(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غټ زړه څښتن سلمان خان

[09.May.2015 - 14:59]

لیک: محبوب الله خان

 يادښت: 

له تېرو څو ورځو راهيسې دهندوستان دټولوخبري رسنیو سرليکونه دسلمان خان له نامه سره تړلي دي . په سلګونو مينه وال دسلمان خان دکورمخته راټول شوي دی. دټول باليووډ زړه درزېږي او هغه کور ته د ډاډګيرنې لپاره روان دي. دممبيي دلومړنۍ محکمې مخې ته هم په زرګونو مينه وال ولاړ دي. په سلګونو هغه غريبې کورنۍ چې سلمان خان ورسره مرسته کړې ده، لاس په دعا دي. دروانې میاشتې دمې شپږمه نېټه د سلمان خان په ژوند کې تر ټولو مهمه ورځ ګڼل کېږي. کابو ۱۲ کاله دمخه د دسمبر پر ۲۷ نېټه دشپې ناوخته سلمان خان له خپل ډرايور سره دممبيي له يوه هوټل نه راووت، پر لاره يې موټر له کنټروله ووت او له یوه دوکان سره ټکر شو. د دوکان مخته په پیاده رو باندې پراته څلور تنه زخمي او یو تن ځای پرځای مړ شو. په سبا يې سلمان خان دپوليسو له خوا ونيول شو او دنشې په حالت کې دموټر چلولو او په غير ارادي توګه د عامو خلکو پر ژوبلولو او وژلو تورن شو. دا موضوع کابو ۱۲ کاله د ممبيي په یوه لومړنۍ محکمه کې روانه وه. په دې ترڅ کې سلمان خان ۱۷ ورځې بند هم تير کړ. د ۲۰۱۵ زېږدیز کال دمې پرشپږمه نېټه دممبيي لومړنۍ محکمې سلمان خان مجرم وباله او هغه يې په پنځه کاله بند محکوم کړ،په هماغه ورځ دممبيي داستناف محکمې هغه په ضمانت د دوه ورځو لپاره پرېښوده او د جمعې پر ورځ داستناف محکمې دسلمان خان ضمانت تر ۱۵ جون پورې ومانه اوخپلې وروستۍ پرېکړې پورې یې ورته وخت ورکړ.. سلمان خان که له يوې خوا دهندي سینما او باليووډي فلمونو دلومړۍ کرښې نامتو ستوری دی نو له بلې خوا په اصلي ژوند کې دانساني فکر او بشرپالونکې نظریې خاوند هم دی. له همدې امله هغه په هندوستان او نړۍ کې دسلګونو ميليونونو مينه والو په زړنونو کې ځای لري، هغه دانساني ژوند په نوم يوه خيريه ټولنه هم لري چې تراوسه یې له اړمنو خلکو سره لسګونه ميلونه ډالره مرسته کړې ده. همدې ارزښت ته په کتو سره په دې لنډه ليکنه کې دسلمان خان دهنري او شخصي ژوند خواوې له تاسې سره شريکوم.

سلمان خان دباليووډ هغه وتلى ستورى دى چې اوس مهال په هندوستان اودسيمې په كچه په ځوانه پوړۍ كې تر ټولو زيات مينه وال لري.هغه كه هرڅومره د يوه رومانتيك او زړور فلمي ستوري په توګه پيژندل كېږي خو دهغه په هنر كې يوډول سادګي شته اود همدې ساده ګۍ له امله يې څو ورستيو فلمونو د ډېرو كتونكو پام ورواړوه.

د سلمان خان ژوند او هنر:

سلمان خان دهندي سينما دوتلي ليكوال سليم خان په كوركې په ۱۹۶۵ كې د دسمبر پر ۲۷ نېټه سترګې پرانيستې او پلار يې پرې عبد الرشيد نوم كېښود.په ممبيي او ګواليار كې تر زده كړو وروسته په ۱۹۸۸ كې يې هندي فلمونو ته مخه كړه او په لومړي ځل په ( بيوي هو توايسې) فلم كې راڅرګند شوخو يو كال وروسته هغه د يو مخكښ ستوري په توګه(مين نې پيار كيا) كې وځليد او دهمدې فلم له لارې يې دفلم فيرد نوي فلمي لوبغاړي جايزه هم تر لاسه كړه.تر ۱۹۹۵ پورې سلمان خان تر لسو زياتو فلمونو كې د يو مخكښ ستوري په توګه رول ولوبوه چې( مين نې پيار كيون كيا )،( ساجن) او( كرن ارجون) تر نورو زيات وكتل شول.تر ۲۰۰۰ پورې هغه د نيمه كوميډي او رومانتيك هيرو په توګه په (بيوي نمبر ون) او(كوچ كوچ هوتاهې) كې وځليد.په ۲۰۰۳ كې چې دسلمان خان نامتو فلم ( تيري نام) نندارې ته وړاندې شو نو په ځوانه پوړۍ كې يې ډېر زيات مينه وال وموندل.خان د يوه نيمه كوميډي اواكشن هيرو په توګه تر ۲۰۱۰ پورې خپل برياليتوب ته دوام وركړاو په ( دبنګ ) فلم كې په راڅرګندېدلو سره يې د مټو زور ټولو ته وښود. دهغه زړورتيا او بې باكه انداز دومره په زړه پورې دى چې هر فلم يې دبرياليتوب پوړۍ ته رسيږي.

دس كا دم ( دلسو زور):

دادهغه تلوېزوني پروګرام نوم دى چې په ۲۰۰۸ او۲۰۰۹ كې يې سلمان خان كوربه و.دا يو لوبيز پروګرام و چې نغدي جايزې يې هم لرلې.د سلمان خان داغېز له امله زياتره فلمي ستورو په كې ګډون وكړ او دومره مينه وال يې وموندل چې ان عامر خان هم په كې ګډون ته ليواله شو.

ددې ترڅنګ سلمان خان په ۲۰۱۰ كې د( بګ باس) پروګرام كوربه توب هم وكړ او داسې ويل كېږي چې سږ كال به بيا دبګ باس كوربه توب كوي.

په فلمي نړۍ کې سلمان خان اغېز:

سلمان د ډېرو دوستانو د درلودو له امله د باليووډ په فلمي ستورو باندې ډېر زيات اغېز لري.

هغه هر وخت له ناداره خلكو سره مرسته كوي چې ددې لپاره يې يو مرستندويه بنسټ هم جوړ كړى دى.كله كله خوداسې هم شوي دي چې يو فلمي ستورى بې كاره شوى دى نو هغه ورته په خپل فلم كې رول وركړى دى.دسلمان خان زور هغه مهال خلكوته ورمالوم شو چې د يوې مرستندويه فيشن شو لپاره يې ۱۲ وتلې فلمي ستورې سره يو ځاى كړې.

رومانتيكه څهره:

سلمان خان اوس ۴۹ كلن دى خوكه له نېږدې يې وګورئ نو ۲۵ كلن ځوان به ښكاره شي.

له همدې امله په ۲۰۰۴ كې د پيپل مجلې د نړۍ د اوم ۷ ښايسته سړي او په هندوستان كې داول جذاب سړي په توګه معرفي كړ. همدارنګه په ۲۰۰۷ دلندن ( ماډامي توسودي) موزيم دهغه دمجسمې دايښودلو وړانديز هم وكړ.د سلمان خان رومانتيكې څهرې او بې باكه انداز په هندوستان د ډېرو نجونو زړونه وړي دي.سلمان خان تر اوسه واده نه دى خودهغه دمينې كيسې دهر چا په خوله دي.

يوه ورځ له سلمان خان سره:

كه ريښتيا ووايم سلمان خان زما هم ډېر خوښېږي او فلمي ستوري د چا نه خوښېږي.هغه مهال چې زه په ممبيي كې وم نود سلمان له پلار سليم خان نه مې غوښته وكړه چې ماته له نوموړي سره د ليدو زمينه برابره كړي.هغه راته ښه وكړل خو نور مالومات يې ونه شول، د سلمان خان سكرپټ ډايركتر اوزما نيږدې دوست جى پي چوكسى دې خير يوسي چې راته يې وويل: سلمان خان د ۱۵ ورځو لپاره په پونا كې د خپل راتلونكي فلم (باډي ګارډ) شوټينګ كوي او زه به كوښښ وكړم چې له سلمان خان سره دې ملاقات وشي. په بله ورځ يې فون وكړ چې راځه ما له سلمان سره خبرې وكړې.له ممبيي نه تر پونې پورې په موټر كې درې ساعته مزل و، زه چې كله هلته ورسيدم نو يو زيات شمېر مينه وال دسلمان خان دليدولپاره راغونډ شوي وو خو امنيتي كسانو اجازه نه وركوله ، زما په اړه ښاغلي چوكسى سپارښتنه كړې وه، دفلم دثبت په سيمه كې تر سلو زيات موټرولاړ وو،ښاغلى چوكسى مې مخې ته راغى او له وروستۍ امنيتي ستونزې يې هم خلاص كړم. موږ دهغه موټر تر څنګ ولاړو چې سلمان خان ( ميك اپ وين ) ورته وايي او فلمي ستوري په كې جامې بدلوي. دا موټر يوه اوږده بس ته ورته دى ،څو وړې خونې لري چې يوه سټوډيو،بله يې دخوب او درېيمه يې جامو لپاره ځانګړې شوې ده .دفلم دثبت په ورځو كې سلمان خان په كې خوب هم كوي. مونږه په خبرو بوخت وو چې سلمان خان په خپل واړه موټر كې راغى او ښه تود روغبړ يې راسره وكړ.څو شيبې وروسته له خپل موټره راووت او موږ يې هم تر شا كېښناستو، كله چې دفلم دثبت ځاى ته ورسيدو نو هلته د هندي سينما وتلى ستورې كرينه كپورهم راپيدا شوه،هغې هم روغبړ راسره وكړ او چې په تلو تلو كې مې ورته دخپلې پروژې په اړه وويل نوهغې په خندا وويل ( هم بي پټهان هين ) يانې موږ هم پښتانه يو.څو شېبې وروسته د فلمي صحنو دثبت په خاطرد ( سايلنټ ،اكشن او كاټ ) نارې پيل شوې. سلمان خان له كرينه كپور دفلم په ثبت بوخت شو او زه له ښاغلي چوكسى سره دفلمي ستورو لپاره ځانګړي شوي ځاى ته ولاړم، هلته مې له يوې بلې فلمي ستورې (حنزل كيچ) سره وپيژندل چې باډي ګارډ فلم كې يې د كرينه كپورسره رول درلود.تر مازيګره مې له بيلا بيلو فلمي ستورو او ډايركترانو سره ښې غورې وكړې.وروسته چې سلمان خان د فلم له ثبت خلاص شونوماورته خپله پروژه(خانان په باليووډ ) تشريح كړه.هغه ډېر خو شاله شو او د هر ډول مرستې خبره يې وكړه.په خبرو خبرو كې يې افغانستان په اړه وويل: ((زه په دې ښه پوهېږم چې په افغانستان كې مې ډېر زيات مينه وال شته چې زما فلمونه ګوري.ما د پښتنو د فرهنګ په اړه يو فلم كې كارهم كړى دى چې ( صنم بې وفا ) نومېږي. هر وخت چې هلته امنيت ښه شي نو زه به افغانستان ته دسيل لپاره ضرور راځم.))

شخصي ژوند:

سلمان خان دهندي سينما د وتلي ليكوال سليم خان زوىدى. دهغه مور سلما نومېږي چې د ۷۰ لسيزې وتلې ستورې ( هيلن ) يې ميره ده.سلمان دوه ورونه لري چې ارباز خان او سهيل خان نومېږي چې هغوى هم په فلمونو كې كار كوي.همدارنګه دوه خويندې هم لري چې الويرا او ارپتا نومېږي.هغه د ۴۹ كلو دى خو واده يې نه دى كړى او اوس مهال په ممبيي كې د ګلكسي اپارتمان كې له خپلې ټولې كورنۍ سره يو ځاى ژوند كوي.دسلمان دپلار سليم خان په وينا دهغه نيكونه دپښتونخوا دسوات نه د هندوستان اندور ته راغلي دي او دوى اخوزايي پښتانه دي.

فلمي جايزې:

سلمان خان هم دهندي سينما له هغو ستورو څخه چې د برياليو فلمونو په وړاندې كولو سره يې لسګونه فلمي جايزې ترلاسه كړي او په همدې ډول لسګونو نورو هغو تا كانديد شوى دى.په ۲۰۱۱ كې دهغه ترټولو بريالي فلم ( دبنګ) په هندوستان كې دهرې فلمي جايزې په برخه كې ترټولو زياتې هغه وګټلې.همدرانګه په ۲۰۱۰ كې د يوڅو مجلو له خوا دكال د غوره فلمي څهرې په توګه هم وپيژندل شو.

فلمونه:

د فلم نوم                             ميلادي كال

- بيوي هو تو ايسي                 ۱۹۸۸

- مين نې پيار كيا                     ۱۹۸۹

- باغي                                ۱۹۹۰

- صنم بې وفا                         ۱۹۹۱

- پهتر كې لوګ                       ۱۹۹۱

- قربان                               ۱۹۹۱

- لو                                   ۱۹۹۱

- ساجن                               ۱۹۹۱

- سوريانشي                        ۱۹۹۲

- ايك لړكا ايك لړكي                 ۱۹۹۲

- ساګ روټي                         ۱۹۹۲

- نيش چويي                         ۱۹۹۲

- چندر موكهي                       ۱۹۹۳

- دل تيرا عاشق                     ۱۹۹۳

- انداز اپنا اپنا                      ۱۹۹۴

- هم اپ كې هين كاون             ۱۹۹۴

- چاند كا توكړا                       ۱۹۹۴

- سنګ دل صنم                     ۱۹۹۴

- كرن ارجون                         ۱۹۹۵

- وير ګاتي                           ۱۹۹۵

- ماجهو در                           ۱۹۹۶

- خاموشي                             ۱۹۹۶

- جيت                                 ۱۹۹۶

- دشمن دنيا كا                       ۱۹۹۶

- جوړوان                             ۱۹۹۷

- اوزار                               ۱۹۹۷

- دس                                 ۱۹۹۷

- ديوانه مستانه                       ۱۹۹۷

- پيار كيا تو ډرنا كيا                 ۱۹۹۸

- جب پيار كسي سې هوتاهې       ۱۹۹۸

- سر اوتاكې جيو                     ۱۹۹۸

- بندهن                               ۱۹۹۸

- كوچ كوچ هوتاهې               ۱۹۹۸

- صنم سمجا كرون                 ۱۹۹۹

- بيوي نمبر ون                     ۱۹۹۹

- صرف تم                           ۱۹۹۹

- هم دل دچوكهي صنم             ۱۹۹۹

- هيلو برادر                         ۱۹۹۹

- هم ساتهـ ساتهـ هې               ۱۹۹۹

- دلهن هم ليجاينګې               ۲۰۰۰

- چل ميري بهايي                 ۲۰۰۰

- هر دل جو پيار كريګا           ۲۰۰۰

- دوها اكشر پريم كي           ۲۰۰۰

- كهين پيار نا هوجاين         ۲۰۰۰

- چوري چوري چوپكې چوپكې ۲۰۰۱

- تم كو نا بهول پاينګې         ۲۰۰۲

- هم تمهاې هين صنم           ۲۰۰۲

- يه هې جلوه                   ۲۰۰۲

- لو اټ ټايمز سكواير           ۲۰۰۳

- سټمپډ                         ۲۰۰۳

- تيري نام                       ۲۰۰۳

- باغبان                         ۲۰۰۳

- ګورو                           ۲۰۰۴

- مج سې شادي كروګې       ۲۰۰۴

- پهر ملينګې                     ۲۰۰۴

- دل جسې اپنا كها               ۲۰۰۴

- لكي                             ۲۰۰۵

- مين نې پيار كيون كيا         ۲۰۰۵

- نو اينټري                       ۲۰۰۵

- كيون كې                         ۲۰۰۵

- ساون                            ۲۰۰۶

- شادي كركې پسګيا             ۲۰۰۶

- جان من                         ۲۰۰۶

- بابل                               ۲۰۰۶

- سلام عشق                       ۲۰۰۷

- پارټنر                             ۲۰۰۷

- ماري ګولډ                       ۲۰۰۷

- ام شانتي ام                       ۲۰۰۷

- ساوريان                         ۲۰۰۷

- ګاډ توسي ګريټ هون           ۲۰۰۸

- هيلو                               ۲۰۰۸

- هيروز                             ۲۰۰۸

- يوراج                         ۲۰۰۸

- ونټيډ                          ۲۰۰۹

- مين اور مسز كهنه           ۲۰۰۹

- لندن ډريم                         ۲۰۰۹

- عجب پريم كې غضب كهاني   ۲۰۰۹

- وير                             ۲۰۱۰

- پريم كا ګيم                     ۲۰۱۰

- دبنګ                             ۲۰۱۰

- تيس مار خان                  ۲۰۱۰

- ريډي                             ۲۰۱۱

- باډي ګارډ                       ۲۰۱۱

- بنده يه بنداس هې               ۲۰۱۱

- دبنګ ټو                           ۲۰۱۳

-جی هو                            ۲۰۱۳

-کيک                            ۲۰۱۴

-بجرنګي بهايي جان             ۲۰۱۵

-
بېرته شاته