(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عدم تشدد د پښتون فخر افغان فلسفه ده

د روان ښکېلاکي پېر په ټول بهير کښې پښتانه د اسيا د وياړ؛ فخرافغان خان عبدالغفار خان له اندوده راوگرځېدل او د تشدد لاره يې غوره کړه . د فخر افغان پراندود غير مذهبو عمل وکړ. اوس گورو، چې د ډېرپرمختللي ژوندانه لرونکي دي؛ پر ساينس او ټيکنالوجۍ سمبال خلک دي، خو پخپله پښتنو د دې پر ځاى ، چې د ده د اندود درناوى وکړي هغه يې ډېر خفه کړ. له څو لسيزوراپدېخوا پښتانه داسې ويده ول ، چې پر پرديو چيغوهم را پورته نه شول او نه يې د پاڅېدو او ويښېدو امکان و، خو اوس يې سترگې وغړېدې؛ ځکه، چې په وينو کښې ولمبېدل؛ کور و کلي يې د نمرود د ظلم، جبر او ناروا اور په لمبو کښې لو لپه او له خاورو سره خاورې شول . له هر لوري د وير او ژړا فريادونه اورېدل کيږي. په سرحدي او قبايلي سيمو کښې حالات دومره خراب شول، چې خلک يې پخپل ژوند ستومانه کړل. د همدې بدبختيو، مرگونو اوجنگونوپه روانه لړۍ کښې؛ د پښتون ټبر د يووالي او وحدت ولوله را وپارېدله، راويښ شول او پر حرکت راغلل ؛ د خپلو سرخېلو دا وينا ورياده شوه، چې يا به يو کيږو که نه ورکيږو...! نن څه نا څه اويا کاله وروسته د خدايي خدمتگار باچا خان فخرافغان هره خبره د کاڼي د کرښې په څېر ځلېدلې او پښتانه يې د قناعت رڼا ته ناست دي . نن د سرحد پښتانه اړ شوي، چې د هغه اندود پلى کړي. اويا کاله وروسته دغه پښتون ټبرد يووالي لورى ښکاره کړ او خپل يووالى يې د رايې ((ووټ)) له لارې وښود، خو دا د داسې وخت لاسته راوړنه ده، چې اوبه له ورخه تېرې شوي او پر ډانگ بېلې شوې نه دي، خو له ورخه تېرې او په ورخ کښې پاتې اوبه سره گډه سرچينه لري. پښتانه اوس پوهېږي، چې پرته له يووالي نولس نه شل کيږي؛ نو، ځکه يې د پښتنو د سرخېل باچا خان فخر افغان اندود ته د ور تېرېدنې هڅه پيل کړه . اوس اسفنديار ولي خان د فخرافغان نمسي او نورو پښتنومشرانو ته پکار ده، چې په دې حساس پړاو کښې په پوره پاملرنه گام پورته کړي. د جوش په ځاى له هوشه کار واخلي او د ټولو پښتنو مشرانو درناوى وزغمي ؛ ددوى وياړنې او باور ترلاسه کړي ،د تاوتريخوالي او شخړو لامل د پښتنو د دود( پښتونولۍ) له مخې په جرگو او مرکوکښې ولټوي ؛ د هر پښتون خبره په غور سره واوري او هغه څوک، چې د صلحې او يووالي لپاره کار کوي، ترې ډاډمن شي او د فخرافغان خان عبدالغفارخان په څېر دره په دره وگرځي، ټولو مرورو، خو ډاډمنو پښتنو ته د حق له مخې قناعت ورکړي او پر تلې لاره ور سره روان شي. که دا کار خدايي خدمتگاران ونه کړي؛ نو بيا به هم اسفنديار ولي خان اوده ته ورته نورو مشرانو ته ډېرې ستونزې را منځته شي؛ پښتنو دوى ته همدا ذمه واري غاړې ته وراچولې؛ځکه، چې د پښتنو پر سيمې اور بل دى او مخنيوى يې پوره تدبير هم غواړي. که نه؛دا ځل په رښتيا هم ورکيږو. د خدايي خدمتگارانو جرگې مرکې بايد وغځيږي، سړي ورته غوره شي اوهغوى ته دنده ورکړشي ، چې په هره سيمه کښې د پښتانه دروازې وټکوي او د يووالي غږ يې غوږ ته ورسوي، چې دا د کشرانو حق پر مشرانو دى اود مشرانو پر حق، چې څوک نه پوهېږي هغه بايد پوه کړاى شي. پښتانه هر څه لري او پر هر څه پوهېږي؛ خو هغه څه، چې نه يې لري او نه پرې پوهيږي ، هغه په مشرانوکښې يووالى، وحدت او قناعت دى. په مونږ کښې که څوک يو له ، دوه بېلولى شي له يوه او بل سره ترې خبره نه را پورته کيږي او په دې فکر کښې وي، چې ټوله آسيا يې پر ښکر ولاړه ده او، چې بېلولى يې نه شي، هغه هم له پاخه منه کم نه دي. که حال همدا وي اتفاق او يووالى به څنگه رامنځته شي ؟ پړ بايد خپله پړه ومني . مشران زمونږ خپل که پر څلور مذهبه ږرم هم وي، ږرم يې نه بولي. همدا وجه ده، چې زمونږ په منځ کښې فتنې او مرگونه ورځ په ورځ زياتيږي او سيالان ترې د لاسوهنې حق تر لاسه کوي. هغوى بيا پخپل مکر او چل زمونږ ترمنځ واټن پيداکولو ته لمن وهي ؛ د هر کلي او کورنۍ مشر بايد قناعت کولو ته غاړه کيږدي. هر کله، چې پښتنو د بل د حق لرنې درناوى وکړ بيا به مو ورځ سميږي. که نه ؛ نو اوس ، چې د ورځې سل پښتانه مري بيا به يې پر ښخولو ستړي شو . اسفنديار ولي خان او حامد کرزي ته پکار ده، چې د لرو او برو پښتنو ترمنځ واټن پيداکولو ته لمن ونه وهي او رامنځته شوى واټن را لنډ او د مهاجروپر حال او راتلونکي فکر وکړي. دا هم د اسفنديار ولي خان او حامد کرزي وروڼه دي. ولې يو ورور د بل ورورله لاسه وکړيږي ، وځوريږي او پربېلابېلو ستونزو اخته شي. دا هر څه د نورو پر لمسون او خوښه کيږي ... دواړه لوري دا نه غواړي، چې پښتانه دې د يو بيرغ لاندې راټول شي او که راټول شول او خپلمنځۍ ناخوالې يې يوې خوا ته کړې بيا يې هيڅ ځواک او قوت مخه نه شي نيولاى. همدا علت دى، چې نن روس، ايران، ترکيه، ازبک، ترکمن، تاجک، هندوان، پنجابيان او درباري قزلباشان او جاسوسان، يهود، نصارا، اسرائيل، امريکا او د دوى اتحاديان هڅه کوي؛ شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې ، چې دپښتانه ذهنيت د ځان لوري ته راوگرځوي ، مصروف يې وساتي او په خپلو کښې يې وجنگوي. کولتور، دود او ژبه يې نورو ته سپکه کړي، چې د پښتنو له کړو وړو څخه نفرت او کرکه را پيدا کړي يا پښتانه نړۍ ته د يو ستر گواښ په توگه وروپېژني. سمه دا ده، چې په نړۍ کښې يوازنى ټبرد پښتون دى، چې شر نه خوښوي او د امن ليواله دي. د هر چا په درد درديږي، په خوښۍ يې خوښيږي. د عدم تشدد فلسفه د پښتنود پښتونولۍ فلسفه ده، چې دپښتنو دسرخېل فخر افغان خان عبدالغفار خان شعار او ناره شوې او نن دگردې نړۍ ولسونو پر دې فلسفې د عمل کولو ډاډ څرگند کړى اوپرې خوښ دي، خوپانگوال دولتونه او د فشار پوځي ډلې يې پر مونږ پښتنو نښتي او وايي، چې پښتانه ترهگر دي. که ښه فکر وکړو د تاريخ په اوږدو کښې پښتنو چا ته دجنگ کولو يو اړخيز نيت نه دى کړى. تل جنگ ته پښتانه اړ شوي؛ خو، چې تنگ شوي بيا په جنگ اخته شوي دي. نن هم مونږ د روس، امريکا يا د دوى د مثلثي ائتلاف پسې نه يو ورغلي ؛دوى مونږ پسې راغلي او پر مونږ يې جنگ راتپلى ... بمي چا ودنې، عامه وژنه، بمبارد دا پښتانه نه کوي، دا دوى پخپله کوي او بدناموي پښتانه. تاسو وگورئ په ايران کښې د دې خلکو لاس نشته او نه په ايران کښې د دې ايجنسيو ايجنټان شته. هلته ډېرې سترې سترې جلسې کيږي. يوه بمي چاودنه ونه شوه او نه کيږي. په افغانستان، پاکستان او عراق کښې دوى د ډالرو په مقابل کښې پرخپلو ايجنټانو دا کارتر سره کوي. په دې هېوادونوکښې که لس تنه هم پر يو ځاى راټول شي ؛ نو بيا اړينه ده ، چې چاودنه رامنځته شي او له چاودنې وروسته؛ عامه ښکاره وژنه تر سره کيږي. وگورئ ترهگر څوک دي؟. مونږ يو که دوى؟؟؟ په پاى کښې له ټولو پښتنو هيله من يم، چې د يووالي لپاره سره راټول شي ؛اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزى، حامد کرزى او دا نور پښتانه مشران دې يوه رښتينې د پښتنو له دود او پښتونولۍ ډکه لويه جرگه برابره کړي، چې د دې بل شوي اور مخه ونيسي او که دا اور بې سره شو؛ نو بيا پرته له درېيم نړيوال جنگه نه مري. بيا به گورو، چې په پټو سترگو يا په خړو اوبو کښې کبان څوک نيسي او څنگه نيول کيږي. د ټولو پښتنو د يووالي په هيله scprd 26.05.2008 - بېرته شاته