(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عجب خان اپریدي او دمیس ایلیس تښتونه

[17.Jun.2015 - 16:07]

 دعجب خان اپریدي له خوا دکوهاټ پرانګریزي پوځي  چاوڼۍ برید او دمیس مولی ایلیس تښتونه :

( مخه دې ښه میلمنې خورې - ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه )

لیک:  ډاکټر لطیف یاد 

دنولسمې پیړۍ په پیل کې کله چې پیرنګیانو دهند پر نیمې وچې ولکه درلودله نو د ډیورنډ دتورې کرښې دلاسلیک نه(۱۸۹۳ زیږدیز) چې دافغانستان دخاورې ډیره برخه یې جلا کړه ۳۰ دیرش کلونه تیر شوي وو ،خو پیرنګیانو پرټولو پښتنو اوپه تیره بیا د قبایلي سیموپر خلکو سخت ظلمونه پیل کړي وو. له نیکه مرغه پښتنو هم په ډیرې میړانې سره خپله ملي ویاړلې مبارزه جاري ساتلې وه .
دپیرنګیانو پر خلاف په دغو ملي مبارزینو کې یو هم عجب خان اپریدی و چې دانګریزانو پر خلاف یې پښتنه وینه په جوش راغله او د۱۹۲۳ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په څوارلسمه نیټه اپریدي ځوانا ن دعجب خان اپریدي تر مشرۍ لاندې چې دده ورور شهزاده خان هم ورسره ملګری و دکوهاټ د انګر یزي پوځي چا وڼۍ ته څیرمه یې ددغې چاونۍ دپوځي افسر میجر ایلیس پر کور برید وکړ ، ددغه افسر میرمن ټپي او دده اووه لس کلنه لور میس مولي ایلیس یې دتیراه سیمې ته وتښتوله.
دغه خبر ډیر ژرخپور او دبرتانوي هند وایسراته په ډیلي کې ورسید او وایسرا سمدلاسه دهغه وخت دصوبه سرحد ( اوسني پښتونخوا) انګریزي چیف کمیشنر سرجان مافي ته ولیکل چې ددغې پيښې په اړوند سمدلاسه عملي ګا مونه پورته کړي او میس مولی ایلیس دعجب خان اپریدي دمنګولو نه وژغوري .
دپښتونخوا انګریزي چیف کمیشنر ددغه کار لپاره لاندیني درې ګسان وړ او مناسب وګڼل :
۱- زمان خان دخیبر دسیمې قومي مشر.
۲- خان بهادرقلي خان د کورمې ددرې انګریزي اسیسټینټ پولیتیکل اجینټ.
۳-لیلین سټار دپیښور دمیشن هسپټال ( روغتون) دنرسانو مشره .
لیلین سټار د۱۹۲۳ زیږدیز کال دابریل دمیاشتې په نولسمه نیټه دصوبه سرحد دانګریزي چیف کمیشنر سرجان مافي سره تر سلا او مشورو وروسته له پیښوره خيل ماموریت ( میشن) پیل کړچې دمیس مولي ایلیس پته ولګوي . دامیشن په خپل ذات کې یو سخت او ګران کار و ،ځکه پښتنو دپیرنګیانو نه ژوره کرکه درلودله او دپښتنو قبایلي سیمې ته دهغوی تګ او هغه هم دیوې انګریزې میرمنې تګ ګران کار و. لیلین سټار لومړی دنیرانزې درې ته او بیا له هغه ځایه هنګو ته لاړه او تر ۹۰ میلو واټن وروسته یې ځان دشینوارو په نامه کلاته ورساوه. تردې سفر وروسته لیلین سټار بایددخپل میشن دتر سره کولو لپاره دپښتنو دنورو پنځو قبایلي سیمو نه تیره شوي وای چې په هغو کې دآخیلو ، علي خیلو ، علیشیرزیو . خدوزیو او منوزیو سیمې هم شاملې وي .
دلیلین سټار سره په دغه میشن کې مغول بازخان چې دخان بهادر رساله دار لقب یې درلود او اپریدی و ، همداراز دکربوغې دملا زوی ملا عبدالحق هم ورسره مرسته کوله .دوی د۱۹۲۳ کال داپریل دمیاشتې په ۲۱ نیټه دخانکي درې ته لاړل او دملا محمد اخونزاده کورته یې ځانونه ورسول ، خو ملا محمد اخونزاده چې یو روحاني و او خلکو ورته په درنه سترګه کتل په دې خبره سخت خواشینی شو ،خو لیلین سټار ورته پیغام ولیږه چې خیردی زه به دعظیم الله کره واوسم .ویل کیږي چې دکورمې درې پو لیټیکل اجینټ قلي خان دملا محمد اخونزاده نه دمیس مولي ایلیس دپتې په اړوند وپو ښتل خو ملا اخونزاده ترې انکار وکړ.قلي خان ته وروسته داپته ولګیدله چې عجب خان اپریدي او اووروریې شاهزادخاند خانکي درې په کومه برخه کې اوسیږي او تر ډیر تلاشونو او هڅو وروسته ورته داپته وشوه چې میس الیس او عجب خان اپریدی په جاوه کۍ نومې ځای کې دي . وروسته قلي خان داپریل په ۲۰ نیټه دعجب خان اپریدي سره ولیدل او عجب خان هم خپل درې شرطونه انګریزي سرکارته وړاندې کړل او ورته یې وویل چې مس ایلیس به ددې شرطونو په بدل کې درخوشی کوم.قلي خان انګریزي سرکار ته یو لیک واستاوه او په هغو کې یې انګریزانو ته دعجب خان اپریدي شرطونه ولیکل .
د ۱۹۲۳ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۲۱ نیټه لیلین سټار هم دخانکي بازار ته ورسیدله او قلي خان ورته وویل چې میس ایلیس په جاوکۍ کې اوسیږي .
دقید په دوران کې دمیس ا یلیس سره دعجب خان اپریدي پښتني چلند:
---------------------------------------------------------------------
میس مولي ایلیس داپریل دمیاشتې د ۱۴ نیتې نه د اپریل تر ۲۳ نیټې پورې یعنې پوره یوولس ورځې دعجب خان اپریدي سره وه. په دغو یوولس ورځو کې عجب خان اپریدي دپښتونول په حساب هغې ته دخور په سترګه کتل . دا په داسې حال کې وتښتوله شوه چې دخوب جامې یې په تن کې وي .عجب خان اپریدي ورته په لاره کې دنارینه وو کالی او څپلۍ ورکړې .په هغه ځای کې چې دا اوسیدله نو دد ه دکورنۍ میرمنې ورسره وي او دهغې خدمت به یې کاوه .دبیرته تګ په وخت کې پښتني جامې ورته دسوغات په توګه ورکړل شوې .هیچا هم ددې حیا ت په بده او ناوړه سترګه ونه کتل،بلکې ددې ډیر عزت او درناوی وشو.
دشرایطو دپوره کولوروسته عجب خان اپریدي په ډیر درنښت او عزت سره میس ایلیس پریښودله او د۱۹۲۳ زیږدیز کا ل داپریل دمیشتې په ۲۳ نیټه دخپل پلار او کورنۍ سره یوځای شوه .
میس ایلیس چې کله ۷۷ کلنه وه په ۱۹۸۳ کال کې دانګلستان ن کوهاټ ته راغله ،دکوهاټ خلکو یې ډیر درناوي وکړ.
تاسو په لاندنیو انځورونو کې دمیس ایلیس او همداراز دلیلین سټار انځورونه لیدلای شې . 
په پښتونخواکې د عجب خان اپریدی په نامه یو پښتو فلم هم جوړشوی دي چې دده دمیړانې او غیرت کارنامې پکې ښودل کیږي .

-
بېرته شاته