(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمحمد طارق بزګر ژوند ليک

[24.Aug.2015 - 16:40]

دمحمد طارق بزګر د دعوت جريدې او ويبپاڼې (افغان سباوون) مسئول مدير لنډ ژوند ليک 

لیک: حبيب الله غمخور
دپښتوادب ستوري الفت صاحب  د دې ښکلې شعر په لورېينې سره  زموږ د دې ځوان او هڅاند فرهنګي شخصيت ،ليکوال ،او ژورناليست  ښاغلي محمد طارق بزګر لنډه پېژندنه پيلوم  
د۲۰۱۰ ز کال دجنوري ۱۷.
د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
دا خوږي ، غوړي کولي دې وي د نورو
د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

دښاغلي محمد طارق بزګر زموږ تکړه ليکوال او فرهنګی څېرې ۲۳ کلن  (د۲۰۱۰ ز کال ) فرهنګی او ولسي چوپړ يادغونډي ته ئي ډالۍ کوم 

د پيل خبري :
درانه لوستونکي خبردی چي دسويډن پلازمېنه ستوکهلم  په ښارکي زموږ دځوانانو د( زلمو پاڅون ټولنې) لخواد ځوان فرهنګي څېرې د علمی او فرهنګی چوپړ د درنښت په وياړ د روان کال د دسمبر پر لسمه يوه درنه غونډه رابللې ده .
ياخو ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب ځوانه فرهنګی څېره ده اوياخولاموږ تر اوسه دې کچې ته نه يو رسېدلې چې دخپلو شخصيتونو ژوندليک ولرو، دغونډو دمعمول او دغې تشې د ډکېدو په موخه مې پرېکړه وکړه  دخپل دې فرهنګی دوست  د پېژندليک دماڼۍ ډبره کښېږدم . پدې پوره باور لرم چې د بزګر صاحب ژوندليک به تر دې چې ماليکلئ څوځله  اوږد او لوستل به ئي زموږ ځوان نسل ته ګټوروي  . سره لدې چې دښاغلي طارق بزګر صاحب د کار او فرهنګی چوپړ سره به ډير هيوادوال اشنايي ولري ، خو د دې ليکنې نه زماموخه داده چې له يوې خوا مې د هغه زيار او زحمت ستاينه کړې وي  او دبلې خوامې لږ او ډير د دې دروندشخصيت په هغو اړخونو لوستونکي خبر کړي وي چې دوئ لاپرې خبر نه دي .
کله چې سويډن ته راکډه سوم دلته مې  د فرهنګی ګټورو کارونو چې موخه ئې له يوې خواپه بهر کې  د افغاني کلتور ژوندی ساتل او دبلې خوا ځوان نسل د دې کلتوري ارزښتونوسره په پيوند کې روزلو اړتيا احساس کړه ، له نېکه مرغه دغه هدف ته د رسېدو لپاره د خپلو يو شمير هيوادوالو ملاتړ مې سمدواره احساس کړ، د دوئ په هڅونه مې  فرهنګي کارونو او پدې برخه کښې د ګټورو ګامونو پورته کولو ته زياته پاملرنه وکړه . زما د همدې وطندارانو د هڅونې او ملاتړ په پايله کښي پردې بريالی سوم په ۲۰۰۰ م کال کې د لومړی ځل لپاره د پښتوادب  ستوري، سياسي او ادبي شخصيت ارواښادګل پاچا الفت په وياړ نړيوال علمي سمينار د مالمو په ښار کې جوړ کړ، په همدې سمينارکښي د ډيرو فرهنګي، علمي او سياسي شخصيتونو تر څنګ د دې منلي او هڅاند فرهنګي شخصيت سره معرفي شوم ، زموږ دوستی او د ګران هيواد افغانستان لپاره ګډه فرهنګی همکاري او هڅې تر نن ورځې پوري دوام لري .
دا چې په سويډن کښې د ژوندو فرهنګيانو، اديبانو، شاعرانو او ژونالستانو دستاينې او هڅونې، د ملي او وطنی چوپړ د درناوي او ارزونې  په وياړ يو په بل پسې درنې غونډي جوړېږي زما او ټولوافغانانو لپاره د وياړځاي دی .
دې ټکې ته مې پدې خاطر ګوته ونيوله  چي له بده مرغه تراوسه لاڅنګه چې اړينه ده او په نورو ولسونو کې دملي عنعنې بڼه لري په موږ افغانانو کې د خپلو ژونديو څه قدرنسته کله چې خداي نخواسته مړ سي يوه نيمه ورځ ئې وير وکړو او بياد ابد لپاره رانه هير سي . هغه د محترم ننګيال صاحب خبره ((نه د ژوندو چندان قدرکوو اونه د مړو.))
د دې ناخوالوسره پدې وروستۍ لسيزه کښې د ځوانو فرهنګيانو او روڼ  اندو په هڅو او تلاښونو د فرهنګي ټولنو په مټ معقوله مبارزه روانه ده . د همدې ملي او معقولوتلاښونوپه پايله کښي دا دي اوس د دې پروسې شاهدان يو چې نه يوازي له هيوادنه  بهر بلکې د داسي ستاين غونډو لمن تر افغانستان پوري هم غزیدلې ده. اوس د ژونديو ليکوالو، اديبانو، شاعرانو، ژورناليستانو او فرهنګيانو د ملي او وطني چوپړ درناوی کيږي او د هغوئ د ستاينې په موخه علمي او ادبي درنې غونډي جوړېږي او د همدې غونډو د جوړېدو په درشل کښې زموږ د ټولنې د ژوندیو وياړونوستاينه کيږي  او هغوئ نور هم علمی او ادبي چوپړ ته هڅول کيږي .
زما له نظره ښاغلي محمد طارق بزګر نه يوازي فرهنګی شخصيت دی بلکې يوکارنده ژورنالست او تکړه ليکوال هم دی ، د دعوت جريدې لپاره ټولي سرمقالې د همدې بزګرصاحب په قلم ليکل سوی ،چې د ده د پوهي او وطني مينې ښکارندويه بېلګه ئې ګڼلاي سو .
ښاغلی محمدطارق بزګر نه يوازي دبيلو بيلو مقالو په ليکلوسره بلکې دا(( ۲۳ ))کاله په پرله پسې توګه د افغانستان د ډله ايزو رسنيو په أسمان کښې د دعوت په نوم جريدې دخپرولو شمع روښانه ساتلې ده او له دې لارې ئي نه يوازي دا چې د خپلو ليکوالو او سياسي څېړونکو نظريات  تر هيوادوالو او نړيوالو رسولي دا دي اوس ئې د۱۹۹۷ کال راپدې خواد دعوت  جريدې د نشرېدو تر څنګ  دعوت ويب پاڼه پرانيستې او له دې لاري هم د افغانستان او نړۍ په ګوټ ګوټ کښي افغان ليکوالو ته د خپلو نظرياتو، علمي او ادبي ليکنو د نشر پوره امکانات برابر کړي دي . په مټ رسولې بلکې خپله ئي هم ماحبیب الله غمخور ته هم دا رامعلومه ده چې په بهر کې ديوې چاپي رسنۍ د کار پرمخ بېول څومره ستونزمن کار دی خو وياړ ئي پدې کښي دی چي د همدې رسنۍ په مټ ليکوال او ولس يودبل په حال خبرېږي . ماته د بزګرصاحب هڅې او تلاښونه له نږدې معلوم دي اود ده د دې فرهنګی چوپړ په ملي ارزښت پوهيږم .
ددعوت پر ټنډه ليکل سوی  چې مياشتنی خپرونه ده خو زه به ورته ورځپاڼه ووايم . عفوه غواړم چې ژورناليستان او د دې مسلک خاوندان ډير  ژر راباندي په قهر نسي چې داڅه وايي ؟ 
د دې خبرې نه زما موخه دا ده چې په دعوت کي خپاره شوی مطالب دومره عالي اوبډاي وي چې په يوه او دوو مياشتو کي نه زړېږي . زه زموږ ځوان نسل ته مشوره ورکوم چې هره ورځ  دعوت ته مراجعه وکړي او له هغه سره په مشوره د هيواد او نړۍ په هکله نوي نظر ونه ،نېکي مشوري او معلومات ترلاسه کړل شي  .
زه نه غواړم پدې ليکنه کښې چې د بزګرصاحب ژوندليک ته مې ډالۍ کړېده د دعوت جريدې پر فعاليت او ملي ادبي ارزښت باندي ډيري خبري وليکم  دومره غواړم څرګنده کړم ،چې دعوت اوس  يوازي داسي خپرونه نده چې د ملي کلتور او ثقافت ساتلو او ادبياتو په پياوړتيا کښې  وياړلئ ځای لري بلکې د افغان قلموالو په بې ساري مرستې د افغانستان د سياسي،اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو پېښو د څو کلن تاريخ  په کتابتون او أرشيف بدل سوئ دی  .
طارق صاحب د ليکوالۍ او فرهنګی چوپړ په برخه کې د قلم چلولو تر څنګ د افغانستان دسياسي حالاتو په اړوند هم د ننداره کوونکی په توګه ندی پاته سوی د خپل ژوند د امکاناتو په چوکاټ کښې د ملي ګټو او هيوادوالو د هوسا او بسيا ژوند راوستو لپاره هم د فرهنګی ژوندد امکاناتو په چوکاټ کښې تلاښونه کړېدي او پردې لار تراوسه هم روان دی .
ځکه خو ئې د افغانستان په اړوندپه ټولو هغو کنفرانسو او غونډو کې چې په اروپايي هيوادو کښي جوړ سوی فعاله برخه اخيستې په کومو کې چې د ګډون حق او بلنه ورکړه سوې ده . همدا ډول ئې د اروپا په مختلفو هيوادو کې د فرهنګی ټولنو په نوښت علمی او څېړنيزو کنفرانسونو، سمينارونو او غونډو کې هم فعاله برخه اخيستنې ده . دا خولاپرېږده چې دا ۲۳ کاله د کډوالۍ د ژوندله ټولو کړاونو او سرګردانيو سره د دعوت جريدې او دعوت ويبپاڼې  د خپرېدو تر څنګ دا دی اوس   د يوه پښتو ژبې تلوېزيونی چينل د جوړېدو لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکی تلاښونه کوي.
 
زه محمدطارق صاحب ته پدې وطنی او ملي فرهنګی چوپړ کښي د لازياتو برياو په غوښتلو سره خپلې تبصرې لمڅی رانغاړم او غواړم درنو لوستونکو ته په لنډو ټکوکښي د دوي دغه فرهنګی چوپړ دبڼ د ماليار ، تکړه ليکوال او ژورنالست وروپېژنم .
زېږېدنه ،يادې نړۍ ته سترګې غړول  :
د پښتو ژبې دغه  پېژندل سوې څيره او ژورناليست محمد طارق بزګر له نن څخه پوره  ۴۵ کاله پخوادې نړۍ ته په ۱۳۴۵لمريزکال د کنړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی ارواښاد عبدالقیوم بزګر په يوه منوره او متدينه کورنۍ کښي دنياته سترګې غړولې دي . ارواښاد عبدالقیوم بزګر د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی نه تر فارغېدو وروسته د ظاهر شاه او داودخان په رژيمونو کښي  مختلفې دولتي دندو په کار ګمارل سوئ دي او هغه ئې په پوره امانتدارۍ او صداقت سرته رسولې دي  .
ښاغلي طارق بزګر لومړنۍ او منځنۍ زده کړی د کابل ښار په مختلفو ښوونځيوکښې سرته رسولي دي ، نوموړی لا د کابل ښار د نادريې ليسې په يولسم ټولګۍ کښې په زده کړې مصروف و چې دی پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندي دمخالفت له مخې په ۱۹۸۰ کې له کابل نه د پېښور په لور هيواد پرېښېدو ته مجبورسو په داسې حال کې چې کورنۍ لا په کابل کې اوسیده .
دنوموړی په ويناهلته هم د کورنۍ لخوا ورته تل د زده کړو سپارښتنه او هڅول کیده ځکه خوئې عالي تحصيلات دپېښور په اسلاميه کالج او د پېښور پوهنتون نه په سياسي علومو او اسلامياتو په برخه کښي عالي اومسلکي تحصيلات په بری پاي ته ورسول .
په کوزه پښتونخواکښي تر اته کاله ژوندکولو وروسته په ۱۹۸۸ ز کال د یوازې دناروی هيواد ته رامهاجر سو. دهغه کره معلوماتو له مخې چې په ناروی کښې ئې د ښاغلی طارق بزګر په اړه لرم دلته ئي هم دناروي دلوړوتحصيلاتوپه موسسه کښي ( Bodø High School Norway) انترنيتی ژورناليزم ولوست  او تر هغه وروسته ئي  دکانبرن (Canburne University) په پوهنتون  کې د ژورناليزم په برخه کښې تحصيل کړی او تر اوسه په زده کړو بوخت دی او وایی چې تر څو ژوندی وی زه به تل یو زده کوونکی یم.
ليکوالي اوفرهنګی چوپړ :
بزګر صاحب وايي لمړۍ ځل مې په  ۱۹۸۲ ز کال پېښور کې د کډوالۍ د ژوند په شرايطو کښې د مقالوپه ليکلو پيل وکړ چې تر ۱۹۸۸ ز کال پوري د افغانستان او نړۍ په مختلفو رسنيوکښي په پښتو،دری ،اردو او عربی ژبوخپرې شوي دي . طبعی ده چي تر اوسه ئي له نېکه مرغه د قلم رنګ نه دئ وچ سوی اوګوتې ئې دقلم ښورولو او ماغزه یې د تحليل او مسائيلو د څېړلو پوره او غښتلئ توان لري پردې خداي ورکړي استعداد دې نور هم برکت وي .
د دې هڅاند ليکوال او له هيوادسره مينه ناک ژورناليست دليکنوتنده پرديو رسنيونسوای ماتولاي، همدا دليل وو، چې پسله ډير زيار او زحمت نه ئې پخپله ديوې چاپی رسنۍ ((دعوت )) په نوم مهالنۍ خپرونې چې بيا وروسته په جريده بدله سوه په خپرېدولاس پوري کړ. دعوت دا((۲۳ )) کاله په خپلو(( ۲۳۰ ))خپرو شوو ګڼو کښې چې د نړۍ تر پنځوسو هيوادو پوري رسېږي افغان ولس ته د خپل هيواد او ټاټوبې سره مينې او محبت د د ې ټاټوبې اوسېدونکو ته د انساني چوپړ ، په هيواد کې د هوسا، بسيا او دموکراتيکې ټولنې د جوړېدو لپاره د ملي، علمي، سياسي، ادبي او فرهنګی رښتياني او ګټور چوپړ دعوت ورکړی . دې خپرونې هيڅ کله خپل نظر او عقيده پر لوستونکو او د هيواد سياسي، ټولنيز او فرهنګی بهير پر مينه والو نده تپلې، بلکې د خپل نظر د څرګندولو تر څنګ ئې تل د افغانستان د مختلفو سياسي، علمي، فرهنګی  او مذهبي څېرو نظريات او عقايد تر خپلو لوستونکو او مينه والو پوري رسولي دي. دعوت خپرونې او دعوت ويبپاڼه کښي د ورلېږل سوو ليکنو او مطالبو خپرولومسئولیت د محمدطارق بزګر  پر غاړه دی، خو په دعوت جريده اودعوت ويبپاڼه کښي دنظرياتوخپرول او په خپلو نظرياتوافغان ولس خبرول د هر ليکوال او دعوت قلمی همکار دنده او مسئوليت دی . اړينه ئې بولم څرګنده کړم چې د څو کالو راپدې خوا دعوت جريده په پښتو،دري ،انګليسي اوناروېري ژبوليکنې خپروي .
د دعوت جريدې او دعوت ویبپاڼې د۲۳ کلن  علمي اوادبي چوپړ ارزونې په اړوندزه يوازې د دې نشراتي ارګانو دقلمي همکارانو او لوستونکو دڅو دوستانو د ليکنو او پېرزوينو څو ټکی دبېلګې په توګه رااخلم ترڅو درانه لوستونکي د دې نشراتي ارګانو او خپله ښاغلی بزګر صاحب د ژورنالستيک او فرهنګی خدمت د ارزښت او رول په هکله تر يوه بريده معلومات پيدا کړي :
ښاغلی ډاکټرصاحب نبي مصداق  ليکي : تاسو د ډیرو اقتصادې ستونزو سره سره دعوت وچلولو او د خوښې ځای دی چې ځان لپاره مو د افغانستان په مطبوعاتو کې د تل لپاره نیک نوم وګټلو.
آوس چې هماغې جریدې تر څنګ ډیر اصلاح شوی او ښایسته ویب پاڼه هم پر مخ بیاېې ډیر د خوشالې او افتخار ځای دی. ځکه مونږ دا دی درې لسیزې کیږي چې د نړۍ په هر ګوټ کې خواره شوی یؤ، دعوت جریدې ته د انتظار پر ځای،  د ویب پاڼې له لارې د افغانستان په پیښو هره ورځ خبریږو.
زموږ بل د غښتلي قلم څښتن استاد صباح صاحب  دعوت ارزونه کړې وايي،نشريه دعوت به مثابه يک نشريه ملي و وطني در امر اطلاع رساني و آګاهي عمومي کارهاي نهايت مفيد و ارزنده يي را انجام داده است .
تکړه ليکوال او ژباړونکي رحمت آریا  صاحب ،د استاد صباح سره همغږي لري ليکي: دعوت د خپلې ناپېلې او بې پرې تګلارې پر بنسټ د افغاني – پښتني دود او پښت د رغښت لپاره د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له لارې پیاوړې لاس ته راوړنې لري او ویاړ یې د افغانانو د ټولنیزو فرهنګي بنسټونو پرځلانده تندي د ځلانده ستوري په توګه ځلیږي.
هره لاره ځانته لوړې او ژورې لري ، په ځانګړې توګه د افغانستان ناورین ځپلې ټولنه چې د ټولنیز ژوند هرګوټ یې د درو تېرو لسېزو خونړیو جګړو په ترڅ کې په ژورو ګړنګونو اوښتی دی. جګړې نه یوازې زموږ مادي شتمنۍ لوټ کړې بلکه زموږ معنوي ارزښتونه یې را دړې وړې کړل. نیواکګرو او ښکیلاکګرو ځواکونو د دغې ټولنې هره برخه ونړوله خو د ډیرې خواشېنۍ ځای دا دی چې دغه نړونه  نه یوازې پرديو وکړه بلکه یو شمیر ککړو افغان لاسونو هم پردیو ته په چوپړ کې د دغې نړونې پر اور دومره تیل ور توی کړل چې ان پردې په خپله ورته هک پک پاتې شول.
هرګوره! د دعوت ویبپاڼه یوه له هغو رغښتګرو زړه سواندو لاسونو څخه ده چې د دغې ورانۍ په بیا جوړونه کې شپه او ورځ نوښتګرې خولې تویوي.
په وروستیو وختونو کې د دعوت ویبپاڼې انځوریزه مخبڼه هم په نوې بڼې راواوښتله او د پخوانۍ مخبڼې په پرتله یې لا ښکلا وموندله.
کاندید اکادمیسن او تاريخ پوه محمداعظم سیستانی ،هم د دعوت ستاينه کوي وايي : دعوت، با چاپ ونشر وتوزیع ۲۱۱ شماره،  واقعاً رسالت بزرګ ملی وفرهنګی خود را در جهت آګاهی دادن و آګاه ساختن هموطنان خود از تازه ترین تحولات اجتماعی و سیاسی متعلق به کشور جنګ زده افغانستان، بدوش ګرفته و تا آنجائی که من می بینم این رسالت را به نحو تحسین برانګیزی ایفا کرده و میکند.
ښاغلی  پوهانددوکتورمجاوراحمدزيار صاحب د دعوت دشلمې کاليزي  په مناسبت خپل لېږل سوی پيغام کښې ليکي:
زه پر خپل وار د دغې ټولمنلې مهالنۍ شلمه کاليزه ګران او هڅاند رسنوال دوست محمدطارق بزګر ته نیکمرغه او ښه وايم. ټولمنلتيايې تر هرڅه له مخه په دې دوو ټکوکې نغښتې چې يو خوايې د دروخپرنيو(پښتو، پارسي او انګليسي) ژبو  په کارونه د قلمي همکارانو او لوستونکو کړۍ ښه ترا غځولې او بل يې له ټولو رسنيزو اَرونو سره سم هرې اندپوهې او ليدتوګې ته خپله غېږ تل پرانېستې پرې اېښې ده. په دې توګه يې د هغو لنډ اندو بنسټپالو او بېلتونپالو د بېځايه نيوکو پلمه له منځه وړې چې ګډ تاريخي هېواد او هېوادوال  د خپلو  ناولو سياسي، اندپوهيزو او ژبتوکميزو او بيا د بهرنيو بادارانو له ګټو وټو ځاروي.
د ژوند په داسي ناخوالو کې يې  ډير کم خلک  شل  کړي، خو ها د صالح محمد صالح صاحب خبره ستاسو  دعوت ستاسو په افغاني همت او د پښتو او وطن سره د بې دريغه ميني او محبت په احساس سره   دا دي  شل کړه .  مطبوعاتي   کار او ديوې ملي خپروني پرمخ بېول هغه هم د غرب په لالهانده ژوند او د وطن په داسي وينولړلی ، لړزانده او د رنګونو په بازار کې  د زړه خوږ غواړي چې څوک دي    شل کاله  ور باندي ووهي او ځان ته لوی وياړ  تر لاسه کړي
زموږ پياوړی ليکوال په استرالياکې مېشت افغان ښاغلي هدايت الله هدايت صاحب خپله ارزونه پدې بڼه زموږ او تاسو سره شريکوي :
محترم بزګر صاحب!
تازه ستاسو د دعوت ويبپاڼه هم د شکل او محتوی د لحاظه ډېره ښکلې او بډايه سوې او په افغاني حلقو کي يوه مطرح او درنه پاڼه ګرځېدلې ده . تاسو ګران  د دعوت په  خپرونو کې  د بيان و آزادی او وطني رسالت ته مو ښه پوره ميدان ورکړی دی  چې دا کار ستاسو د   د پراخ نظر او وطنپالني  استازيتوب کوي  . هغه باور او درناوی چې تاسو ګران يې و ورځنيو ملي غوښتنو او پښتنو ته کوی او   هغه واقعيتونه چې تاسويې   په دعوت کې منعکسوی نو ستاسو پاڼه يې  د زيات قدر وړ ګرځولې ده .
د کابل پوهنتون استاد کاظم بيمار صاحب ليکي :
د دعوت جريده او بريښنا پاڼه د تاسيس د ورځي څخه بيا تر نن پورې د ګران هيواد افغانستان او هيوادوالو په خدمت او چوپړ کې ده. او په دغه ليار کې مخ په وړاندي روانه ده او د حقايقو په نشر او خپرولو کې يې هيڅ وخت دريغ نه دى کړى او د هيچا او هيڅ قدرت تر تاثير لاندي نده تللي، او هيڅکله يې ځان په ژبني، قبيلوي، مذهبي او سمتي تعصبونو او تبعيضونو ندى ککړ کړى... .
دعوت بيطرفه جريده او بريښنا پاڼه ده مګر بې غرضه نده، ځکه چې د خپل هيواد د ملي مصالحو او د وطن د تماميت مسووليت په غاړه لري. دغه غرض ته د رسيدلو لپاره ېې تل ملي څيرې او ملي مبارز شخصيتونه را دعوت کړي چې د وطن د ملي مصالحو او ملي ګټو څخه په دفاع قلمي مبارزې ته پرله پسې دوام ورکړي.
له امریکانه استادقدرت الله فرهاد صاحب بياوايي :
دعوت رښتیا شل کلن ښکاري له دعوت سره زما اړیکه وه او ده چیرته چه د پښتو شمع بله شي هلته پتنګان وي.
دافغانستان له پلازمېنې کابل ښارنه ښاغلی احمد فرزان  صاحب ليکي  :
د پښتو په رسنیز بهیر کی دعوت ځانګړی ځای لري ، ښایی د اوسنیو ټولو پښتو خپرونو او خپرنیزو بنسټونو سرلاری یی وګڼو، زه د زړه له تله خوښ یم چي زموږ فرهنګي او قلمی ملګري په دی توانیدلی چي دخپلی ژبی لپاره یی د چوپړ دونه اوږد واټن طی کړی او لایی هم ورته ملاتړلي چې تر منزل مقصود پوري ځان ورسوي.
ښاغلی عمر پاڅون ليکي :
زه دعوت سره د ۱۹۸۸ کال راهیسې په اړیکه کې یم، دعوت د لاس په لیکلو د خپل منزل په لور رهي شو، ډیر زر یې ټایپ ته لار ومیندله چې په  ډیر لنډ وخت کې کمپیوټر ته ننوت چې چاپي جریدې سره یې یوه د دعوت ویبپاڼه د ۱۹۹۷ نه هم خلاصه کړه اوس دعوت یوه جریده نه بلکه یوه میډیا ده چې نن په زرګونو لوستونکي لري. دعوت نه یواځې افغانانو ته په پښتو او دری بلکه بهرنیانو ته هم په انګلیسي او نارویژي ژبو زړه پورې لیکنې وړاندې کوي. همدا سبب دی چې ډیر  بهرنی لوستونکی او لیکونکی لری.
انجنیر فضل احمد افغان له کاناډا نه پدې هکله خپل نظر د لوستونکوسره پدې بڼه شريکوي  :
زه ویاړم چه د دعوت د ویبپاڼی سره اړیکې لرم او ښی زده کړی ورنه کوم زه تاسی ګران او قدرمند ورور ته چې خپلې شپی او ورځی مو د ګرانو وطنوالو په چوپړ کی د  دین، سولې، آزادۍ او استقلال له پاره وقف کړی دی او د وطنوالو له پاره زحمت باسۍ د پاک الله نه ستاسی نور بری غواړم .
محمد ایاز نوری  صاحب له هالنډ نه دانجنير فضل احمد افغان دخبروپخلی کوي وايي :ددعوت نشرات تل د ملت په دفاع او د حقیقت په ویلو استوار وو او دي. قلمي همکاران یې هم ټول افغان لوړ ملي او د لوړ انساني احساس درلودونکي افغانان پاتې شوي دي. او البته کله چې یوه رسنۍ د یوه واقعاً ملي مبارز شخصیت لکه محمد طارق بزګر صاحب له خوا اداره کیږي. معلومه ده، چې هلته ملي خاین ور نشی ورټکولای .
د دعوت جرېدې اودعوت ويبپاڼې د ارزونې کږدۍ لمڅۍ د ګران ځوان او تکړه ژورنالست صالح محمد صالح  پدې ټکو رانغاړم چي وايي بزګرصاحب! دعوت شل کړه .
هغه وړاندي ليکي ،دعوت هغه خپرونه ده چې په تېرو دوو لسيزو کې يې د افغان ولس ملګرتيا کړې او که نورو دې ولس ته ټوپک او ټانک ډالۍ کړي دې خپرونې ورته پوهه، مينه او ورورولي ورکړې ده. د نېکمرغۍ ځاى دى چې دې خپرونې دوې لسيزې عمر وکړ  ډېرې خپرونې خو داسې دي چې تر يو څو ګڼو وروسته يې بيا څرک نه لګېږي خو دعوت برېښنايي نړۍ ته هم لار خلاصه کړه او د نړۍ هر ګوټ ته يې ځان ورساوه، چې په دې برخه کې د ښاغلي محمد طارق بزګر هڅې د ستاينې وړ دي چې په دومره بوخت ژوند کې يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او دغې خپرونې ته يې ژوند ورکړى.
غواړم داخبره وکړم چې ماد دعوت جريدې او ويبپاڼې په اړوند د ځينو پوهانو نظرياتو ته يوه ځغلنده کتنه  پدې خاطر وکړه چې دغه نظرونه پخپله د ښاغلي طارق بزګر د لنډ ژونداوږد داستان بيانوي، په لوستلو ئي لوستونکی ته له ورايه څرګندېږي چې ولې موږ دده قدر کوو او ولې ځوان نسل دې ته رابولوچې د خپلو فرهنګيانو، اديبانو، پوهانو او عالمانو په نظرياتو او هڅو ځان خبر کړي  .
په علمی غونډو او سیمينارونو کې برخه اخيستل :
لکه څرنګه چې دليکنې په پيل کښې مې اشاره ورته وکړه ،بزګرصاحب پر هغو کنفرانسونو او غونډو سربېره چې په اروپايي هيوادو او امريکاکښې د افغاني فرهنګی ټولنوپه نوښت جوړي سوې په يوشمير نورو هغو نړيوالو کنفرانسونو کښې هم برخه اخيستې کوم چې د دولتونو او نړيوالو سازمانونو لخوا جوړ سوي دي دبېلګې په توګه :
۱/ د۲۰۰۶کال داپريل پر ۲۵ او۲۶ د((اکو سیستم د بوټو څخه ونه د ساینس نظر او چلنجونه او د اکو سیستم او د غربت مخنیوی ))ترنامه لاندې د ملګروملتو د سازمان لخواعلمي کنفرانس او ورکشاف چې د ډنمارک هيواد د کوپنهاګن په ښارکې د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت په مټ جوړسوی وو.
۲/ د۲۰۰۷ کال د جون له دوهمې نه دجون تر څلرمې پورې ،د قانون ایښودونکو ټولنو له خوا د G8 (۸ ستر صنعتی هیوادونه) اجنډا د ځنګلونو په نه وهلو سره د ګازونو د تولید کمولو اجندا ترنامه لاندي دبرلين په ښار د المان هېواد په پارلمان (بونډسداګ) کې .
۳/ د۲۰۰۷ کال اکتوبر ۲۹ څخه د نومبر تر ۲ دوهمې پورې، د ناروې د تروندهایم ښار کې د ملګرو ملتونو لخوا کنفرانس ((په نړۍ کې ټول ژوندي موجودات او په ځانګړی توګه د هغوی ژوند کول او اوسیدل،(( ۲۰۱۰ او تر هغه وروسته )) په دې کنفرانس کښې د ۸۰ هیوادونو د چاپیریال ساتنې لوړپوړو چارواکو برخه درلوده.
۴/ د۲۰۰۹ کال دسپتمبرله ۱۳ څخه تر ۱۹ پورې د پولنډ په ګدانسک ښارکې د میډیا ۲۴ لخوا چې مرکز یی په سویس کې دی ، د فنلند هيواد د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته د(( د اوبو د بیځایه مصرف مخنیوي))ترنامه لاندي ورکشاپ او کانفرانس چې د ۱۷ هیوادونو ژورنالستان وربلل شوی وو او د ژورنالستانو د شخصې روزنې او معلوماتو له پاره جوړشوی وو .
۵/ د۲۰۱۰ فبروري له لمړۍ نه تر ۵ نیټې پورې د ملګروملتو اود ناروې د حکومت له لوری د(( ټولو ژوندي موجوداتو ساتنه او د دوامدارې پرمختیا له پاره کارکول)) تر نامه لاندي دناروي هيواد تروندهایم په ښار کې علمي کنفرانس .
د دې پورته يادو شويو کنفرانسونو تر څنګ په ډیرو افغاني غونډو کې چې په امریکا، انګلستان، جرمني، ناروې، سویډن او نوروهيوادو کې جوړي سوي فعاله برخه اخيستې ده .
د بزګرصاحب سره نړيوالوراډيوګانولکه : بی بی سی پښتو او فارسی، امریکا غږ پښتو او دری، ازادی رادیو، د فرانسې نړیواله راډیو فارسی، المان غږ دویچې ویلې پښتو رادیو سره په  سلګونو سیاسي او ادبي مرکې کړې دي . همدا ډول دبزګر صاحب سره د افغانستان د ورځنيوسياسي ، پوځی حالاتو په اړوند ډیرې مرکې سوي چې په نارویژي اخبارونو، راډیو او تلویزیونونو برسیره  په یو شمیر افغاني مجلو ، اخبارونو او ویبپاڼو کې هم پر خپل وخت خپرې شوی دی.
ښاغلی محمدطارق بزګر مورنۍ ژبه پښتوده خو هغه په دري، اردو، انګلیسي، نارویژي باندي پوره پوهيږي خود دې ژبو ترڅنګ  یوه اندازه په  عربي ژبه هم پوهیږ ي .
زماد معلوماتوله مخې نوموړي د افغانستان د مختلفو اړخونو په اړه د ۵۰۰۰ په شاوخواکښې په پښتو، دری، اردو، انګلیسي او نارویژي ژبوکتابونه او مجلې په خپل کورني کتابتون کې لري. بزګر صاحب وايي د کتابونو ټولولوسره له ډير پخوامينه او علاقه لري، همدا ډول په زرګونو انځورونو، ویډیوئې کسټونو، سی ډي او کسټونو چي په ټولوکښي د افغانستان په اړوندمعلومات راټول سوی د بزګرصاحب د کورنۍ کتابتون يوه بله برخه جوړوي .
د دغو فرهنګي فعالیتونو په څنګ کې پر څو کتابونو کار کوي  چې چ
ځينې یې تقریباُ بشپړ او یو شمیر به ئې وروسته د چاپ جوګه شي .
دبېلګې په توګه :
۱/ نارویژی پښتو ډیکشنری چې تر اوسه (( ۲۵۰۰۰ ))لغتونه پکښي راغونډ شوی دی.
۲/ پښتو(( ۱۰۰۰ ))لنډۍ  د انګلیسي له ژباړې او تشریح سره .
۳/ پښتو ((۱۰۰۰ ))متلونه د انګلیسي له ژباړې سره .
۴/ د دعوت د خپروشوو لیکنو او مرکو کتابونه دکلکسیون په بڼه
دندې :
بزګر صاحب زماديوې پوښتنې په ځواب کي راته وويل :اوس د ناروې د دولتي ټلویزیون nrkسره په ځینو پروژو کې برخه اخلم او کار ورسره کوم . د دې تر څنګ د ناروې د پوهنې د وزارت سره د مفتش په توګه دنده لرم اوکه مې وخت درلود نو دتلیفون له لیارې کله ناکله ترجمه هم کوي.
ستاينليکونه :
بزګرصاحب دخپل فرهنګی چوپړ په درشل کښې د امریکا په شمالي کلیفورنیا کې افغاني کلتوري ټولنه، په جرمني کښې د افغانستان د کلتوری ودې ټولنې ، په امريکاکښې  نور ټلویزیون اوسويډن دمالموپه ښارکښي د دوستۍ فرهنګی ټولنې له خوا په ستاینلیکونوسره نازول سوی اودرناوی ئې سوئ دي .
کورنۍ ژوند:
ښاغلي بزګر د يوې پوښتنې په جواب کښې راته وويل ،چي درې ورونه او څلور خویندې لرم. هغه زياته کړه دوه ورونه مې ډاکتران او يو بل ورور مې د عربی ژبې اوادبياتوڅانګه کښي لوړې زده کړي لري پدې برخه کي کارکوي .
د افغانی دوداودستورله مخې مې دبزګرصاحب د پتمنو خويندودژوند دڅرنګوالي په هکله پوښتنه ونکړه ، ډاډه يم چي هغوئ هم دتعليم په ترلاسه کېدوسره اوس دخپل بخت په کورکښې خوښ اوارام پتمن ژوندولري .
بزګر صاحب واده کړی او د ګډکورني نېکمرغه ژوندثمره ئې نام خداي څلور اولادونه دي چې مشر زوی ئې سباوون ۱۵کلن ، لور ئې اغلې مینه جانه ۱۴کلنه ، اباسین جان ۱۰کلن او کشری زوی ئې سمون جان یونیم کلن دی.
ماته له بزګر صاحب سره په اړېکوکښي داڅرګنده سوې چې بزګر يو پټ خولی، مؤدب انسان په توګه هيڅکله دچاپه خبرو کې بې واره نه دی ورګډسوی ،چې چاپوښتلئ نه وی په مجلسونوکې پټه خوله ناست وي او د نوروخبرې په ډير دقت سره اوري . که څوک پوښتنه ترېنه وکړي په ډيرو ساده او خوږو کليموجواب وايي ،يوخوږ مجلسه سړۍ دي .
هغه يوله هغو علمي او فرهنګی څېرو څخه دی کوم چې دقومي بې اتفاقیو، ژبني، مذهبی، او منطقوي توپير سره مخالف وي . هغه تل په ټولو هغوغونډو کې چي ماهم يوځاي ورسره ګډون کړی ديوه درانه او صابر نظرخاوندپه توګه پاته سوی او دنوبت ترلاسه کېدو په وخت کښې ئې په ډيرو ادېبانه جملو او له فرهنګی اخلاقو نه په ډکې روحیې سره د اړونده مسلې په هکله خپل نظر وړاندي کړی او له هغه څخه ئې د منطق په توان دفاع کړې ده . هېح وخت مې نه په يادېږي چې ديوشمير په اصطلاح پوهانواو ليکوالو په څيردې ديوال ته سرټمبه کړی وي او خپل نظر دې پر اورېدونکو په زور او ياد ترېبون له امکاناتو څخه په استفادې سره په چاومني . په يوه خبره د زښتو درنوعالي اخلاقو څښتن په توګه پر موږ ټولوهغو چې پېژنوئې ديوه درانه شخصيت په توګه ګران او د قدر وړ شخصيت دی . ځکه خو پدې ډاډه يم  چې بزګر صاحب به زموږ په ټولنه کښې  ديوې وتلې او زړه وري فرهنګی څېرې په توګه د تل لپاره د افغان ولس په څنګ کښي د درناوي وړ شخصيت  پاته وي .
ښاغلي بزګر دخپل نه ستړي کېدونکي زيار او زحمت په پايله کښې زيات  علمی،ادبي او فرهنګي اثار د دعوت خپرونې له لاري زموږ دجګړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونو ته ديوې علمي او ادبي پانګې په توګه  په پنځوسو هيوادو کې د افغانستان د اوسنيو او راتلونکو حالاتو مينه والو کورونو ته رسولي دي، خو دا په ځوان نسل پوري اړه لري چې د دې پټې خزانې او زموږ د هيواد د ليکوالو او سياست پوهانوله معقولو نظرياتو او اندېښنو نه څنګه او په کومه بڼه د هيواد د روښانه راتلونکې په موخه استفاده کوي .
دعوت ويبپاڼې اوس د افغان ولس په ځانګړې توګه زمودپوره پوهاوی په موخه په يو ډيرعالي ابتکار لاس پوري کړئ ، هغه دا چې پدې وروستيو کې زموږ د هيواد يو شمير پوهانوسره په دوامداره توګه مرکې خپروي . زه پدې باور يم چې له دې لاري به دعوت وکولاي سي افغان ولس ته د دوي د پوهانو نظريات او وړانديزونه په ښه توګه ور ورسوي.
د هيواد پداسي نازکو شرايطواو ترينګلوحالاتوکې چې زموږ ولس ديو سخت ازمون پر ډګر ولاړ دي . داملت د دوستی په جامه کښي دبېلا بيلو زبرځواکو د دښمنيو او ډول ،ډول دسيسو له سختو سېلابونو او توفانونوسره مخامخ دی،اړينه ده چې د هيواد د داسي ځوانو شخصيتونو درناوی وشې او هغوي د ټول افغانستان په ګټه نور هم ملي چوپړ ته وهڅول سي .
زه ديوه افغان په توګه د ځوان نسل سره د افغاني مينې او د دوئ په وړاندي د مسوليت په درکولو سره کوښښ کوم که تکرار هم وي دوي ته د ليکنو پوسيله ورپياد کړم چې تاسو پياوړي پوهان ، ليکوال او څېړونکي لرۍ د هغوئ عزت که بل څوک نه کوي تاسو ئي بايدد خپلو عادي ساده او لږو امکاناتو په لرلوسره وکړئ .
هغه داچې د دوي په وياړ او د دوي پر ليکل شوو اثارو باندې ځانونه پوه اوبيا دبحث  په نامه  يوپه بل پسې غونډې جوړي کړۍ اوپدې غونډوکښې دوي ته بلنه ورکړۍ او د دوئ نه وغواړی چي ستاسوسره  پر يوه کمبله  او يوه چوتره کښېني او تاسو په خپلو عالمانه او له تجربو نه ډکو خبرو او پيرزوينو ونازوي .
د خپل هيواد دعالمانواو پوهانو په وړاندې بې تفاوتي او نالوستوب به زموږ ټولنه   تر يوې بلې پېړۍ پوري هم د ګاونډيانو او نړيوالو د اقتصادي ، سياسي، ټولنيز او فرهنګی ستم او تيري لاندي وساتي .
په ګران او سوځېدلې افغانستان  کښې دعلم ، پوهي اوخپل منځی مينې او محبت زياتېدو لورته د پياوړو ګامونو دپورته کېدو اوخپل هيواد د هر خواخوږي او صادق قلموال ، علمي او ادبي شخصيت د ستاينې او هڅونې په هيله . ومن الله التوفيق
حبيب الله غمخور
سويډن  دمالمو ښار

-
بېرته شاته