(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جرګې له لارې د شخړو حل

[03.Jun.2015 - 19:23]

بشیر ګواښ

مشال : د پښتنو په ټولو سيمو کې د جرګې شکل تقريبا يو رنګ وي. کله چې يوه شخړه راپيدا شي نو دواړه غاړې يا يوه خوا د کلي سپين ږيري راوغواړي او هغوی ته د کشالې د حل واک اختيار ورکړي. د افغانستان د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ چيرته چې مومند قوم اوسيږي، يو قومي مشر حاجي عبدالکريم خان مومند د سولې پر لور خپرونې ته د جرګې د کار په اړه وويل:

((که په يوه موضوه شخړه پيدا شي نو دواړه غاړې قومي سپين ږيرو ته واک ورکوي. دي ته مچلغه ويل کيږي. يعنې د موضوع اهميت ته په کتو سره دا مچلغه توپير کوي. دا وسله هم کيدای شي او پیسې هم کيدای شي. ملکان له دواړو غاړو پوښتنه کوي او مسلې په اړه ځان پوهوي واک ورکول هم فرق لري. عام و تام واک هم وي، په شريعت هم واک ورکول کيږي.))

سوره د جرګې تر ټولو بد نرخ

اکثره پښتانه غريب دي. دوی ته جرګه ارزانه او اسانه وي. ډير څيړونکي وايي چې د جرګې ملکان ځکه په اسانۍ سره په يوه مسله کې سمه فیصله کولی شي چې هغوی هم د همدغه سيمې اوسيدونکي وي. د پښتنو په ټولو سيمو کې د جرګې پريکړې يو قسم وي. مثلا که يو سړي قتل کړی وي نو مقابل لوری کولی شي، د نورې وينې توييدو مخنيوی له څو لارو وکړي.

  • په مقابل کې يې پيسې ورکول
  •  د کلي کور پرېښودل او چيرته ليري په بل وطن کې ژوند شروع کول
  •  د سورې ورکول

د سورې ورکول مسله ډېره جنجالي ده او نن سبا يې خلک نه خوښوي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي خلک پر سورې ځکه ډېر تنقيد کوي چې دي کې يوه جلۍ د خپل کور د نارينه غړي په لاس د کړې قتل په بدل کې د وژل شوي کس په کور کې وديږي.

اکثره جينکۍ نه غواړي چې په داسې طريقه يې واده وشي. دا هم د شريعت خلاف کار دی او هم د انساني حقونو. همداراز د خسر په کور کې د داسې اکثره جينکو ژوند ډېر خراب وي.

د مومندو قومي مشر حاجي عبدالکريم خان وايي د جرګو نرخ يا فيصلې معلومې وي،که يو څوک مړی وکړي نو هغه له کور کلي ويستل کيږي، قاتل دا هم کولی شي چې د پيسو په ورکولو سره مسله حل کړي، بله لار يې بخښنه ده چې تر ټولو غوره لار ده. يعني د مقتول کورنۍ چې قاتل وبخښي. يوه بله جنجالي طريق د سورې ورکول دي. په اوسنۍ عصري زمانه کې ډېر خلک دا کار نه خوښوي او بد ورته ګوري.

د نړۍ په نورو برخو کې هم د پښتنو د جرګې په شان د قومي مشرانو ناستې کيږي. مثلا په امريکا کې ځايي اصلي امريکايي قبېلې يا Native Americans هم په ورته شکل فیصلې کوي. که څه هم د دوی د دې جرګو شکل اوس ډېر پرمختللی شوی خو طريقې يې هم پخوانۍ دي.

د Just Peace International په نامه د شخړو د حل څيړنيزې ادارې مشر، علي ګوهر په دي اړه مشال ريډيو ته وايي:دغو امريکايانو جرګه په ۱۹۷۰ کلونو کې ډېره مشهوره شوه. دوی لکه زموږ د پښتنو د جرګې په شان په يوه دايره کې کښيني. په سر کې يې د خپلې مذهبې مرغۍ شاهين يوه بڼکه ايښي وي. له کينيډا يو قاضي يا جج د دوی يوې جرګې ته ورغی او حيران په دي شو چې دوی ډېر زر زر د خلکو مسلو ته له سوله ييزې لارې حل راويستلو. زموږ د عدالتي نظام يو مشکل دا دی چې فیصلې پکې ډېر زيات وخت اخلي.

شخصي دښمنۍ کمې شوي

سره له دي چې دي وروستيوو کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو کې سياسي وسله والې نښتې او ترهګري ډېره شوې ده او ډېر خلک يې وژلي دي، دلته شخصي دښمنۍ يو څه کمې شوي دي. که څه هم په دي لړ کې رسمي شمېرې نشته خو قومي مشران وايي چې د قتلونو کيسونه کم او د زمکو پر سر شخړې ډېرې کيږي

د افريدو قومي مشر ملک اسرارالله په خپله سيمه کې د جرګې د واک اخيستو په اړه وائې :نن سبا چې موږ ته کومې مسلې راځي، هغه تر ډېره د زمکو پر سر له شخړو راولاړې شوي وي. زموږ په سيمه کې چې څوک مړی وکړي نو د هغې په منځ کې مچلګه نه ايښودل کيږي. په ځينو نورو مسايلو کې منځ کې پيسې يا ټوپکونه ايښودل کيږي. که کومې خوا د جرګې پريکړه ونه منله نو هغه بخپله مچلغه يا مچلګه له لاسه ورکوي.

د مومندو قومي مشر حاجي عبدالکريم خان وايي د دوی جرګو ته وروړل کېدونکي موضوعات مختلف وي خو کوشش دا کيږي چې مسله زر تر زره په خبرو حل کړي. د هغه په خبره که يوه جرګه ونه منل شي نو نور ملکان د تېرې جرګې له مخې خپله فیصله کوي. دا کار د قومي مشرانو پريکړو ته احترام ښئ.

که جګړو او روانې ترهګرې له يوې خوا پښتانه خپلو کورونو پريښودو ته مجبوره کړي دي نو له بلې خوا يې دا موقعې هم ورته برابرې کړي چې دوی پر مختللو ځايونو ته لاړ شي، هلته پر بچو تعليم وکړي، اقتصاد ښه کړي او د نورو قومونو له خلکو زده کړه وکړي. دوی په کرار کرار هغه بد خويونه په ښو خويونو بدلوي چې پخوا به تري دښمنۍ جوړيدلي

د باجوړ يو قومي مشر، ملک عصمت الله وايي د پرمختګ په دي زمانه کې د پولې پټې پر سر قتل کول غيرت نه دی. د هغه په خبره غيرت دا دی چې د تعليم په کولو سره د خپل ځان او قام لپاره څه ګټور کار وکړي او شخړې د ټوپک پر ځای په خبرو حل کړي.

اوس خو خلک ډېر تعليم يافته شوي دي نو پکار ده چې په هره مسله يو بل تر ګريوان ونه نيسي. وژنې خو هسې هم کمې شوي خو سوک څپېړه هم ښه کار نه دی. که داسې مسله وي نو پکار ده چې زر تر زره پکې جرګه وشي او خبره په سوله ييز ډول حل شي.

« سورس مشال راډیو»

-
بېرته شاته