(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې ګډ ولیکل سي ښه دي که بېل؟

[08.Jul.2015 - 19:01]

لیک:نذیر احمد رښتینی

سربلونه/ سریني یا پیشنه ها prepositions  او اوستربلونه/   پسینه ها postpositions د کلیمو او مورفیمونوسره یوزای نه سي لیکل کېدای، منګر ددې خلاپ (خلاف) تاړي / وندونه (Affixes) بیا په کلمو او مورفیمو سره ګډ لیکل کیږي.

سربلونه او اوستربلونه هغه ناخپلواکې او نه ګرادنېدونکې مورفیمونه دي، چې  په یوازي ځان کومه مانا نه لري، خو د مانا لرونکو کلیمو او مورفیمو سره د یوځایوالي په حالت کې خپله مانا او مپهوم (مفهوم) ورکوي.

ـ سربلونه/ سریني یا پیشنه ها prepositions   هغه ناخپلواک مورفیمونه دي چې په جملو او فقرو کې تر یوه نوم او نومځري دمخه راځي او د هغه حالت مالوموي؛ لکه: (که، چې،ته، تر، پر، په، د) په دې بېلګو کې: که کندهار ته ولاړې ما خبر کړه، چې کتاب دي چاپېدئ پر ما ږغ وکړه، ته به تر کمه داسي بیده ئې، تر چوکۍ لاندي پروت دئ، پر احمد مي سلام وایه، په پور ئې نه ورکوم، د لیکلو وړ ده.

ـ اوستربلونه/  پسینه ها postpositions  هغه ناخپلواک مورفیمونه دي چې په جملو او فقرو کې تر یوه نوم او نومځري وروسته راځي؛ لکه: (کې، له پاره، د پاره، پسې، سربېره، باندي، پوري، څخه، سره او هم) په دې مثالو کې: په پوهنتون کې یم، د کور له پاره دئ، ستا د پاره دئ، په دوی پسې ئې وایم، پر چای سربېره هندواڼه خوړول تاوان لري، زموږ په کور پوري ئې کور دئ، زه به ئې د دوی څخه واخلم، په متالیه (مطالعه) سره مالومات ډېریږي او احمد هم راسره دئ.

سربلونه او اوستربلونه هیڅکله باید په بله کلیمه/ مورفیم ګډه نه سي، ځکه دلته ښکاره د زورکې (ه/ә) فونیم/ اواز د مینځه وړل کیږي. نو په هیڅ ژبني قانون کې څوک نه سي کولای چې د کلمې مانا لرونکی فونیم دي د غیري لیکني معیار په خاطر د مینځه یوسي؛ لکه ځیني بیلګي به يې په لاندي چوکاټ کې وښیو، چې اول شکل به ئې سم او دویم به ئې ناسم وي.

سم

ناسم

په کار

پکار

په دې

پدې

په ناز

پناز

په خیر

پخیر

ناوې ته ځم

ناوېته ځم

له دې

لدې

له مخي

لمخي

له پاره

لپاره

له خوا

لخوا

له ما

لما

له تا

لتا

 

پوهاند ډوکتور مجاویر احمد زیار پخپله یوه لیکنه کې څو شکلو ته د ګډو لیکلو روا والی ورکړی، چې وايي"يو لړ وييکې سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکېو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله (جمله) کې تل پرله پېيلې راځي؛ لکه: پکښې (درآن)، داغسي، هماغسي، همغسي، همدارنګه، همدا، همداسي، همدغه ، همده، همدې، هماغه، همدی، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، لاس ته راوړل، مینځته راوړل، مینځته راتګ، رامخته کول – کېدل، همدارنګه، همدا ډول، پایته رسول، یا په ( ستړي مسئ، خدای مکړه یا خدای دې نکړي) په ډول ګړونو کې لیکل کیږي."

کله کله سربلونه او اوستربلونه که ګډ ولیکل سي څو تاوانه پېښوي:

اول: التباس پېښوي.

دوم: لیکدود ته ئې تاوان رسیږي.

درېيم: سهي او ناسهي شکل نه ورڅخه مالومېږي.

څلورم: ډېر وخت د یوه فونیم یا اواز د مینځه تللو سبب ګرځي؛ لکه په وړاندي سوي مثالو کې.

پينځم: راتلونکی نسل ددې پېړۍ د لیکدود سم او ناسم نه سي مالومولای.

هر کله چې د یو کار تر ګټي تاوان ډېر وي باید هغه ته نور روشت ورنه کړل سي او هر څونده ژر چې ئې کار درول کیږي د ولس په ګټه وي. خو کله که بیخي ګټه نه وي او یومخیزه تاوان وي، نو بیا خو باید ژر او په ټپه ودرول سي. ځکه خو د سربلونو او اوستربلونو ګډه لیکنه د ژبي په تاوان ده او ګټه ګرسریځه نه لري.

ها، که چیري موږ نوي لغات جوړوني ته متوجې کیږو هلته بیا د اشتقاقي او ترکیبي حالت له مخي چې هغه د یوې ګډي مانا او مپهوم د پاره سره را یوځای کیږي او کارېږي – موږ مجبور یو چې (پوهن تون) به داسي بېل نه لیکو؛ بلکه (پوهنتون) ګډ لیکو، چې دا مثال په تاړو کې ښه واضح کېدای سي.

ـ تاړي / وندونه (Affixes) هم د ناخپلواکو مورفیمو د کورنۍ څخه دي، دا تاړي هغه مقید مورفیمونه دي، چې د خپلواکو کلمو او مورفیمو د (سر، مینځ او پای) سره په یوځای کېدو نوې کلمه ومینځته راوړي او پر درې ډوله دي (مختاړي/ Prefixes، مینځتاړي/ Infixes او وروستاړي/ Suffixes) ؛ لکه: (نا، بې، هم، شا، خوا، خر، و، کم، بد، یو، نیم، را، در او الف) په دې بېلګو کې: ناپوه، بې هوشه، هملاری، شاکړوپی، خوابد، خرغوږی، ما وخندل، کمبخته، بدشکله، یووزری، نیم ژواندی، راتلل، درتلل، مخامخ، دا ئې مختاړي، مینځتاړی او دا ئې هم وروستاړی؛ لکه: ( ام /əm [زه ځم/zә jam]،  ې/e [ ته ځې/ jetә]، ي/i [دوی ځي/ dway ji]، ئ/ əy[ورځئ / wrjəy]، و/u [موږ ځو/ moẓ̌  ju].

منګر په همدې تاړو کې د نهي (مه) او نفي (نه) مختاړي هم شامل دي، چې دا باید هیڅکله (ماسیوا له څو مستثناتو) په ورپسې کړ (فعل)پوري ونه لیکل سي؛لکه: زه ئې دلته اول سم او دوهم ناسم شکلونه کاږم.

سم

ناسم

مه کوه

مکوه

مه ښوروه

مښوروه

مه پرېږده

مپرېږده

مه لیکه

ملیکه (نویشته نه کو)

مه ورځه

مورځه (نه رو)

مه ئې وایه

مېوایه

مه تښته

متښته

 

استثنايي حالتونه (خدای مکړه یا خدای دې نکوي، ستړی مسې.)

- په همدې ترتیب د نفي د مختاړو ګډول په ورپسې کړو (افعالو) پسې یوه سهو ده، چې زه به ئې ځیني بیلګي درته وښیم، چې اول شکلونه به ئې سم او دویم به ئې ناسم وي.

د نفي د تورو سم شکلونه

ناسم

نه کوم

نکوم

نه لرم

نلرم

نه لیکم

نلیکم

نه استوم

ناستوم(ارسال نه مي کنم) التباس پېښوي د ناستوم(شیسته بودم) سره.

نه وي

نوي(نه مي باشد) التباس پېښوي د نوي (جدید) سره

نه خورم

نخورم

نه کوو

نکوو

نه لرو

نلرو

نه سم کولای

نسم کولای

کولای نه سم

کولای نسم

ونه سم کولای

ونسم کولای

رابه نه سم

رابه نسم

وابه نه وړم

وابه نوړم ...

 

"استاد زیار هم وايي: چې د ( د نهي "مه" او د نفي"نه") ټوليزي قاعدې له مخي د کړ/ فعل سه ونه نښلول سي او باید بېل ولیکل سي؛ لکه: ... که نه، د ټوليز دوی يا قاعدې له مخې د غه دوه توکه (مه، نه) له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه:نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم... ."

ددې نفي او نهي د تاړو ګډول په ورپسې کړو یا افعالو پسې عین د سربلونو او اوستربلونو په شان مشکل زېږوي.

اخیست لیکونه

۱ـ هاشمي، سید محی الدین، محقق، پښتو ژبي لنډ ګرامر (صرف – نحوه)، د اریک د ګرځنده کتابتون اداره، ۱۳۸۳ل. پېښور

۲ـ روهیال، مطیع الله، د ژبپوهني اساسات، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کندهار: کال ۱۳۹۴ل.

۳ـ زیار، مجاویر احمد، دوکتور، پوهاند، پښتو پښویه( پایځوړ: د ژبپوهني بنسټونه او غږپوهنه)، درېيم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه تخنیکې څانګه: ۱۳۸۴ل.

۴- http://www.zyar.net/

-
بېرته شاته