(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته یې هـیواد دوستي مهمه ده

[26.May.2015 - 19:01]

ماته یې هـیواد دوستي مهمه ده، نه عـقـیـده لکه د موسوي

لیک: ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

تاریخ د نن ورځې  د ارزښتونو او واقعیتونو په تله کې تلل، د تاریخ سره ناځواني ده ، ذهـنګري ده، او بې انصافي ده.  که په یـو چا باندې د مزدور سرتیري ټاپه وهـل روا وګڼـو ، نو باید دیته هـم چمتو وو چې لـږ تـر لږه  ځانـونه مـزدور قـلم وا لان حس کړو

ماته  څو ورځې وړاندې،  یو پوه او خورا سپیـن ږیري افغان یو کتاب ګوټی (رساله) را ولیـږه، د دې هیلې سره چې ویې لـولـم او څه پـرې ولیکـم.  کـور دې د هـر یـوه لیکـونکي او رالیـږونکي ابـاد وي!  د کتاب ګـوټي په مخـپاڼـه کې یوازې د لیکـوال فامیلي نوم چاپ شوی دی ، نه  د هـغـه ټـول نـوم.  ما داسې وانګیرله چې کتاب به  په پټ (مستعـار) نوم خپور شوی وي؟ ما لا تـر دې ګړۍ ، په کمپـیـوټـر کې د افغانـستان ولایـتـونه ګـز کـړل، خـو د مـوسـوي ټـول نـوم مې و نـشو مـیـندلی. له نیکې مرغې، هغـه سپـین ږیري افغان ډاډ راکړ چې د لیکوال نوم  واقعي دی او دی به یې راته لومړی نوم هـم را پـیدا کړي. هغه را ته نن (۱۹ می ۲۰۱۵) د استاد موسوی ټـول نوم  پـه دې ډول راکـړ: سـیـد حـسیـن مـوسـوی

 د لیکوال نوم او د کتاب سرلیک یې دی:[سـید حسین]  مـوسـوی، سال ۱۷۴۷ مـیلادی بــازتــولـد یـک کشـور کهــن. خپروونکې: افــغــاني ټـولــنه ، امریکا، چاپخــونه : اداره ترجمه و تحقیـق الـعلـم، پـیښور ، ۱۳۸۴تله= اکتوبر ۲۰۰۵. په ۱۱۸ مخـونو کېEMAIL: [email protected]

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل (دسمبر۱۹۷۹  ) راهـیسې تر نن پورې  یـو شـمیـر دیـومـزاجه  او اورپکي (متعـصب) تاریخ لـیکـونکي راوتـلي دي.  په مقابل کې یې سیـد حسین مـوسـوي افغان دی، افغانستان پرې ګران دی، د کاغذ په مخ پـرتې توطئې ماتوي، د ستمیانو د داستان په څیرولو پسې یې ملا تـړلې ده، او د څیـړنې څـرګنـد پـولیس دی. ښووانـد موسوي د افغان ملت او هیواد دوستۍ په نوم  د قـلم توره ویستلې ده.  د خپل هیواد د تاریخ د روغې پوهې لپاره یې  اغیـزمنه ژبه کارولې او قانع کوونکی لاریې نیولي ده.  د موسوي د رسالې په هـر پـړه کي (پراګراف)  کې  د معلـوماتو روښان تنظیم، ملي احساس او هیواد دوستی خوندي شوي دي. په لڼده وینا د استاد موسـوي  رسـالې، لـه ۱۹۹۲ راهـیسې د متعـصبـو  اشخاصو د تـاریـخ  لیکنې پـهلـوانۍ تـه یـو کـلک انتـقـادي او تحلیلي مورچل (سنګـر) نیـولی دی. زه هـر افغان او هـر متعـصب ته  د ښووانـد موسوی د رسالې د  لوستلـو سـپارښتـنه کـوم

 استاد موسوي د «آقای ٫٫چهره نما٬٬» پام هغه څه ته را اړوي چې په سیاسي ژبه کې ورته  «کـم بـر فاشـیزم» (نیرو ګیژ فاشیزم) ویل کیـږي: «آیا میدانید که فاشیزم هـټـلری قبل از پرداختن به آن جنایات هولناک در جنګ دوم جهانی که وجدان جامعهٔ بشری از آن معـذ ب و بهانه ای ګردیده در دست صهیونیستهای اسرائیل در کشتار خلق فلسطین، به کدام تبلیغات نژادپرستانه یی اشتغال داشتند؟ وقتی هیتلر بعـد ازکسب قدرت لا اقل (۶) ملیون یهود بی پناه را در کوره های آدم سوزی به آتش کشانید، می توانی بنویسی که جناب عالی و سایر هم قطاران تان چه نقشه ای برای ملیت پشتون در سر دارید که چنین بی باکانه حکم به ٫٫درد نخـوری٬٬ آنها می نمایید، نکند نقشه هایی  از قبیل ٫٫رواندا٬٬ و نسل کشی در میان باشد و مردم افغانستان از آن اطلاع ندارند؟».  موسوي زیاتوي چې: «در اینکه طبـقه حاکـمه ملیت پشتـون غارتګـر و چـپاولګـر بـوده هیـچ جای شکـی وجود نـدارد، اما این مساله تنها منوط به طبقه حاکمه آن ملیت نګردیده، خصلت طبقاتی تمام طبقات حاکمه در تمام ملیت ها از پشتون، تاجـیک ، هـزاره، روس، ازبک، جـرمن، انګـلـیس، فـرانـس... غـارتـګـری و چـپاولګـر یـست. ٫٫آقای محترم٬٬! اګر کسی بیایـد و با تکیه بـر غـارتګری ها، چپاولګـریها، خـود فـرو شـیها، قـاچـاق بریها و مـیهـن فـروشیهای مشهـود و مستـنـد ربانی، مسعـود، فهیم، دوستـم، مزاری و سایریـن؛ بنـویسـد کـه بـلی، ـــ ٫٫هـفت کوه سیاه در میان٬٬ـــ تمام ملیت تاجیک و ازبک وهزاره چپاولګر، میهـن فروش و چنان و بهمان است، آیا آن قضاوت را صائب میدانی و یا چطور؟»  زما ځـیـرکیـار په انـد، د هغـه چا نـوم پـه درنـاوي یـادیـږي چې سـر یې د خـیـټـې د پـاسه وي، خوهـغـه څـوک سـپک وي چـې سـر یې د خـيـټـې لانـدې وي! د استاد سـید حسین موسوي سر د خيټې د پاسه دی

[email protected]

 

-
بېرته شاته