(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ايران د مداخلاتو په ضد د پاڅون بلنه

[25.Jul.2015 - 12:03]

لیک: داعي
ايران غواړي په افغانستان كي همغه څه وكړي چي په عراق، سوريې، يمن او لبنان كي ئې وكړل، يو ځل بيا غواړي هغه خونړۍ تجربه تكرار كړي چي د نجيب حكومت د نسكورېدو په وخت كي ئې ترسره كړه، د مسكو او واشنگټن په وينا ئې د جبل السراج ائتلاف جوړ او وطن پلورونكي ئې په كي راغونډ كړل، په دې موخه چي په كابل كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت جوړېدو مخنيوى وكړي، دا د مسكو، واشنگټن او تهران گډ هدف وو.
دا دئ گورئ چي ايران يو ځل بيا خپلو لاسپوڅو ته دنده سپارلې چي همغه مخكنى ائتلاف راژوندى او په شمال كي د جگړو بله لړۍ پيل كړي، دې جگړي ته به په ظاهر كي د داعش ضد پاڅون نوم وركوي خو په اصل كي د شمال مېشو پښتنو ضد جگړه ده، دوى ته دنده سپارل شوې چي د پښتنو په ضد همغه څه وكړي چي د جبل السراج ائتلاف له جوړيدو وروسته ئې وكړل، د هغوى كورونه او دكانونه ئې تالان كړ، د هغوى شتمنۍ ئې غارت كړي، د هغوى زمكي او باغونه ئې غصب كړل، جهادي شخصيتونه او د پښتنو مهم مهم قومي، مذهبي او جهادي مشران ئې ترور كړل، په زرگونو كورنۍ ئې دې ته اړي كړې چي د هېواد نورو سيمو ته پناه يوسي.
په كابل كي د ايران سفير بهرامي په ډېر وقاحت سره وويل: كه د افغانستان حكومت وغواړي ايران چمتو دئ د داعش په ضد مرسته وكړي، هر هوښيار افغان پوهېږي چي له دې مرستي د بهرامي هدف څه دئ، هدف ئې دا دئ چي ايران چمتو دئ د افغانستان داسي مرسته وكړي لكه چي په عراق، سوريه او يمن كي ئې كوي، غواړي افغانستان ته هم خپل وسله وال ځواكونه او د سپاه پاسداران جنگيالي راولېږي.  
زه ټولو خدايپالو مجاهدينو، آزادي غوښتونكو او پر خپل هېواد مينو افغانانو، په ځانگړې توگه شمال مېشتو پښتنو  ته بلنه وركوم چي د ايران او د پرديو د ذليلو مزدورانو د شرارتونو په ضد متحد شي، خپل سليقه يي اختلافات يوې خوا ته كښېږدي، ملا وتړي او په گډه د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په ضد ملا وتړي. حقيقت دا دئ چي نه ايران له دې پرته له بلي لاري له لاسوهنو منع كولى شو او نه د پرديو دا ذليل مزدروان له بلي لاري پر خپل ځاى كښېنولى شو. كه تاسو متحد شئ نو هم د دغو وطن پلورو اوباشانو او بدمعاشانو چاره كولى شئ او هم د ايران شرارتونو ته غاښ ماتوونكى ته ځواب ويلى شئ. 
ايرانيانو ته وايو: څه شي مست كړي يئ؟ ولي په دې نه پوهېږئ چي نه د شوروي اتحاد د يوې مستعمرې په اندازه ځواكمن يئ او نه د امريكا د يوه ايالت په اندازه، كه دوى ونه توانېدل له يرغل څه ترلاسه كړي او ډېرو ئې دلته خپل سرونه وخوړل؛ تاسو به څه ترلاسه كړئ؟!! د صدام حسين د مقابلې توان مو نه درلود، په جگړي كي مو ماته وخوړله، ډېري سيمي مو له لاسه وركړې، په تهران كي به مو هم د شپې له لوري له دې وېري څراغونه نه شو بلولى چي عراقي الوتكي به بمونه درباندي ووېروي!! د صدام په ضد مو له امريكايانو سره لاس يو كړ، دا نن كه امريكا د اسلامي دولت په ضد خپل جنگ ودروي نو په ټول يقين سره ويلى شو چي ډېر ژر به د ايران په گوټ گوټ كي د داعش تور بيرغونه ورپېږي!! كه مست يئ او غواړئ خپل شوق پوره كړئ نو دا ئې گز دا ئې ميدان، راشئ، د افغانانو د مټو زور به وگورئ، إن شاء الله همدا به د صفوي ايران د ټغر ټولېدو پيلامه وي، د شوروي اتحاد له تور برخليك سره به مخامخ شئ، د امريكايانو د مټو په زور راتلى شئ خو له ماتو پښو او بې غوږو سرونو سره به وځئ، بيا به مو پښه په اصفهان كي هم تم نشي، همغه اصفهان چي د ستر افغان فاتح شاه محمود پلازمېنه وو او قصر ئې لا تراوسه دې ښار ته ښكلا وركړې. ښايي الله تعالى به همدا اراده كړې وي چي اسلامي نړۍ د ايران له شره داسي وژغوري لكه چي د كمونيزم له شره ئې وژغورلو. او ښايي الله تعالى به د كمونيزم له زوال وروسته دا افتخار هم د افغانانو په برخه كوي.

-
بېرته شاته