( د فوجي د زوي نوم يې ياد کړ ) راوېکاږو. ما فوجي ته رينګ وکو چې راشه بيا راغی. يره کنه مونږه چې کله اسپتال ته ورغو دا ماشومان يې په دې چمن اچولي وو. هر سړی به ورتو خپل ماشوم چې به يې وپېژندو بيا به يې ورکو.

ما ترې پوښتنه وکړه چې دا کار چا کړی وو تۀ څه وايې چې چا کړی دی دا کار؟

دۀ وويل، دا فوجيانو کړی دی کنه او هغه ماشومان چې ژوندي پاتې شوي دي هم وايي چې هلته اول په سکول کې ډزې وشوې بيا دغه وخت کې ارمي واله ايکشن واخستو دغه ټېم کې سکول نه د تورو شيشو واله څلور ګاړي راووتل. وس دا څوک نه پوهېږي چې  ګاړو کې هماغه خلک وو چې اول يې په سکول کې ډزې وکې يا نور په کې فوجيانو را ويستل د سکول نه. فوجيانو چې لس منټه جنګ وکو بيا يک دم  کمانډو ايکشن واخستو. وس خلک دا هم وايي چې دا څنګه کمانډو او نور فوجيان دې کار ته رېډي ناست وو. کمانډو چې لاړه بيا دې نورو فوجيانو ډزې وکې بيا په کې دهماکه وشوه ماشومان خودهماکې  ووژل.

 ما ورته وويل: نو دا دهماکه چا وکه  فوجيانو وکه ؟ ده وويل دا وس پته نه لګي چې چا وکه خو خلک دا وايي چې مخکې نه په  سکول کې بم ايښودل شوی وو.که نه نو هغه د تورو شيشو واله څلور ګاړي ولې د سکول نه ووتل؟ نه کمانډو پې ډزې وکې نه پې دې نور فوجيانو ډزې وکې. يوه نيمه ګېنټه جنګ فوجيانو وکو خو يو هم په کې زخمي نه شو. او نه هغه دهشتګرد چاوليدل چې مړۀ شول که ژوندي وتښتېدل

د پېښور هوايي ډګر اخر د تورې ابۍ زامنو ونيو

مور، پلار مې دا مهال په داسې عمر کې دي چې له ٢٠١٢ ز کاله رادېخوا پېښور ته له هالنډه نا پلان شوي سفر ته اړ کېږم. سږکال ٢٠١٥ زکال کې  هم د جنوري په مياشت کې پېښور ته په ناڅاپي سفر د لږو ورځو لپاره  ولاړم. د پېښور په جرنېلي يا ليډي ريډينګ اسپتال کې يو تکړه ډاکتر له ډېرې مودې راهيسې زموږ  کورنی  ډاکتر دی. دا لکه د اروپايي يا د نړۍ د نورو هېوادونو وګړو په شان زموږ د کورنۍ ډاکتر نه دی. خو چار دې ښه وي له سرکاري روغتون، شخصي کلينيک او روغتون  سره سره موږ ته هم کله په لمبر او کله بې لمبره وخت راکوي. زما پلار ته يې د درملنې ټولې اسانتياوې د خپل شخصي کلينک پر ځای  زموږ په کور کې برابرې کړي دي. دهر ژوندي ژوند يوه نا يوه ورځ ختمېدونکی دی.  خو د ډاکتر صيب دې کور ودان وي چې موږ يې له ډېرې سرګردانۍ، لالهندۍ او مريض يو ځای بل ځای ته په دم دوا پسې له  وړلو ژغورلي يي.

د پېښور هوايي ډګر د دېسمبر پر ١٦ نېټه  ٢٠١٤ ز کال کې ماښام پاکستاني پوځ د نړيوالو الوتکو پر مخ وتړو. اوس په کې يواځې درې پاکستانۍ الوتکې کېني پاڅي. د پاکستاني ملي هوايي شرکت يا پي ايي اېی،شاهين اير او اير هېندوز. پي ايي اېی او شاهين په کې له پېښوره پېښوريان عربي نړۍ ته وړي راوړي. ايرهېندوز يې کراچۍ ته وړي راوړي. پاکستاني پوځي ګاډي او الوتکې هم په کې اوړي راوړي.

زه دا ځل وروسته له ٢٠٠٨ز کاله پر اسلام اباد هوايي ډګر کوز شوم. د پاسپورټونو چيکينګ ته څلور مېرمنې ناستې وې. نارينه په کې نه وۀ. د يوې مېرمنې سر د پاسه پر دړه  په اردو او نګريزي ژبه ليکل شوي وۀ: بهرني پاسپورټونه او سفارتي کارمندان  زه هم دغې دړې ته ودرېدم.

له ما مخکې يو سور سری سړی ولاړ وو. هغه تېر شو زه ورمخکې شوم  مېرمن پاسپورټ  وکت، ټاپه يې کړ بېرته يې راکړ. ما وويل شکريه تېر شوم هغه سور سري سړي ما ته مخ  راواړو په انګريزي کې يې وويل! پاکستانی يې ما ځواب ورکړ تاسو يې راته ويلی شئ خو يم نه. تاسو خپله له کوم هېواده ياست؟ هغۀ وويل زه د اسټريا يم. دلته مې د خپل هېواد په استازيتوب په سفارتي ډګر کې وخت تېر کړی دی. اوس د يوې اوونۍ تفريح ته راغلی يم. ما په ډېره حېرانتيا وويل تفريح او دلته؟ دۀ وويل هو زه اوس لاهور ته ځم. ما وويل تاسو همداسې يواځې ځئ؟ په لاره کې څه درپېښ نه شي؟ دۀ وويل نه بهر ټيکسي نيسم تر لاهور اډې پورې بيا له هغه ځای د لاهور په بس کې کېنم رسوي مې؟ ما وويل تاسو چې دلته راتلئ په پاکستان کې پر امنيت او د ځان ساتنې په اړه مو څه مالوم کړي وۀ که نه؟ دۀ وويل هو ما دلته پر هر څه ځان پوه کړی دی. له تا نه پاکستان کې ښه بلد يم.

په  خبرو خبرو کې رانه وپښتل ته چېرته ځې ما وويل زه پېښور ته ځم. سړي وويل هو ښه ما ليدلی دی پېښور ډېر ښاېسته دی. که شوني وه  زه هم درځم پېښور کې به دې ووينم. له دې خبرې سره سړي د خدای پامانۍ لاس وخوځو ولاړ.  ما پسې له  پېښوره اسلام اباد  ته ورور راغلی وو، زه مې ورور ته ورغاړې وتم يونيم سات وروسته پېښورته ورسېدو په کور کې مې پلار وليد. ټول کړاونه، سختې تنګې او غمونه مې هېر شول.

د پېښوري لپاره د پاکستانۍ تذکرې نرخ څو دی؟

د پاخۀ پلۀ په رېتۍ بازار کې جنت او شينا دواړه ورونه کار کوي. دواړه له يوۀ هټيوال سره مزدوران دي. جنت د کوڅې په يو سر کې هټۍ کې ناست وي شينا يې بل سر کې په بله هټۍ کې ناست وي.

جنت او شينا اووه ورونه دي دوه خوېندې لري. بې اتفاقۍ ځپلي دي پلار يې ژوندی وو دوه مشران  زامن  يې عاق کړي وۀ. په کچرو يا محکمه کې يې د قاضي په مخکې سټامپ يا مهر لګولی وو چې وروسته له دې د دۀ يواځې پينځه زامن او دوه لوڼه دي. مشر ورور او پلار يې اوس وفات دي. د جنت او شينا ټوله کورنۍ زما له ترۀ سره د پېښور په يکه توت سيمه کې ګاونډيان وۀ. اوس د جنت او شينا کورنۍ  پر جي ټي روډ پروت  يو کلي کې دېره ده. کور يې خپل دی، پينځۀ ورونه په کې اوسېږي خو بې اتفاقي په کې رېښې کړي دي پينځۀ واړه سره په خپلو کې وران دي. ما ته يې ويل چې دا پردۍ لوڼه مو کور ته راوستې بس بې اتفاقه يې کړو. ما ورته ويل څه خبر يو دا پردۍ لوڼه  خو مونږه ام کړي دي  وروري مو نوره ام ورسره خوږه شوې ده. راته يې وويل: مړه ستاسو هغې سره به ژبې نه وي زمونږه هغې سره  خو ګز ګز ژبې دي.

په پېښور کې د اوبو کموالي له کبله موږ په خپل کور کې کنوی يا څاه ايستلې ده. اوس د چا خبره د چم ګاونډ ډېر کورنه راسره مفته کې خړوب دي. د اوبو موټر مو يو څه سلو يا ټکه چال شوی وو. جنت ته مې زنګ واهۀ چې يو سم  د اوبو را ايستلو مشين راله پېدا کړي چې ټول عمري له دې کړاوه بې غمه شو. هغۀ وويل خپله راشه زه هم ورپسې پوخ پول ته ورغلم. سهر ١١ بجې وې  شينا په  هټۍ کې نه وو. جنت راته وويل هغه دا درې ورځې کېږي چې کټ کې پروت دی ناجوړه دی. ما ورته وويل: يره شينا ته خو به وس ورکارېدل غواړي تۀ څه ټيم پورې کار کئی زه خو يواځې خدای خبر شه که ستاسې کور پېدا کم؟ جنت وويل: هاوکنه وس نور څوک په دوکان کې ام نشته ګينې ما به رسولی وې خو داسې وکه اشناغرۍ نه سوزکي او ډاکسنې ځي څوکنو موړ کې به کته شي بيا الته نه غفار ته رينګ وکه هغه الته کور کې دی مخې ته به دې راشي.

څوکنو په اصل کې څمکني قام په نوم ياديږي چې په دغه سيمه کې ميشت دی. اشناغرۍ په اصل کې هشت نګري دی چې مانا يې اتۀ کلي دي. هشت له دري اتۀ او نګر د هندۍ ژبې کلي مانا ورکوي.

اشناغرۍ ته راغلم يو سوزکی راغی وروختم له جنګلې سره جوخت سيټ کې کېناستم نور سوزکی ډک وو. په دې کې يوسپين ږيری مشر هم سوزکي پورې ونښت زه بېرته راپورته شوم پر جنګله له سپين ږيري خواته ودرېدم. سپين ږيرې ته مې وويل: ځئ حاجي صيب تاسو کېنئ زه نزدي کوزېږم سپين ږيری کېناست پر ما هم کلېنډر غږ وکړ. روره تۀ ام دننه ځان ځی که دلته وس پوليس پرچه راکئي. سپين ږيري او مخا مخ ورته ناست يو ځوان خپلې پښې راټولې کړې ما ته سپين ږيري  وويل راځه زويه ځان ځی که. ما هم پښې دننه کړې او د سوزکي پر ډالا کېناستم.

کلېنډر بيا غږ وکړ کرای راواخلئ. ما جېب ته لاس کړ کرايي مې ورکوله کلېنډر ته مې وويل: الکه هن واخله څو کېږي څوکنو موړه پورې؟ حاجي صيب هم پېسې راويستې ما کلېنډر ته وويل: ځه د حاجي صيب ام په کې کټ که. حاجي صيب ټينګ شو زما پېسې يې بېرته زما په جېب کې راکېښودې. ما ته يې وويل نه نه نه ما سره خپله کرای شته.

حاجي صيب ماته وويل: تۀ لکه چې کله په دې سوزکي کې نه يې تلی چې کلېنډر ته دې وويل څوکنو موړه پورې څو کېږي که څنګه؟ ما ورته وويل: هاوجي بس همدسې وګڼئ  يو يار دوست مې ناجوړه دی د هغۀ  تپوس له ورځم. حاجي صيب وويل: ښه ښه، ما وويل هاو جي.

حاجي صېب راته وويل: تۀ خو ماته حاجي حاجي وی خو ما ګوره حج نه دی کړی. ما وويل: ځه خدای به مو ورله بوځي. حاجي صېب وويل يره زويه خدای دې راباندې دلته ورحمېږي چې دا اخيري عمر او خاتمه مو سيهي سلامته او په خېر خېريت دا باقي پاتې ژوند تېر شي دا زمونږه دپاره حج حج دی. دا وس د شناختي کارډونو واله نه راغلم دا مې درېم کال دی چې شناختي کارډ مې بلاک دی. فوجيان ام کورته راغلي وۀ تلاشي کوله چاپه يې راباندې واچوله ويل يې دا شناختي کارډ دې سپير شوی دی. زمونږه د يو رشتدار ام بلاک وو هغه بيا په يو لاک  روپۍ راخلاص کو نو ماته يې وويل الکه فضل اکبره لاړ شه زر  زره يي بېرته راخلاص که که نه نو ټرک درپسې راولي او په تورخم دې وراړه ئي.

ما يې په خبرو کې ځان ورواچو ورته مې وويل:

ښه ښه تاسو جې مطلب د تورخم نه په هاغاړه وطن کې حسابېږئ؟ حاجي صېب وويل نه نه زما خپل پيدايش دا پېښور دی، زه دا دی وس ٧٠ کالو يا به دې نه هم د ډېر يم، دا شناختي کارډونه خو وس وس راپېداشوي دي. ما دا په سن پچاسي ٨٥ کې جوړ کړی دی وس راته وايي چې دا جعلي دی تۀ ماجر يې.

_________

ولې د بزګر پېښور ؟

درنو لوستونکو په ٢٠١٣زکال کې د نومبر پر دويمه نېټه مې له ګران ورور محمد طارق بزګر سره له پېښوره  ټليفوني خبرې کولی. ګران ورور چې د ټول افغان ولس د زورېدو او کړېدو له لاسه کړېږي له ما سره يې په خبرو کې د پېښور د اوسنۍ غمجنې فضا په اړه خبرې وکړې. ما چې کله د ليکنو لړۍ پېلوله همدا نوم د بزګر پېښور مې خوښ شو. غواړم د دې لرغوني ښار د ژوند خوږې ترخې شېبې همدې سر ليک لاندې وليکم.

  مننه – م اشنا

-
بېرته شاته