(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سوات منګلور پروېش شاهين

[11.Jul.2015 - 17:13]

لیک: نورالبشر نويد

په کوم وطن، سيمه، علاقه او طرف چې جنګ او يرغل وشي، هلته د انسان او مکان د تباهۍ سره سره خاوره ، تاريخ، ادب، ثقافت، تهذيب او تمدن هر څه له مينځه ځي.

د دغه تباهۍ نه کتونکي ته پته ولګي چې دا وطن او دا خلک جنګ ځپلي دي، موږ اوس هم د جنګ په حالت کې يو.

مونږ په ټول پښتون وطن کې د جنګونو تصويرونه ليدلي دي، د افغانستان د شربت ګلې نه راواخله د سوات باجوړ، بونير، وزيرستان، خېبراېجنسۍ، مهمندواېجنسۍ د چاپېره اطرافو د هرې شين خالۍ پورې ټول جنګي تصويرونه د نړۍ د انساني تهذيب په وړاندې سواليه نشانونه دي.

دغه شان يو سوال د سوات په شخړه کې د پښتون قلم د يوه غازي ژوند هم دی.

دا دی د سوات منګلور پروېش شاهين!!

پروېش شاهين په سوات د مختلفو تهذيبونو تاريخى اثارو نوادراتو سره سره د کتابونو بلا پانګه لري، زموږ طرفته د کتابونو د لوستلو او ساتلو شوق د نشت برابر دی.

ځکه چې دلته پښتون دښمن قوتونه تاريخ کش پاتي شوي دي.

زمونږ تاريخ پردو ليکلی دی خپلو مسخ کړی يې دی، بيا یې دروغجن تاريخ په بيه ليکلی دی، چرته چې د تاريخ غوندې حقيقت په جرﺉت وليکلى شي هلته به د تاريخ جوړونکو او محفوظ ساتلو جذبه او احساس څومره وي!!؟؟

زمونږ بچي نن هم په نصاب کې پردي تاريخ باندې علم حاصلوي او د خپلې خاورې د تاريخ او اتلانو نه ناخبره دي.

د ازادۍ په جنګ کې چرته چې کورونه ړنګ شوي او ولسونه شهيدان شوي دي، هلته تاريخ د تنور په اور کې اچول شوی دی، او نوادرات يې غلا شوى دى.

د افغانستان د شاعرانو اديبانو او پوهانو ذاتي کتابتونونه غلا شوي، کتابونه يې په پېښور کې په فټ پاتونو خرڅېدل او ډېرو پوهانو د خپلې ذاتى کتابتونونو کتابونه په پيسو اخیستل.

د پخواني جرنېل نصيرالله بابر په کور کې نن هم د افغانستان تاريخي اثار پراته دي.

دا په دې سیمه کې د جنګونو د تباهۍ نخښې دي.

د ډيورنډلائن نه ها خوا او دې خوا دواړو غاړو ته د جنګ فطرت او شکل يو دی چې اولنی ګوزار په قلم کتاب ، تاريخ او تهذيب کولى شي چې د يو قوم قلم کتاب، تاريخ تهذيب، ژبه او کلتور د مينځه لاړ شي نو قام سره نور څه پاتى شي چې هغه د يو ژوندى قام په حېث دعوه وکړي.

دغه کانه د سوات په شخړه کې هم وشوه، اولنۍ حمله په کلتور وشوه.

کلتور يوازې سندرې، منګى او رباب ته نه وايي، کلتور خو د يو قام د ټول ژوند ژواک، کړه وړه، ناسته پاسته، دود دستور، ژبې، پوشاک او د اوسېدو ټولو طريقو ته وايي.

د جنګ پرستو استادانو په اولنۍ حمله کې د پښتنو کلتور، ژبه، قلم کتاب، ښوونځی، استاد او شاګرد هر څه لاهو شول خو په دومره تېز سېلاب کې د پښتون قلم يو غازي پروېش شاهين بيا هم په خپله عقيده ټينګ پاتې شو.

د قلم کتاب تاريخ ساز په فکر او عقيده او د يو عام وګړي په خيال کې دا واضحه فرق وي چې د پروېش شاهين غوندې د قلم او کتاب سړى تاريخ او تهذيب محفوظ ساتي او عام وګړي خپل سرونه!!

د سوات په جنګ کې سر او سنګر دواړه جدا جدا وو، سر د طالب وه سنګر د پوځي وه!!

ځکه خو خلګ تر اوسه پورې په دغه ''سر او سنګر'' شکيان دى.

خو ځای پر ځای بعضې سنګرونه داسې هم وو چې هغوی په دغه عقيده وو چې ''سر ورکوو، سنګر نه ورکوو'' !!!

خو د هر چا د سنګر خپله خپله عقيده وه، بره دروشخېله کې د پښتون قامي وحدت مشر افضل خان لالا خپله مورچه، څو سرونه، او سياسي عقيده ساتله او په منګلور کې پروېش شاهين د کتابونو په مورچه کې ناست و، قلم ورسره وهٴ، خپلو کتابونو سره یې خبرې کولې!!

ای کتابونو!!

نن په ما ستاسو د مينې امتحان راغلی دی، هره مينه د سر په شرط ګټل کيږي، ما نه هم ستاسو مينه سر غواړي.

کتابونو ورته په معصومه ژبه ووې!!

زموږ پښتون شاهينه ياره!!

موږ چا ته څه ازار خو نه ورکوو!!؟؟

کتاب خو هر پېغمبر سره هم وه، بيا کتاب ګناه د څه!!؟؟

پروېش شاهين د کتابونو معصوم سوال ته په ځواب کې وویل!!!

دا د جنګ پرست تهذيب فطرت دی چې د هر څه نه اول هغه تا وژني، هغه تا چې ليکي، هغه خدای چې پرې قسم خوړلی دی، هغه قلم ماتوي، ستا په ټول نسل د واجب القتل د سزا فرمان جاري کيږي.

زه د خپلې سزا نمبر ته ناست يم، په تاسو کې به زما د وژلو د تماشې تاب وي خو زه ستاسو قتل عام نه شم ليدلى!!

د سر او سنګر په دغه مشکوکه لوبه کې پروېش شاهين او د هغه ټول کتابونه باوقاره پاتې شول.

د سوات د جنګ شهيدانو او غازيانو تمغې حاصلې کړې خو پروېش شاهين د خپلو کتابونو د مينې په اعتراف کې وویل!!

د ملاکنډ د سر طوطي يم

په اور ستي يم تهمتي نه يم مينه

-
بېرته شاته