(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه هم د پښتو ورځې لمانځلو حق لرم!

[31.May.2015 - 21:11]

لیکوال او شناند:نظرمحمد مطمئن

د پښتو ورځ لمانځل چې د پښتون خوځښت په نوښت د جمعې ورځ د ۲۰۱۵ د مۍ پر ۲۹مه جوړه شوې وه، هغه توپېر چې له نورو ناستو سره يې درلود، د لمانځلو تر څنګ يوه علمي غونډه هم وه. احساسات پکې ډیر نه و، بلکې د پښتون قوم پر سیاسي او کلتوري ستونزو، حل لارو، د هیواد او قوم اقتصادي وضعیت، د اقتصاد اهمیت او اړوند عامه پوهاوی، د قوم اقتصادي ځوړتیا، د هیواد او قوم پرمختګ او سولې اړوند يې ویناوالو ته د ویناکولو زمینه برابره کړي وه.

د نورو ښاغلو ترڅنګ ما هم د ډیورنډ دواړو غاړو ته د پښتنو پر ستونزو او داځل د سولې پر اړتیا خبره وکړه. په دې کې داسي ټکې هم دي چې د وخت د کموالي له امله يې ډیره تشریح نه شوای کیدلای، او ممکن د ځوانانو په ذهنونو کې يې ډول ډول پوښتنې راولاړي کړي وي.

لومړي خبره دا وه چې د دغه عزیز قوم بچیان لا هم د پوهنې له بهیر څخه څه ډول چې مناسب وي بې برخې دي، په لیري پرتو سېمو کې يې بچیان د ښوونځي له پاره ودانۍ نه لري، له دي سربیره ښوونکي هم نه لري.

د لوړو زده کړو په برخه کې هم  د مور او ميرې چلند شوی، د دغه قوم هغه بچیان چې ۱۲م  ټولګی يې ویلي د ماسټري او دکتورا زمینه تر ډیره ورته نه ده چمتو شوې، مګر ځينې (ټول نه) چې بهر ته  تللي هغوی هم زموږ په درد نه دي راغلي بلکي د پردیو تر تاثیر لاندي راغلي دي.

د قومونو د يوځای کیدو مسئله ده، په اروپا کې لږهکي په ډیرهکیو کې ادغام کيږي، شرقي اروپا چې له شوروي اتحاد څخه جلا شوه، اوس اروپا  نوی پروژه پر لار اچولي چې په ځینو هیوادونو کې د لږهکیو روسي ژبو له پاره دغه تبلیغات وکړي چې لږهکې باید په ډیرهکیو کې مدغم شي، مګر په افغانستان کې برعکس هڅه روانه ده چې لږه کیو ته ډیر واک ورکړل شي او ډیرهکي پر مخ په څپیړه وهل کیږي او حقونه يې لږهکیو ته ورکول کيږي، دا خو لاهم سوال نه پيداکیږي چې د درېیمې نړۍ په دي وروسته پاتې افغانستان کې د لږهکیو د یوځای کیدو (ادغام) پلان ته توجه وشي، له دي هاخوا ځینې رسني د قومونو ترمنځ شخړو ته لمن وهي.

موږ هم وایو چې په افغانستان کې د قومونو د ادغام اړتیا نشته، وروڼه قومونه دي، مګر شخړو ته خو دي لمن نه وهل کیږي.

د ډیورنډ دواړو غاړو ته تر ډیره  په لوی لاس د حکومتونو له خوا  همدا ډول د بېلابېلو معلومو او نامعلومو وسلوالو له خوا پښتانه سیاسي، نظامي، قومي مشران په نښه او له منځه وړل کیږي، چې مهمه مسئله ده او په جګړو کې بیا ځوانان وژل کيږي.

ولي يواځي په کراچۍ ، کویټه، پېښور او اړوند سېمو او وزیرستان کې جګړه  ده؟ کله مو فکر کړی دی؟

موږ د هر مسلمان پر مرګ خفه کیږو، خو دا چې د پلان له مخې  د ځانګړي قوم پر ژنوسایډ غور په کار دی.

د پښتون مشرتابه پر سر جګړه روانه ده، کرزي صاحب فکر کاوه که وسلوالو طالبانو سره سوله وشي، نو بیا دغه مشري له لاسه ورکوي، اوس ولسمشر غني هم دا هوډ لري چې د پښتنو د مشرتوب لنګوټه دي د ده پر سر پاتې شي.

موږ ته په کار ده چې د پرویز مشرف دا خبره چې بوش ته يې کړی وه چې افغانستان کې تاسي د پښتون قوم چاره وکړئ او دلته (پاکستان ) کې به يې زه بیخ وروباسم، دا ډول د نواز شریف خبره چې کله مجاهدین کابل ته ننوتل، د افغانستان اردو مې له منځه یوړه، زه وایم چې دوی د شاباسي وړ دي، دوی خو خپل هدف ته ورسېدل، افسوس خو زما د قوم د مشرانو پر حال دی، چې سیاسي بصیرت نه لري، او لنډ فکر کوي، موضوعاتو ستراتیژیک او علمي فکر نه کوی.

په شمال کې د بل وزیرستان او ډیورنډ خبره بیا ما تکرار کړه، اوس چې  کومې جګړې په شمال کې رواني دي، هغه سېمې تاسي وڅیړې او بیا د وژل شو کسانو اړوند معلومات ترلاسه او تحلیل يې کړئ

او داچې ځينې کسان خپل قوم ته په سپکه ګوري، دغه عزیز قوم په ناخبره ډول د نورو غلام ګڼې، هغوي چې همدې قوم ورته ازادي اخستې نن يې موږ دهغوي پر غلامي تورنو، خپل قوم په غلامي تورنول د منلو نه دی، د پښتون په وینه کې ازادي نغښتې ده.

په لویو ښارونو کې چې اوس له مجبوریته پښتانه ژوند کوي، خپل کلتور، ژبې او دود ته پاملرنه وکړي، خپل دودونه ورک نه کړی، خپله ژبه پردۍ نه کړي، خپله جامه بدله نه کړی، او حد اقل د جمعې ورځو او اخترونو او نورو مهمو ورځو کې خپل کلتوري جامي وکاروي.

ولي باید ماته د لنګۍ پر سرکولو له امله، د واسکټ اغوستلو له امله تروریسټ وویل شي، دا خو زما د قوم د پوهانو تيروتنه ده چې کله لوړ مقام ته ورسيږي بیا نو خپله جامه هم بدلوي او ژبه هم بدلوي، او بهرنیانو ته داسي په نظر ورکوي چې پښتني جامه د علم او پوهي جامه نه ده، د جنګ، جګړې او تاوتریخوالي جامه ده، زه له دغو مشرانو هیله کوم چې بهرنیانو سره په مجلسونو او ناستو کې پر خپله جامه ونه شرميږي او هغوی ته وښيي چې موږ پوهان او علمي اشخاص هم لرو، او د پښتون جامه يواځي د جنګ جامه نه ده. بلکه د پوهې او پرمختګ جامه هم ده.

په اطرافو کې هم پښتني دودونه په ورکېدو دي، په ودونو کې به پخوا لونګۍ وېشل کيدلي، د خوشالي ډزې به کیدلي، خلکو به مينه او محبت کاو، مګر کرار کرار دا هر څه بدلیدونکې دي، زه د دي طرفدار یم چې په ودونو کې پښتانه مشرانو ته د لنګیو ورکولو دود ورک نه کړو.

جنجالي خبره زما د ټوپک خبره وه، چې ځينې دوستانو ته به عجیبه معلومه شوې وي، راځئ یو ځل د ټوپک تعریف وکړو، زما هدف له ټوپک څخه پخوانی یو ډزی انګریزی ټوپک نه دی، زما هدف ورڅخه کلاشینکوف او پیکا  نه ده، زما هدف د وسلو ټیکنالوژي ده، موږ په افغانستان کې غالبا د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ټوپک جوړولو فابریکه درلودله، مګر ولي يې پرمختګ ونه کړ، ګاونډي هیوادونه مو د اټوم بم، ټانک او جیټ الوتکو خاوندان شول، ایران اوس ورته ملا تړلې ده؛ خو موږ  هغه نږدې نېمه پیړۍ مخکنۍ د ټوپک جوړولو فابریکه هم له لاسه ورکړه.

زه وایم قلم زما خوښ دی، الله ج تر هر څه لومړی قلم پيداکړی، له همدي هم د قلم اهمیت معلوم دی، اړتیا يې د اهمیت بیان ته نشته، ولي د ځان د دفاع له پاره ټوپک (پرمختللي ټیکنالوژې) ته هم اړتیا لرم.

که زما قوم او هیواد ټوپک درلودی، نو په کنړ کې به يې د ګاونډي هیواد د توپونو مخه نیولي وای، که زما قوم او هیواد ټوپک درلودلای، نو زموږ څخه  به زموږ دوو ګاونډیو پاکستان او ایران جاج نه اخستی، که ما ټوپک درلودلای زما پر خاوره به یرغلګرو د تاریخ په اوږدو بیا تر ننه تاړاک نه کاو.

زما هدف هیڅکله دانه دی چې زما انجنیر، زما ډاکټر دی خپل ورور ووژني، زما د ټوپک سړی دي خپل افغان ووژني، هدف مې دادی چې موږ د قلم ترڅنګ دي ته اړتیا لرو چې ټوپک (پرمختللي د وسلو) ټکنالوژي هم ولرو. ټوپک وسله ده، وسیله ده، حربه ده؛ ټوپک لرل د ځان وژنې په معنا نه ده. ټوپک د دفاع او د خپل پت او عفت د ساتلو ښه وسیله ده.

د بریتانیا شهزاده ګیري چې په هلمند کې د ټوپک (د الوتکې څخه د افغانانو په نښه کول او وژل) روزنه کوي، هغوی حق لري، خو زما افغان د ټوپک زده کړي حق ورڅخه اخستل کيږي او درګرده يوه ډله خلک لګیا دي چې په ټوله معنی سره ټوپک (وسله ) نفي کوي.

جاپان څخه چې د ټوپک حق واخستل شو، پای يې څه شو؟ چې له چین سره دوه خبرې د خپلو سرحدونو په اړه نه شي کولای.

سعودي عربستان او امارات چې ټوپک نه لري نن ولي د ایران په وړاندي يې سرونه ځوړند دي. د عراق نه چې ټوپک واخستل شو، نن يې کوم حالت دی؟

اصلاً له ټوپک سره بې ځایه او د پردیو په اشاره مخالفت له خپل امن راتلونکي سره مخالفت دی، د خپل بچي امنیت او سولې له منځه وړل دي. که ستا دښمن، ستا سیمه ییز حریف ټوپک او نورې وسلې لري او ته د یوې عاطفې لپاره ټوپک نفې کوې، ستا به په دغسې د رقابتونو او سیالیو ډکې نړۍ کې څه حال وي؟!

عجیبه دا ده کله چې امریکایان او بریتانویان افغانستان ته راغلل، دوی زموږ له افغانانو څخه اصلي روسي کلاشینکوفونه او کله کوفونه په پيسو واخیستل او خپلو د امنيتې کمپینو ګمارل شو کسانو ته يې ورکړل، افغانانو ته يې خپل کم اصل ټوپک ورکړل، دلته ولي وروڼه نه متوجه کيږي چې که له ما څخه وسله اخستل کيږي، او دغه دومره بده وي نو بیا ولي يې دوی کاروي.

په متمدنه نړۍ کې د وسلو ګرځول جواز لري، هو زه دامنم چې له ټوپک لرلو څخه مخکې له مخکې باید د ټوپک د کاروني ځای هم وپېژنو خپل ورور پري ونه وژنو، او پای دا چې که مو ټوپک نه درلودلای، نو چنګیز، مغل، انګریز، شوروي اتحاد او امریکا  ته مو ماتې نه شوای ورکولای.

ټینګار پر دی کوم چې تر هر څه راته مهم قلم دی، خو له قلم سره سره زه هم د نورو په څیر د ځان څخه د دفاع له پاره پرمختللي وسلې ته ضرورت لرم. که مې وسله لرلای نو بیا به د ګاونډیو له ویرې اړ نه وای چې د ابر قدرتونو غلامي ومنم، امنيتي تړونونه ورسره لاسلیک کړم.

نن ولي افغان حکومت پر دي خفه دي چې امریکا خپل ټانکونه او پرمختللي وسلي له افغانستان څخه وباسي او پاکستان ته يې ورکوی، که  بصیرت وای، او موږ توانايي درلودلای دا کار به نه کیدی.

زهر سړی وژنې او د مرګ په موخه جوړيږي، خو د ضرورت له امله يې موږ په درملو کې خورو، وسله بده ده، وژنه کوي، مګر د اړتیا په صورت کې د خپل ځان او هیواد نه د دفاع له امله ورته اړتیا لرم.

که بیا هم مدنی فعالان او ځوانان يې نفي کوي او په ټولیز ډول يې ځای قلم ته ورکوي، نو بیا په کار ده چې له ډیورنډ نه تیرشو، کنړ او کامه هم پاکستان ته پريږدو، په کار ده چې نیمروز، فراه او هرات ایران ته پریږدو، هسي يې  هم تجاوز په تیرو ۱۳ کلونو کې کړی دی، هم دعوه لري، مزار او شمالي ولایتونه به تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته پریږدو، درې واړو اوس زموږ سرحدونه لاندي کړي دي. اصلاً دلته خبره تر ډېره سیاسي او امنیتي ده، دا مسئله په شاعرانه عواطفو او مینهناکو څرګندونو نه شي حلېدای.

او په اخر کې ځینې هغه پوښتنې چې د ځينې دوستانو په ذهن کې به ګرځيدلي وي، پټکی او څادر زما کلتور دی، داچې هرڅوک يې سپکاوی کوي زه يې غندم، او ما په خپلو لیکنو کې دا لیکلي چې په پټکي کې د بم کارول زموږ د کلتور خلاف کار دی.

چادري د پښتنو اصلي کلتوري جامه نه ده، ولي د حجاب له پاره ښه ده، څوک چې له همدې جامې نه په ګټې اخستلو يې سپکاوی کوی، د غندنې ترڅنګ یو ناسم کار هم دی.

ولي پر دي هم فکر کول په کار دی، چې د چا له خوا؟ ولي او د کوم هدف له پاره دغه خلک همدې ته مجبور کړل شوې چې له کلتوري او دودیزو جامو څخه په استفادې ددوی په اصطلاح خپل دښمن هدف وګرځوي، کوم لامل دی چې همدا افغان يې دومره مجبوره او سرګردانه کړی؟ عوامل وپېژنو د عواملو له منځه وړلو له پاره لاس په کار شو.

داخو د وروستي وخت غوښتنه ده چې څوک ډیر غلام وي هغه به ډیر ځان ازاد ښيي او د پردیو د غلامۍ په کولو سره به په خپل قوم باداري کوي، مګر يوه هیله ده چې نور نو د آی ایس آې ټاپه دي لطفا وروڼه بدله کړي، دا ټاپه زړه شوې ده، نوې حربې ته اړتیا لري، غلامانو ځانونه وښودل.

د خوشاله او ارام افغانستان په هیله!

-
بېرته شاته