(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خرم سناریو پر جهاني تطبیق

[05.May.2015 - 14:32]

لیک:اباسین بریال 
د ۲۰۰۹ کال مې میاشت وه، چې له ایران څخه را واردېدونکي د یو افغان ناشر ابراهيم شریعتي ۱۱ عنوانه کتابونه په نیمروز ګمرک کې له پلټنو وروسته سیند ته وغورځول شول، په دغو کتابونو کې هزاره ها، شناسنامه افغانستان او د حضرت علي لیکونه یې مشهور وو. د نمیروز والي غلام دستګیر ازاد ادعا وکړه چې د سترې محکمې د حکم پراساس چې دا کتابونه افغانستان کې ملي وحدت ته ګواښ و، قومي او مذهبي تعصب یې پاراوه سیند ته وغورځول شول.
پارلمان کې د یونس قانوني او احمد بهزاد په مشرۍ یوه غوغا جوړه شوه، د وخت د اطلاعات فرهنګ وزیر کریم خرم یې وغوښت، ښاغلي خرم پارلمان ته وویل چې دوی ته خبر ندی ورکړل شوی او والي داکار د اطلاعات فرهنګ له مشورې پرته کړی دی. خو په پارلمان کې یوه کړۍ په دې لګیا وه، چې څرنګه وکولای شي هغه په لیوه باندې له ښکته نه د وزې له خوا د اوبو خړولو پلمه د وزیر د ځپلو لپاره تاکتیک کړي.
د نیمروز والي، ستره محکمه او دخیل ټول ارګانونه برات شول، وزیر یې راټینګ کړ. اخري خبره داوه چې خرم باید استعفا وکړي او له ملت بښنه وغواړي.
دویمه ماجرا د ملي ګالري وه، د مخدوم رهین په لومړۍ دوره کې د افغانستان د ملي ګالرۍ قديمي لوحه د وزیر له خوا راښکته کړای شوه او پرځای یې د نګارستان ملي لوحه جګه شوه. دا وخت نه په پارلمان کې، نه محکمه کې،‌نه رسنیو او علومو اکاډمۍ کې هیڅوک نه وو چې له ښاغلي رهین وپوښتي چې د ګالرۍ نوم په څه دلیل نګارستان شو؟
یو کال وروسته د اطلاعات فرهنګ د تاسيساتو د بیارغونې او مرمت چارې شروع شوې، په دې لړ کې د ملي‌ ګالرۍ ودانۍ هم رنګ کړای شوه او په دغه ودانۍ کې ساتل شوې پخوانۍ لوحه ملي‌ګالري د نګارستان د لوحې پرځای بېرته نصب کړل شوه.
دا اداري جراات د ښاغلي خرم لپاره په دومره لوړه بیه تمام شو، چې سړی به هره ورځ په پارلمان کې د زلمي زابلي او احمد بهزاد دربار ته احضاریده. د کار ترپایه د خرم لمن له دې شواخون خلاصه نشوه.
د ښاغلي عبدالباري جهاني په میز هم پردي غمونه او تهمتونه پراته دي، هغه کتابونه چې پرون یې د هزاره ځوانانو د لاریون ظاهري انګېزه جوړوله د ښاغلي رهین په وخت کې ایراني نندارتون ته په لېږد یې بنديز ولګید، هزاره زلمیان ددې پرځای چې غوږ وګوري پشۍ پسې ځغلي.
د جهاني د استعفا غوښتنې انګېزه څلورو رسنیو ته د پوښتنې ګروېږنې د مکتوبونو لیږد یا ایرانۍ نمایشګاه ته په کتابونو بندیز ندی، ستونزه داده چې جهاني د یو پښتانه فرهنګي په توګه په دې میدان ځینو کړیو ته د زغم وړ ندی. که لږ په جرات وویل شي، ددې خبرو تر شا زموږ د غیرپښتنو زلمیانو احساسات او ډېر فرهنګ ستزه بیروني لاسونه دي.
جالبه داده چې جهاني د خوار ادرس وزیر دی، حتی ویره ده چې ښاغلی غني به دا وزیر لکه شکریه بارکزۍ یا لودین له عبدالله ونه ګټلی شي. پرون عبدالله په کابینه کې لکه د سړک د هماغه ناخبره مظاهره چیانو په څیر په جهاني وبلوسل چې ایرانۍ نمایشګاه ته یې د کتابونو د بندولو دلیل څه دی، اجرایه ریس حتی لا په دې خبر ندی چې کتابونه چا بند کړي دي. په حکومت کې د حکومت د سلیقو کش و ګیر.
د افغانستان په متعصبه حلقه کې جهاني له وړاندې د یو احتمالي پښتون پاشیست په توګه معرفي شوی دی. دا ذهنیت پارلمان ته د جهاني د تګ پرمهال درک کولای شو. نوموړی د افغاني رسنیو او پارلماني متعصبینو له سختې رواني جګړې د فرهنګ وزارت ته روغ ورسېد. دده په اړه ذهنیت په لوی لاس خرابيږي ظاهراً څو ناخبره احساساتي زلمیان سړک ته راووځي، تر شا یې د افغانستان د میډیا مافیا او ورپسې نامريي فرهنګ ستیزه بیروني استخبارات دي چې ټول وخت یې په افغانستان کې خپل راج چلولی او پښتانه یې د خپلو فرهنګي غلیمانو په توګه معرفي کړي دي.
زما به کله هم هېر نشي چې د بلخ مدني فعالینو د جهاني د کاندیداتورۍ پرورځ کومي شکولي وو، چې جهاني ځانمرګي ته نظم ویلی او ځانمرګی یې ستایليی دی. ستونزه داده چې د جهاني په ژبه د افغانستان فرهنګي تصمیم نیونکي نه پوهېږي او د جهاني ژبه د جهاني د سیاسي مقام د نجات لپاره کار نه ورکوي.

د اطلاعاتو فرهنګ نوی وزیر له جدي ننګونو سره مخ دی، دا یو ساده پیل دی چې څو رسنۍ تر اندازه جدي د ځان په ننګه ودرېدې یا د نندارتون د تحریم په پلمه هزاره ځوانان د وزارت مخې ته راټول شول، په مخ کې پراته کارونه د مطبوعاتو قانون دی، د رسنیو د سرغړاوي د څېړنو کميسون، د مطبوعاتو له تالار څخه استفاده، د ژورنالستانو د ملي اتحادیې پرسر د خبریالانو خپل منځي اختلافات چې لمن یې تر وزیره غوړېدای شي، د وزارت په دننه کې ځینې کړۍ چې وزیر او رسنۍ سره جنګول غواړي او په تېره په اوسنۍ نامشروع میډیايي سیالۍ کې د بدلون لپاره عملي اقدام. دا هرڅه یو پربل پسې غبرګونونه لري چې هر یو به یې تر دې خطرناک او د وزیر لپاره د سرخوږي وړ وي.
جهاني به له دوه لارو یوه انتخابوي؛ یا به له ازادو رسنیو تر پزې راغلي د ملي شورا وکیلان له ځان سره دروي او دآزادو مطبوعاتو په نوم د مافیا دا تابو به نړوي او یا به د داکتر مخدوم رهین غوندې پټه خوله په هرڅه بهتره ګڼي او چېرته به پیتاوي ته خپل هډونه تودوي.

-
بېرته شاته