(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د درې ګونديزې ټلوالې راتلونکی ګواښ

[25.Jul.2015 - 12:16]
لیک:شهسوار سنګروال
هغه مهال چې د افغانستان پاچا  امان الله خان د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته سفر وکړ . د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره چې يې کومه تګلاره درلوده په دې لړ کې د ترکې له ولسمشر سره  شريکه کړه او د ګډو ټولنيزو اړيکو وړانديز يې وکړ.
د ترکېې د ټولواک لومړی ټينګار په دې وه چې د هرې تګلارې د عملي کولو لپاره يوه ملي ځواکمن او واکمن پوځ ته اړتيا ده . 
که د تاريخ د تېرو پاڼو په پرتله وګورو اوس هم افغانستان يوه پياوړي پوځ ته اړتيا لري . د څومره والي له مخې د هيواد پوځ د ي‎پام وړ پرمختګ کړی دی خو د څرنګوالي له مخې لا يو څه اندېښنې پخپل ځای دي .
 
موږ د هېواد د ټولو وسلوالو ځواکونو له قربانيو او اتلوليو څخه سترګې نشو پټولی، خو د ملي یووالي د ټينګښت او پايښت لپاره لا ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده . زموږ وېره دا ده ، نه چې د قومونو مشران د توکميزو ناندريو او د خپلو زړو عدتونو له مخې د خپلو ځاني ګټو لپاره ملي پوځ په ډلو او ټپلو ووېشي؟
 
عطامحمد نور،جنرال دوستم او محقق کاشکې د ملي فکر او اند په رڼا کې، نه يوازې د هيواد په شمال بلکې په ټول افغانستان کې د ملي پوځ په ملاتړ د دولت د مخالفينو پر وړاندې له خپلو امکاناتو نه ګټه واخلي.
 
که چېرې د دوۍ خواخوږي د يوه غولونکي سياست پر بنسټ ولاړه وي ، که غواړي چې د افغانستان مرکزي دولت وګواښي او يا په ولسمشر خپلې غوښتنې ومني ښايي د دې انګېرنو او هڅو پايله به نه يوازې ټول افغانستان ته بوګنونکې وي بلکې له هر چا زيات به د پېښو قرباني پخپله دوئ شي .
 
 د مجاهدینو د واک ، تېر پېر بايد له پامه ونه غورځولی شي او که چېرې خدای مکړه هغه شېبې بيا راغبرګې شي، بيا به دغه بل شوی اور د دوئ تر لمنو هم ورسېږي.
 
 اوس چې د افغانستان دولت له کومو کورنيو او بهرنيو ننګونو او ګواښونو سره مخ دی لاملونه يې دا دي:
 
۱ –  له ديارلس کالو نه ډېره موده کېږي چې معلم عطا محمد نور د بلخ والي دی. د افغانستان په تاريخ کې هيڅ والي په دومره زور،شدت او غبرګونونو سره د دومره اوږدې مودې لپاره ولايت ندی کړی، د همدې ولايت له برکته  ده چې اوس زرګونه سپکې او درنې وسلې او په ميلونونو ډالره او پيسې لري . دی د دغه واک او ځواک د ساتلو او ژغورلو لپاره له هرې فتنې او وسلې نه ګټه اخلي ، چې موږ په پروان کې د قومندان جان احمد خان ډيپو د بېلګې په توګه یادولی شو.
 
د حامد کرزي له کرکې ډک ميرات نه راپاتې يوه ډېره بده او ناوړې ستونزه همدا ده چې عطا محمد نور يې د راتلونکو حکومتونو لپاره د يوه ګواښ په توګه وساته.
 
۲ – جنرال دوستم چې د ببرک کارمل له حکمرانۍ نه را په ديخوا يو سياسي لوبغاړی دی او تر دغه دمه ډېر ښه ځلېدلی او لوبېدلی دی، غواړي چې يو ځل بيا خپلو پلويانو ته تېره سياسی او پوځي دب دبه ور په زړه کړي. که څه هم دی پدې پوهېږی ، چې عطا محمد نور غواړي ده ته (ګول) ورکړي . دوئ دواړه يو بل ته غله دي ، دواړه کوښښ کوي چې يو بل د خپلو ځانی ګټو لپاره وکاروي. عطامحمدنور ته خپل ځان له ده نه  ډېراوښيار ښکاري ، ولې څومره چې وروستيو پېښو ښودلې ده جنرال دوستم هم بېوسه او بېکسه ندی. د نجيب الله د مهال د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل د خولې کيسه ده:
 
وايي ما ته  ډاکټر نجيب الله سهار وختي د ټيلفون په کرښه ووېل چې (۱۱) بجې زما دفتر ته راشه، زه په ټاکلي وخت ورغلم، د هغه د دفتر ريس (توخي) راته ووېل : جنرال دوستم ورسره ناست دی …ورته ومې وېل : زه بېرته دفتر ته ځم کله چې نوموړی ترې ووت، ما ته ټیلفون وکړه، دوه بجې ټيک توخي راته ووېل : دوستم دا دستي ووت، زه چې ډاکټر نجيب الله ته ورغلم ، ډېر په غوسه وه راته وې وېل! دا څلور ساعته کېږي چې زه له ده ………. سره خبرې کوم ، په هو او نا يې پوه نشوم . په پای کې راته دومره ووېل : په زړه کې ښه اوښیار یم ، خو په خوله يې نشم ويلی.
 
۳ –  د دغو درې واړو ډلو (جمعيت،جنبش او وحدت ) د خپلی مخينې له مخې په خپل مينځي اخ و ډب کې ښکېل ول پدې لړ کې د وحدت مشر محقق هم د دغه ائتلاف يو غړی دی. د ده تنظيم لکه د ده په څېر په توکميزو او مذهبي ناندريو کې دومره ډوب دی چې پرته له خپلو تنظيمي ګټو ، ملی ګټو ته هيڅ  ژمنتيا نه لري.
 
دغه درې واړه ډلې د وسلو زېرمې او ډيپوګانې لري. د دی لپاره چې خپلې زېرمې لا خوندي او لا رسمي کړي او د بهرنيو پوځونو له بريد نه يې وژغوري نو ځکه پدې نوم  چې موږ غواړو شمال له ترورستانو نه  وژغورو. دغه ټلواله مو جوړه کړېده !؟
 
د ډاکټر نجيب الله د واک په مهال هم پدې نوم جنرال مومن ډېرې وسلې او پيسې تر لاسه کړې، چې په پای کې د نجيب د حکومت د پرزولو لپاره مټې رابډوهلې.
 
ښايي دغه درې ګونديزه ټلواله د يوه ځانګړي تشکيل لپاره هم ځني امتيازونه له دولت نه تر لاسه کړي او يا لږ تر لږه تېر (پرتم) ورغوي او د خلکو په مينځ کې چې کوم باور له لاسه ورکړيده بېرته ژوندی کړي. که داسې شي، ناشونې نده چې  د ډاکټرنجيب الله د وخت پېښې په يو څه توپير په يوه بله بڼه راغبرګې شي. لکه څرنګه چې نجيب الله مسير د شمالي ولايتونو د اجرائيه کميټی د ريس په توګه چې ۱۶ تنه يې د حکومت نور چارواکي ووټاکل شو.
د (شمالي حکومت) په نوم تشکيلات به چې دغه درې ګونديزه ائتلاف يې د جوړیدو په تکل کې دی ،  نه يوازې افغانستان ته يو سياسي ګواښ وي، بلکې په اقتصادي چارو کې به هم ګڼې ستونزې رامينځته کړي.
۴ – د ولسمشر د تګلارې پر وړاندې يوه بله ستره ستونزه د ملي یوالی حکومت  په مينځ کې نا يو والی دی چې دومره د اشخاصو د ټاکلو په سر پخپلو کې بوخت دي چې نه د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته اوزګار دي او نه د ځمکې مافيا، اختلاس، قاچاق، بې عدالتي او ډول ډول نور ټولنيزو ناخوالو ته  ,  چې  د هېواد نا امنی او بې ثباتي  ته يې لوی ګواښ پېښ کړی دی.
۵ –  د هېواد د سیاسی ثبات د کمزورتیا یو بل لامل د پخواني ولسمشر حامد کرزي شا و خوا د يو شمېر سلاکارانو شتون دی چې د اوسني  ولسمشر سياسي دريځ ګواښي. حامد کرزی بايد په دې پوه شي، که چېرې غواړي (ملي زعيم) شي لکه څرنګه چې ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په لومړۍ ورځ ورته همدغه مقام  ورغبرګ کړ. ښه به وی چې د هېواد ريښتنی خواخوږی شي.
که چېرې دی هم د عطا ، دوستم او محقق په څېر د سياسي ائتلاف په نوم يوې ټلوالې ته لاس واچوي چې موخې يې سياسي نه وي  ، بلکې په خپلو ګټو ولاړې وي ، نه يوازې به د (ملي زعيم ) وړتيا له لاسه ورکړي بلکې د تاريخ په پاڼو کې به په ښه نوم ياد نشي.
۶ –  د افغانستان د سياسي واکمنتيا لپاره يو ستر ګواښ د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو شوم نېتي ده چې په ډېرې بېباکۍ  د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي .
ايران غواړي د مذهبي او کلتوري يرغل پر بنسټ افغانستان دومره بېواکه او کاواکه کړي چې د دوی د لاسوهنې مخه ډب نشي کړی. 
د ایران چارواکي دا اوس دستي له محقق سره په اړيکه کې دي چې د افغانستان مرکزي حکومت دومره کمزوری کړي چې د دوی لاسوهنې ته لاس رسې پيدا نکړي .
پاکستان زموږ يو بل ګاونډی دی چې د څو پرلپسې لسيزو نه را پديخوا د افغانستان د هر اړخيزې کمزورۍ لپاره هلې ځلې کوي.
د ( ای . ايس . ای ) پر مټ  د افغانستان  د حکومت مخالفين  روزي ، وسلې او پيسې  ورکوي او بيا يې افغانستان ته رالېږي . پاکستان د څو لسيزو په موده کې افغانستان ته دومره درانه مادي او معنوي زیانونه اړولي دي چې په سيمه کې خو ساری نه لري ولې په نړېواله کچه هم د دا ډول لاسوهنې ساری لږ ليدلی کېږي.
 
بايد څه وشي؟
 
له يادو څرګندونو نه دغو پايلو ته  رسېږو چې د افغانستان  دولت بايد پدغو وړانديزونو غور وکړي: 
۱ –  د يوه پياوړي ، ځواکمن او واکمن پوځ رغول چې يوازې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي .
۲ –  د شخصي ملېشو کابو کول، د نا قانونه وسلو زېرمې بايد له مينځه  لاړې شي ، د زور واکو زور بايد اوبه شي ، د سيمه ييزو  واکمنو او قومندانانو واک بايد له مينځه لاړ شي.
۳ – دولت بايد ولس ځان پسې راکاږي او د ولس باور خپل کړي او هم يې د وسله والو له ګواښ او يرغمل نه وژغوری.
۴ – سياسی ګوندونو ته بايد سياسي اسانتياوی برابرې شي او د دوی د سياسي باور لپاره په داسې وړانديزونو کار وشی چې وسله وال تنظيمونه خپل ارزښت له لاسه ورکړي او ريښتني سياست ته مخه کړي.
۵ – د ملي يو والي حکومت چارواکي بايد يو پر بل باور وکړي او هغه  چا ته د دولت او حکومت چارې وسپاري چې رېښتني خدمت ته ژمن وي او هم مسلکي پوهه او وړتيا ولري، د کار مخينه يې ډاډمنه وي.
۶ – ټول سياسي ګوندونه ، مدني ټولنې ، دولت او د دولت اپوزيسون بايد پدې پوه کړی شي چې د دغه نظام 
چپه کول د هيچا په ګټه ندي ټول ولسواک او دموکرات ځواکونه بايد يو موټی نه يوازې دغه نظام له هر ډول بريد نه وژغوري بلکې په وړتيا او پياوړتيا کې هاندې هڅې وکړي.
-
بېرته شاته