(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا څومره بدله شوه؟

[08.Jun.2015 - 18:44]

لیک: شاهین بونیری

په خیبر پښتونخوا کې میشت پښتانه د تیرو لسو کالو راهیسې د یو لوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران نه تیریږي. که یو خوا په قبایلي سیمو اوسوات کې د وسله والو بریدونو او د پوځ عملیاتو په زرګونو پښتانه ووژل او په لکونو نور يي بېکوره کړل نو بل خوا د دوی ټولنیز او کلتوري ژوند هم د نوو ننګونو سره مخ شوی دی.

په دې صوبه کې بیلا بیلې سیاسي تجربې وشوې. په ۲۰۰۱ کې چې کله د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو حکومت رانسکور کړو نو ورپسې د سوبې واک اختیار د متحده مجلس عمل په شکل کې د ملانو لاس ته ورغلو. ډرامه دا وشوه چې د افغانستان نه په شا شوي وسله وال د کرښې دې اړخ ته راواوړیدل او هم د دغه مذهبي ډلو ځني مشرانو ورله پناه ورکړه. د کابل اور ــــــ له وزیرستانه او تر سواته ټوله سیمې ته وغزید.

په کال ۲۰۰۷ م کې چې کله پښتون ملتپاله عوامي نیشنل ګوند انتخابات وګټل او یو ایتلافي حکومت يي جوړ کړو نو په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د لګیدلي اور لمبې د پښتنو تر حجرو، جماتونو، ملي اتلانو د مزارونو او جرګو پورې راورسیدې. پوځ او استخباراتي ادارو چې هر څه لوبه کوله خو وسله والو ډلو ته يي عوامي نیشنل ګوند وروړاندې کړو. د هغه وخت د طالبانو مشر بیت الله محسود حکومت له دړکه ورکړه چې واک پریږدي خو د عوامي نیشنل ګوند مشرانو دغه خبره رد کړه او زیاته يي کړه چې مونږ ولس غوره کړي یو او د ولس په خوښه به حکومت کوو هم او پریږدو هم. په دغه پینځه کاله کې که یو خوا په زرګونو تعلیمي ادارې له مینځه لاړې نو بل خوا د عوامي نیشنل ګوند د ۸۰۰ نه ډیر سیمه ییز مشران او کارکوونکي هم ووژل شو. بیا هم حکومت ډیر بنیادي کار دا وکړه چې د ترهه ګرۍ پر ضد يي یو ښکاره او په ډانګ پیلې دریځ خپل کړو او بل خوا يي په صوبه کې یو شمیر تعلیمي ادارې او پوهنتونونه هم جوړ کړل.

عجیبه خبره داده چې د مذهبي ګوندونو لکه جمیعت علماء اسلام او جمات اسلامي مشرانو په دغه وخت کې هم د طالبانو د سخت دریزۍ د مفکورې دفاع اوکړه او د قاضي حسین احمد غوندې سیاسي مشر هم په ملاله یوسفزۍ د برید نه وروستو د طالبانو په مرسته کې یو کالم اولیکلو. د پاکستان په میډیا د طالبانو د کماندانانو مرکې نشر شوې، او د پنجاب ځني پخواني پوځی مشرانو او کالم لیکونکو طالبان داسې وړاندې کړل چې ګني دوي خو د اسلام لپاره جنګ کوي او ازادي غوښتونکي دي.

زه په دې خبره نه پوهیږم چې مذهبي ډلې ووټونه د پښتنو نه اخلي او دفاع د هغوي د قاتلانو کوي ، دویمه دا چې دوي وخت په وخت د کشمیر، فلسطین او افغانستان په نومونو د اولس جذبې راپارولي دي او احتجاجي جلوسونه يي ویستلي دي خو د وسله طالبانو په بریدونو کې د بیګناه پښتنو په وژنه تل چوپه خله پاتې دي.

په کال ۲۰۱۳ م کې خیبر پښتونخوا د کرکټ د پخواني لوبغاړي عمران خان د سیاسي ګوند تحریک انصاف لاسو ته اولویده. د انتخاباتو لپاره د کمپآین په موده کې که یو خوا عمران خان لویې لویې سیاسي غونډې کولې او په قامي میډیا د مسیحا په شکل کې وړاندې کیده نو بل خوا د عوامي نیشنل ګوند مشران د طالبانو د بریدونو له کبله مجبوره وو چې د خپلو کورونو او حجرو پورې محدود پاتې شي.

د خوند خبره دا هم وه چې عمران خان لویې جلسې په پنجاب کې اوکړې خو حکومت يي په خیبر پښتونخوا کې اوګټلو. عمران خان چې په جلسو کې يي د بدلون خبره کوله پخپل حکومت کې جمات اسلامي له هم لویه برخه ورکړه او ورپسې يي دا هم اومنله چې دواړه سیاسي ګوندونه یو فکر لري.

د بدلون په نوم جوړ شوي ددغه ؛انقلابي حکومت؛ مشرانو که یو خوا د نصاب نه د پښتنو ملي اتلان وویستل، نو بل خوا يي په پیښور پوهنتون کې د ملاله یوسفزۍ د کتاب د مخ کتنې په دستوره بندیز اولږولو. عمران خان د ډرون بریدونو پر ضد احتجاجي لاریون خو اوکړو خو ولې چې کله له وزیرستانه په لکهونو خلک خیبر پښتونخوا ته بیکوره شول نو نوموړي اوویل ـــ چې بیکوره شوي خلکو ته اسانتیاوي ورکول د هغه د حکومت ذمه واري نه ده.

سوبايي (ولایتي) حکومت د سوبې (ولایت) د پرمختیا پر ځاي ډیر زور د نوازشریف د حکومت پر ضد په احتجاجي غونډو ورکړو او نتیجه يي داشوه چې د سوبې د پرمختیا بودیجه خرڅ نه شوه. د بدلون حکومت دا بدلون راوسته چې په سیاست کې د تشدد عنصر لا قوي شو او خاصکر د پښتنو د نوي کهول ځوانانو صلاحیتونه د خپلې خاورې او خپل ولس د ستونزو هوارولو په ځاي د بې مطلبه احتجاجونو نه زار شو! په دې کې زه په ذاتي توګه ملت پاله ګوندونه هم ذمه وار ګڼم چې د ځوان کول سیاسي تربیت ته يي هغه پام نه دې کړې کوم چې پکار دی او د خپل مینځي اختلاف له کبله يي مذهبي ډلو او جعلي انقلابیانو ته دا خبره نوره هم اسانه کړیده چې پښتانه ځوانان کله د اسلام په نوم او کله د بدلون په نوم د خپلو مفاداتو له پاره په کار راولي.

د سوبې حکومت اوس اوس په صوبه کې بلدیاتي انتخابات اوکړل. د سیاسي مشرانو په وینا د سوبې په تاریخ د ټولو نه زیاته درغلي هم په دې انتخاباتو کې شوې ده. عن تر دې چې د تحریک انصاف اتحادي ګوند جمات اسلامي هم په انتخاباتو کې د بدانتظامۍ او درغلۍ پر ضد احتجاج کړیدې. د خالي په ورځ د دریو سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل ګوند، جمیعت علماء اسلام او پیپلزګوند مشرانو په پیښور کې د یوې غونډې نه وروستو پریکړه وکړه چې چونکه تحریک انصاف د حکومت اخلاقی جواز بایللې دی نو د روانې میاشتې ترلسمې نیټې دې واک پریږدي ـــ ګني د حکومت پر ضد به په ټوله سوبه  (ولایت) کې په احتجاجي تحریک لاس پورې کړي.

دا به اوس کتلې شي چې دغه احتجاجي تحریک تر کومه حده بریالې کیږي خو یوه خبره ښکاره ده او هغه دا چې

رښتیا رارسي نو دروغو به کلي وران کړي وي!

-
بېرته شاته