(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږې خبـــــــــــــــــــــــري

ځيني خلک د ليلا او مجنون تر منځ خبري خوږې بولي، په تېره بيا په افسانو کي او يا د دوو مينو تر منځ د راز او نياز او مينتوب خبري. اما د ادب پلويانو ته په تېره بيا شاعرانو ته په ګلشن کي د بلبل او بورا خبري ډېر خوند ورکوي، اما چيري چي د ښکلو محفل ګرم وي هلته د ساقي او جام د ډکولو هنګامه توده وي، هر مين د خپلي معشوقي په شونډو کي د سرو ملو ننداره کوي او کله چي د ساز او آواز سندريز پروګرام پيل سي نو بيا مين د ښکلي محبوبا په نڅا کي د تورو زلفو د اوربل ننداره کوي، کله چي بازګل ماما د انارو بڼ کي د جونګړي مخ ښه اوپاشي کړي د شبو، ارغوان او ګلابو بوټي ګلان غوړېدلي، او د ونو پر څانګو د رنګارنګ مرغانو شورماشور وي، بازګل ماما خيرو اکا او څو نورو چرسيانو بانډار تود وي، غټ چلم د دوى په منځ کي پروت وي، د چلم سر خانه کي خيرو اکا ذغال (سکاره) ميده، ميده کوي، او بازګل اکا د پخو چرسو تلى لکه کاشي خښته پر ارغوي تا او بالا کوي او نور انډيوالان يې بيا اومه چرس پخوي او د لاس د ارغوي په زور يې پخوي، تاوونه ورکوي څو ښه پاخه سي... د بازګل ماما ملګرى هم د ګلانو ننداره کوي او هم د غره او اوره ګډ وي، چلم سر کوي او په نوبت هر يو چلم څکوي د اها، اهو او ډول ډول زيرو بم آوازونه او ږغونه ايستل کيږي او د چلم دودان آسمان خانې ته پورته کيږي، کله چي چلم پوچ سو نو بيا د بازګل ماما انډيوالان يو يو سر پر څپړو ايږدي او د خبرو اترو په ترڅ کي يو يو سر را پورته کوي او يو د بل خبرو ته ځواب ورکوي. په دې ترڅ کي د بازګل ماما يو انډيوال دوست بازګل ماماته وايي چي بازګل ماما! ما خوب ليدلى چي انډيوالان ټول په جنت کي وي. قمر ګله او نغمه هلته زموږ او ستاسو خدمت کوي او په جنت کي د ملايانو هم رش زيات وي. خيرو اکا پر را ږغ کړه: دوستم خانه دا ته څه وايې؟ ملايان په جنت کي څه کوي، په والله که يو لا هلته پرېږدم او ورته وايم چي جنت د... ځاى نه دئ، ټولو چرسيانو وخندل، دوى ته دغه خبري خوږې او په زړه پوري وې. مګر سياستمدارانو (په تېره بيا د يوه ګوند خلکو ته) بيا سياسي بحثونه ډېر په زړه پوري ښکاري، په هغوى کي (اتل او هيرو) هغه څوک دئ چي ډېر سياسي کتابونه يې لوستي وي او په عمومي توګه ښه مطالعه ولري، په تېره بيا په سيکالوژي، ټولنپوهنه، سياسي اقتصاد، فلسفه او نورو مضامينو کي يې پوره مطالعه کړې وي، اجتماعي علوم لکه: تاريخ، جغرافيه کي هم وارد وي او سياسي زندانونه يې هم ګاللي وي. هو! سياسي کسانو ته د سياست او سياسي بحثونه، کيسې خوږې او په زړه پوري دي، رښتيا هم دوى د خپلي (برنامې او اساسنامې) د محتوياتو له مخي د اجتماعي انقلابونو بانيان او سرغندويان بلل کيږي، سياستمداران يوازي په هغه څه خپګان ښکاره کوي چي ټولنه په فلاکت او بربريت اخته وي، د دوى طرحي د اجتماعي انقلابو له هستۍ څخه سرچينه اخلي نو ځکه دوى تل د حاکمه طبقاتو او د هغوى له خوا او د هغوى د ځينو کسانو له خوا په تېره بيا د اسلام ضد په نامه په ناوړه تورونو متهموي څو په ټولنه کي و رټل سي. خو بيا هم په هر ډول فراز نشيب کي سياستمدار ته د سياست خبري خوند ورکوي او خوږې وي، له دوى سره د وطن مينه وي او د وطن له داخلي او خارجي دښمنانو سره د دوى مبارزې جاري وي. نو هرڅوک چي د هري رشتې خاوند وي د خپلي رشتې خبري خوند ورکوي د مثال په ډول و غلو او داړه مارانو ته بيا د چور، چپاو، سرمايه دارانو ته د سرمايې د ډېرښت، سود، سلم، احتکار خبري خوند ورکوي، اما قاتلانو ته د قتل او طوطيو جوړولو نقشې ډېري په زړه پوري وي، خو بيا هم مينه، محبت، ګل، ګلشن، بلبل او بورا خبري د الله  د يو ستر نعمت په توګه چي په هغه کي د وطن مينه او آزادي لمر ځليږي تر ټولو خوږې او په زړه پوري خبري دي. (کندهار راډیو، تلویزیون) - بېرته شاته