(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو سره د سولې مذاکرات

[07.Aug.2015 - 20:55]

طالبانو سره د سولې مذاکرات او نوې هیلې

لیک: انجینیر اجمل شمس  د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر

د پاکستان پلازمینې اسلام  آباد ته نږ دی  د مري په سیاحتي ښارګوټي کې  د طالبانو او حقاني شبکې  استازو او د افغان حکومت د چارواکو تر منځ  څو اونۍ وړاندې ليدنه یو ستر پرمختګ ليدل کیږی . دغه غونډه د بیلابیلو وجوهاتو له کبله  ارزښتناده . د افغان حکومت او د دولت د وسلوالو مخالفینو تر منځ  دا لومړۍ نیغ په نیغ  رسمی لیدنه  وه . دا چې  ددې ملاقات زمینه د پاکستان لخوا مساعده  کړای شوی چی د دولت وسلوالو مخالفینو باندی  تر ټولو زیات اغیز لري د موضوع اهمیت لا زیاتوي .

 تر ټولو مهمه داده چې په غونډه کې  امریکا او چين د مبصرینو په توګه ګډون درلود .د یوې لسیزې څخه د زياتې مودې را په دیخوا کابل تل هیله درلوده چې  د سولې په اړه د دولت د وسلوالو مخالفینو سره خبرې اترې وکړي خود پخوانی ولسمشر حامدکرزي لخوا په دې اړه ټولې هڅې د پاکستان لخوا د عدم همکارۍ او څرګندې تګلارې او  منظمې ستراتیژۍ د نه شتون له کبله د ناکامۍ سره مخ شوې  . که څه هم د  مذاکراتود اوسنۍ  لړۍ څخه ډيره تمه درلودل به د وخت نه مخکې وي خو د طالبانو له لورې د مذاکراتوهرکلی او ورته د دوام ورکولو ژمنه ستر پرمختګ دي . بله دا چې دمهمو  ذیدخلو جوانبو شتون  په مذاکراتو کې موضوع ته لا زیات ارزښت ورکوي .  د کوچني اختر د لمانځه د اداکولو نه وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې لیکونکی هم ورته بلل شوی وو افغان ولسمشر مشر د سولې د بهیر په اړه د طالبانو د مشرتابه څخه مننه هم وکړه . د ولسمشر په صفت د خپلې دندې د پیل څخه ښاغلې اشرف غني پاکستان سره  د دوستانه اړیکو لپاره پرله پسې هلو ځلو او ځینې جدي اقداماتو په نتیجه کې د طالبانو سره د غونډی دغه موقع  مساعده شوې .  د پاکستان په اړه د پخوانی ولسمشر په  پرتله د ولسمشر اشرف غنی دریځ  په واقعیتونو زیات ولاړ او عملي بریښي . ولسمشر غنی په واضحه  ټکو وئیلي  چې د طالبانو سره د سولې نه وړاندې باید د پاکستان سره سوله  تر سره شی . د پاکستاني چارواکو لخوا د طالبانو د تحریک مشر ملامحمدعمر د مړينی خبر په  پټ ساتلو د سولې د بهیر په اړه که څه هم تشویشونه  پیدا شوي خو په عمومي ډول د مذاکراتو د پرمختګ په اړه ملی همغږی شتون لري .

که ووایم چې د ولسمشر د لومړۍ کاري ورځ څخه تر ټولو اړین لومړيتوب سوله دی نو بی ځایه به نه وي . ولسمشر اشرف غنی او اجرائيوی رئيس عبدالله عبدالله  د روانې غمیزې د دوام په  صورت کې  نشي کولای چی د ولس سره کړې وعدې پوره کړي . دا منو چې د دواړو مشرانو ترمنځ  به د دولتي چارو په اړه اختلافات شتون ولري خو دسولې په ارتباط هيڅ  داسی دلیل نشته چی دوی دې په یوه فکراو نه اوسي . سوله نه يواځی د ولسمشر اشرف غنی او اجرائیوی رئيس عبدالله عبدالله په سياسی ګټه ده بلکه د ټول افغان ملت  وړومبۍ غوښتنه هم ده .

پداسې حال کې چې طالبان يواځې د سیمی په کچه یوه پدیده ده  د داعش  ډله چې د یو منظم چوکاټ لاندې کار کوي نړيوالې سلامتیا ته يوستر ګواښ دی چې اوس مهال  په عراق او سوریه ( شام ) کې کافې سیمې تر خپل تسلط لاندې لري او نړیواله اجنډا لري . داعش د افغانستان دختیځ (مشرقی) په ځینې سیمو کې ځای په ځای شوي . دا ډله د طالبانو نه  زیاته افراطي ده . د طالبانو او د داعش سرتیرو تر منځ د سیالیواود جګړو موثق راپورونه هم  وجود لري .د مذاکراتو میز ته د طالبانو د راتللو یوه وجه  د  هغوي دغه  مجبوریت  هم ګڼل کیدای شي . طالبان شاید په دې  پوهيدلي وي چې د سولی د بهیر نه د دوی بیرون پاتې کیدل  به دوی  دخپل لاسې شکست سره  مخامخ  کړي . اسلام اباد هم ته تر ډیره حده شاید دغه انکشاف ته په توجه سره په دوی خپل فشار واردول غواړي . همدې تحول داسې شرایط رامنځ ته کړي تر څو ولسمشر  اشرف غنی د قوی دريځ نه د سولې بهیر ته ورداخل شي  .

 پخوانی ولسمشر حامد کرزی  که څه هم د واک څخه بیرون دی خو د خپلو قایدانه  مهارتونو او په ستونزمنو شرایطو کې د هیواد رهبري کولو له کبله د هیوادوالو د احترام او قدر نه برخمن دی . د ښاغلی کرزي خوشبختي  دا وه  چې په داسې وخت کې ولسمشر وو چې اقتصادی وضعیت د اوس نه  بهتر او په کافی اندازه بهرنۍ مرستې هیواد ته راروانې وې . ښاغلی کرزي په سلګونو اشخاصو ته سیاسي رشد ورکړ  چې ډیری یې اوس د ملی وحدت حکومت برخه دي . ځینې نورو د راتلونکي سیاسي نقش په انتظار ځانونه یو طرف ته کړي  . ښاغلی کرزی د پاکستان سره د ولسمشراشرف غني د مفاهمت پالیسۍ باندې نیوکې لري  . بل طرف ته   پخواني ولسمشر کرزي د سولی لپاره کوم مناسب بدیل او تګلاره نه درلوده  . د ولسمشر اشرف  غني او پخواني ولسمشر کرزي اختلافات د ولس او د سولې د روان  بهیر په ګټه ندي . د یادونې وړ ده چې پدې نږدیو کې په اقتصادي چارو کې د ولسمشر خاص سلاکار او د ماليې پخواني وزیر ښاغلي  ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په منځګړتوب د ولسمشر اشرف  غني او پخواني ولسمشر کرزي تر منځ یو څه د تفاهم فضا را منځ ته شوې .

بې له شکه له طالبانو سره مذاکرات یو ستونزمن کار دی . ځینې انتقاد لري چې ممکن افغان حکومت  دطالبانو يوې مشخصې ډلې سره سولې ته ورسېږي او نورې  ډلې دهر وخت په سیر د دولت په وړاندي د یوې  ستره ننګونې په توګه پاتې شي   .  خو اساسې خبره دا ده چې د سولې په  پروسه  کې پاکستان د ځینې محدودیتونو سره سره ټاکونکی نقش لري او  ولسمشر غنی پدې اړه پوره درک لري .  که  چیرې اسلام اباد یې د منځه وړلو نهايې  پریکړه اوکړي  ، هيڅ یوه ډله چې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو پورې ځان منسوب بولی خپله بقا نه  ویني . د ولسمشر اشرف غنی د سولې لپاره د کوښښونو ټول منطق پر هم دې ټکي ولاړ دی .

د سولې په بهیر کې د چين راښکیلول د ولسمشر اشرف غنی تر ټولو ستره د خارجه پالیسۍ لاسته راوړنه ده . په مذاکراتو کې  چين راښکيلول په داسی حال کې چې چين او پاکستان په تاریخی لحاظ ملګري هیوادونه او په یو بل کې خپلې مشخصې سیاسي ګټې لري مهم انکشاف دی  . طالبانو سره سوله د چین په ګټه ده . پدې اساس د پاکستان لپاره به ګرانه تمامه شي چې طالبان بالاخره د افغان حکومت سره سولې ته چمتو نکړي .

تر ټولو مهمه دا ده چې دسولې پروسې په دی کوښښونو کې ولسمشر اشرف غنی د ملت پوره ملاتړ لري .  افغانان  پوهېږي  چې د سولی او امنیت   پرته د دوي  په ژوندکې مثبت بدلون  نشي راتلی  . دا چې په عمومي توګه د سولې بهیر یو پیچلی سیاسي جریان دی او متعدد لوبغاړي لري نو ځکه سولي ته د رسیدو وخت اټکل به ګران وي . خو یوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې روان بهیر د طالبانو په تدریجي ډول د صحنې نه وتل او پر ځای یې د  داعش پیل دی . همدا ټکی دسیمې هیوادونه او په خاص ډول افغانستان، پاکستان او چین دې ته مجبوروي چې سولې ته کار وکړي  او په ګډه همکارۍ د داعش مخه ونیسي . د افغانستان لپاره دا ډیره مهمه ده چې امریکه  او پاکستان دواړه د سولې پدې بهیر کې شریک دي . همدې نقطې د سولې لپاره نوې هیلې را پیدا کړې دي .

-
بېرته شاته