(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولسمشر وينا پر ځای وه

[11.Aug.2015 - 17:17]

لیک: محمد اسماعيل عندليب

په ټول هيواد او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د يوې اونۍ راهيسې د روانو بريدونو او نا امنيو په اړه تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسنيو په وړاندې راڅرګند او پر ځينو موضوعاتو خبرو کولو سربېره يې ځينې پوښتنې هم ځواب کړې.
په عموم کې د هغه څرګندونو دوه برخې درلودلې، چې يوه يې د هيواد د وضعيت په اړه وه، او بله يې د کړو ژمنو د عملي کولو په هکله، غني چې د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال د ولس سره کومې ژمنې کړې وې، هغه يې تر اوسه يوه هم نه ده عملې کړې، ولسمشر يوازې د تدارکاتو په برخه کې د څو ميليونه ډالرو د سپما، او کابل بانک په قضيه کې د پورونو د بېرته ورکولو خبره کوي.
خو که په دې موضوعاتو کې هم هغه سپينې حسابۍ ته کېنول شي، نو باقي کيږي، او اصلاً دغه کړنې د يو هيواد په کچه او د يو جمهور رئيس په توګه د نړۍ د دوهم شمېره مفکر لپاره کوم برياليتوب، يا لاسته راوړنه نه بلل کيږي، بلکې دا به لا عار وي، چې د افغانستان په څېر حالت درلودونکي هيواد کې، څوک نور موضوعات پرېږدي، او پر څو ميليونه ډالرو حساب وکړي.
خو دوهمه برخه يې بيا د پاکستان په اړه د ښاغلي اشرف غني دريځ و، د هغه دغه څرګندونې خورا پر ځای وې، او زما په ګومان چې کوم باتجربه سياستمدار به پوهولی وي، چې څه ووايي، ولې يې ووايي، او پايلې به يې څه شي.
په کابل، لوګر، کندهار، او کندز کې وروستيو بريدونو عموماً افغانان وځورول، او په ورته وخت کې يې د سولې، پخلاينې او افغانستان کې د بل چا لپاره کار کوونکو کړيو ته فرصت په لاس ورکړ، چې له حالت څخه ګټه واخلي.
لکه چې معمول دی، او لکه چې ذهنيت دی، د کابل په پېښو کې چې ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله رسېدل د اندېښنې او خواشينۍ وړ دي، پاکستان تورن شو، او د کابل لارې کوڅې د پاکستان ضد دريځونو ونيولې، په دې برخه کې نه يوازې عام خلک، د مدني ټولنو غړي، ژورنالستان او محصلين شامل و، بلکې دولتي مامورين، د پارلمان غړي، او سياسي کړۍ هم شاملې وې.
په همدې أثناء کې هغو حلقو چې کوښښ کوي، د افغانستان د سولې بهير ته زيان ورسوي، د ګاونډيو هيوادونو او نورې نړۍ سره د افغانستان پر اړيکو نه دي خوښ، دلته په جګړو او نا امنيو کې خپلې ګټې ويني، ورسره دا اواز هم اوچت کړ، چې د طالبانو سره خبرې ګټه نه لري، بايد ودرول شي، پاکستان د تروريست هيواد په توګه وپېژندل شي، او افغانستان يې بايد په وړاندې د جګړې سنګر ونيسي، ځينې به بې طرفه هم و، خو د حالاتو اصليت به يې نه وي درک کړی.
دا چې پاکستان هر ډول دی، دا د منلو ده چې پاکستان يو جنګي اقتصادي هيواد دی، او په نا امنيو کې يې ګټې نغښتې دي، د افغانستان په اړه منفي سياست لري؛ خو په اوس وخت کې اشرف غني د دې هيواد سره د باور فضا رامنځته کړې ده، د پاکستان په توسط يې د طالبانو سره خبرې پيل کړي دي، او پاکستان هم د ښه نيت څرګندونه کړې ده.
نو په داسې حالت کې چې د پاکستان له خوا نرمښت ښودل کيږي، او د دې نرمښت يا نويو اړيکو مثبتې يا منفي پايلې نه دي راوتلي، د افغان دولت لپاره نه دي پکار چې په لوی لاس يو ځل بيا د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې ترينګلۍ کړي، او زه ګومان کوم چې افغان او پاکستاني دولت دغه باريکي درک کړې ده.
دا چې د ولسمشر د تېرې ورځې څرګندونې د پاکستان پر ضد د جنګ په معنی تعبيريږي زما په باور دا غلطه خبره ده، يو سياستمدار ته پکار دي چې د خپل ولس په نبض پوه و اوسي، اشرف غني ته د تېرې ورځې د څرګندونو مشوره همداسې يو د افغان ملت پر ذهنيت خبر شخص ورکړې ده، د هغه څرګندونې به وکولای شي، په ولس کې راولاړ شوی بړاس کېنوي او غوصه کمه کړي، او په ورته وخت کې به د پاکستان سره پيل کړې معاملې ته په سړو غوږونو دوام ورکړي.
د ولسمشر خبرې کولای شي، چې د مغرضو اشخاصو خولې بندې، او کړيو په مخ کې مانع جوړ کړي، او دولت ته موقع په لاس ورکړي، چې روانه قضيه يو منقطقي انجام ته ورسوي، دا چې پای به يې بريا او که ناکامي وي، دا به وخت ثابته کړي، خو که افغان دولت يې له وخت مخکې په ناکامۍ تمامه کړي، ګويا (له مرګ مخکې پښې وغزوي) نو نړۍ ته هم دا جواز پيدا کيږي، چې د ملي يو والي حکومت ته د ملامتۍ ګوته ونيسي.
له بله پلوه داسې ښکاري چې پاکستان هم درک کړې ده، چې د اشرف غني خبرې جدي نه وې، ځکه خو نواز شريف د اشرف غني د څرګندونو په وړاندې خورا نرم دريځ ونيو.
پاکستاني چارواکي به له دې امله هم د اشرف غني په ښه نيت پوه وي، چې په تېرو څو ورځو کې افغان دولت د پاکستاني چارواکو سره څو څو ځله اړيکې نيولي، د نواز شريف سره د اشرف غني تلفوني خبرې، د مولانا سميع الحق سره د افغان سفير جانان موسی زي ليدنه، او د مولانا سره د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني تلفوني خبرې، دغه راز د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پاکستان ته د افغان پلاوي سفر ټول هغه څه دي چې ښيي، دواړه هيوادونه په خپلو پخوانيو موقفونو ولاړ، او د اشرف غني خبرې يوازې او يوازې پر دولت د فشار کمولو او خلکو د غوصې سړولو لپاره وې.
د ولسمشر د خبرو اغيز راڅرګند شوی هم دی، په ټولنيزو شبکو، راديو او تلويزيوني پروګرامونو کې به مو په تېرو دولسو ساعتونو کې ليدلي، او ريدلي او لوستلي وي، چې مخالفين ساړه، او دولت ته فرصت په لاس ورغلو چې په ارامه فضا کې خپل پروګرامونه عيار او پر مخ ولاړ شي.
زه په دې عقيده يم، چې په حساسو حالاتو کې له جوش څخه نه، بلکې له هوش څخه کار اخيستل پکار دي، او هومره بيدار اوسېدل پکار دي، څومره چې د هيواد دوښمن د فرصت موندلو لپاره بيدار وي، دولت بايد همداسې وي.

-
بېرته شاته