(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څو خبرې د عدم تشدد

[11.Jul.2015 - 19:31]

لیک: خان زمان کاکړ

چرې چې دَ بنيادي معلوماتو کمي وي او معاصر علوم په يو خوارځواکي حالت کښې وي، هلته کښې اکثر علمي اصطلاحات دَ فکري تېروتنو په ګرداب کښې مسخ شي او تر رښتيني روح رسېدو پورې پکښې فاصلې پېدا شي. دَ سيکولريزم، ترقي پسندۍ او روشن فکرۍ په حقله مروجه مغالطې خو پرېږده، په قام پرستۍ څومره خلق پوهېږي او دَ مذهب مطالعه څومره ده؟ ساينس لکه چې تر اوسه مونږ ته راغلے نۀ دے، دَ فلسفې ډېر ساده او بنيادي بحثونه نۀ خو لا پېل شوي او نۀ ورته کوم برداشت ليدل کېږي. همدا سبب دے، چې دَ عدم تشدد په حقله زمونږ دَ حمايت او مخالفت رويه دومره ساده او اسانه ده، څۀ ډول چې زموږ په وطن کښې دَ انسان دَ وينې تويول يوه ساده او اسانه مسئله ده. دَ عدمِ تشدد دَ بهترينې پاليسۍ بنيادونو ته رسايي دَ اکېډمکو بحثونو متقاضي ده، په هم دې لار کولے شو، چې دَ عدم تشدد هغو مخالفينو ته په مخ کښې آيينه کښېږدو، څوک چې عدمِ تشدد ته په دومره سطحي نظر ګوري، په څۀ ډول سطحي نظر چې ټوپکسالاران انسانيت ته ګوري. 

يوه خبره دلته یادول غواړم، دَ پښتنو په قامي حلقو کښې دَ عدمِ تشدد مخالفت هغه څوک کوي، څوک چې پر خپلو نفسياتو او جذباتو قابو نۀ شي ساتلے، دَ خپلو مشرانو له خُلو دَ اور سرې لمبې په ورېدو ليدل غواړي، خو څوک دانشمند مشر کله هم دَ ټولنې دَ شکست و ريخت په لمحو کښې جذباتي نندارې نۀ شي وړاندې کولے بلکې په هوشمندي او دليل سره برخورد کوي. دَ عدمِ تشدد قامي مخالفين صرف دَ خپل بې چېنه داخليت په اظهار لګيا وي، بدلون ډېر زر ليدل يې ارمان وي، دوي عملي مېدان ته په ګډېدلو هرګز زړۀ نۀ ښۀ کوي بلکې له لرې چيغې وهي، چې مشران دې دَ دښمن په سينه توره ورومنډي او خپلې سينې دې دَ دښمن تورو ته ونيسي. دَ دې لپاره دوي دَ هغو ترانو، رجزونو او متلونو سهاره اخلي، په کوم کښې چې پر دښمن دَ ورختلو اورنۍ مفکورې موجودې وي، دوي دې مفکورو ته دَ تقدس دا ډول جامې ورواغوندي، چې دَ قامي تاريخ او کلتور دَ کاڼي کرښې ثابتې شي. دَ آواره او بې چېنه نفسياتو دَ دلچسپې مشغلې دپاره د داسې الفاظو انتخاب کوي، چې سړے په يو ساعت ځان دَ ټولې نړۍ فاتح ويني او انقلاب په خپله دروازه کښې په انتظار ولاړ ويني، دَ الفاظو په شا دَ کمټمنټ نشتوالے او دَ الفاظو دَ برمحل استعمال څخه ناخبري کله کله يو داسې صورتحال راپېدا کړي، چې دَ سنجيده او مدلل بحث لپاره دَ ذهنونو چمتو کول يو ګران کار وګرځي، په پښتنو کښې واقعتاً ځينې خلق دغسې خبر دَ خپلو زړو آواز ګڼي، چې جذباتيت او استهزا پکښې ترپکې وهي، دلته دَ بنيادپرستۍ يو صورتحال پېدا شي، دَ دې حقيقت څرګندول بېخي راته ضروري ښکاري، چې دَ پښتنو دَ قام پرستۍ يوه لويه برخه دَ بنياد پرستۍ په رنځ اخته ده، عدم تشدد نۀ يوازې دې بنياد پرستۍ ته ځواب وايي بلکې دَ قامي نفسياتو دَ تشکيلِ نو دپاره يو انتهايي لازمي پروسه په کار اچوي، عدمِ تشدد دَ پښتنو دَ تاريخ دَ مخ او رُخ په بدلولو کښې رجحان ساز کردار لوبولے دے او نن هم يوه نجات دهنده پاليسي ده، دَ عدمِ تشدد تحريک په لومړني ځل دَ پښتنو دَ تاريخ، کلتور او نفسياتو دَ revisit کولو تاريخي کارنامه تر سره کړې او پښتنو ته يې دَ خودتنقيدۍ یو پياوړے قوت ورپه برخه کړے دے، دې تحريک نېشنلزم له توندمزاجۍ څخه ازاد کړ او له انسان دوستۍ سره يې اشنا کړ او څرګنده يې کړه، چې په بې وسيلې او بې وسايله تشدد کښې تش پر خپلو پښو دَ تبرونو چلولو په ځائے دې خپلې پښې پر خپله زمکه دَ نړۍ په تګ دَ ترقۍ، علم او خوشحالۍ په لټون ګړندۍ وساتل شي، دَ عدمِ تشدد دَ پاليسۍ رهبر غوښتل، چې پښتانۀ دې داسې انسانان شي، چې په نړۍ کښې دَ ځان دپاره دَ دښمنيو دَ ايجادولو په ځائے دَ نړۍ دَ اخوت په رنځير کښې دَ خپلې کړۍ دَ زياتولو او پاللو دنده تر سره کړي او دَ سياست له مفاهمتي روح سره دې په پراخه کچه مطابقت پېدا کړي. 

قبايليت پلن او توانا ساتل دَ نوآبادياتي بادارانو ضرورت او پاليسي وه، دنيا پر داسې نهج ولاړه وه، چې بقاء په قامولۍ کښې وه، دَ پښتنو قبايلي سټرکچر په قامي سټرکچر دَ بدلولو دپاره دَ عدمِ تشدد پاليسي يوه بهترينه پاليسي وه،  باچاخان دا پاليسي دَ خپلې خاورې دَ بطن نه اخذ کړې وه، دَ باچاخان دَ عدمِ تشدد پاليسي بايد دَ ګاندي جي په ضمن کښې مطالعه نۀ شي، دَ تعليماتو باهمي ارتباط او اشتراک لازمي کېدے شي، خو دَ باچاخان خپل ځانګړے حېثيت بايد محفوظ او متعارف وساتل شي.  

دَ باچاخان دَ عدمِ تشدد دَ پاليسۍ لومړنے مقصد دا ؤ، چې دَ غېرت، مېړانې او ننګ په ټولنيز نفسياتي چکر کښې ضايع کېدونکې انرجي په کار واچوي، دَ پښتنو دَ وجود دَ داخلي صلاحيتونو نشوونما او دا صلاحيتونه دَ وطن دَ زېرمو او وسايلو په استعمال واچوي او بل له بهرني يلغار څخه دَ دفاع دپاره په پښتنو کښې دَ هغو سرچينو انکشاف وکړي، کومې چې تر وسلوالې مبارزې ارزانې، اسانې هم ګټورې ثابتېدے شي.

باچاخان په دې مورد کښې په ډېرو ساده الفاظو (دَ قام رهبر همېشه دَ قام په ژبه خبرې کوي، په دې طريقه دَ قام په نفسياتو کښې ځان حايل کوي) دَ غېرت، مېړانې او ننګ بنيادي حواله دَ معاصرو غوښتنو په تناظر کښې بدله کړه، سينې په ګوليو سورۍ کول يې بې غېرتي او بې ننګي وګڼله او دَ سينو دننه دَ هوشمندۍ، دليل او علم پرورش يې دَ غېرت او مېړانې کار وبللو، دَ دې دپاره دَ خپلې مبارزې بنسټيزه تيږه دَ تعليم او معارف دَ پروسې په توګه ږدي، دَ "امن دَ تعليم" دَ منظمې خورونې لومړنے مثال هم دا دے، دَ دې پر ارزښت دَ خبرې نه وړاندې پوښتنه دا کوو، چې کۀ عدمِ تشدد دَ پښتنو دَ فطرت سره مطابقت نۀ لرونکې پاليسي ده، نو دَ پښتنو دَ فطرت (؟) مطابق دَ باچاخان دَ عدمِ تشدد په مقابل کښې کوم متشدد تمايل څومره پښې ټينګې کړې؟ دَ باچاخان عدم تشدد ته چې دَ پېرنګي دَ زر او زور تشدد هم له توانه لوېدو، نو دَ کوم جذباتي پښتون بې وسيلې تشدد چې هر څو په اخلاص وے، خو دَ زڼي دَ نيولو وړ نۀ شو ګرځېدے.

دَ پښتنو دَ ټولنيز ساخت ژوره مطالعه لرونکے رهبر دې حقيقت ته رسېدلے ؤ، چې په دې ساخت کښې په تشدد ګټې راوړل خو ناشونې، بلکې په دې ساخت کښې دَ پرمختګ بل کوم ارمان هم تش په تشه ستړې په ځان تېرول دي، لومړے ګام به دَ دې ساخت دَ بدلولو په موخه اوچتول وي. 

په "زر او زور" نومي کتاب کښې لولو: "سُرخپوش خوځښت څنګه چې خلقو اخيستے ؤ، پاک دَ معاشرې يو اصلاحي خوځښت ؤ، دَ دې دَ خدمتګارو مقصد دا ؤ چې مرګونه او خانداني دښمنۍ، چې دَ پښتني معاشرې په طوقي لکه دَ لاعلاجه مرض لګيا دي او خوري يې دَ وېخه ورکې کړي، دوي دَ غمونو ښادو نه هغه ټول غېر اسلامي رواجونه دستورونه وروکول غوښتل چې عبث پرې پېسې ډنډ ته ګزارېږي، دا نېستو زپلي کليوال، چې دَ لوږې مري او دَ مالدارو په قرضونو کښې ډوب دي، دا عبث تاوانونه څنګه زغمي؟ او بل خوا دَ جهالت هاغه قهر ؤ چې وروکول يې دَ وخت سخت ضرورت ؤ، دَ سياسي جمهوريت يو سکيم هم په داسې خلقو کښې نۀ شي چلېدے چرته چې اکثريت بې سواده او جاهل وي. په اکتوبر ۱۹۲۹ء کښې يوه غونډه راوبللې شوه، دَ معاشرتي اصلاحاتو يو سکيم پکښې جوړ کړے شو او دا فېصله پکښې وشوه چې دَ دې نه هم لويه غونډه به رابلو کومه چې په ۱۸ او ۱۹ اپرېل ۱۹۳۰ءباندې وشوه، په دې کښې دَ خدايي خدمتګارو نه دَ جالوانانو دَ يوې ډلې دَ جوړولو فېصله وشوه چې پښتنو کښې دَ معاشرتي اصلاحاتو دا فکر مخ په وړانډې بوځي، څوک چې به دَ دې ډلې غړے کېدو نو دا تړه به يې کوله چې دَ خدائے حکم به مني، وېرېږي به نۀ او په ذهني او عملي توګه به دَ تشدد خلاف وي، نۀ به دَ چا غېبت کښې راځي او نۀ به پرې دَ چا کنځل څۀ اثر کوي، مظلوم به دَ ظالم نه بچ کوي او دَ خدمت په بدله کښې به چرې دَ چا نه څۀ ناخلي". (۴۱مخ)

په دې حقله دَ چا اختلاف څۀ کېدے شي او دَ اختلاف دپاره دليل څۀ؟ کۀ ناپوهي وي يا دَ جذباتيت په سيند لاهو بې سره نفسيات، نو دَ هغوي دَ لارښوونې لپاره عرض دا دے، چې باچاخان لکه يو دانشمند او فرض شناس پلار پښتون تر ګوتې نيسي او دَ يو ماشوم غوندې دَ تګ چل ورښيي. يوه خبره کېږي، چې پښتنو سياستوال او جنګياليان پېدا کړي خو رهبران يې نۀ دي پېدا کړي، باچاخان ځان يو داسې رهبر ثابت کړو، چې نن يوازې دَ پښتنو نۀ دے بلکې دَ نړۍ دے. دَ پښتني ټولنې دَ سائيکي دَ بدلون او دَ قامي انفراسټرکچر دَ تشکيلِ نو لپاره چې کوم ابتدايي تدابير او اقدامات ضروري وو، هغه بې دَ عدمِ تشدد نه ممکن نۀ وو، لومړے کار له قبيلويت نه قاميت ته دَ ټولنې دَ انتقال ؤ، دَ قبايلي تفاخر او نرګسيت په سېوري، چې په نسلونو نسلونو يې بدۍ غزولې وې، بېخي ممکنه نۀ وه، چې بې دَ عدمِ تشدد نه دي دَ قامي مبارزې سفر پېل شي، دَ باچاخان عظمت دَ دې بنيادي ضرورت دَ ادراک په سبب راڅرګندېږي. 

دَ عدمِ تشدد مخالفين دې تحقيق وکړي، چې دَ انتقام نفسياتو دَ پښتنو څومره انرجي په خاورو ولړله؟ او دا انتقام "د تقسيم او حکومت" دَ پاليسۍ په توانمنولو کښې څومره ګټور ثابت شوے ؤ؟ دَ دې نه پس دې څرګنده کړي، چې دَ انتقام دَ نفسياتو په کنټرولولو کښې بې دَ عدم تشدد نه بله کومه پاليسي دَ زغردې تبديلۍ باعث ګرځېدې شوه؟ 

يو چيني متل دے "هغه څوک چې دَ انتقام په لاره روان دے، هغه دې دوه قبرونه تيار کړي"، باچاخان په تاريخ کښې دَ انتقام په برکت دَ خپلو پراخو قبرستانونو، په قبرستانونو کښې دَ دفن ارمانونو په داستان خبر څوک ؤ. دَ قبرستانونو دَ پراخېدو دَ بهير دَ مخنيوي دپاره يوازې دَ عدمِ تشدد پاليسي کارآمد ثابتېدے شوه، نورې لارې بندې وې، يوه خبره ياد ساتل پکار ده، چې عدم تشدد دَ يو انسان له بل انسان سره دَ ډيلنګ پاليسي ده، پر دې به په وروستيو کرښو کښې  بحث کوو، چې عدمِ تشدد له يو دښمن سره په برخورد کښې تر هغه وخت کاميابه پاليسي ده، تر څو چې په دښمن کښې دَ انساني خوے دَ بحالېدو امکان موجود وي، دَ عدمِ تشدد دَ مطالعې په مهال دې باريکي نکتې ته پام پکار دے.

باچاخان په پښتنو کښې هم دَ "انساني خوے" دَ بحالۍ دپاره دَ هغه سفر ابتداء کوي، چې په علمي لهجه کښې انسان دوستي بلل کېږي، انسان دوستي دَ عدمِ تشدد بنيادي شرط دے. 

دَ silo په الفاظو: "کۀ څوک له ما دَ انسان دوستې رويې دَ تعريف په حقله پوښتنه وکړي نو زۀ به په څو ټکو کښې دا ورته ووايم چې انسان دوست هغه وي چې دَ تفريق او تشدد خلاف مبارزه کوي او داسي نوې لارې منکشف کوي، چې دَ ټولو انسانانو دپاره خپلواکي او اختيار يو حقيقت جوړوي". (سلوا تور پوليدا، انسان هونې کے ناطے، م ۱۸۶)

باچاخان دَ مظلومو انسانانو رهبر ؤ، خو دَ فرضِ منصبي په توګه يې دَ نړۍ دَ اخوت په زنځير کښې دَ پښتون کړۍ وراچوله، لومړنے درس دَ عدمِ تشدد يې څۀ داسې ؤ، لکه چې غني خان وايي:

فقه، شريعت، پښتو په دغه ځائے تمامه ده

وينه دَ پښتون په بل پښتون باندې حرامه ده      

همدا دَ باچاخان دَ عدمِ تشدد مرکزي نکته وه او په رښتينې معنٰي په پښتنو کښې همدا دَ نېشنلزم دَ سياسي تحريک باقاعده او منظم پېل ؤ. 

يوه بله مهمه نکته دا څرګندول پکار ده، چې دَ باچاخان دَ عدمِ تشدد په پاليسي کښې دَ مذهبي روادارۍ دَ خورولو فېکټر ته بنيادي حثيت ورپه برخه دے، باچاخان دَ مذهبي نارواداريو په دوزخ کښې دَ انسانيت دَ غرقېدو په لور دَ سفر ويره احساسوله، چې تماشې يې بيا دَ هند دَ وېش په مهال په فسادي ايکټونو کښې وليدل شوې، "تر خپلواکۍ وړاندې امرتسر" څومره جنت جنت افسانه ديار دے او "له خپلواکۍ وروستو امرتسر" دوزخ دوزخ زړۀ لړزونکے مقتل دے، همدا حال دَ "ټوبه ټېک سينګ" دے، ټول وطن همداسې دے.

باچاخان دَ مذهبي روادارۍ غوړولو ته ډېر سنجيده او متوجه ؤ او دا يې دَ خپلې مفکورې اساسي ټکے ګڼلے ؤ.

باچاخان ليکي "ما دَ ټالسټاے يو کتاب کښې چې شپږويشت کيسې يې پکښې ليکلې دي دا کيسه لوستې ده، چې يوه چينه ده، دَ هغې نه هر محلت له نلکه راغلې ده  خو دَ هر يو محلت خلق په دې نښتي دي چې زمونږ دَ نلکې اوبۀ پاکې او خوږې دي او دَ دې نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترخې دي. دې ته هېڅوک فکر نۀ کوي، چې دا ټولې نلکې دَ يوې چينې نه راغلي دي، نو څنګه يوه پاکه او خوږه شوه او نورې ناپاکې او ترخې شوې او اسلام خو دا تعليم ورکوي چې دَ مسلمان به په دې کتاب هم ايمان او عقيده وي او په وړاندينو مذهبونو او کتابونو هم (والذين يومنون بما انزل اليک و ما انزل من قبلک) دا دَ دې ثبوت دے چې اسلام ټولو مذهبونو سره رواداري غوره کړې ده". (زما ژوند او جدوجهد، ۲۵۱)

دَ باچاخان سوچ او فکر دَ هم دې "شريکې چينې" څخه راوځي، دَ غلاميو، غربتونو، بې روزګاريو او مصيبتونو تږے انسانيت پرې ځان اوبۀ کوي او دَ وړاندې تګ، مزاحمت او مبارزې دپاره ترې انرجي اخلي، دا دَ عدمِ تشدد انرجي ده، دَ دې تر ټولو لوئے خصوصيت دا دے، چې دا انرجي ختمېږي نۀ، دَ ماتې پړاؤ نۀ لري، تشدد پیاوړے اقتصاد غواړي، موزون جغرافيايي عوامل غواړي، په نامساعدو حالاتو کښې تشدد پخپله دَ ځان دَ زخمي کولو ايکټ پاتې شي خو په عدم تشدد کښې دا مرحله نۀ راځي. دَ ماتې او مرګ ويره په تحريکونو کښې سختو نفسياتي الجنونو ته جنم ورکوي، خو عدمِ تشدد يو داسې سبق دے، چې دَ ماتې او مرګ تر ويرې نور څۀ مهم ګڼي، له دې ويرې دَ نجات فن په عدمِ تشدد کښې دے. 

ځينې خلق ګيله کوي، چې باچاخان په عدمِ تشدد دَ پښتون دَ زمري او پنجه ور شهباز حېثيت مسخ کړو، په دې حواله عرض دا دے، چې دا "زمرے او پنجه ور شهباز" دَ شاعرۍ تر حده خو به برداشت کړے شي او شايد پر ذهنونو ښۀ هم ولګېږي خو په حقيقت کښې، په اوسني عصر کښې دَ دې زمري توب دَ قدروقيمت په مفهوم کښې بدلون راغلے دے، دا دَ بې چېنه نفسياتو دَ فرضي تسکين دپاره ښې افسانوي استعارې دي، دَ باچاخان تحريک دَ شلمې پېړۍ دَ تهذيب، ساينس او بدلون په تناظر کښې جنم مومي، دَ دې دپاره تر ټولو لازمي ګام دَ ځينو قامي اقدارو او رويو دَ paradigm shift په توګه اخيستل وو او ځينې بنيادي حوالې بدلول پکار ؤ، دَ نوآبادياتي او فېوډل کلچر خپل خصوصيات وي، دَ خاندان، غېرت، مېلمستيا او ننګ په حواله خپل ځانګړي تصورات لري، باچاخان له دې تصوراتو سره يو تنقيدي برخورد وکړو او دَ ريفارمز په نوم يې له معاصرو تقاضو سره دَ دې دَ ايډجسټمنټ پر امکاناتو غور وکړو، دا په رښتينې معنٰي دَ يو انقلابي رهبر کارکردګي کېدے شي. 

يو بل دَ تاريخي اهميت حامل کار باچاخان دَ عدمِ تشدد دَ پاليسۍ په لار دا تر سره کړو، چې په بدلېدونکې نړۍ کښې يې دَ پښتنو دَ redefinition  پروسه پېل کړه، له افغان سره په جنګونو کښې، مستشرقينو او دښمنانو چې زمونږ کومه مسخ شوې څېره دنيا ته وړاندې کړې وه، باچاخان دَ عدمِ تشدد په ذريعه نړۍ دې ته مجبوره کړه، چې دَ پښتنو په حواله پر خپلو جوړو شويو رايو له نوي سره نظرثاني وکړي، نن هم دا دَ پښتنو دَ رښتيني امېج دَ پېژندلو تر ټولو بنيادي حواله ده، چرې چې دَ پښتون پېژندنې مستنده پروسه پېلېږي او خورول شوي مغالطې په دليل و منطق ځوابوي او څرګندوي چې تاسو کوم قام په وحشيانو او جنګياليانو تعبيروے، هغه قام دَ خدايي خدمتګارۍ او عدمِ تشدد پر پاليسۍ په پوره کمټمنټ، ديانتدارۍ او ايماندارۍ کار بند دے.

باچاخان يې تر دېرش کاله زيات په زندان دننه وساتلو، سزا، اذيت او تکليف پر خپل ځائے، يوازينۍ موخه يې دا وه، چې دا سړے له خپلو خلقو لرې وساتي، ځکه چې دې سړي په پښتنو کښې يو "نوے انسان" پنځاوه، يو داسې نوے انسان چې توره او ټوپک يې روزګار نۀ بلکې قلم، مبارزه او خدمت يې روزګار ؤ، لېکن په زندان دننه باچاخان هلته په زندان کښې هم دَ پښتنو دَ نوي تعارف په هڅۀ دَ مختلفو قامونو خلقو ته دَ پښتنو په حقله دَ سوچ نوې زاويې ورعطاء کړې.

دَ دې سړي په خپلو الفاظو: "خودغرضو خلقو زمونږ په خلاف دومره پراپېګنډه کړې وه او داسې خبرې يې په خلقو کښې خورې کړې وې، چې هغه دَ يو سړي په خوب او خيال کښې هم راتلے نۀ شي. دَ هندوستان خلقو ته دَ پښتنو متعلق هيڅ قسم معلومات نۀ وو، دا عاجزان دَ پښتنو متعلق په يوه لويه تياره کښې پراتۀ وو او زۀ شايد چې الله تعالٰي دَ ډېره غازي خان جېل ته دَ دې خبرې دپاره لېږلے وم، ځکه چې په دې جېلخانه کښې اکثر دَ هندوانو او سکهانو لوئے لوئے لېډران او ذمه وار خلق قېد وو، چې زۀ دوي دَ حقيقت نه خبر کړم چې دَ هغوي دَ زړونو نه ويره او وهم لرې کړم او دَ پښتنو په حقيقت يې خبردار کړم، دَ نفرت او نفاق په ځائے محبت او اتفاق پېدا کړم، دَ دې خلقو په ذهن کښې پښتون په بل رنګ کښې معرفي شوے ؤ، څۀ عجيبه مخلوق ؤ، لاله دوني چند چې څۀ وخت ما سره ښۀ اشنا شو نو ويې وئيل چې څۀ وخت تۀ ما په دروازه کښې په اول ځل ولېدې نو ستا دَ جوسې نه راته معلومه شوه، چې پښتون دے، نو زما يقين دا ؤ، چې قتل يا ډاکه کښې راغلے دے او شايد چې دَ نورو خلقو به هم دَ پېژندګلو نه ړومبے زما متعلق دغه خيال ؤ، سره له دې چې لاله دوني چند دَ پنجاب ډېر لوئے ليډر، لوئے وکيل او ډېر عالم او باخبره سړے ؤ، دَ دوی په ذهن کښې دا نۀ راتله چې چرته پښتانۀ او چرته ښۀ کارونه او بيا دَ خدائے دپاره دَ قام او ملک خدمت دَ دوي په خيال کښې خو دا خبره ناسته وه چې دَ پښتون بې دَ قتل او لوټ او ډاکې نه بل کار نشته، زما دَ يو ځائے اوسېدو په وجه زما دَ خيال او موقف نه واقف شو او ټولو به ما سره ډېره مينه او محبت کولو، څومره چې زمومږ تعلقات زياتېدل هغومره دَ زړونو پټې خبرې راښکاره کېدې". (زما ژوند او جدوجهد، ۲۱۶-۲۱۷)

هم دا دَ عدمِ تشدد او خدايي خدمتګارۍ تاريخ ساز کردار دے، چې دَ پښتنو دَ پېژندګلوۍ نړېوال تناظر يې بدل کړ او خلق يې په دې مجبوره کړل، چې دَ پښتنو په حقله ژورې مطالعې ته مخ واړوي، پښتانۀ کۀ جنګونه کوي، نو په دې کښې دَ ټول داخلي ګنجايش سره چې کوم بهرني فېکټرز موجود دي، پر دې بايد شننه وشي، دَ باچاخان په فکر کښې دوې موخې ډېرې څرګندې تر سترګو کېږي، يو پښتني معاشرې ته دَ دفاع يو داسې داخلي توان ورپه برخه کول، چې له بهره څوک پکښې دَ جنګ دَ غوړېدلو ګنجايش ونۀ ويني او دويم په بهرنۍ کچه پښتون په داسې انداز معرفي کول، چې کۀ چرې نړۍ دَ تهذيب دَ ضابطو تحت پښتانۀ په قراره پرېږدي، نو دَ يو آرام، هوسا او پرمختللي ژوند ټولې خوبۍ په دې خلقو کښې موجودې دي.

دَ باچاخان دا کرښې دَ لوستلو دي:"سېوا ګرام ته به دَ يورپ ډېرې ښځې او سړي راتلل لکه فادر الون، فادرسي ايف ايندروز او مېري.... دَ سړو په نسبت ښځو کښې همدردي زياته وه کله کله به هغوي زما نه دَ سرحداتو او دَ خدايي خدمتګارۍ دَ تحريک تپوسونه کول، يوه ورځ سېواګرام ته يو څو تنه پېرنګيان راغلل، هغوي سره دَ ناګپور لوئے پادري هم ؤ، هغو پېرنګيانو دَ آزادو قبايلو تپوسونه کول او ما به ځوابونه ورکول چې په دې کښې پادري صاحب ووې او داسې شروع يې وکړه چې زۀ په خېبر کښې پاتې شوے يم، زۀ دَ اپرېدو نه ښۀ واقف يم هغه ښۀ خلق نۀ دي ځکه چې هغوي پېرنګيانو ته برند او نېغ نېغ ګوري ما وخندل او پادري صاحب نه مې تپوس وکړو چې دوي ولې تاسو ته برند او نېغ ګوري؟ نو هغه ووې چې هغوي زموږ نه نفرت کوي، ما وې چې ستا دا خبره درسته نۀ ده حقيقت دا دے، چې هغوي پېرنګيانو ته ځکه بد ګوري چې هغوي تاسو ويني نو په زړونو کښې یې دا خيال راپېدا شي چې دا هغه خلق دي چې په توپو، ماشين ګنونو، بمونو زمونږ کلي، زمونږ کورونه ورانوي او زمونږ ښځې و نر، مالونه او بچي تباه کوي، زما په دې خبره هغه نورو پېرنګيانو وخندل او پادري ډېر کچه شو". (۶۱۳مخ)

دا دَ مزاحمت يوه داسې طريقه ده، چې متشدد پخپله خپل مخ پخپله چپلاخه وهلو ته اړ شي، دا مزاحمت تشدد له اخلاقي جواز څخه بې برخې کوي او رسوا کوي يې، له اخلاقي جواز څخه بې برخې کېدل ماتې ته ترپکې وهل دي، له دښمن سره په برخورد کښې يوه غوره پاليسي دا هم ده، چې دښمن تنها او رسوا کړل شي، هم دا عمل دَ تحريک په ټولنيزه پياوړتيا کښې مهم کردار لري، دَ خدايي خدمتګار تحريک دَ پياوړتيا يو راز دا ؤ، چې دَ دښمن يې په داسې توګه تشريح کړے ؤ، چې دَ هر غړي په نظر کښې څرګند ؤ، خلق دَ دښمن دَ پېژندلو په برخه کښې دَ کنفيوژن سره مخامخ نۀ وو او پر خپله مبارزه باوري او بااعتماده وو، دې کار نۀ يوازې غېرمنظمې ټولنې ته دَ پېوند او ميکسينګ يو فريم ورک او تنظيم ورکړ بلکې دَ "قامولۍ" دَ تشکيل صلاحيت يې هم ور پکښې وغوړولو. 

عدمِ تشدد پښتني ټولنه په دې مجبوره کړه، چې په توره پياوړي پښتانۀ دَ ذهن دَ عمل په چټکتيا عادت کړي او په پوهه يې هوښيار کړي، دَ خوشال خټک دَ عصر دَ جنګ دَ ضرورت تر څنګ، چې دَ هغه نابغه مشر دَ پوهې، تدبر او عقل دَ استعمال کومه غوښتنه وه او په پښتني سماج کښې چې يې دَ دې څيزونو پر کمۍ کوم درد او احتجاج ؤ، باچاخان دَ دې کميو دَ لرې کولو لپاره دَ يوې عملې فضاء تشکيل وکړو او ټولنه يې دَ پوهې، تدبر او عقل دَ استعمال په لار تګ ته مجبوره کړه، دا لکه په لومړي ځل دَ پښتنو په تاريخ کښې په پراخه کچه کېدل، چې دَ ټولنې په دې "مجبورۍ" کښې هيڅ جبر شامل نۀ وو بلکې په ذهني او رضاکارانه توګه خلق دَ يو فکري رجحان قبلولو او خورولو ته تيار وو، دَ دې رجحان سره پر کړي حلف او سوګند په ايماندارۍ سره ولاړ وو. عدمِ تشدد دَ پښتني ټولنې په فکري رويو کښې "احساسِ ذمه داري" پېدا کړه او  دَ "فرضِ منصبي" ادراک يې ورپه برخه کړو.

زړۀ مې نۀ غواړي، چې يو سطحي موقف ته دي ځواب ووئيل شي خو دَ ځينو ساده لوستونکو دَ پوهاوي دپاره يو دو نکتو ته اشاره کول ضروري ګڼم.

۱. پاکستان جوړول دَ انګرېز پاليسي وه. 

۲. دَ ثور انقلاب مخالفت دَ نيمې نړۍ له لوري ؤ.

پر دې دواړو پورتنيو مستندو خبرو باور لرونکو ځينو ملګرو خيال دا دے، چې کۀ دَ هند دَ وېش او ثور انقلاب په وخت باچاخان دَ عدمِ تشدد له پاليسۍ څخه کار نۀ وے اخيستے نو هم به نن پښتانۀ آزاد وو او هم به په افغانستان کښې ثور انقلاب قايم و دايم ؤ.

اول.... زۀ به په ساده ټکو کښې يوه پوښتنه وکړم، په هم دې کښې دې ځواب ولټول شي، په داسې حال کښې چې پاکستان جوړول دَ انګرېز پاليسي وه، دَ انګرېز دَ فېصله کړي پاکستان او دَ انګرېز دَ وسايلو او وسلې په مقابله کښې به دَ باچاخان وسايل او وسلې څومره وې؟ 

باچاخان چې تر يو لک زيات کسان په څومره محنت او خواريو دَ عدمِ تشدد پر پاليسي راغونډ کړي وو، هغوي ته په لاس کښې دَ ټوپک ورکولو په وخت به پښتنو باچاخان ته څۀ وئيل، صرف دا به يې وئيل:

"هغه پرون دي څۀ وې، چې نن بيا بله وايې"

ځينې لېوني خو لا دا هم وايي، چې دَ تقسيم په وخت دَ باچاخان يو لک مسلح سپاهيان وو، دَ باچاخان سپاهيان مسلح څنګه شول؟

دوم..... په داسې حال کښې چې تر نيمه زياته نړۍ دَ ثور انقلاب دَ مخنيوي دپاره راوتې وه، رياستي تشدد ځپلي باچاخان به په خپل تشدد نيمه نړۍ څومره ګرځولې وه؟ ثور انقلاب افغاني ټولنه په فکري لحاظ تقسيم کړې وه، دَ افغانانو "فخرافغان" کۀ خپل حمايت په ټوپک اعلان کړے وے، نو صرف دا ګټه به يې کړې وے، چې نن به فخرِ افغان نۀ ؤ بلکې دَ افغانانو په قاتلانو کښې به يو دَے هم شمېرل کېدو. دَ باچاخان چې په افغانانو کښې څۀ حېثيت ؤ، هغه دَ يو ملي مشر، ورور او دَ مرورو تر منځ دَ ثالث په توګه ؤ ، باچاخان له خپل دې عالي او مقدس حېثيت سره څنګه جفا کړې وے؟ باچاخان دَ ملي روغې جوړې سړے ؤ، ډاکټر نجيب يې پر قبر دې عظمت ته دَ عقيدت سر ټيټوي. ملي روغه جوړه نن هم دَ لروبر افغان دَ مسئلې دَ حل دپاره دَ داخلي initiative لازمي بنياد نۀ دے؟

باچاخان په ځائے پرېږده، دَ باچاخان له تحريکه بهر، هغه څوک چې دَ ثور انقلاب په څرګند حمايت (!)  برېتونه تاووهي، صرف دَ يوې پوښتنې ځواب دي راکړي، هغه وخت چې انقلاب له سخت ترين پړاؤ څخه تېرېدو، دَ دنيا اسلحې او بارود دَ انقلاب دَ وهلو دپاره دَ پاکستان له لارې داخلېدل، دوي دَ انقلاب څۀ ډول حمايت وکړ؟ دَ انقلاب تخريب ته روان دَ دښمنانو کوم موټر يې په نخښه کړو، کوم ټرېننګ سنټر يې بند کړ، دَ انقلاب په دفاع کښې يې خپلې څو جنازې اوچتې کړې، دَ حمايت کوم حق يې ادا کړو؟ 

دَ افغانستان دَ مسئلې په حقله چې دَ باچاخان کوم ملي رول جوړېدو، هغه نۀ يوازې څرګند دے بلکې انتهايي دوراندېش هم دے او ثابت هم دے او نن دَ تاريخ لوستنې په وخت ما غوندې کم عمره خلقو ته دَ عقل او دليل پر بنياد حقايقو ته دَ رسايۍ تر ټولو مستند ماخذات هم دا دَ باچاخان خبرې دي، دَ وطن په درد غمجنو ته افسوس په دې پکار دے، چې کۀ دَ باچاخان خبرې منل شوې وے نو افغان وطن به دا تراژيدۍ هرګز نۀ وے ليدلې.

دَ ناين الېون نه پس چې دَ دنيا سياست، دَ افغان دَ خاورې دريځ او دَ قامي تحريک په سټرېټيجيو کښې واضح تغير ته سترګو کېږي، دَ حالاتو باريکيو ته متوجه کېدل پکار دي، يوه خبره څرګنده ده، چې قامي تحريک دَ قام دَ ژغورنې په مرام دَ عدمِ تشدد بشپړه پلوي او پېروي کړې ده او هم په دې لار آخر دې نتيجې ته رسېدلے چې له انسان سره بايد دَ انسان په حېث برخورد وشي او....................

په آخر کښې دا يوه خبره څرګندول راته بېخي ضروري ښکاري چې عبدالغفار خان سرحدي ګاندي هرګز نۀ دے بلکې دَ افغانانو فخر او دَ مظلومو انسانانو باچاخان دے او دَ نړۍ دپاره په ډېرو حوالو تر ګاندي جي دروند دے، پر دې حوالو به اکېډمک بحث ته په آينده کښې مفصله رجوع کوو. 

(مياشتنے پښتون، جنوري ٢٠١٢ء)

-
بېرته شاته