(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلور پوښتنې ؟ ځوابونه

[28.Jul.2015 - 17:47]

ډاکترحمیدالله  زړورساپی/بلجیم

 

ډیر ګران او ښاغلی ورور محمدشیرین "ګردیوال" صاحب! اود پشتون سوسیال ډیموکرات ګوند نورو وروڼو غړو ته خپل د زړه له تل څخه تاوده پاسته سلامونه رسوم، روغې سټې مو سره دکورنیو او په ورځنیو چارو کې بري له لویه خدایه غواړم.

په (پښتونخوا ټکی کام) ویبسایټ کې مې دورور ګردیوال ۴ پوښتنې ؟ ولوستلې ، مننه چې په دې حساس وخت کې دشرق اوغرب شیطاني کړۍ د پښتنو ،پښتونوالي اوپښتو دله منځه وړلو پسې راخیستې؛ هر پښتون (اوغان) ته بایدء ده چې لږ ځان وڅڼډي او راځم ستاسو پوښتنو لنډو ځوابونو له،البته زما په ناڅیزه نظر:

۱-د پښتون د ستر هویت (پیژند) او قامي یووالي موخه او هیله ،هوکې د دې ستر ملت د هر اصیل بچي موخه او هیله ده.

۲-د پښتنو د مسئلو قابو کولو لپاره اړین بولم:

الف-د ارواښاد خان عبدالغفار خان غوندې یو په هیواد، قوم، ژبه، پښتونولئ ،اسلام،اودنورو ښو صفاتو مین او عمل کوونکی لارښود(رهبر) پیدا کړو تر څو ټول قوم پرې راغوڼډ شي

ب:د همدې رهبرۍ لاندې ټول ملي، ډیموکراتیک ګوندونه او خوځښتونه له ځانځانیو تیر او یو موټی شي.

پ:لویی جرګې او قومي لاریونونه د پشتون وژنې پر ضد په کار ولوېږي

ټ:په نړیوالو سازمانونو کې د پښتنو او بلوڅو دحقه حقونو یاده ونه،دفاع او پایلامه وشي.

ث:دپښتنو سیمو کې د مدرسو زده کوونکو او د ښوونځیو زده کوونکو ته سم اسلامي علوم او نړیوال تخنیکي علوم  په پشتووروشودل شي؛ نه (نه)  دشرق اوغرب استخباراتي افراطي دسایسو باندې روزل.

ج: هغه پښتانه چې دپاکستان او افغانستان په امنیتی اورګانونو کې د معاش لپاره کار کوي، په لویو جرګو کې خپلو قامي او اسلامي اخلاقو ته متوجه کړل شي او د هر ډول فساد، شکنجو ا.د.ن. څخه د خپلو خویندو وروڼو په مقابل کې مجازات شي.

چ:خارجي افراطي عناصر لکه پنجابیان؛انګریزان،ازبکان، چیچینیایان، القاعده ،داعش ا.د.ن. له پښتنی او افغانی سیمې وووستل سي.

ح:د غټو او وړو اقتصادي پروژو(لکه د چین--پشتونخوا-بلوچستان ؛ د وریښمو لیار ا.د.ن) د پښتنو د کار روزګار لپاره پیلول...

۳::د ملی یووالي لومړیتوب لپاره کومې مسلې؟؟؟

خ-خپله مورنۍ او پلارنئ ژبه پښتو د ښوونځیو؛بازارونو، سرلوحو!، دفترونو، سفارتونو، یو-اِن او نورو بینالمللی سازمانونو ژبه ګرځول(رواجول)+ نورې انټرنشنل ژبو د زده کړې سره

څ-د ډیورنډ انګریزی خیالی کرښې نه منل او دواړه خوآو قبایلو او ولس سره یو شمیرل

ځ-د افغانستان شمالي او مرکزي سیمو کې د هر ډول تجزېې غوښتنو پلانونه خنثا کول او عاملین ېې ګور ته لیژل!!

د- په باندنیو ملکونو کې ټول صرف د افغان(پښتون) په نوم پیژندنه باندې افتخار کول!

۴::په پای کې د هر پښتون ذمه وارۍ؟له کومو لمړی ګامونو؟

مونږ او تاسو ټول پوهیږو چې د پښتنو دوه عادتونه ډیر بد دي چې پخواني مشران لکه خوشحال خان بابا ، باچا خان ،امان الله غازي ا.د.ن. ېې کړولي دي. یو دپیسو په مقابل کې  سستیدل -حتی وروروژنه او بل ځانځاني  چې اولنی بد عادت یی هم د دوهمنی له سببه ده، زما په نظر.

نو هر پښتون چې هر ځای د دنیا کې وي ، یووار دې خپله  خوه لۍ مخې ته کیږدي او خپل سر دې په ګریوان کې ښکته کړي چې آخر به څه کیږم؟. که دا دومره کلونو کې مو یو بل رهبر لکه باچا خان موندلی وای، ځانځانی او وروروژنه مو نه وای کړی؛خود کش بیګانه پرست نه وای او پشتونولي مو په پیسو نه وای خرڅه  کءړای  آیا همدا حال به مو ووء؟

نه، هیڅکله نه. اوس نو اړین دي چې هر پښتون د خپل ځان،کورنۍ، چاپیریال، کارځای، خوځښت، ګوند ،قبیله، قام او ولس په سطحه تر خپلې وسې د خپل پیژند،پیژندتون، پیژندوال په لټه کې اوسو او هغه موخې ته درسیدو اړین ګامونه مو چې سره پورته زکر کړل په عمل کې پلي کړو او راتلونکو نسلونو ته پیغورونه پرې نء ږدوو.!!!. په ډیر درنښت او مینه.

 ډاکترحمیدالله زړورساپی/بلجیم

-
بېرته شاته