(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتون قام یو نسل د مطلقې ګډوډۍ ...

[30.Jun.2015 - 18:58]

دپښتون قام یو نسل د مطلقې ګډوډۍ په حال کې 

لیک: احمد فرزان

پښتانه په یوه ستونزمنه جغرافیه کې پیدا شویدي چې منابع یې ندي را ایستل شوي او ځمکه یې د فاتحانو لار ده. دوی دغې سختې جغرافيې او له تاړاکونو سره مقابلې داسې سرسخته کړي دي چې هر فاتح دلته تر راتګ وروسته بیا فاتح نه بلکې ماته خوړلی زبرځواک وي.

انګریز د پښتون بدن نیم کړ. بیا یې ورته د پاکستان په نوم یو تربور وزیږوه او د ده هغه نیم بدن یې هم نوي تربور ته ورکړ. پښتون مجبور شو له روسانو یې د دوستۍ تمه وکړه. روس پلوه پښتنو فکر کاوه چې روس به د نړۍ په فتح کې پښتون خپل مرستیال کړي او تر فتح وروسته به زموږ څخه انګریز نیولې برخه بیرته راکړي، نوره نړۍ دې د روس وي. خو روس د زمري ویش غوښته، پرې رامنډه کړه، خپل پښتون دوست!!! ولسمشر یې پخپل کور کې له اولادونو سره وواژه.

پښتون قام په روس پسې ټوپک، توره، تبرګی، لور، چاړه، تیګه او لرګي راواخیستل، د روس نړیوال دښمنان هم زړور شول، پښتنو سره یې د وسلو او لوژستیک مرسته وکړه. پښتنو روس تر هغه وواهه او ځان یې پرې وواژه چې روس یې له هیواده ووت. خو روس ورته یو لوی ناسور پریښود: داخل کې یې ورته واړه قامونه راوپارول او پښتانه یې هغوی ته یې خلع سلاح کړ. متأسفانه سیاست قومي شو.

د کمونستانو په اړخ کې خلقیان اکثریت پښتانه و، پرچمیان غیر پښتانه. د مجاهدینو په اړخ کې حزب اسلامي او پنځه نور تنظیمونه اکثریت پښتانه و، جمیعت تاجک. د دموکراتانو په اړخ کې افغان ملت اکثریت پښتانه و، شعله یان اکثریت غیر پښتانه. ورو ورو نور قومونه هم پخپلو ګوندونو کې راټول شول. خلقي، پرچمي، اخوانی، شعله ای او ستمی تاجک جمیعت ته ورغی.   خلقي، پرچمي، اخوانی، شعله ای او ستمی هزاره حزب وحدت ته ورغی. خلقي، پرچمي، اخوانی، شعله ای او ستمی ازبک جنبش ته ورغی. د پښتنو د خلقیانو څانګه منحل شوه، د افغان ملت کادري شمیر کم و، دواړو لورو کې ځپل شوي وو، له اوله ورسره کومه وسله او زور هم نه و. نور تنظیمونه هم یوازې د جهاد او جګړې تر وخته فعال و، ورو ورو یې فعالیتونه کم او تت شول، یوازې حزب اسلامي پاتې شو. د هغه سره نور پښتانه او غیر پښتانه تنظیمونه جوړ نه و، د حزب له انحصاري قدرت څخه ویریدل، فقط خلقیانو ورسره یو څه ځواني ورکړه او خپلې هغه وسلې چې له روسانو ورسره وي، حزب اسلامي ته ورکړي. نورو پښتنو تنظیمونو د حزب له ویرې په یو ډول د جمیعت پلوي وکړه. خو چې پوه شول چې جمیعت تر حزب هم انحصارګر دی او قومي او سکتاریستي اجندا لري، نو لار یې ترې بیله کړه او د طالب په نوم یو نوی قوت جوړ شو (د طالبانو اصلي بدنه عمدتاً د مولوي محمد نبي د حرکت او مولوي خالص د اسلامي حزب د ځوان نسل څخه جوړه شوه چې د نورو تنظیمونو ځوان مجاهدین هم ورسره ملګري شول). طالب توره وکړه: پښتانه او غیر پښتانه ټول یې بې وسلې او مرکزي حکومت یې جوړ کړ، افغانستان یې له بیلوالي وژغوره. خو نړۍ ترې وویریدله او ویې ویل چې دا خو تر حکمتیار هم خطرناک شی راووت. خپله طالبانو هم سهوې وکړې او د حکمتیار له جدیت څخه د ورپيښو شوو زیانونو یې درس وانه خیست.

امریکا طالب ته بهانې جوړې کړې او د ۴۸ ملکونو په ملګرتیا او د وخت د تر ټولو وژونکو وسلو سره ورپسې راغله، د پښتون طالب حکومت یې ړنګ کړ او په بن کې یې د افغانستان لپاره یو ګوډاګی حکومت جوړ کړ. پښتون یې په واک کې شریک نکړ. د پښتون نماینده ګي یې قوتونو یا قوت ته نه بلکې منفردو اشخاصو ته ورکړه د دوی زیاتره هغه اشخاص دي چې په اسمان ستوری نلري او په افغانستان کې سیوري. نه کوم افرادي قوت او د مبارزې انګیزه لري او نه کوم تشکیل او تشکل؛ ښځې او اولادونه یې په غرب کې دي او دلته مزودري کوي چې خپلو اولادونو ته څه ګټه وکړي.

د بون تر تړون وروسته امریکا د حکومت اصلي بدنه (استبلشمنټ) شورای نظار او سمبولیکه مشري خپل یو ملګري پښتون ته ورکوي. خو دغه ډول سمبولیک مشر پښتون ته یې یوه وظیفه ورکړې ده او هغه دا چې پښتون ورڅخه قوت نشي او د تشکل خاوند پکې پاتې نشي. دنده یې ورکړې چې د پښتنو تشکلات ختم کړي او بس.

کرزي صاحب خپل رول په بري سره ولوباوه. پښتانه یې بې وسلې او بې تشکله کړل او زمینه یې خپلې نیمچه پاچهۍ ته جوړه کړه. هو په اخون ښوروا هم ډیره ده. تکنوکرات کرزي نو کوم قوت درلوده چې تر دې سمبولیک رول زیات څه وغواړي؟. په تیرو ۱۳ کلونو کې طالب جګړې ته مجبور کړای شو او حزب اسلامي او افغان ملت چې سوله ایزه مبارزه یې غوښتله، وځپل شول، او په نتیجه کې جمیعت ته میدان لا خالي شو. که د کرزي صاحب ۱۳ کلنه مشري سمبولیکه نه وای نو اوس به یې یو تشکل درلودی. هغه په ټولو ‍۱۳ کلونو کې یوازې په یو کس باور کاوه، هغه انجینر ابراهیم و چې اوس د کرزي نه بلکې د داودزي سره دی.

ډاکتر صاحب اشرف غني ته د ولس تمه وه چې په عادلانه ډول به ټول پښتانه په واک کې په یو ډول شریک کړي. که څه هم د ملي وحدت په نوم پرې یوه مزخرفه نسخه تحمیل شوه، خو همدا ښه بهانه وه ځکه د ملي وحدت د حکومت معنی دا ده چې ټول موجود سیاسي قوتونه او اشخاص په حکومت کې برخمن شي. خو داسې ښکاري چې ډاکتر صاحب تر کرزي صاحب هم زیات افراط کوي چې پښتانه بې وسلې او بې تشکله کړي. دی یوازې په دوه کسانو حکومت چلوي: اتمر صاحب او ستانکزی صاحب. نور پخپلو پخوانیو ملګرو هم هیڅ باور نه کوي او هیڅ ارزښت نه ورکوي. البته یو څو ماشومان یې پر ځان راټول کړي دي، خو هغوی عادي سکرټران دي، نه د افغانستان له سیاست، فرهنګ، دین او تاریخ نه خبر دي او نه د ولس په منځ کې د ذرې په اندازه نفوذ لري. ډاکتر صاحب اشرف غني پدې ډول خپل ټول متحدین له ځانه خفه کړي او د اعتماد فضا یې دړې وړې کړې ده. حتی له هغه کرزي سره یې تر ټولو ژوره دښمني رااخیستې ده چې اشرف غني یې دغې نیمواکه سمبولیکې مشرۍ ته ورساوه.

د تشکل او قوت لرونکو پښتنو ته پکار ده چې لومړی پخپلو کې یو تفاهم وکړي او بیا امریکا او انګریز ته واضح ووایي چې پښتون د دوی ستراتیژیک دښمن ندی، یوه داسې ابرومنده موافقه دې ورسره وکړي، چې پښتانه د دې هیواد په واک کې خپل وړ ځای ولري، او غربیان داسې په عزت کې پاتې شي چې که دلته یې حضور موجود وي، د قانون او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې وي او که لدې هیواده وځي نو په ابرو ووځي چې په راتلونکې کې یې د افغانانو سره د دوستۍ دروازه بیرته وي.

د واک اصلي سرچینې اقلیتونو او سمبولیکه مشري یو کمزوري او بې لښکرو او بې تشکله پښتون ته ورکول زموږ ستونزې لا ژوروي چې نړۍ او امریکا ته هم ګټه نه کوي، ځکه یو پیاوړی او با ثباته افغانستان د نړۍ په ګټه دی په زیان یې ندی.

-
بېرته شاته