(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجهاني پر ضد د نژاد پرستانه

[06.May.2015 - 20:45]

د عبدالباري جهاني پر ضد د نژاد پرستانه ادبیاتو کارول
نوټ: دا لیکنه په جامعه باز اخبار کې خپره شوې ده.

لیک:خوشال خلیل
ټاکل شوې وه چې په ایران کې به جوړیدونکي نندارتون کې یو شمېر افغاني لیکوال او خپرندویه ټولنې هم خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کوي، د سید مخدوم رهین په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت ځیني کتابونه په دغه نندارتون کې د ګدون له لیسته ویستي ول، خو وزارت دا خبره په داسې ورځو کې اعلان کړه چې له یوې خوا د مطبوعاتو او د بیان د آزادۍ نړيواله ورځ نږدې وه او بله خوا دغه وزارت کې عبدالباري جهاني د نوي وزیر په توګه دنده پیل کړې وه. له یوې خوا د بیان د آزادۍ ورځ او بله خوا د نوي وزیر راتګ یو داسې حساس وخت و، چې ټول انتقادونه نوي وزیر ته متوجه شول. د عبدالباري جهاني له وزیر کیدو سره  په پارلمان او له هغې دباندې ځينو کړیو سخت مخالفت څرګند کړی و، له همدې امله یې په ډېرې سختۍ ځان له پارلمانه پاس کړ او دغه وزارت ته ورسید، د هغه په اړه وار له مخې مطبوعاتو کې داسې ذهنیت ایجاد شوی و، چې ګنې دا سړی ډېر متعصب سړی دی او له فارسي ژبې سره دښمني لري.  د وزارت دغه اقدام چې په اصل کې د نوي وزیر په ضد جوړه شوې یوه سناریو وه، ځکه پارلمان کې يې ناکام نشوای کړای نو یې دلته وزارت کې تر فشار لاندې ونیو. هغه دا چې د کابل یو شمېر ورځپاڼو وزیر په تعصب لرلو، فارسي ستیزۍ او نژاد پرستۍ متهم کړ، په دې منځ کې لکه د کابل د نورو ورځپاڼو په څير په جامعه باز ورځپاڼه کې هم دعلي امیري په قلم د وزیر په ضد یو داسې مقاله خپره شوه چې په هغه کې يې دا ټوله د نوي وزیر دسیسه بللې وه او هغه یې په قوم پرستۍ او نژاد پرستۍ تورن کړی و. په هغې لیکنه کې يې د وزیر په ادرس د کرکې او نفرت ادبیاتو نه علاوه نژاد پرستانه ادبیات هم کارولي و، وزارت کې د رسنیو د څار کمیسیون د کابل ورځپاڼې او ددغې مقالې لیکوال د سپیناوي لپاره ور غوښتي و، د وزارت ددغه غوښتنې په ضد یو شمېر ځوانانو په پوهیدلي او ناپوهیدلي ډول اعتراض وکړ او د عبدالباري جهاني په ضد یې شعارونه ورکړل او رسنۍ هم بې له دې چې د ماجرا اصل معلوم کړي خبرې ته هوا ورکړه او بلاخره خبره تر دې را ورسییده چې وزیر مجبور شو او خپل سپیناوی یې وکړ چې دا یوه دسیسه وه او دی له دې قضیې بیخي خبر نه دی. او هغه کمیسیون یې لغو کړ چې د تیرو څو کالو راهیسې یې اکثره ژورنالیستانو او رسنیو د لغو کولو غوښتنه کوله خو پخواني وزیر په دې خاطر چې دی يې په راس کې و، نه لغوه کاوه.
زه خپله نوی وزیر لکه سمع حامد چې د فارسي ژبې شاعر دی د پښتو ژبې د شاعر په توګه پيژنم، زه دلته زه نه د هغه استازیتوب کوم او نه یې کړنې توجیه کوم، دا چې هغه وزارت کړای شي یا نشي یا به بریالی وي او یا نه په دې اړه قضاوت له وخته مخکې خبره ده، که چېرته په چارو کې بریالی نه و، نو لکه د هر بل حکومتي چارواکي په څير هر سړی د انتقاد حق لري، خو دلته لا د وزیر کار چا لیدلی نه دی لا یې کار پیل کړی نه دی د هغه په ضد دومره لوی مخالفت رامنځته کېدل یوه داسې سناریو وه چې ډېر ځوانان په کې هسې هوايي ښکیل کړای شول او د هغوی له احساساتو نه ابزاري استفاده وشوه.
په جامعه باز ورځپاڼې کې د خپرې شوې لیکنې لیکوال ته وایم که چېرته وزیر په رښتیا هم نژاد پرست وای او کتابونه یې د نژاد پرستانه تمایلاتو پر بنیا بند کړي وي، نو د نژاد پرستۍ ردول هیڅکله په نژاد پرستانه ادبیاتو د توجیه وړ  نه دي. که یو څوک د یو چا نژاد پرستانه کړنې پر نژاد پرستانه ادبیاتو نقدوي دا سړی له هغه اصلي نژاد پرسته په بهتره موقف کې نه دی، بلکې دی هم نژاد پرستانو په کتار کې شاملیږي. لیکول په خپله لیکنه څو ځایه تلویحا عبدالباري جهاني ته د شترچران خطاب کوي. موږ او تاسو پوهیږو چې «شتر چران» لکه د «عرب سوسمار خور» او «هزاره قلفک چپات» په څير د نژاد پرستانه ادبیاتو بېلګې دي.چې هر یو یې د هغه قوم د ټیټ ښودلو لپاره کاریږي، «شتر چران» یو نژاد پرستانه مفهوم دی او په هیڅ توګه نشي توجیه کېدای.
په نژاد پرستانه ادبیاتو موږ هیڅ ځای ته نه رسیږو، موږ ټول که هغه د هر قوم اړوند اوسو پر دې خاوره کې په ګډ ژوند کولو محکوم یوو،  باید په داسې لارو چارو غور او فکر وکړو چې ټول قومونه او نژادونه ګډ او سوله ییز ژوند سره وکړي. خو د دغه لیکوال په حال ژړا په کار ده، ځکه دی د تبعیض او نژاد پرستۍ په ضد مبارزه کې دومره افراطي شوی دی چې له خولې یې د کرکې، کینې او نژاد پرستۍ ادبیات راوتلي دي. د بیان آزادي خو دا معنا نه لري چې ته دې یوازې پښتنو ته کنځلي وکړي او بیا له هغوی د خیر تمه وکړي. دلته په هر پښتون که هغه تاریخي شخصیت وي او که ژوندی پر هغه نقد روا دی او نر غوندې نقد کولای شی، خو که چا په مزاري او مسعود نقد وکړ بیا آسمان راغورځوی، دلته یوازې پښتنو سیاستوالو اشتباهات لرل او د دې نورو قومونو مشران او رهبران ملایکې وي.؟ که د بیان آزادي منی بیا اجازه ورکړی چې لکه دا پښتانه سیاستوالو باندې چې څنګه نقد کېږي ستاسو په مشرانو او دهغوی په سیاستونو او کړنو هم نقد وشي، هغوی خو څه پیغمبران او معصوم انسانان نه ول چې له نقده دې پورته وي، هغوی هم په همدې خاروه کې سیاست کړی او ژوند یې کړی، ستونزې او تیروتنې به یې درلودې، که زه د یو پښتون په توګه پر هغوی نقد وکړم، سم د لاسه راباندې د نژاد پرست او قبیله ګرا ټاپه وهي، خو که ته هر څه وايي، کنځلي کوي او که سپکې سپورې وايي زه به درته ګورم او بیا دا خپلې سپکې سپورې د بیان د آزادۍ په نامه توجیه کوي.
موږ په یو داسې عصر کې ژوند کوو چې د نړۍ اکثره هېوادونه په ډیموکراټیکو ارزښتونو ولاړ دي او دا دولتونه د یو ټولنیز قرارداد په اساس رامنځته شوي نظامونه لري، موږ هم همداسې ماډرن اساسي قانون او نظام لرو، چې تبعیض او نژاد پرستي ردوي او د بشري حقونو مهم ارزښتونه په دغه اساسي قانون کې منعکس شوي دي، دې قانون کې ټول افراد د قانون پر وړاندې مساوي بلل شوي دي، هیڅوک له چا زیات نه دی او هیڅوک له چا کم نه دی. ښايي افرادو او اشخاصو او ټولنه کې به دا تعصبونه موجود وي، خو زموږ قانون او حقوقي نظام کې هیڅ داسې څه نشته چې یو قوم دي ټیټ ګڼلی وي او بل دې لوړ، موږ ټول باید ددغه حقوقي نظام او سیستم ملاتړ وکړو او د شهروند له ادرسه په حکومت او اشخاصو نقد وکړو، نه د قوم او نژاد له ادرسه، ځکه دلته هیڅوک د هیچا له هویته منکر نه دی.
د یوې قضيې او موضوع په اړه د شایعاتو او اوازو خپرول او بیا له هغې سره د نژاد پرستانه ادبیاتو ګډول په ډېرو ټولنو کې باب دي، خو زموږ په څير دودیزو او جنګ ځپلو ټولنې کې د تیرو جګړو نه  راپيدا شوې عقدې او کرکي لا هم په خپل ځای پاتې دي، دلته د شایعاتو او د کرکې ادبیاتو خپرول او بیا د نورو له خوا هغې ته په اګاهانه او نه اګاهانه ډول هوا ورکول ډېر خطرناک ثابتیدای شي. ځکه ډېر داسې خلک شته چې ورته ووايي غوږ دې سپي یوړ خپل غوږ نه ګوري چې شته او که نشته خو سپي پسې به منډې وهي. په داسې ټولنو کې د بیان طرز او رقم باید د عمومي اخلاقو او قانون په چوکاټ کې بیان شي.

 

-
بېرته شاته