(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډيجټل_ټيوي‬ کې د پښتو نشتون

[30.May.2015 - 21:48]

د پښتو ټلوېزيون درنو او پتمنو مينوالو!
پښتو ټلوېزيون د سپوږمکۍ، انټرنيټ او اى پي باکسونو له لارې په هېواد او نړۍ کې ځکه کتلاى شئ، چې دغه اسانتياو زموږ پخپل واک کې دي، په عادي انتن د پښتو تلوېزيون نه رات سياسي او اقتصادي اړخونه لري، خو ډيجيټل سيسټم کې، نه راتګ يې زموږ لخوا ځکه ځنډول شوي، چې ډيجيټل سيسټم د هېواد کلتوري، افغاني او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي او د نړۍ څخه يې په لسګونو داسې چينلونه د ډيجيټل سيسټ برخه کړي، چې هغوى زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې او کلتوري يرغل ته لاره هواروي. زموږ غوښتنه داده، چې ډيجيټل سيستم ډېره ارزښتمنه او ښکلې ملي شتمني ده او د حکومت دنده ده چې ملي حسن په بازار نکړي او دغه سيسټم يوازې د افغاني رسنيو لپاره وکاروي. زموږ په اند رسنۍ هغه وسيلې دي، چې د دين او دنيا د پرمختګ لپاره يې بايد موږ د خپل دود او دستور سره سم د ښوونيزو او مالوماتي خپرونو لپاره وکارو، چې پښتو ټلوېزيون پدغه لار کې مخکښ و او 
_______________

د پښتو ټلويزيون څلورمې کليزې او پښتو ورځې په وياړ د ښاغلي نور رحمان لېوال وينا بشپړ متن
____________
بسم الله الرحمن رحيم

د پښتو ټلوېزيون درنو او پتمنو مينوالو، قدرمنو هېوادوالو، خويندو، وروڼو او ګلاليو ماشومانو
تاسې او د پښتو ټلوېزيون کارکوونکو ته د څلورمې کليزې او پښتو ورځ مبارکي وايم.
هيله ده، پښتو ورځ مو نيکمرغه وي، پښتو ټلوېزيون د پښتو ورځې په وياړ او ملاتړ، د پښتو په ورځ خپله کليزه لمانځي، چې هرکال به پدغه ورځ ټولې خپرونې د پښتو ورځې غونډو، ناستو، مېلمستياو او نورو يادونو ته ځانګړې کوي. پښتو خپله تاريخ، قانون او د ژوند لاره ده او ددغې ورځې په ټاکلو کې يو خورا مهم راز دا و، چې پښتو ورځ بايد د تېرو تاريخي او سياس ورځو په تړاو، ټکر او اغېز کې نوي.
ميړنيو او ننګياليو هېوادوالو!
زه هره ورځ د ولس ټولنيز، سياسي، اقتصادي او کلتوري حالات له نږدې څخه څارم د سيمې او نړۍ حالاتو ته هم ډير ځير يم، همدارنګه، د ولس پرګنې د هر ولايت څخه له ماسره له نږدې په اړيکو کې دي. پېښې مې ډېر کړوي چې مېړنى ولس د تپل شويو ناورينونو لامله د سر او مال له زيانونو سره مخ دى. خو د تپل شويو ناورينونو دا حالات مې د خدمت اراده لاغښتلې کوي. د خلکو سره له نيژدې ليدنې کتنې ماته ډاډ راکوي چې موږ د ولس سره په ګډه تپل شوي ناورينونه يو په بل پسې راکم او په پايله کې، له منځه وړلاى شو. ګډه همکاري او مسئوليت منل د ملي واکمنۍ، سياسي او اقتصادي خپلواکۍ بنسټونه غښتلي کولاي شي. څه چې ډير زيات مهم دي هغه مسوليت منلو سره ګډې هلې ځلې کول دي.
زه په عملي کار باور لرم، له همدې امله، تل زيار ګالم چې څ وايم هغه د ولس د ويساتوب لپاره عملي کړم. ما د ولس سر ژمنې کړي وي چې زدهکړې به د نوښتونو په عملي کولو ډير چټکې کړم، دادى موږ نن د پښتو ورځې په وياړ د لېوال لېري ښوونځى د دريو ټولګيو لپاره ددغو لسو کتابونو او د لېوال ملي مړښت پروګرام د لومړي پړاود دې کتاب مخکتنه کوو.
د پښتو ټلوېزيون له نورو پروګرامونو سربېره خوښ يم، چې تاسې ته د پروګرامونو د دوو نويو لړيو: د لېوال ملي مړښت پروګرام او د لېوال ملي پوهې پروګرام زيرى درکړم، او دا زما د ولسمشرۍ د پروګرامونو هغه وړې عملي بېلګې دي، چې زه يې پخپل وس او پانګونه تر ولسه دررسوم . د پروګرام چيغه ده "وسايل نه، همت اړين دى!". ځينې وخت موږ ځان او نور پردې تېرباسو، چې موږ وسايل او اسانتياوې نلرو، خو زه وايم، چې پخه اراده، همت او اخلاص وي، وسايل پيدا کېږي.

د لېوال ملي پوهې پروګرام
ددې پروګرام موخه ده چې د ټېکنالوژۍ په مرسته زده کړه، د کارولو، کارکولو او جوړولو هنرونه، په هر کور، هر ځاى، هر وخت او هر عمر کې پرته له ښوونکي، ښوونځي او پوهنځي رامنځته شي. لومړۍ بېلګه يې د پوهې په لړ کې د لېوال د لېرې ښوونځى دى، چې زما د تېر کال د وعدې سره سم تر درېيم ټولګي پورې د ليکلوست او رياضي ښوونه کور ته دروړي.

لېوال د لېرې ښوونځى په نړۍ او د هېواد په هر ولايت، ولسوالۍ او کلي کې د ښوونځي لپاره استازي غواړي چې، کتابونه او ښوونيز مواد به د ولس هر کور ته رسوي، د ازمېښتت چارې او بريليکونه رسول به ترسره کوي، زه تاسې ته د همکارۍ ځانګړ بلنه درکوم، راځئ چې د ټيکنالوژۍ پمرسته يو ټولګى زدهکړه له ښوونځي او ښوونکي پرته له دوه سوه افغانيو څخه په کم لګښ و رسوو.

دا کار د دغو کتابونو، ټليفونونو، انټرنيټ او نورو رسنيزو لارو چارو پرمټ کولاى شو.
که تاسې همکاري وکړئ، له شپږ سوه افغانيو څخه په کم لګښت د هېواد هر ماشوم او نالوستى د ليک لوست له ستر نعمته برخمن کولاى شو.
ټوله نړۍ کې د برېښنايي کتابونو او ښوونيزو موادو ترلاسى مو پر انټرنيټ شونى کړى، په ټول لوېديځ کې يو کتاب چاپول او ستاسې ترکوره دررسول موشوني کړي، همدا اوس خپل کتاب غوښتلاى شئ او ښوونيز مواد پر انټرنيټ کتلاى شئ، د نورو مالوماتو لپاره liwal.com وګورئ.
دويم د لېوال ملي مړښت پروګرام دى، چې د مړښت، کرنې، مالدارۍ، جوړونې، کاروبار او حکومتولۍ په برخه کې د بنسټيزو نوښتونو رامنځته کولو موخې لري، چې ټولنه پخپل ځان بسيا او هوسا شي.
د ملي مړښت پروګرام ، لومړى پړاو دا کتاب: له مړۍ او انګړ څخه خبرې کوي، دويم او درېيم کتاب: د انګړ، کوڅې، کلي او ټولنې پرمختګ، څلورم او پنځم کتاب: د کليوالي او ښاري بسيا هستوګنو جوړول او شپږم کتاب: له ګواښونو د ملي شتمنيو ژغورنه او د پرمختګ لپاره يې لارې چارې در په ګوته کوي.
١٣٩٤ کال مو د لېوال ملي مړښت پروګرام لخوا د ښاريکرنې کال نومولى، چې د مړښت پروګرام دويم پړاو، په ښارونو ک خوراک کرلو، ډېرولو ته ځانګړى کړى. خوراک او خپلواکي د نوک او اورۍ تړاو لري، هغوى چې د خپلو خوراکي توکو په اړه د نن او سبا لپاره تيارى نه هېروي، نو خپلواکي يې له ګواښونو په امان وي.
له ډېر پخوا به زموږ نېکونو تر دوه کاله د خوراکي توکو ذخېره لرله، دوى به د راتلونکي کال د وچکالۍ تابيا درلوده، که د وچکالۍ او يا بلې ناخوالې لامله به فصلونه ونشول، نو د تېرکال، غلې او دانې به يې خوړلې. د څلورو لسېزو ناخوالو او وړ مشرتابه د نشتون لامله، زموږ د ښاري ژوند بهېر بېپلانه او په بيړنيو حالاتو کې منځته راغلى، چې زموږ ښاري ژوند يې خپلواکۍ ته ځکه ګواښ کړى، که موږ وغواړو او کنه، په پرديو توکو ژوندي يو.
که زموږ ښاريان وغواړي، د لېوال ملي مړښت پروګرام، ددې پړاو د تخم، اوبخور، خاورې او کرنې نوي پرمختګونه اوتجربې خپلې کړي، چې په وس يې هم پوره ده، نو د معجزې په ډول به د خوراک بسياينه رامنځته شي.
ښاريکرنه د هېواد د خوراک ډېرولو لپاره خورا اړينه ده، ځکه چې د تېرو درې لسيزو ناخوالو زموږ ګڼ شمېر بزګر هېوادول له خپلو ځمکو څخه نورو هېوادو ته کډوال او يا د نېږدې ښارونو کوچ ته اړ کړي. همدا لامل دى چې تېر کال مو هېواد د سيمې په کچه د خوراک تر ټولو ستر را لېږدوونکى هېواد و، پداسې حال کې چې اتيا سلنه هېوادوال د کرنې او مالدارۍ له دندو سره تړاو درلود يا يې لري. همدارنګه اټکل شوې چې تر ٢٠٥٠م کال به په هرو لسو کسانو کې ٧ تنه د ښه ژوندکولو لپاره ښار ته کوچېږي.
د کليوالي او ښاري بسيا هستوګنو جوړولولو لپاره مو د محمداغې ولسوالۍ له ولس سره هڅې پيل کړي، پاک رب دې وکړي چې بريالۍ شي.

د پښتو ټلوېزيون درنو او پتمنو مينوالو!
پښتو ټلوېزيون د سپوږمکۍ، انټرنيټ او اى پي باکسونو له لارې په هېواد او نړۍ کې ځکه کتلاى شئ، چې دغه اسانتياو زموږ پخپل واک کې دي، په عادي انتن د پښتو تلوېزيون نه رات سياسي او اقتصادي اړخونه لري، خو ډيجيټل سيسټم کې، نه راتګ يې زموږ لخوا ځکه ځنډول شوي، چې ډيجيټل سيسټم د هېواد کلتوري، افغاني او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي او د نړۍ څخه يې په لسګونو داسې چينلونه د ډيجيټل سيسټ برخه کړي، چې هغوى زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې او کلتوري يرغل ته لاره هواروي. زموږ غوښتنه داده، چې ډيجيټل سيستم ډېره ارزښتمنه او ښکلې ملي شتمني ده او د حکومت دنده ده چې ملي حسن په بازار نکړي او دغه سيسټم يوازې د افغاني رسنيو لپاره وکاروي. زموږ په اند رسنۍ هغه وسيلې دي، چې د دين او دنيا د پرمختګ لپاره يې بايد موږ د خپل دود او دستور سره سم د ښوونيزو او مالوماتي خپرونو لپاره وکارو، چې پښتو ټلوېزيون پدغه لار کې مخکښ و او دى.

تېرکال د پښتو ټلويزيون کارکوونکو هره ورځ په ډېر زيار پر علم، سياست ، ټولنې او د ژوند پر ډېرو اړخونو مالوماتي او څيړنيزې خپرونې تيارې او تاسې ته وړاندې کړې، زه يې ډېره مننه او ستاينه کوم، خداى دې وکړي، چې تاسې ورڅخه خوند او ګټه اخيستى وي.

زه باور لرم، چې تاسې پر پښتو ټلويزيون وياړ کوئ او هرومرو يې ستاسې په ژوند څه ناڅه اغېزه کړې، خداى دې وکړي چې ښه والى يې رامنځ ته کړى وي، هيله ده په خپلو وړانديزونو، نيوکو او ملاتړ مو ونازوئ.
.
ميړنيو او ننګياليو هېوادوالو!
که څه هم په اوس وخت کې هېواد کې ټوليز سياسي او امنيتي حالات د ولس سر او مال ګواښوي خو زه ولس ته ډاډ ورکوم چې موږ به انشاء الله پګډه ددې ټولو ننګونو څخه بريالي راوځو خو شرط دا دى چې موږ د يو ستر ملت په توګه مسوليت ومنو او ګډې هلېځلې وکړو.

له پاک خداى څخه ټولو ته ښه ژوند او خوشالي غواړم، رب دې وکړي چې په خپلو دوعاګانو کې مو هېر نه کړئ. په لوى خداى مو سپارم، په مخه مو ښه.

-
بېرته شاته