(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال بابا دډهلي دښار په مشهوره...

[24.Jun.2015 - 06:18]

دخوشال بابا دډهلي دښار په مشهوره قصيده کې د واکمنانو پر نومو نو زما شرحه ،حواشي او تعليقات
لیک: ډاکټر لطيف ياد

څه موده دمخه مې په وريت پښتون کې دسترخوشال بابا پر هغې قصيدې ستر ګې ولګيدلې چې دډهلي دښار په وصف او ستاينه کې يې ويلې وه او دډهلي د ځينو هغو واکمنانو نومونه يې اخيستلي وو چې پر ډهلي يې واکمني او راج چلولى و. داقصيده ما ډير کلونه وړاندې په کابل کې دهند په مجله کې چې زه يې دپښتو دمضامينو او چاپ دبرخې مسئول وم خپره کړې وه ،خو اوس دغه قصيده راسره نه وه.ماد پښتونخوا دشاعر او ليکوال ښاغلي ميا وکيل شاه فقيرخيل صاحب ته بريښناليک (ايميل ) او پيغام واستاوه او ورنه مې وغو ښتل چې دخوشال بابا دغه قصيده که امکان ولري ماته راوليږي چې زه به ددغې قصيدې پر واکمنانو شرحه وليکم .له نيکه مرغه ميا صيب ماته په پوره اخلاص او مينې سره دغه قصيده راوليږله او هم يې ددغې قصيدې په پاى کې دهغې مادې په اړوند زما سره مرسته وکړه چې دقصيدې دليکلو کال تري څرګنديږي.په دې تو گه زه دښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل صيب نه خپله دزړه دکومې مننه کوم.خو بايد ګرانو لو ستو نکو ته عرض وکړم چې په دغې قصيدې کې ځينې املايې تيروتنې مو جودې وي چې ما تر وسه وسه کوښښ وکړچې هغه اصلاح کړم او بله داچې لکه دمخه مې هم چې وويل زه به په دغه قصيده کې دهغوواکمنانو نو مونه شرحه کړم چې ستر خوشال بابا په خپلې دې قصيدې کې يې دنو مونو يادونه کړې ده او هم دقصيدې په پاى بيت کې دقصيدې دليکلو کال هم ترلاسه کيدلاى شي ځکه پخپله خوشال بابادقصيدې په پاى کې ترې داسې يادونه کړې ده :
که ددې ويلو کال غواړې زما نه
په حساب کښي واوره کال د قرشت و
دا قصيده په١٠٥٥ليږديز(هجري)کال کې په ډهلي کې ليکل شوې ده ځکه دابجد په حساب ( کال دقرشت)=١٠٥٥ کيږي.په دې ډول:
ک=٢٠
ا=١
ل=٣٠
د= ٤
ق=١٠٠
ر=٢٠٠
ش=٣٠٠
ت=٤٠٠
ټول چې جمع شي =١٠٥٥ترې جوړيږي.همدارازما دهر واکمن نوم دعدد په حساب شرحه کړى دى.
دخوشال بابا دډهلي دښار قصيده
د ډهلي د ښار ښه شان و شوکت و
لور په لور يې ښکلې ښکلې عما رت و و
ښايسته يې بازارونه وو د ښار
مهيا يې په بازار کې هر نعمت و
د شا نهر فوارې دي په هر کور کې
د بازار به يې څه کم بيګه وسعت و
په ډهلي باندې ګوا هي د جنت وله
که راغلي په دنيا چيرې جنت و
د بادشاه د خاص و عام به څه تعريف کړم
و خوابګاه وته يې عقل په حيرت و
چې به جوړ د شاه جهان بادشاه دربار شو
په دربار کې به يې دوه اويا ملت و
که هوايې د عراق د خراسان وے
د جنت به د ډهلي سره غيرت و
دا زينت چې شاه جهان ډهلي ته ورکړو
بل بادشاه کله ورکړے دا زينت و
دډهلي بنا د چا په لاس د ه شوے
په نوبت نوبت د چا پرې سلطنت و
همګي به نوم په نوم درته بيان کړم
چې د هر يو څه خوي څه خاصيت و
دډهلي بنا اول وکړه څوهانو(١)
پري ددوى تير څو کا له سلطنت و
د اسلام بادشاه اول معزالدين(٢) و
چې يو کال يې په ډهلي کې اقا مت و
چې ډهلي يې رانيوه د پټو رايه
په دا کار کې يې ډير کړے مشقت و
چي يې سر د پټوراى پري کړ له تنه
شپږ سو دولس کاله کم سن د هجرت و
بيا له پسه قطب الدين(٣) دده مريى و
چې پري ايښى يې په هند په نيا بت و
بيا له پسه شمس الدين(٤) دده پا لک و
چې په خلکو کې آواز د عدالت و
بيا له پسه فيروز شاه(٥) د شمس الدين
بيا له پسه رضي(٦) لور د شمس الدين وه
چې راضي ځينې سپاه او رعيت و
بيا له پسه معز الدين(٧) د شمس الدين و
چې هر ګوره د غليم ځينې هيبت و
بيا له پسه ناصرالد ين(٨) د شمس الدين و
چې مشهور په عدالت په عبادت و
بيا سلطان معز الدين کيقباد(٩) و
چې ور څخه هم صورت او هم سيرت و
بيا سلطان جلال الدين(١٠) په سرير کښنا ست
چي په اصل کې غلجې د ولايت و
بيا نمسي د فيرو ز شاه علاو الدين(١١) و
چي په خلق او کرم دده شهرت و
بيا له پسه قطب الدين(١٢) د علايې و
چي هميش يې مخ په عيش او په عشرت و
بيا له پسه تغلق شاه(١٣) چي امرا و
پرورش يې د غلجيو په دولت و
بيا له پسه فيروز شاه(١٤) چې دده تره و
چي په هند دده د چارې خاتمت و
بيا سلطان محمد شاه(١٥) د فيروزشاه و
چې د پلار په زندگۍ کې سلطنت و
بيا سلطان غيا ث الدين(١٦) د فيروز شاه و
چې نيولي يې په زوره مملکت و
بيا له پسه ابا بکر(١٧) په تخت کښيناست
چې دې هم له فيروز شاه له ذ ريت و
بيا له پسه سکندر شاه(١٨) د محمد شاه و
چې په تخت يې يوه نيمه مياشت مهلت و
بيا يې ورور ناصرالد ين(١٩) پر سرير کښيناست
چې په ده د خو ځوانانو ډير قيمت و
بيا له پسه چې تيمور(٢٠) په هند راکيوت
خضر خان(٢١) ته يې ور کړے حکومت و
بيا سلطان مبارک(٢٢) د خضر خان و
چي ښکاره يې د جبينه سيا دت و
بيا سلطان محمد شاه (٢٣)دده وراره و
چې پښتون دده په عهد په عزت و
بيا سلطان علاو الدين(٢٤) و دده زويه
چې اکثر يې د نساء سره صحبت و
بيا بهلول لودي(٢٥) بادشاه شو د ډهلي
چي په تخت يې نه ويشت کاله سکونت و
بيا له پسه د بهلول زوې سکندر(٢٦) و
چي عمل يې موافق په شريعت و
بيا له پسه ابرهيم(٢٧) و د ده زويه
چې با بر سره يې جنګ په پاني پت و
بيا له پسه د ډهلي بادشاه با بر(٢٨) شو
چي يې کار د پښتانه په برکت و
بيا له پسه د با بر زوي همايون(٢٩) و
چې بيحده يې لښکر ډير يې دولت و
بيا له پسه شا عالم(٣٠) د حسن سور و
چې همايون دده د لاسه هزيمت و
بيا له پسه اسلام شاه(٣١) د شاه عالم و
چې له پلاره هم زيات دده جرات و
بيا له پسه عادل شاه(٣٢) دده تربور وو
چې پښتون دده په دور فضيحت و
بيا له پسه د همايون ځوي اکبر(٣٣) شو
چې وهر لوري ته مل دده نصرت و
بيا له پسه جها نګير(٣٤) د اکبر زوي و
چې دده په دور هند لکه جنت وو
اوس بادشاه شاهجهان(٣٥) د جهانګير دے
چي په بلخ په بدخشان دده نوبت وو
زه خوشال چې دا شمار کړم شاعر نه يم
په دا کار مې آزميلې طبيعت و
که مې شعر شاعري څرګندولے
ما ډير کړے ددې خپل بادشاه صفت و
چي د هند سير مې وکړ اوس مې ووې
ګنه د ا تاريخ لا رغه زما نيت وو
که ددې ويلو کال غواړې زما نه
په حساب کښي واوره کال د قرشت و
١٠٥٥  ليږديز
ابتدا ددے بيان په نماز پښيين و
د ماښام په وخت يې شوے نها يت و
-----------------------------------------------------------
(شرحې ،حواشي او تعليقات)
١-څوهان : چې دهند نيمې وچې په تاريخ کې چوهان هم ورته وايې .دايوه هندو راجپوته کورنۍ وه چۍ په ډهلي ودراجستهان په اجمير او شمالي هندوستان يې کې ددولسمې زيږديزې پيړۍ په وروستيوکې واکمني کړې ده او مشهور واکمنان يې مانيک راى چوهان،پرتهوي راج چوهان،هنس راج چوهان،اجى راج چوهان،اجى راج چوهان او سلديو چوهان دي.
٢-معزالدين محمد بن سام ( سلطان شهاب الدين غوري دى ) چې دهند په تاريخونو کې ورته محمد غوري هم وايې. ده پرتهوي راج چوهان ته ماتې ورکړهزنوموړي د١٢٠٢ نه تر ١٢٠٦ ليږديزه کاله پورې واکمن و.
٣- قطب الدين ايبک :د مريانو دکورنۍ واکمن و.ده په ډهلي کې د ١٢٠٦ زيږديز نه تر ١٢١٠ زيږديزه پورې واکمني کړې ده.هغه په ډهلي کې قطب مينار او دقوت الا سلام جومات ودان کړى و.
٤- شمس الدين:سلطان شمس الدين التمش ( التتمش)١٢١١-١٢٣٦ زيږديز په ډهلي کې د غلا مانو ( مريانو) دکورنۍ دريم واکمن تير شوى دى.نو موړى دقطب الدين ايبک مريي او وروسته يې بيا زوم شو.هغه د لاهور نه پلاز ميينه( پايتخت) ډهلي ته وليږدوله.دده په وخت کې په ډهلي کې ډير کارونه وشول او ډهلي ښه رونق وموند.هغه په ډهلي کې حوض شمسي،جهازمحل او سلطان ګهړي هم ودان کړل.نو موړى په ١٢٣٦ زيږديز کال کې وفات شو.
٥-فيروزشاه: رکن الدين فيروزشاه په هند کې دغلامانو ( مريانو) دکورنۍ څلورم واکمن و.نوموړى دسطان شمس الدين التتمش زوى وزهغه دخپل پلار تر مړينې وروسته واکمن شو ،خو يوازې اووه مياشتې واکمني يې وکړه او بياپه کال١٢٣٦ زيږديز کې ووژل شو.تر هغه وروسته يې خور رضيه سلطان د هند دواکمنۍ پر گدۍ کښيناسته.
٦- رضيه سلطانه:رضيه سلطانه دشمس الدين التتمش لوروه چې دخپلې مور خاتون ترکان اودخپل ورور رکن الدين فيروزشاه تر مړينې وروسته په١٢٣٦ زيږديز کال کې دامراوو په خوښه دډهلي سلطنت پر گدۍ کښيناسته او دا لو مړنى مسلمانه ميرمن وه چې دډهلي واکمنۍ ته ورسيدله. دا ډيره زړوره،ښايسته او لايقه مير من وه .درباريانو او امراوو له دې کبله ور نه کرکه کوله چې دخپل مريې ( غلام)ياقوت سره يې مينه درلودله.وروسته د ملک انتونيه سره يې واده وکړ.تردې وروسته يې ورور معزالدين بهرامشاه دتخت دنيولو پر سر له د جګړه وکړه او په داسې حال کې چې رضيه او خاوند يې ملک انتونيه دهند دهاريانا نه ډهلي ته راروان ول دجاټانو له خوا په ١٢٤٠زيږديزکال کې ووژل شول.و وروسته ددې مړى دډهلي په بلبلي خان کې چې ترکمان گيټ ته نږدې دى خاوروته وسپا رل شو.
٧-معزالدين بهرامشاه: د مريانو (غلامانو ) د کورنۍ شپږم واکمن تير شوى دى.نوموړى دشمس الدين التتمش زوى او درضيه سلطان ورورو.دى دخپلې خور سلطان رضيې او دخپلې خور دخاوند ملک انتونيه تر وژلو وروسته په ١٢٤٠ ليږديز کال کې دډهلي سلطان شو . وروسته درباريانو ورسره په مخالف لاس پورې کړاو په ١٢٤٢ زيمديزکال دخپلو پوځيانو له لاسه ووژل شو.
٨-ناصرالدين ابوالمظفر محمد فيروزشاه: نو موړى دمريانو ( غلا مانو) دکورنۍ اتم واکمن و چې پر هندوستان کې يې واکمني کړې ده.دى يو درويش صفته انسان و . په خپل ټول عمر کې يې دبيت المال نه يوه پيسه هم وانه خيستله او دقرآن کريم دکتابت او خطاطۍ په پيسو به يې خپله گوزاره کوله.دى يو عادل انسان او په غريبانو او بيوزلانو يې زړه سوى درلود.ده د سلطنت رسمي چارې خپل مرستيال نائب غياث الدين بلبن ته سپارلې وې.نو موړى په ١٢٦٦ زيږديز کې له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې.
٩- سلطان معزالدين کيقباد: نو موړي په ډهلي کې د مريانو (غلامانو) دکورنۍ لسم او وروستى سلطان ( واکمن) و. نو موړى دبغراخان زوى او دسلطان غياث الدين بلبن لمسى و.نو موړى په ١٢٩٧ زيږديز کال کې د دهلي دسلطنت پر گدۍ کښيناستوخودى لا ځوان واو ډيره تجربه يې نه درلودله چې دواکمنۍ چارې په سمه تو گه رهبري کړيزدى وروستهفلجشو او په ١٢٩٠ زيږديز کال کې ووژل شو او په دې توگه دمريانو (غلامانو) دکورنې د سلطنت لمنه د هندوستان نه دتل لپاره ټوله شوه.
١٠- سلطان جلال الدين غلجى( خلجى) :دا له آره غلجى پښتون و چې خپله خوشال بابا هم په دې بيت کې ورته اشاره کړې ده:
بيا سلطان جلا ل الدين پر سرير کښيناست
چې په اصل کې غلجى دولايت و
سلطان جلال الدي فيروزغلجى په خټه پښتون غلجى و چې په ١٢٩٠ زيږديز کال دډهلي په کيلو گړهۍ کې پر تخت کښيناست. داهغه ځاى و چې د مريانو دکورنۍ وروستي واکمن سلطان معزالدين کيقباد دخپل عيش او عشرت لپاره ټاکلى و. سلطان جلا ل الدين يو زړه ور او زړه سواندى واکمن و، ده دخپلو دښمنانو سره هم ښه چلند او سلوک کاوه.سلطان جلا ل الدين غلجى په ١٢٩٦ زيږديز کال کې د خپل وراره علاو الدين غلجي له خوا ووژل شو.
١١-علاءالدين غلجى:دى دخپل تره سلطان جلا ل الدين غلجي تر وژلو وروسته په ١٢٩٦ زيږديز کال د ډهلي پر تخت کيناست.دى يو زړور پوځي کمانډر و.ده دخپل تره پر کورنۍ ډير ظلمونه وکړل او هغوى يې يو په بل پسې ووژل. دسلطان علاء الد ین دواکمنې په وخت کې دده دسوبو او فتو حاتو لمنه پراخه شوه.ده بر بهلسه ،چتورګړ او دکن کې ډیرې سوبې وکړېږنوموړی به ۱۳۱۶ زیږدیزکال له دې نړۍ نه سترګې پټې کړلې.
۱۲ –قطب الدین مبارکشاه غلجی:نو موړی دسلطان علاء الدین غلجی زوی او دهغه ځای نیوو نکی و .نوموړی په ۱۸ کلنۍ کې پاچا شو.هغه ټول قیدیان خوشی کړل او درعیت سره یې ښه سلوک کاوه او هم یې پر خلکو هغه ټکسونه ( مالیې ) له مینځ یووړلې چې پلار یې دخپلې واکمنۍ په وخت کې پر دوی لګیدلې وې .قطب الدین مبارکشاه دخپل یوه مریی خسروخان له خوا ووژل شو او په دې توګه په هند کې دغلجیانو ( خلجیانو ) حکومت دتل لپاره پا ی ته ورسید.
۱۳-سلطان غیاث الدین تغلق(۱۳۲۰ – ۱۳۲۵ زیږدیز ):
نوموړی چې په غازي ملک سره هم شهرت لري په هندوستان کې د تغلق شاهانو د په چا هي کورنۍ بنسټ ایښودونکی و. هغه دهند دغلجیانو دکورنۍ دهغو غړو ډیر درناوی وکړ چېخسروخان دغلجیانو دشاهي کورنۍ پر غړو یې ډیر ظلمونه کړي وو او هغوی ته یې په خپلې واکمنۍ کې لوړ لوړ منصبونه ورکړل. ده دخپلې واکمنۍ په وخت کې په هندوستان کې دورنګل ( تلنګانه ) او بنګال کې بغاوتونه وټکول. نوموړي په مرموزه توګه ووژل شو او مزاریې دډهلی په تغلق آباد کې دي.
۱۴- سلطان فیروزشاه تغلق (۱۳۵۱ - ۱۳۸۸ زیږدیز ) :
دی دخپل تره محمد تغلق تر مړینې وروسته واکمن شو او په حقیقت کېپه هند کې دتغلق شاهانو دکورنۍ دریم واکمن و . نوموړی یو ډیر ښه انسان و او دوینو تویولو نه یې کرکه درلودله. ده دعالمانو او فقیرانو او درویشانو قدر کاوه او په مذهبي چارو ټینګ و. دده پاچا اهۍ په وخت کې هم په بنګال اوګجرات او سند باندې هم بریدونه وشول او ځینې بغاوتونه وټکول شول .
۱۵- سلطان محمدشاه(۱۳۸۹-۱۳۸۸ زیږدیز ):
نوموړی دفیروزشاه زوی و. دی په عیشونو کې ډوب و، وروسته دی دفیروزشاه دغلامانوله خواووژل شو.
۱۶- سلطان غیا ث الدین (-۱۳۸۹-۱۳۹۰ زیږدیز ) :
دده نوم تغلق خان و. ده ددویم دسلطان غیاث الدین تغلق شاه لقب غوره کړ او تخت یې ونیوه ،خودظفرخان زوی او دسلطان فیروزشاه تغلق لمسی ابوبکر نوموړی او دهغه وزیر اعظم، خان جهان ووژل .
۱۷-ابابکر یا سلطان ابوبکر شاه( -۱۳۹۰-۱۳۹۰ زیږدیز):
نوموړی دظفرخان زوی او دسلطان فیروزشاه تغلق لمسی و.دی دسلطان غیاث الدین تغلق شاه نه وروسته دتغلق شاهانو دتخت پر ګدۍ کیناست، خو تره یې ناصرالدین محمدشاه ورسره مخالفت وکړ او په ۱۳۹۰ زیږدیز کال یې نوموړي ته ماته ورکړه او دمیرټ په کلا کې یې بندي کړ ، خو لږه موده وروسته هماغلته مړشو .
۱۸-سلطان علاء الدین سکندرشاه ( ۱۳۹۴ زیږدیز) :
نوموړي په ۱۳۹۴ زیږدیز کال کې واکمن شو، خو پر تختباندې تر کیناستلو وروسته ناروغه شو او تریوې میاشتې پاچاهي وروسته مړشواو دده مزارد ډهلی حوض خاص ته نږدې پروت دی .
۱۹- سلطان ناصرالدین محمودشاه (۱۳۹۸-۱۳۹۴ زیږدیز ):
دسکندرشاه تر مړینې وروسته هم داپته نه وه چې څوک به واکمن شی،خو تر پنځلسو ورځو وروسته په دې فیصله وشوه چې سلطان ناصرالدین محمودشاه به واکمن وی .ده خواجه جهان ته دملک الشرق خطاب ورکړ او دبغاوتونو دله مینځه وړلو لپاره يې نوموړی وټاکه او په پای کې دتغلق شاهانو حکومت پر هندوستان باندې دامیر تیمور دیرغل په وجه له مینځه لاړ او دسید کورنۍ پر هندوستان باندې واکمنه شوله .
۲۰- امیر تیمور(ګو ډتیمور )(۱۳۷۰-۱۴۰۵) :
امیر تیمور چې په ګوډتیمورسره هم شهرت لري د تیموریانو کورنۍ یو مشهور حکمران، فاتح او د تیموریانو د واکمنی بنسټ ایښودونکی و. تیمور لنګ په مرکزی آسیا کې لویه امپراتوري جوړ ه کړه.
ګوډ تېمور د منځنۍ آسیا دازبکستان د شهر سبز په ښار کې زیږیدلی دی. په هغه وخت کې ازبکستان د مغولي چغتایانو د خانانو په لاس کې و. په ۱۳۶۹ کال کې تیمور لنګ د چغتای خان ته ماته ورکړه او نوی دولت یی جوړ کړ. تیمور د سمرقند په ښار خپله پلازمیینه وټاکله . کله چې ګوډ تیمور پر شاهی تخت کښیناست نو دخپل دولت په پراخولو یی پیل وکړ. په دی وخت کې د تیمور پوځ ایران او عراق ونیو. په ۱۳۹۸ کال کې تیمور پر هندوستان برید وکړ. تیمور لنګ په ۱۴۰۵ کال کې مړشو.
۲۱- خضر خان (۱۴۲۱-۱۴۱۴ زیږدیز) :
خضرخان دتغلق شاهانو وروسته په هند کې دسیدانو دکورنۍبنسټ ایښودونکی و . نوموړی دملک سلیمان زوی و .کله چې دواکو چارې یې په لاس کې ونیولې نو دامیر تیمور له ډاره یې ځانته نه دپاچا کاوه او یوازې یې درعیت اعلی او مسند عالي په القابو بسنه وکړه .دسیدانو کورنۍ په ډهلی سلطنت کې څلورمه کورنۍ وه چې په هند کې یې دچارو واګې په لاس کې واخیستلې .دخضرخان ټوله دوره دهند په بیلا بیلو برخو کې دیاغیانو او بغاوتونو په ټکولو کې تیره شوه .نوموړی په ۱۴۲۱ زیږدیز کال کې مړشوی دی.
۲۲- سلطان مبارک شاه (۱۴۲۱- ۱۴۳۲ زیږدیز ) :
نو موړی دخضرخان زوی دی .نوموړی په ۱۴۲۱ زیږدیز کال کې دسلطنت دامراوو له خوا دهند دواکمن په توګه وټاکل شو او دمعزالدین ابو الفتح مبارکشاه لقب یې غوره کړ. دده دواکمنۍ په وخت کې هم ډیر بغاوتونه رامینځ ته شول .نوموړی په پای کې دخپل مشر وزیر (وزیر اعظم )سرورالملک په اشاره په داسې حال کې چې دجمعې لمونځ یې اداکاوه په ۱۴۳۲زیږدیز کال کې ووژل شو.
۲۳- سلطان محمدشاه (۱۴۳۳- ۱۴۴۵ زیږدیز ) :
نوموړی د سیدانو دکورنۍ دریم واکمن و . دده په وخت کې سرورالملک ونیول شو او ووژل شو. ده دواکمنۍ دچارواو درعیت سره کومه لیوالتیا نه درلودله او په غیش او عشرت اخته وو . په پاي ک کې ناروغه شو او مړشو .
۲۴-سلطان علاءالدین شاه ( ۱۴۴۵-۱۴۵۱زیږدیز ) :
دسلطان محمد شاه وروسته دهغه زوی علا، الدین شاه پاچا شو، خودوی یو ډیر ډارن او بې زړه واکمن و. دده دپاچاهۍ په وخت کې دده دواکمنۍ لمنه ورځ په ورځ راټولیدله او ان چې ډهلي ته نږدې ځینې سیمې یې هم له لاسه ووتلې .دی دسیدانو دکورنۍ وروستنی واکمن و چې ورپسې پشتون سلطان بهلول لودي په ۱۴۵۱ کال کې دهندوستان واکمن شو او واکمني دسیدانو دکورنۍ نه لودي پښتنو ته ولیږدیدله .
۲۵- سلطان بهلول لودي ( ۱۴۵۱-۱۴۸۹زیږدیز ) :
دي په اصل کې شاهو خیل لودي پښتون و .نوموړی دملک کالا زوی و . دی خورا عادل سلطان و . پر غریبانو او بیوزلانو یې ډیره لوریینه درلودله. دی په هند کې دلودي پښتنو دواکمنۍ بنسټ ایښودونکی دی . نوموړی په ۱۴۸۹ زیږدیزکال مړشو او مزاریې دهند دستر صوفی او ستانه شیخ نصیرالدین چراغ دهلي مقبرې ته نږدې موقعیت لري .
۲۶-سلطان سکندر لو دی (۱۴۸۹-۱۵۱۷زیږدیز ) :
دخپل پلار سلطان بهلول لودی تر مړیمنې وروسته پاچاشو . دی یو ډیر علم پالونکی واکمن و . درباریې دشاعرانو او لیکوالواو پوهانو ډک وو .دآګرې ښار هم دده په وخت کې ودان شوی دي .
۲۷- سلطان ابراهیم لودي (۱۵۱۷-۱۵۲۶زیږدیز ) :
نوموړی دلودي پښتنو دریم او وروستی سلطان و . نوموړي د مغولي بابرسره دپاني پت په مشهور ډګر کې وجنګید او شهید شو . دده مزار په پاني پت کې دی . د نوموړی په مړینې سره دهند سلطنت دپښتنو له لاسه ووت او مغولو ته په لاس ورغی .
۲۸- ظهیرالدین محمد بابر (۱۵۲۶-۱۵۳۰زیږدیز):
دي په هند کې دمغولی واکمنۍ بنسټ ایښودونکی دی .ده دلودي پښتنو وروستني واکمن سلطان ابراهیم لودي ته په پاني بټ کې ماتې ورکړه او دهند واکمن شو .ده په افغانستان او پښتونخوا کې د پښتنو دسرونو نه منارې او څلي جوړ کړي وو. ددده مزار دکابل په بابر بڼ کې دي.
۲۹-نصیرالدین محمد همایون (۱۵۴۰-۱۵۳۰زیږدیز: )
نوموړی دبابر زوی و . پښتون سوری شیرشاه دقنوج او چوسې په جګړو کې ده ته ماتې ورکړه او دهندوستان نه ایران ته وتښتید او دصفوی شاه طهماسب دربارته یې پناه یووړه ، خو دسوري پښتنو دواکمنۍ په پای کې له ایرانه راغي او په ۱۵۵۵زیږدیز کال ددویم ځل دهندوستان واکمن شو، خو تر یوه کال نه وروسته په ۱۵۵۶ زیږدیز کل کې مړشو .
۳۰- شاه عالم ( شیرشاه سوري۱۵۴۵-۱۵۴۰ زیږدیز) :
شیرشاه سوري چې اصلي نوم یې فریدخان دی دپښتنو دسوري قبیلې پورې اړه لري . نوموړی په هندوستان کې دسوري پښتنو دواکمنۍ بنسټ ایښودونکی دی . دی یوعادل واکمن و . دده په وخت کې داوسني بنګله دیش دچیټا ګونګ نه دافغانستان دپلازمیینې کابل پورې شاهی لاره چې (ګرینډ ټرینک روډ ) یې بولی جوړه شوه. ده مغولي واکمن همایون ته ماتې ورکړه او هغه یې دهندوستانه ایران ته وشاړه . نوموړی دپوسټ سیستم منظم کړ او په هندوستان کې یې دځمکو ریفورم اوویش ترسره کړ . نوموړی دکالنجر دکلا دسوبې (فتحې ) په وخت کې دباروتو په اور وسو او وفات شو .دده مزار دهند دبیهار ایا لت په سهسرام کې دی.
۳۱- اسلام شاه سوري (۱۵۵۴-۱۵۴۵ زیږدیز) :
دی دسوري واکمنۍ دویم سلطان و.دده اصلي نوم جلال خان و او دا دسوري شیرشاه دویم زوی و.دده ورور عادل خان دپاچاهي دعوه کوله ، خو ده ورته ماتې ورکړه . دده تر مړینې وروسته دده زوی فیروزشاه واکمن شو وخو هغه دخپل ماما مبارزخان چې په محمد عادلشاه سره یې شهرت درلود ووژل شو .
۳۲-محمد عادلشاه (۱۵۵۵-۱۵۵۴زیږدیز:
نوموړی په هند کې دسوري واکمنۍ څلورم واکمن تیر شوی دی .نوموړی دشیرشاه سوري دکشر ورور نظام خان زوی و. دی یو عیاش سړی و . هغه خپل خوریی دولس کلن فیروزشاه سوري چې داسلام شاه سوري زوی و وواژه.
۳۳-جلال الدین محمد اکبر (۱۵۵۶-۱۶۰۵ زیږدیز):
دی دهمایون زوی و.اکبرپاچا دهندوستان دمغولي کورنۍ یو مشهور واکمن تیر شوی دی .که څه هم دی انپبړ و او لیک اولوست یې نه و زده، خو دحکومت کولو او دواکمنۍ په چاروکې پوه و . د ده دربار دعالمانو او شاعرانو نه ډک و. داکبر پاچا مزار په آګره کې دی.
۳۴-نورالدین محمد سلیم (۱۶۰۵-۱۶۲۷ زیږدیز):
دی په جهانګیر سره هم شهرت لری .دده میرمن نور جهان نومیدله چې دده دحکومت زیاتره واګې او دهغې په لاس کې وې . نوموړي په لاهور کې ښخ دی .
۳۵- شهاب الدین شاهجهان (۱۶۲۷-۱۶۶۶ زیږدیز) :
نوموړی ددې قصیدې دویونکي خوشال بابا معاصر و او دهغه سره یې ښې اړیکې درلودل لکه چې خوشال بابا وایې :
نه به بیا هغه ځواني راشي – نه به دور شاهجهاني راشي
نوموړی هم علم پالونکی واکمن و . دده په وخت کې تاج محل، دډهلی لال کلا ( سره کلا)، دډهلی شاهي جامع مسجد ،په لاهور کې دجهانګیر مقبره او شالمار باغ ودان شوي دي .

-
بېرته شاته