(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خان او د پښتنو د یووالي هڅه

[18.Jul.2015 - 19:37]

لیک: عابد ندیم

که توفیق په اتفاق پښتانه مومي

زه خوشحال به دوباره شم په دا ځوان

خوشحال خان خټک چې د پښتون قوم نوم یې تر ډېره د خپلې تورې په مټ ژوندۍ ساتلې او تل یې په خپل فن او فکر کې د پښتنو د یووالي مفکوره ګرځولې، کړنې یې د هر پښتون د ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ د هېرېدو نه دي، ځکه چې هغه نه یوازې دا چې د پښتون قوم د اتحاد په خاطر یې نورو ته د خپلې تورې زور ورښودلی دی، بلکې قلم یې هم د پښتانه قوم د یووالي په پلمه روان ساتلی، هغه که له یوې خوا په خپل وخت او زمان کې د پښتون قوم مشر پاتې شوی، ولې تر ډېره یې د پښتون قوم په ګټه د نورو خلکو په خلاف سخت دریځ او غبرګون ښودلی او تل یې د پښتون قوم د یووالي او د پښتانه قوم د سرلوړاوۍ په خاطر د لویو لویو لښکرونو ملا ماته کړې ده.

د ختیځې نړۍ د انګلیسي ژبې یو نامتو ادیب په خپل یو کتاب (color of tence) کې لیکي، (( خوشحال خان خټک د پښتانه قوم هغه نامتو او نښاني شاعر دی، چې تل یې د پښتون قوم لپاره د دوی په ګټه د یووالي او لوړتیا هڅې روانې ساتلې دي، هغه که له یوې خوا شاعر و، مګر له بلې خوا د نړۍ یو نامتو ننګیالی هم  و، چې پښتانه یې هیڅکله هم نفاق ته نه دي پریښي)).

د خوشحال خان خټک د تورې تاثیر په ټوله نړۍ کې خپور و، ځکه خو یې په خپل وخت پښتانه په خپلو منځو کې شرارت ته نه پرېښودل، هغه هر وخت د خپل قلم په ژبه پښتنو ته داسې احساس ورکاوه، چې ګوندې پښتانه به هيڅکله هم په خپل منځ کې نه ورانیږي، لکه چې وایي:

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار

خوشحال خان خټک له اټکه تر کندهاره واړه پښتانه یو بلل، د هغه توره داسې توره وه، چې چا به هم د پښتانه د بیلتون خبره کوله، نو سر به یې ورته له تنې بېلاوه، ځکه چې هغه تل پښتانه لکه د امیل تړلي او متفق ساتل، ځکه خو یې په دغه بیت کې پښتون او د پښتون ننګ او غیرت یو بللی.

دا چې پښتانه تل یو بل ته غاړه نه ږدي او همېشه د خپلې سرکشۍ په لار درومي، شاید د خوشحال خان خټک په وخت کې به هم داسې پښتانه موجود و، چې تن به یې ورته نه وي ایښی ځکه خو یې د خپل قلم په واسطه د زړه د ارمان رازونه داسې کښلي او ویلي یې دي چې:

هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده

اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

او یا هم دا چې:

اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو

ګینې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

لکه څنګه چې خوشحال په خپلو دغه بیتونو کې وایي، چې پښتانه له هر چا زورور دي، خو ارمان دا دی، چې اتفاق پکې نشته او یا هم وایي چې که چېرته په پښتون قوم کې اتفاق وی، نو ما به د مغلو لښکر مات کړی وی، رښتیا هم چې دغه شان ده، کاش چې موږ او تاسې د هغه له مفکورې څخه پند اخیستی وی، نو اوس به د مغربي تهذیب غلامان نه وی، اوس به د نورو د عقیدې لارویان نه وی.

خوشحال خان خټک د خپل وخت یو داسې ننګیالی تېر شوی، چې هیڅ یو زورور لښکر ته یې تن نه دی ایښی او تل یې پښتانه د خپلې تورې په مټ لکه د یو پلار زامن ساتلي او روزلي دي، د هغه دا ارمان و، چې پښتانه دې تل میړني او په خپلو کې سره ورونه وي، نه دا چې په خپلو منځو کې سره وران او د نورو د مفکورې غلامان، لکه نن چې دا کومه کشاله د پښتنو په خپلو منځونو کې روانه ده.

هغه په هغه زمانه کې پښتو یوه داسې ژبه ساتلې وه، چې د چا به هم زده وه، نو تل به یې په خپل منځ کې د اتفاق سندرې ویلې، هغه په ټوله نړۍ کې پښتون او پښتو ژبه غیرتي بللې، ځکه خو وایي:

ما خو شحال چې په پښتو شعر بیان کړ

د پښتو ژبه به اوس په آب او تاب شي

کله چې خوشحال خان خټک د پښتون په نوم د لوی پښتانه مشر شو، نو د خپلې باتورۍ او تورې اوازونه یې په جهان کې په هر چا اورېدل، تل به یې نړۍ ته د خپلې تورې توصیف کوو او ویل به یې چې،:

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ماسره وهلی سر په سنګ دی

خوشحال د خپل وخت په خلکو ځان داسې پېژندلی و، چې تل به یې ورته د خپلې باتورۍ رنګ په شعر کې بیانوه، دښمن ته به یې داسې غاښ ماتوونکی ګوزار ورکوه، چې تر مرګه به یې نه هېرېده، د هغه د باتورۍ لپاره موږ سره د هغه دغه بیت ښه بېلګه ده، چې پاس مو ذکر کړ.

خوشحال خان تل د پښتون قوم دښمنان په یو غږ په شا تمبولي او نه یې دي پریښي، چې پښتانه په خپلو منځو کې سره وران کړي، چا چې د پښتانه په ضد د ورانۍ پاڅون کړی دی، هغوی ته یې د تورې په یو ګوزار د عمر لپاره درس ورکړی، تر څو بیا د پښتون په ضد کوم خنډ واقع نه کړي.

د خوشحال خان ټول ژوند د پښتنو د یووالي په هڅو کې تېر شوی دی، هغه خپله ټوله زندګي د پښتانه قوم په یووالي کې مصرف کړې ده، که چېرته پښتانه د خوشحال خان خټک غوندې د مشرانو په هدایت پسې روان شي، نو لرې به نه وي، چې پښتانه به د هغه خوشحال د زمانې غوندې پښتانه شي، کوم چې د هغه په وخت ژوندي او په خپلو کې یو تار و او که چېرته پښتانه په دغه حال پاتې شي لکه اوس چې دي، نو لېرې نه ده، چې نه به د خوشحال خان لارویان شي او نه به د خوشحال خان په شان پکې داسې یو څوک راپیدا شي او وبه وایي چې:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

خوشحال خان خټک د خپل قوم په ننګ کې توره له ملا نه تړلې وه، هغه په خپل وخت کې پښتون د هیچا غلام نه باله او هیڅکله یې د پښتون قوم په وړاندې د نورو جابرانو تېری نه منه.

-
بېرته شاته