(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

او د غوايي اتمه

[28.Apr.2015 - 19:22]

لیک: ډاکتر محمد فرید بزګر

 په پيښور کې د يوې نيمه غيردولتي روغتون (په دې معنی چې د جرمني د حکومت له خوا تمويل کيده او ورسره ثبت وه) کې د داخله څانګې مسوول ووم، سهار چې ورغلم د روغتون دروازې تړلې دي، سرناروغپال د دروازې مخې ته ولاړ دی را ته يې وويل: ټول بايد مرکزي دفتر ته لاړ شو، ما ويل: ناروغان څه شول، ويې ويل: ټول مو د شپې رخصت کړل. ورته مې وويل: په هغوی کې خو ډير يې د خوځيدو هم نه وو، حالت يې خراب وو د هغو سره مو څه وکړل؟ ويل يې: هغوی مو نورو روغتونو ته وليږل.

مرکزي دفتر چې نږدې وو ورغلو، ټول سټاف همغلته وو. رييس وويل: د جرمني يې ټليفون کړی چې جلال آباد تسليم شوی، روغتون جلا آباد ته انتقاليږي. که څوک ځي د ماسپښين ۲ بجو پورې دې دلته راشي او که نه ځي، همدلته خدای پاماني. کور ته لاړم، د سفر څه عاجل شيان مې تيار کړل. په همدغه ورځ د جلال آباد په لور وخوځيدو. د تورخم نه چې تير شو، وويل شو، چې راپور غلط وو، جلال آباد نه دی تسليم شوی، نو د حاجي قدير په يوه قرارګاه کې چې په ډکه کې وه ټولو واړول. دلته مو ۱۰-۱۵ ورځې تيرې شوې. تر څو چې جلال آباد تسليم شو، موږ د جلال آباد د تسليمۍ په دويمه ورځ جلال آباد ته لاړو. په لاره مو ډير دولتي عسکري پوځيان او سرتيري وليدل چې په پښو د جلال آباد په لور روان وو.
په ښار کې د حده زياته ګډوډي وه، ټوله کچه ګړۍ سپين غر هوټل مخې ته راټوکيدلې وه، په سپين غر هوټل کې يې ما او زموږ د روغتون نوي ټاکل شوي رييس ته يوه کوټه راکړه. د هر چا سره کلاشينکوفي، راکټ ويشتونکي او نورې وسلې وې. يو مې په کې وپيژانده پوښتنه مې وکړه چې ته څه کوې؟ ويې خندل، والله که پوهيږم، ويلې جلا آباد تسليم شوی زه هم راغلم.
د نجونو د ښوونځي موټر د انجونو ډک د هوټل مخې ته ولاړ وو. يو قواماندان ډوله سړي غږ کړ: ظالمانو دا نجونې خو پريږدئ چې کورونو ته لاړې شي، خالي موټر راولئ. په ښار کې په دولتي املاکو چور ګډ وو، چې ږيره به دې درلوده، هر څه دې کولای شو. دولتي موټر ته به دې اشاره وکړه، بيچاره ډرايور به ښکته شو او موټر به يې درته پرېښود.
دوه ورځې وروسته مې ږيره وخريله، ټول راته حيران وو، خو ما له دې پرته بل کوم غبرګون نه شو ښودلای. کله چې پيښور ته راغلم د کاکا يو زوی مې را ته وويل: دا څه دې کړي، په دې وخت کې خلک ږيره په پيسو اخلي او تا خريلې ده. ما ورته وويل: د همدې کبله مې وخريله چې ما د ږيرورو د ډلې و نه شميري!

-
بېرته شاته