(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شمال کې پښتون ضد نوي توطیې

[01.Jul.2015 - 18:56]

لیک:عبدالواحد رضوانزی

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي پخپلو خبرو کې یوې مهمې موضوع ته اشاره کړې وه ، جنرال علومي وئیلي و په جنوب کې نا امني دښمنانو رامنځته کړې او په شمال کې د نا امنیو تر شا مو دوستان دي ، د علومي داخبره هغه مهال بابیزه وګڼل شوه نه یې پخپله په دې اړه توضیحات ورکړل نه ترې په دې تړاو ولسمشر او نه هم ولسې جرګې سپیناوی وغوښت ، د کورنیو چارو د وزیر په دې څرګندونو کې په جنوب او شمال کې د جګړې او نا امنیو لاملونو او هغو کړیو ته چې نا امنې یې رامنځته کړې اشاره شوې وه .

د هېواد په جنوب او مشرقي کې دا خو ټولو ته مالومه ده چې طالبان او د حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې جنګېږي ، هلته د نا امنیو لاملونه او هغوی چې د نا امنیو مسوول دي مالوم دي ، د ښاغلي نورالحق علومي دا خبره چې په شمال کې نا امني دوستانو رامنځ ته کړې د پلټنې ، غور او سوچ خبره ده ، جنرال رښتیا وایي په شمال کې د ټلوالې مسلحې ملېشې د نا امنیو د زېږیدنې مسوول دي ، په شمال کې مېشت پښتانه د کرزي د حکومت له پیله له هر ډول ، سیاسي ، فرهنګي ، تعلیمي ، روغتیایې او آن له بنسټېزو حقونو څخه لرې او بې برخې پاتې شوې دي ، په کندز او نورو شمالي ولایتونو کې د معلم عطا او امرالله صالح سربیره د نورو محلي قومندانانو د ملېشو له ظلمونو ځایې خلک په ځانګړې ډول پښتانه تر پوزې راغلي دي ، په کندوز کې د قومندان میرعلم چې د امرالله صالح له لورې یې هر اړخیز ملاتړ کېږي د ظلمونو داستانونه خورا مشهور دي ، د هغه ظلمونه بې بېلګې دي ، په یوه شپه یې ۲۶ تنه بې ګناه هېوادوال پخپلو معصومو وینو کې لمبولې دي .

په کندوز کې د دوی ظلمونه هېڅ برید او پوله نه لري د خلکو ناموس خوندي نه دی بس هغه د پاټکیانو د مهال کیسې یې پیل کړې دي د ځېنو راپورونو له مخې دځایې خلکو په پیغلو لورګانو د دې ملېشو له لورې جنسې تېرې شوې دي او د ډېرو پلرونه او د کورنۍ غړي یې د دې لنډغرو له لورې شهیدان شوې دي . د کندوز له خلکو یې وپوښتئ رسنۍ خو هسې هم په دې موضوعاتو کې ګونګې وي هلته ظلمونه خپل اوج ته رسېدلي دي .

د جنرال علومي د څرګندونو په تایید په شمال کې د وروستیو ناامنیو ، بحرانونو او کړکېچونو اصلي عاملین همدا وسله والې ملېشې دي چې د حکومت په معاش او د ځایې جنګسالارانو په ملاتړ یې په شمال کې د نا امنۍ زمینه برابره کړې ده . ځایې اوسېدونکي چې نور یې بله هېڅ چاره نه درلوده د خپلو روا حقوقو او له خپل ناموسه د دفاع په پار وسله په اوږه او چانټه تر ملا وتړله ، جګړې دومره زور واخېست چې ولسوالیو یو د بل پسې سقوط وکړ ، د ځایې خلکو دې بریا د شمال جنګسالاران نا ارامه کړل او دا یې خپلو ملک الطوایفې حکومتونو او خپل محلي او سیمه ییز ځواک ته د خطر زنګ وبله ، اخر دې پایلې ته ورسیدل چې د ځایې خلکو د مبارزې خلاف د وسله والو ملېشو ایتلاف رامنځ ته کړې او برحاله ملېشې لا پیاوړي ، غښتلي او پراخه کړي ، او بل شوې اور ته لا پوکی ورکړي ، له دې مخکې یې پښتانه په مرموز ډول وژل اوس به یې کورونه هم د ترورېزم سره د مبارزې په نوم وران او ویجاړ کړي .

ولسمشر غني د هېواد د ولسمشر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه او په مجموع کې د ملي وحدت حکومت دې په دې پوه وي چې د ملي امنیتې ځواکونو په شتون کې د شخصي ملېشو ایجاد د نظام د سقوط په مانا دي ، او باید هره ممکنه لار چې د ملېشو مخنېوې کې مثبته ثابتیدای شي په کار واچوي ، دا ملېشې به هېوادوالو ته ستر سرخوږی جوړ کړي او نوېیمه لسیزه به له خلکو هېره کړي ، موږ د ملېشو ترخې تجربې لرو او دا ملت نه غواړي چې تېرې ترخې تجربې یو ځل بیا تکرار شي ، د ډاکټر نجیب الله د حکومت په نسکورولو کې د نورو فکټورونو تر څنګ هغو ملېشو چې د خلکو کورونه او مالونه یې چور او پریمانه غلاګانې یې وکړي کلیدي رول درلود .

د شخصي ملېشو ایجاد د سولې سره مرسته نشې کولای بلکې لا ستونزې ډېروي ، پر فېسبوک ځېنې کندوزي وروڼو چې د چهاردرې او دشت ارچې د ولسوالۍ له محلي اوسېدونکو سره په تماس کې دي وئیلي دي : د دوستم او عطا له لورې د ملېشو د جوړېدو له اوازو او خبرونو وروسته ځایې خلکو خپلې کورنۍ له سیمې ویستي خپلوانو کورونو ته یې لیږلي ، د کورونو ډېر سامانونه یې پلورلي او وسلې یې پرې اخېستي تر څو د احتمالي ملېشو له حملو څخه د ځان دفاع پرې وکړي . حکومت دې د شمال ټلوالې ته د خپل سرې واکمنۍ زمینه یو ځل بیا نه برابروي . په پروان کې د ناټو او افغان ځواکونو له لورې د جان احمد نومې غیر مسوول جمعیتي قومندان د وسلو د شخصي ډیپو له منځه وړل یو نیک عمل دی ، محلي ځواکمن او ټلواله دې ته ورته بلکې له دې ستر شخصي ډیپوګان لري او دا یې همداسې ممکنه جګړې ته ساتلي دي ، که حکومت د ځواکمنو وسلې او زور اوبه نکړي اینده کې به د هېواد امن او ثبات ته ستر زیان وي ، د داسې پټو شخصي وسلتونونو شتون حکومت او ملت ته ستره ننګونه ده ، ملېشې او د وسلو زیرمتونونه ملي وحدت او یو موټي ملت مخکې ستر خنډ دی .

د شمال د نا امنیو یواځېنی حل چې بې له جګړو او وینې تویدنې ترلاسه کېږي د سیمې د ځایې اوسېدونکو د روا حقوقو اعاده ، دفاع او ساتنه ده ، د سیمې خلک د مرګونو له سوداګرو خلاصون غواړي ، حکومت دې هېڅ ډول ځواک او طاقت نه کاروي د خلکو غوښتنې دې واوري ، له ملېشو دې خلاص کړي ، ټول حقوق دې یې ورکړل شي نه د جنګسالارانو د ایتلاف اړتیا شته نه د ملېشو د ایجاد .

د ملي امنیتي ځواکونو په شتون کې د پخوانیو ټوپکیانو بیا مسلح کول په زوره هېواد د بدبختیو لور ته ټیل وهل دي ، د بدنامو ملېشو پر ځای حکومت باید ټوله پانګونه په امنیتي ځواکونو وکړي ، ځکه پخپله وسله والې ملېشې د دې ټولو نا امنیو زیږنده دي .

 

-
بېرته شاته