(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني په ۶میاشتو کې څه کړي دي

[22.May.2015 - 19:34]

لیک: مجید قرار

یوه ملګري پوښتلي چې غني په تېرو شپږو میاشتو کې څه کړي دي؟ دا لنډ یادښتونه مې له خپل ذهن څخه په لسو دقیقو کې ولیکل. د هر یوه یادښت مسؤولیت اخلم. البته، دا یواځې لاسته راوړې یا اوټ پټس دي. دا چې پر اوږدمهالو پروسو باندې څومره کار روان دی. دا یې د یادولو ځای نه دی، ما په تېره لیکنه کې هم یادونه کړې چې حکومتداري د سرو مولیو کښت نه دی چې د میاشتې په سر کې یې وکرې او په پای کې یې حاصل واخلې.

د غني ځینې کارونه چې زما قاصر ذهن یې په لسو دقیقو کې درته شرح کولای شي، دا دي:

۱) غني له کورنۍ جګړې افغانستان ته تر نجات ورکولو وروسته لومړی توجه د مالي امکاناتو را پیدا کولو او بهرنۍ تګلارې ته وکړه. غني افغانستان ته بهرنی سیاسي تګلاره ورکړه، ۱۱ سفرونه یې وکړل، د چین په سفر کې یې افغانستان ته په لومړي ځل د چین تر ټولو ډېره مرسته، یعنې ۳۵۰ ملیونه ډالره مرسته راوړه چې ۸۱ ملیونه یې د سږ لپاره دي. چین د کونړ پر سیند د ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا په تولید کې پانګونې ته چمتو شوی، چین به پنځه زره مسلکي کدرونه روزي، او پنځه سوه سکالرشيپونه به افغانانو ته ورکوي. چین یې پر پاکستان فشار یا لږ تر لږه، د تروریزم خلاف واضح دریځ نیولو ته وهڅاوه. سعودي په لومړي ځل د افغانستان د دولت د موقف رسمي ملاتړ وکړ او د سل زره کارګرو د استخدام ژمنه یې وکړ چې طرحه به یې ژر نهایي شي. ۳۰۰ کاریګر به په لومړي ځل قطر ته لېږل کېږي، حال دا چې قطر پخوا افغانانو ته له سره ویزه نه ورکوله.

۲) د امریکا په سفر کې یې افغانستان ته ۱۳ ملیارده ډالره راوړل، د ستراتیژیک تړون په احکامو چې له دری نیم کالو معطل و، بیرته کار پیل شو، اته نیم سوه ملیونه ډالره د عاجلو اصلاحاتو لپاره افغانستان ته ځانګړې شوې. د یادونې وړ ده چې تر دې سفر مخکې د افغانستان خزانه نه یواځې خالي وه بلکې ۱۳۵ ملیونه کسر یې درلود.

۳) د کابل بانک لنډه غر غله چې په بدمعاشیو په کابل کې ازاد ګرځېدل، تعقیب شول، د تاریخ د دې تر ټولو لویې غلا ۶۰٪ بیرته را ستنه شوه چې دا کار د نړیوالو لخوا پراخ وستایل شو، د شېرخان فرنود په شمول د کابل بانک غله چې یواځې په کاغذ بندیان ول، داسې تورتمو کوټو ته ولېږدول شول چې د کابل رڼا هم ونه لیدلای شي.

۴) د دفاع وزارت په قراردادونو کې څه لپاسه سل ملیونه ډالره غبن کشف او په نورو قراردادونو کې شاوخوا ۱۳.۵ ملیونه ډالره غبن څرګند شو، او دا پیسې افغانستان ته را وسپمېدې.

۵) له ملي اردو څخه د سربازانو د فرار کچه د خدماتو د بهتره کېدلو او مورال اخیستلو له امله ۱۵٪ را ټیټه شوه.

۶) په دفاع وزارت کې ۲۰ زره غلا شوي پوسټونه چې معاش یې و، سرتېری نه و، او په معارف کې ۱۳ زره ګوسټ غلا شوي پوسټونه چې بست یې و، معلم یې نه و، کشف شول.

۷) په دیارلسو کلونو کې لومړی ځل و چې افغان حاجیان له شکایت پرته سعودي ته لاړل، او بیرته راغلل، چا یې جیبونه ونه وهل، بې عزته نه شول او په میدانونو کې ایسار نه شول پاتې.

۸) د ګمرکاتو عواید د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله تر لس فیصده زیات شول. حال دا چې سوداګري تر پنځوس سلنه ډېره کمه شوې ده.

۹) د بهرنیو چارو د وزارت په شمول د ګڼو وزارتونو آډیټ پیل شوی او په ګڼو ادارو کې پراخه درغلي او غبن کشف شوی او تر تداوي لاندې دی. په سلګونو لوړپوړي مامورین ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

۱۰) په لومړي ځل د افغانستان کابینه له تنظیمي انحصاره را وتلې ده. په ټوله کابینه کې یو قوماندان او یو لنډه غر نشته.

۱۱) اداره امور او د ارګ اداره تر ۷۰٪ پورې ځوانه شوې، او مخلص وطنپال ځوانان په دندو ګومارل شوي دي.

۱۳ ) له ارګ سره د ولس اړیکې غښتلې شوي. اوس ارګ د کابل یوه عادي سیمه ده، له امنیتي پروسیجر طی کولو وروسته عادي خلک پکې ګرځي، ارګ ته ننوتل کوم افتخار او کوم امتیاز نه دی. له ولسمشر سره کښېناستل کوم امتیاز نه دی. د ولسمشر څنګ ته خلک بېګا له هغه سره په مجلس کې ناست وي، سهار د ده افغانانو پر څړکونو پياده ګرځي. د ولسمشر تر ټولو لوی او نیږدې سلاکار ممنوع الخروج اعلانېږي. همدا نن که امنیتي ستونزې نه وای، زما ۱۰۰٪ باور دی چې ولسمشر به ارګ د خلکو پر مخ د یوه پارک په حیث پرانیستی وای. ولسمشر هره ورځ دا خبره کوي چې ارګ ته د خلکو کورنۍ راولي، ماشومان راولئ. ناروغان او سپین ږیري راولئ چې دا ځای ولسي ښکاره شي. د ولسمشر د هرې ورځې مهالوېش یوه ورځ مخکې له ټولو رسنیو سره شریکېږي. د هغه د ورځې د هر فعالیت راپور رسنیو ته ځي.

۱۴) پر فیس بوک او ټویټر د ولسمشر شخصي پاڼه او د ارګ رسمي پاڼه نیږدې هر ساعت یو پوسټ کوي او سلګونه زره خلک باخبر ساتي.

۱۵) د شکایاتو اورېدلو سیسټم ځینې داسې ستونزې هوارې کړي چې په اورېدلو یې د سړي له سترګو اوښکې ځي. هغه ورځ مې د یوه کس غږ واورېده چې د مننې لپاره یې زنګ وهلی و، او په تلیفون کې یې له خوښۍ په چغو چغو ژړل.

۱۶) ولسمشر او ټیم یې د سهار له شپږو د شپې تر لسو کار کوي، هره ورځ دوه ساعته طرحې او پلانونه مطالعه کوي، هره ورځ دوه ساعته د ټولو قول اردوګانو له قوماندانانو، امنیه قوماندانانو، او د امنیت له رئیسانو او والیانو سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې کوي. په ډېر لږ وخت کې اعلی سرقومانداني جوړه شوې او په فعالیت یې پيل کړی دی. په لومړي ځل سرتېرو ته د ایوارډونو او امتیازاتو ورکولو پروسه پیل شوې او هره ورځ سرتېري په مډالونو او تمغو نازول کېږي. ښه مثال یې د وردج د عملیاتو اجرا کوونکي پیلوټ ته د کور ورکړه ده.

۱۷) د ټولو وزارتونو لپاره په یوه نیمه اونۍ کې سل ورځېني پلانونه جوړ شوي چې د هر پلان لپاره سکور کارډ خپله ولسمشر څاري، هر وزیر به پلان ملت او ولسي جرګې ته وړاندې کوي او سل ورځې وروسته به ځواب هم خپله وایي.

۱۸) له قراردادونو، وزارتونو او ارګ څخه د وکیلانو د ناقانونه مداخلې لاس لنډ شوی، او د وکیلانو غیرمسؤولو وسله والو ګروپونو ته سخته ګوتڅنډه شوې ده.

۱۹) پر کونړ له څو کلونو راهیسې روان بریدونه درېدلي. د پاکستاني پوستو را مخته کېدل او د افغانستان د ځمکې لاندې کېدل درېدلي دي.

۲۰) د لویو لارو امنیت تر لویه حده بهتر شو. د وردګو په سیمه او د کابل کندهار پر لاره به هره ورځ په لسګونو لارۍ سوځل کېدې، په لسګونو هېوادوال به شهیدان کېدل، دا لاره اوس دومره امن شوې چې لوړپوړي چارواکي پرې له باډي ګاردانو پرته تګ را تګ کوي. پر دې لاره شپږ کنډکه ملي اردو اچول شوې چې هره ورځ ولسمشر غني په خپله راپور ورڅخه ترلاسه کوي. اوس پر دې لاره د اردو او پولیسو ټول اکمالاتي کاروانونه سلامت تېرېږي. داسې سیمو ته په لومړي ځل اردو تللی چې په اته کاله کې نه و ورغلی.

۲۱) په لومړي ځل ولایتونو ته تر انټرویو اخیستل کېدلو وروسته والیان استول شوي چې د ځوانانو سهم پکې قاطع زیات دی.

۲۲) څوومې نړیوالې رسنۍ لیکلي چې غني یواځې افغانستان ته نه، بلکې ټولې سیمې ته اقتصادي لیدلوری ورکوي. غني چې په امریکا کې د کاسا پروژې، د پایپ لاین، د لاجوردو د کوریدور، د آسیا وصلوونکې رېل پټلۍ او د ګازو نللیکې ته توجه را اړوله، دا د افغانستان پروژې نه بلکې د ټولې سیمې پروژې وې. د سیمې ټول ولسمشران د غني له دې سیمه ییزو هڅو راضي دي. غني نیږدې هره څوومه ورځ د منځنۍ آسیا له یوه نه یوه ولسمشر سره پر تلیفون غږېږي او د دې پروژو د پرمختګونو په اړه بحث ورسره کوي. د کاسا او ټاپي پروژې ساختماني مرحلې ته داخله شوي دي.

۲۳) غني پر ارګ او له ارګ څخه رسنیو، مشرانو او جاسوسانو ته تورې پیسې ورکول بند کړي دي، او په دې کار یې د طلوع، کابل نیوز، سرنوشت او ګڼو نورو په رزق او روزۍ کې لغته ور وهلې ده چې اثر یې تاسې د رسنیو پر مخ وینئ.

۲۴) د غني په دوره کې د خپل سرو وسلوالو یا هغو منصبدارانو تر ټولو ډېر شمېر بندیان شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي چې له دندو یې غلطه استفاده کړې ده. څو تنه لوی امنیه قوماندانان چې په هغو کې د غزني غل او مافیایي قوماندان زړور زاهد هم شامل دی په نامعلوم لوري تښتېدلي دي. څو تنه غله والیان او چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. غني پر یوه ورځ د هرات ټول اسماعیل خاني چارواکي له دندو ګوښه او کورونو ته ولېږل او څو تنه یې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

۲۵) غني پر طالب د رحم نه کولو امر ورکړی، د اقتلواهم حیث ثقفتموهم امر یې کړی. هیڅ ټالیب بندي یې هیڅ بې هیڅه نه دی ازاد کړی، له پاکستان سره یې د نا اعلان شوي جنګ د حالت شتون یو حقیقت ګڼلی، سوله یې له ټالیب نه، له پاکستان سره لازمه ګڼلې ده. له پاکستان سره په تګلاره کې یې دومره وضاحت را وستی چې هیڅکله نه و. د دې نوي سیاست او فشار له امله پاکستان په لومړي ځل افغاني سوداګرو ته د کراچۍ د بندر له لارې پراخ امتیازات ورکړي دي. اوس افغاني لارۍ مستقیما واګا بندر ته ځي او په کراچۍ بندر افغان مالونه تر ۴۸ ساعته زیات نه ایسارېږي.

۲۶) له خپلو ټولو ویناوو، بیانیو، اعلامیو او نورو یې د ټالیب او مسلح مخالف توری ایستلی، ټالیب ته ورور نه وایي، زارۍ نه ورته کوي، په نره وایي چې اعلی سرقوماندان یم، او چې زموږ خلک وژنې وژل کېږې به. غني په خپلو ټولو ویناوو کې یواځې ټروریسټ او قاتل یادوي.

۲۷) غني نړیوال مرستندویان تر ډېره لارې ته راوستي، همغړي کړي یې دي، د ملي پروګرامونو تمویل ته یې مجبور کړي، او د پخوا د ډونر خپلسریو ته یې د پای ټکی اېښی دی.

۲۸) غني په لومړي ځل تر زرو زیات دیني علماء را هڅولي، څو زره یې رسمي تشکیل ته داخلي کړي دي، د علماوو لخوا یې د ملي اردو د ملاتړ اعلان ته زمینه برابره کړې او د ارګ او جومات د فاصلې را کمولو په برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.

۲۹) غني له پنځو کلونو را وروسته په لومړي ځل د مکاتبو لپاره د دیني کتابونو د چاپ امر کړی، چې دا کار پخوا د ډونر د خپلسرۍ له امله ځنډېدلی و.

۳۰) غني له سوداګرو سره هره اونۍ ناسته کوي، هغه سوداګر چې تر پنځوسو ملیونو سرمایه ګذاري کوي، هغه ته خپله شخصي شمېره ورکوي، هغه بهرنی چې پنځوس ملیونه ډالره سرمایه ګذاري کوي، په ارګ کې یې د ځای ورکولو ژمنه کړې او د هر سوداګر او قراردادي کار چې په هره اداره کې بندېږي، غني خپله اقدام کوي.

۳۱) د غني په حکومت کې په لومړي ځل له لنډه غرو او خپل سرو جنونیانو سره د حساب سلسله پیل شوې ده. لومړی ځل دی چې د هغوی غوښتنو ته نه ویل کېږي، د هغوی قراردادونه ایسارېږي، د هغوی پروژې رد کېږي، د هغوی پېشنهاد کېدونکي افراد، لکه محمود بریالی، معنوي، امرالله صالح او نور رد کېږي.

دا څو یادښتونه دفعتاً زما ذهن ته راغلل. حقیقي لاسته راوړې زیاتې دي او په راتلونکیو څو میاشتو کې به جدي تغییرات ولیدل شي.
البته، دا ټول پرمختګونه په داسې کال کې شوي چې لاندې غټې غیرعادي ستونزې موجودې وې:

1) په خزانه کې یوه روپۍ نه وه، بلکې بودیجې ۱۳۵ ملیونه ډالره کسر درلود؛
2) اردو د یوې اونۍ لپاره تېل او اعاشه نه درلوده؛
3) ۱۲۰ زره امریکایي پوځیانو او تر دری سوه زره زیاتو امریکایي قراردادي امنیتیانو افغانستان یو دم پرېښود او جګړه ټوله افغانانو ته انتقال شوه؛
4) د امریکایانو له وتلو سره په لسګونو زره وګړي بې کاره شول؛
5) امریکایانو چې په هېواد کې هر کال په ملیاردونو ډالره لګول، دا لګښتونه یو دم پر بازار قطعه شول؛
6) افغانستان یو نیم کال سیاسي بحران ځپلی وی؛
7) غني ته د اجرائیه ریاست نوی غم ور لغاړې شوی و چې تشکیل، د دندو لایحې او نورو صلاحیتونو ټاکلو یې ډېر بحث، جنجال او ناندرو ته اړتیا درلوده؛
8) ټولو پخوانیو سیاستوالو، مافیایي رسنیو، ایراني جرایدو او د پروژو برخوالو وکیلانو د نظام په تخریب لاس پورې کړی و؛
9) مخالفینو خپل ټول زور، توان، افرادي قوت، منابع او تبلیغات پر همدې کال، پر افغانستان متمرکز کړي ول او پلان یې درلود چې جګړه جبهه یي حالت ته انتقال کړي، خو د عزم عملیاتو په لومړیو دوو ورځو کې د ۳۰۰ کسانو له لاسه ورکولو بیرته له دې تګلارې څخه واړول.

-
بېرته شاته