(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزی؛ د نیویارک او هلمند له عینکو

[30.May.2015 - 15:21]

لیک: محمديار يار

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې وړمه جمعه د ثور پر ۲۵– مه د افغانستان پخواني ولسمشر ته ور پام شوی و او د تحلیل عینکي یې ورته ایښې وې چې هغه څه کوي؟ ولي یې کوي؟ او پایلې به یې څه وي؟ دې لیکنې له معمول سره سم د افغانستان رسنۍ پر سر واخیستې، تبصرې و تحلیلونه راچالان شول او دا لیکنه ځکه ډېره مهمه او د هر چا خولې ته ولوېده چې نیویارک ټایمز خپره کړې وه، د کاڼې کرښه وه، دقیقه وه، د ژورنالیزم پر علمي اساساتو ولاړه وه، مسؤلانه وه او…

ټیک په ټیک همدغه ډول کیسه و تبصره پوره پنځه میاشتې مخکې د ۱۳۹۳ کال د جدې پر لسمه په هلمند کې بدلون اونیزې په ۱۵– مه او بیا دوې میاشتې وروسته د همدغه کال د کب پر ۶- مه په ۲۳- مه ګڼه کې د دوو تحلیلي راپورو په بڼه خپره کړې وه هلته یې د حامد کرزي کم و کیف، زرنګ هویت و چلباز سیاست، تېر شالید و راتلونکی خطرناک لرلید او د افغانستان په سخت تاوان بې مزې بازۍ بیان کړې وې خو دا په هلمند کې خپرېدونکی اونیزه وه، دا د هلمند او افغانستان ځان وو، دلته پر ځان باور لېونتوب او شرم دی.

وایي د غریب ملا په آذان څوک روژه نه ماتوي او باید ماته یې هم نکړي، موږ په فکري، فلسفې و علمي غربت مبتلا ملت یو، پر دې اساس د کمترۍ د یوه جمعې احساس خوراک یو، داسې چې که نیویارک ټایمز زما په باب وویل چې ته انسان نه بلکې یو څاوری یې نو هغه لحظه د څلوربول احساس کوم او باور پیدا کوم چې د نیویارک ټایمز په ارشاد کې شک کول جک وهل دي، د دې معنا دا هم نه ده چې موږ به ګواکي د تل لپاره همداسې بې ذهنیته و بې جرئته یو، که دا نن اراده وکړو، سبا به مو تکیه پر خپل ځان وي؛ موږ باید اول یوه جمعې خوله پیدا کړو چې هم ځان او هم جهان متاثره کړای شو؛ لاس په لستوڼې مهمه نه ده چې د جهان توجه دي یو دم را جلب کړای شو اول به په خپلو کې پر خپلو ظرفیتو ایمان احیاء کړو، له دنیا سره مو بیا مسله اسانېږي.

همدا چې هلمند کرزی پنځه میاشتې مخکې پېژندلی او را معرفي کړی او نیویارک تایمز یې اوس هماغسې راښيي، ان تر هغه یې پیکه راښيي، د بدلون اونیزې تصویر ډېر پر صفا دی، راځئ چې د جلالتمآب کرزي هغه تصویرونه چې نیویارک ټایمز و بدلون اونیزي ایستلي سره څنګ پر څنګ کړو، بیا بې پرې قضاوت وکړو او تر قضاوت وروسته د یوه سرتاسري، ملي- سیاسي حرکت همت وکړو، خپل ځان او خپل ایمان ته د خپل روان تکیه ووهو.

شرم دی که تل د خپل ایمان و روان وزن د نیویارک ټایمز یا بل ټایمز په تله مالوموو، خپله یې پرتله کړئ!

نیویارک ټایمز:

« اوس داسې ایسي چې افغانستان په پخواني ولسمشر (کرزي) پسې سخت دیغت کړی دی.

دا هغه څه دي چې په دا بېخې نژدې تېر وخت کې یې آن یوه تن هم فکر نشوای کولای ( تاسو

به و ګورئ چې بدلون اونیزې یې پنځه میاشتې مخکې څنګه فکر کړی وو؟)

محصلې فرزانې په کابل کې وویل: ( غني په عالي تحصیلاتو سمبال، له فساده لیري او د ښځو د حقونو مراعتوونکی دی.) ( خو کرزي د لوبي په چل ډېر ښه پوهېدی.) دا هغه لوبه ده چې مخکنې ولسمشر جاري ساتلې ده. ( د دې لوبې انځور به په پنځه میاشتې مخکې بدلون کې ووینئ.)

له ځینو حکومتي و ډیپلوماتیکو چارواکو سره مرکې ښیې چې د ښاغلي غني د حکومت ځینې داخلي کړۍ باور مومي چې د کرزي حضور یو ګواښونکی د ځواک مرکز او حریف دی.

دا انګېرنه یوه بېخې نوې خبره ده چې ممکن ښاغلی کرزی د محترم غني د حکومت لپاره یو ګواښ وي. (تاسو به په پنځه میاشتې مخکې بدلون کې ولولئ چې دا څنګه نوې خبره ده؟)

… جناب غني تر هغو ټولو سرو کرښو اوښتی دی چې ښاغلي کرزي یې د درنښت غوښتنه ځنې کړې وه، په دې سرو خطو کې له پاکستان او متحده ایالاتو سره تر اندازه زیات نژدې کېده هم راځي، دا هغه دوه هیواده دي چې کرزی یې صداقت نه محسوسوي.

ډېر دغه ( د کرزي) مېلمانه د غنې له حکومته شړل شوي کسان دي، هغه خلک چې ایستل شوي، شرمول شوي دي، سترګې پر پټې شوي او خیانت ورسره شوی دی، (په دې اړه به هم د بدلون پېش بیني ولولئ!)»

بدلون اونیزه، ۱۵– مه ګڼه، ۱۰جدې ۱۳۹۳

«چې حامد کرزی ولې د ناامنۍ اور ته لمن وهي؟»

په دې لیکنه کې بدلون اونیزې له آزادۍ راډیو سره د حامد کرزي مرکې، د هغه د دفتر پخواني رییس کریم خرم او ویاند ایمل فیضي لیکنو ته پښه نیولې او د لیکنو په دغه سلسله کې یې د کرزي او د هغه د خبیثه کړۍ غرض و مرض داسې را برسېره کړی دی:

« یو- د لیکنو دغه لړۍ به په بېلا- بېلو وختو کې د مختلفو کسانو ( د کرزي د حلقې) له خوا روانه و ساتل شي او دغه ډول پټې خبرې به را برسېره کړای شي چې په ټولو کې به کرزی او یاران یې پر حق او امریکا ملامته ښوول کېږي.

دوه- حامد کرزی د یوه زرنګ سیاستوال په صفت په دې ډېر ښه پوهېږې چې د افغانانو ډېر حساس رګونه کوم دي او څنګه باید ګوتې پر کښېږدي او په خپله ګټه یې تشخیص کاندي.

افغانان د امریکا، ډیورنډ کرښې او پاکستان په وړاندې ډېر حساس دي او کرزی تلاښ کوي د دغه حساسیت پر اور یې د دغه ډول څرګندونو په ترڅ کې نور باروت واچوي، هم خپله لوبه ګرمه وساتي او هم په عامه ذهنیت کې د امریکا د مزدورۍ ټاپه د خپل شخصیت له لمنې وتوږي، په دې کې خرم خېل او د دوی نور خېشو خاله هم د عوام غولونې هڅه کوي او غواړي د (استکبار و استعمار) اصطلاحاتو په کارولو سره وښیي چې ګواکې دوی د امریکا مخالف دی.

درې- د دغه ډول حساسیتو په راپارولو سره کرزی غواړي چې د ملي وحدت حکومت ته خرېړی جوړ، ثبات متزلزل، ناامني زیاته، خلکو ته تشویشونه او تکلیفونه ډېر کړي، تر دې حده وضعیت بحراني کړي چې بالآخره خلک پر زاړه کفن کښ شکر وکاږي.

څلور- کرزی هڅه کوي چې په یوه بله زماني محدوده کې یو وار بیا عامه ذهنیت په یوه بله بڼه د ځان پر خوا را مات او یو ځل بیا د واک نشې ته مخه کړي ( لکه اوس چې نیویارک ټایمز دا دی خلک دیغ پسې بللي دي.)

دوی ( د کرزي کړۍ) فکر کوي چې د افغانستان د تباهۍ په قیمت به له ځانو څخه سپینې ملایکي سازي کاندي چې دا نه ممکنه ده نه انساني.

دوی باید د احساساتو، تاوتریخوالي، د منځنیو پېړیو ناچله، قومي، قبیلوي او بوینو روابطو او ماشومانه څرګندونو پر ځای عاقلانه منطق او په نړیواله کچه د چلښت وړ موډرن سیاست ته پناه یوسي؛ نه ځانونه خراب کاندي او نه هم نور دا بېچاره وطن د سر ناحلاصیو او شخصي غرضو و مرضو په اور کې وسوځوي.»

بدلون اونیزه، ګڼه ۲۳، ۶ کب ۱۳۹۳

«کرزی ولي له سولې بېرېږي؟

د حامد کرزي له څرګندونو او د ده د حواریونو لکه محمد کریم خرم او ایمل فیضي له لیکنو څخه په ښکاره داسې اېسې لکه په لوی لاس چې هڅه کوي د سولې بهیر په مخ کې د ناکامۍ ډبري را ورغړوي او هم د نړیوالي ټولنې په وړاندې عامه ذهنیت مغشوش کړي؛ ښایي د محترم کرزي د دغو خطرناکو اظهاراتو یو شمېر عوامل سره وشمېرو:

۱- کرزي تر واکمنۍ وروسته له یک تلویزیون سره په څرګندو ټکو ومنله چې ده او ټولو جهادي رهبرانو د جهاد په دوران کې د امریکا د اسخباراتي ادارې ( سي، آی اې) سره کار کاوه.

دا چې کرزی د امریکا او بریتانیا څلوېښت کلن پوخ یار دی او په ۲۰۰۱ کال کې د همدغو هیوادو د لار- نقشې پر اساس په ډېرو بدترینو شرایطو کې واک ته ورسول شو او د دنیا تر ټولو بهترین نړیوال ملاتړ او امکانات یې ور په برخه کړل، دیارلس کاله یې د ټول نظام انجن د همدغو ابرقدرتو په تېلو وچلېد نو نن بیا څه وشول چې پر ضد یې زهرجنې څرګندونې کوي؛ یو ممکنه علت یې دا دی چې کرزی د یوه ډېر هوښیار سیاستوال په صفت په دې ښه پوهېږي چې امریکا، بریتانیا او پاکستان په افغان جعمې شعور کې ځپلي دي او نن چې د ده واکمنې ختمه ده او په عامه ذهنیت کې یې په وړاندې د تاریخ قضاوت پروسیس ته لوېدلی دی نو ځکه په دغه ډول بې وخته او بېخونده اظهاراتو سره ځان د تاریخ له ناوړه فیصلې ژغورلو هڅه کوي.

۲- د ده اداره په جهاني سطحه فاسده پېژندل شوې وه، داسې ښکاري لکه اشرف غني چې د ده د واکمنۍ په مفسدینو پسې را اخیستې وي او له هر یوه سره د حساب و کتاب میدان پرانیزي او دا هم ثابته ده چې د هر مجرم او مفسد ثابتول او په سزا رسول به د کرزي د یو انډیوال رسوایي او شرمندګې وي او کرزی به یې په یو ډول د ډولو شریک بلل کېږي، که نور هیڅ هم نه وي نو (د کرزي د وخت) اصطلاح خو به ضرور ورسره کارول کېږي او کرزی د دغې بدنامۍ برداشت نلري.

۳- حامد کرزی د سولې عالي شورا د شتون او لویو لګښتو سره – سره ونه توانېد چې افغانستان او افغان انسان د سولې خاوند کړي، نه یوازې یې سوله را نه وستلای شوای بلکې ورانوونکي جنګ ورځ په ورځ نور هم زور پسې واخیست؛ ښایي کرزی به فکر کوي چې که اوس سوله راځي، دا به د ملي وحدت حکومت کامیابي او اتومات د ده په ناکامې کې حساب شي ځکه د سولې جریان په مخ کې مغشوشوونکي هیلځلې کوي.

نن افغانان سولې ته تر بل هر وخت لېونۍ تنده لري، هر څوک چې خنډونه پکښې اچوي د بخښلو نه دی؛ ښاغلي کرزی باید اصلاً له دغه قضاوته وبېريږي.»

هیله ده محترم حامد کرزی خپل ګرېوان ته سر کښته کړي، پر خپل وطن او ملت زړه وسوځوي او امید دی افغان انسان د سیاسي شعور او پر خپل ځان د باور څښتن شي.

-
بېرته شاته