(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا کوڅې چا د چا په وینو رنګ کړي؟

[15.May.2015 - 17:33]

لیک:فدامحمد باران

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې مو د مهاجرت شپې تېرولي. ماشومان و مور به مو د جهاد د وختونو او له خپل هیواد څخه د هجرت کولو کېسې راته کولي. دا کیسه به یې بیخي ډېره کوله. موږ به هم هر وخت په داسي شوق اوریده لکه مخکي مو چې بیخي نه وي اوریدلي. (( خوست نه تسلیمده. ډېر مقاومت یې وکړ. ټولو خلکو به دعاګانې کولي چې خوست د مجاهدینو په لاس ورشي. یوه ورځ په واورو (وریځو) کې د سړي څېره جوړه شوه. څادر یې تر ملا تړلی و. خوله یې په خپله لونګۍ ((پټکي))  پټه کړي وه. اوښ یې چو کړی ((کینولی)) و. لاس کې ټوپک ور سره و او خوست یې په نښه کړی و.ما د کورنۍ نورو غړو ته ور غږ کړ چې وریځو کې د سړي څېره جوړه شوې. ټول د باندي راووتل. سړي ته په کتو به یې توبې باسلي.  دوه ورځې وروسته اوازه شوه چې د قبرونو په شناختو د مړو عکسونه او نومونه را ښکاره شوې. کلیوالو هدیرې ته ور منډې کړي. په شناختو یې د مړو عکسونه او نومونه لیدل. خدای خلکو ته خپلې علامې ور ښکاره کولي. څو ورځې نه وي تېرې شوي چې خوست تسلیم شو.))

 د خوست د تسلیمیدو کیسې داسي اسانې نه وي چې هر سړي دې اوریدلي وی. پلار مې کیسه کوله، ویل یې: (( موږ څه خبر و چې خوست به تسلیمیږي. باروړونکی موټر مې د خوست په لاره اریوب ته بیوه. په هماغه ورځ خوست هم تسلیم شوی و. کوڅې د انسانانو په وینو ډنډ وي. هره کوڅه او سړک کې مړي پراته و. په ځمکه پرتو مړو او زخمیانو باندي له پاسه بمبارۍ کیدلي. لږ وړاندي چې تېر شوو یو ګلیمجن ناست و. ګیلمجن له دې وېرې چې څوک یې وه نه وژني خولې او سترګو ته خاورې شیندلي وي او په ژړا یې سر و. زه له موټره ور ښکته شوم. له لارې مې څنګ ته کړ او ورته وه مې ویل چې له دې ځایه کومې ګوښې ته لاړ شه، دلته دې که وویني خامخا دې وژني. موږ لا څو قدمه لیرې نه و تللي چې یو خوستي ځوان له دې کبله وویشته چې عبث تکلیف پرې تېریږي. دوه شپې مې په خوست کې وکړي. روژه وه، ماښام به چې د کلي خلکو د روژه ماتي لپاره  ډوډۍ راوړه ما ته ډوډۍ د انسانو غوښې او اوبه یې وینې ښکاریدي. درې روژې مې په نهاره ونیوي. بیا ناروغ شوم او اووه ورځې مې ناروغي تېره کړه. داسي پیښې کله په اسانۍ هیریږي ))

 دا داسي کیسو په اوریدو به مې د کلي هدیرې ته وکتل. سوړ اسویلی به مې وکیښ چې موږ به بېرته هیواد ته ستنیږو که همدې هدیرې کې به د تل لپاره همداسي مهاجر پاتي کیږو.

خدای مې ارمان پوره کړ. هیواد ته راستانه شوو. خپل کلي کې مو ژوند کوه. ژوند تېریده که هر څنګه و خو ښه ځکه و چې خپل وطن و. چا را باندي د مهاجر غږ نه کولو. یوه ورځ زموږ د کلي ځوانانو لاریون کولو. ویل یې: (( کوپارو د الهي کلام سپکوی کړی. هر ځای مظاهرې وشوي. یوازې موږ تر اوسه مظاهرې نه ده کړي.))

 ما هم په لاریون کې ګډون ور سره وکړ. زموږ د کلي نه تر ولسوالۍ پورې تقریبا پنځه کیلو متره لاره وه. د ولسوالۍ په لور روان شوو. په لاره کې به د نورو کلیو خلک هم را سره یو ځای کېدل. بیخي ډېر نفر شوو. ما تر دې مخکې دومره ډېر نفر یو ځایي نه و لیدلي ځکه خو مې د یوې رسنۍ خبریال ته په ټلیفوني خبرو کې هم وویل چې په لسګونو زره خلکو په لاریون کې برخه اخیستي،  خو دینه ګل شفیقي زما په دې خبره موسک شو. ویل یې چې غټه مبالغه دې وکړه. ټول دوه زره نفر هم نه دي. ولسوالۍ ته ورسیدو. لاندي د پولیسو پوسته وه او پاس د امریکایانو بیسټ و. موږ د پوستې څنګ ته راټول شوو. مشرانو په نوبت خبرې کولي. موږ به د زنده باد او مرده باد شعارونه ورکول. په همدي وخت کې ځینو لاریون کوونکو په ملي پولیسو د تیږو وارونه وکړل. یو پولیس په سر ولګید. وینې ترې رواني شوي. ټوپک ته یې لاس کړ. ګيټ یې کش او ماشي ته یې ګوتې کړي. ځینو لاریون کوونکو منډې کړي. ګډوډي جوړه شوه. ما پولیس ته کتل چې اوس به پایرونه کوي. پولیس لکه چې نه غوښتل نور په دې سپیڅلي خاوره د وینو لښتي وبهیږي. ټوپک یې بېرته کیښود او په لوړ غږ یې وویل: ما خو درته نه دی سوزولی دوه قدمه پاس ورشی او د قرانکریم  سووزونکي وسوزوی. ما څه ګناه کړي؟؟

د پلار خبرې را یاد شوي: (( کوڅې په وینو ډنډ وي. هره کوڅه کې د مړو ډېرۍ پرتې وي……..))

تر ننه په همدې فکر کوم چې موږ به هلته د سپیڅلي لارې ((جهاد)) او د الله په نوم د څومره پردیو، تیري کوونکو او ګناهګارو پر ځای د خپلو بې ګناه وروڼو سرونه په وینو سره کړي وي

-
بېرته شاته