(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاریخ تېر بدیل

[24.Aug.2015 - 16:49]

مجیب الرحمن لحاظ

حکومت ناکام دی ما یې پر بېلابېلو بدیلونو فکر کړی، لویه جرګه، موقت حکومت، طالبانو سره سوله او تر وخت دمخه ټاکانې خو هغه چې زه ترجیح ورکوم تر وخت مخکې ټاکنې دي.

دا خبرې د سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انور الحق احدي ژوندون ټلوزیون کې دخپلواکۍ د استرداد د ۹۶ کلیزې په ویاړ جوړ شوي جشن کې وکړې.

ښاغلی دخپلې دې ادعا د بر حق ثابتولو لپاره داسې دلایل وړاندې کوي.

۱-د ملي وحدت حکومت کابینه سره د دې چې ډير وخت یې ونیوه، د پخوا په پرتله ډیره نا کاره ده.

۲- امنیت دپخوا په پرتله ډیر خراب شوی.

۳- سره د دې چې نړ یوال بانک وړاندوینه کړې وه، چې زموږ اقتصاد به هرکال ۵٪ وده کوي ، خو دریغه چې موږ منفي روان یو او اقتصاد مو له صفر نه هم ټیټ شوی.

۴- بله خبره دا چې  اوس وسلې ویشل کیږي او دمشخص قوم پر وړاندې جګړه روانه ده.

۵- او  اوس دا ډیره خطر ناکه ده چې افغان ولس څخه ملي هویت (افغان) اخیستل کیږي.

خو  همدا ټول دلایل ښاغلي احدي ته د پوښتنې په توګه ږدم او تبصره پرې کوم قضاوت پر تاسولوستونکو دی.

هو په ډاګه دا خبره کوم چې دملي وحدت  ویاند او مدافع نه یم ، بلکې د یو با احساسه افغان ځوان په توګه خپل تحلیل او اندېښنه وړاندې کوم.

لومړی دا چې ښاغلي احدي ایا تر دې مهال تاسو په همدغه ناکاره کابینه  کې د بهرنیو چارو وزارت لپاره په تمه نه وئ، له رسنیو سره مو په مرکو کې دا ګیلې او ګزارې ونکړې چې ښاغلي غني له ماسره دبهرنیو چارو د وزارت ژمنه کړې وه، خو په خپله ژمنه ونه درېده، نو که تاسو سره رښتیا هم دملت لپاره د مسلکي کابینې او حکومت مو ضوع مطرح وای، ولې مو تر دې مهاله د واک دخوړو لپاره د طمعې دیګي ته نه پاسته کیدونکي کاڼي اچولې و، نو که شخصا تا سو ته برخه در رسېدلې وای شخصا ځکه وایم چې ستا دکاسې ملګرې همدا اوس حکومت کې پر لوړو پوستونو کار کوي ، نو که اوس تاسو دبهرنیوچارو وزیر وای بیا به مو همدې نا کام حکومت ته د کامیاب او ښه حکومت په توګه څومره بهانې او دلایل لټولی، دا ځکه وایم تاسو هغه حکومت چې په نړیواله کچه دفساد پر لومړۍ کرښه کې راغی، افغان باعزته ولس په نړۍ کې تر پوښتنې لاندې را وسته، تاسو دهغه حکومت دکابینې غړیتوب درلودچې د نړۍ مفسد ترین حکومت وبلل شو. آیا هغه مهال هم تاسو افغان وئ، ایا هغه مهال هم په دې خاوره کوم ولس ژوند کاو، آیا هغه مهال هم موږ ښې حکومتوالۍ ته اړتیا لرله؟او داسې نورې ډیرې پوښتنې چې تاسو یې باید ځواب ورکړئ؟ که رښتیا هم پر افغانستان مین یاست  او د ولس لپاره سیاست کوئ او شخصي ګټې، نوم او شهرت مو درته مطرح نه وي ولې کلونه ، کلونه د یو مفسد حکومت دکابینې غړې پاتې شوې؟

ایا نن هم تاسو له واک څخه دمحرومیت په خاطر پر حکومت نیوکې نه کوئ؟ څنګه باور وکړو؟

وايي چې ازموده را ازمود خطا است.

دویم ـ تاسو وایاست چې امنیت خراب شوی؟

ښه امنیت خراب شوی، ځکه مو ګریوان په اوښکو لوند، غریو نیولی او مړۍ دې له ستوني نه تیریږي، چې د افغان په کور د غم ټغر اوار شوی، د کابل په شاه شهیدوحشیانه برید وشو، په سلګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، دپولیسو اکاډمۍ باندې برید وشو لسګونو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او داسې ډیرې نورې پيښې. ځکه دا حالات او شرایط تاسو ته د زغملو وړ نه دي، د افغان پر کور دغم د وریځو سیوری نشئ لیدای، همدا دلیل دی چې پر حکومت نیوکه کوئ. مننه.

زه دحکومتونو پرتلنه او یا پر حکومتونو نیوکه او دفاع نه کوم، بلکې د هغوئ  چې ځان زما د عظیم ولس درهبرئ حقدار بولي او زما په نوم د امتیاز غوښتنه کوي.  پر موقف او دریځ یې خبره کووم.

آیا دهغې واکمنۍ پرمهال چې تاسو یې د کابینې غړیتوب درلود تخار په خوجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له ژوب څخه راستانه شوي پښتانه د قوماندان مسعود لخوا جوړ شوي زندان کې وانه چول شول، ایا دکندهار سپین بولدک کې په ودونو بمبارۍ ونه شوې، ایا د ننګرهار په شینوارو کې پر جنازو بمبارئ ونه شوې، ایا په خوست کې سپین ږیري ماشومان او تور سرې په سپیو ونه داړل شول، آیا هغه مهال عام ولس د ځانمرګو قرباني نشو، ایا په مسجدونو کې چاودنې ونشوې ایا هغه مهال ته وزیر نه وې چې په اروزګان کې د حکیم شجاعي په نوم وسلوال د حکومت په زور او وسله په سلګونو خلک شهیدان نه کړل؟، په سلګونه کورونه یې ونه سوځول او آیا هغه مهال تاسو جناب وزیر نه وئ چې وسلوال مخالفین په اریانا څلور لاري کې جنګېدل.

تاسو خبر یاست  دهغه حکومت پرمهال چې تاسو یې د کابینې غړي وئ، په سلګونو زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ښاغلي احدي تاسو ولې غږ نه پورته کوه، ځواپ څرګند دی چې تاسو یې وزیر وئ ځکه حکومت ښه و، هغه مهال تاسو ځکه غږ نه پورته کوه چې تاسو واک درلود، هغه مهال امنیت ځکه ښه و، چې تاسو دکابینې دغړیتوب ویاړ لره.

خو اوس تاسو پر ملت دردېږئ هغه مهال دملت په رګونو کې وینه نه، بلکې دتور پنجاب اوبه چلېدې او…..

اقتصاد منفي روان دی.

تا سو پر بیلابېلو وزارتونو او مهمو پوستونو باندې مسلط وئ، که پوښتنه وکړو چې دخپل ګران افغانستان لپاره چې تاسو نن ورته اندېښنې وړې یاستئ او سخت يې ورخطا  کړي یاست، کوم بنسټیز کار مو ورته کړی، هغه لسیزه او دور چې دنړۍ دمرستو حساب نه و، څه مو وکړل، که لږ یې دې ملت  ته روښانه کړئ چې تاسو څه پرې ایښې و چې اوس دې حکومت وخوړل، کم تر کمه برېښنا، صنعتي پارکونه، فابریکې داسې یوه بېلګه ورکړئ، چې تاسو دهیواد لپاره ثابت او پایدار اقتصادي بنسټ ایښی وي، کومه داسې اربه مو تا وه کړې وه چې نن دې درېدلې وي، تا سو هم د اقتصاد متخصص او ډاکټر یاست ایاستاسو د واکمنئ پر مهال د هیواد ملي سرمایه لوټ نشوه، کابل بانک دچا پرمهال چور شو، اداري فساد کوم مهال اوج ته ورسید، افغانستان کوم وخت کې دنړۍ مفسد ترین حکومت وپیژندل شو.

کولای شئ ووائ چې تاسو د خپل هیواد اقتصادي بنسټونه رغولي و او که مملکت څخه مو نړیوال ګدايي ګر جوړ کړی و.

د وسلو ویش او د مشخص قوم پر وړاندې جګړه

دا به نو څوک ومني چې د وسلو ویش نن پیل شوی، او مشخص قوم چې موخه پښتون دی نن یې د وژلو لړۍ پیل شوې، له لسګونو کلونو راهیسې په ځانګړې توګه په تېره ۱۴کلنه دوره کې هر  ظلم په همدې قوم ونشو، تعلیمي محرومیت، خراب اقتصاد، ناامني، د کورنیو او بهرنیو تروریستانو او ان ستاسو دوستو ځواکونو ګواکې همداس پښتانه تباه نکړې دحکیم شجاعي بېلګه مې مخکې درکړې چې په اروزګان کې يې څه وکړل، د میدان وردګ په بهسودو کو له کوچیانو سره څه وشول، هغه مهال دملت خادم او دغه سپڅلی رهبر چیرته و.

ملي  هویت(افغان)

حالات داسې راغلل چې ډیر خلک یې افغانان کړل، او په عین وخت کې له ماسره خوشبینې هم پیدا شوه چې ښايي یو وخت به داسې شرایط راشي، هغوئ چې نن د ملي هویت( افغان) مخالفت کوي او وايي من افغان نیستم بیا پر افغان فخر او ویاړ کوي، ځکه دوی به شرایطو مجبور کړي وي، لکه څنګه چې حالات پر تاسو هم راغلل، پر ملي هویت معامله او دا خبره نوې نه ده ، له دې ملي هویت سره ضدیت او مخالفت هغه مهال پیل شوی و چې تاسو واک درلود، د حکومت وزیر وئ، د کابینې غړیتوب مو درلود، هماغه مهال په زرګونو ځوانانو کفن پر سر وتړه واټونه ته را ووتل او له خپل ملي هویت یې دفاع وکړه ، دا ملت ژوندی دی، که واکمن یې سل ځل پر سر لوبه وکړي خو دی له خپل ځانه د ژوند په قیمت دفاع کولای شي او کوي.

پر ملت یې څه باک نه مو هغه مهال په کابینه کې افغان وزیر درلود چې تاسو یې هم غړي وئ  او  نه يې اوس تر دې مهاله لري.

نو خپله موضوع داسې راټولوم چې دا ملت اوس بیدار شوی، د ښو او بدو تر منیځ توپیر کولای شي، ملي دریځ او شخص، دشخصي ګټو پر محور ولاړو اشخاصو څخه جلا کولای شي، او هغه څوک چې د واک پر مهال یې هیڅ نه وي کړي هماغه خبره ده چې( اینجا بودي هیچ نکردي، کابل رفتي خط روان کردي) نو اوس دې دوی خطونه نه رالیږي موږ په هرڅه پوهیږو.

ملت پردې هم پوه دی چې دا دملي وحدت ترنامه لاندې ایتلافي حکومت څومره ناکام او څومره نیمګړتیاوې لري، دا ملت به خدای کول له هر چاسره حساب، هیڅوک دې د خپل بام واورې دبل پر بام نه اچوي.

په پای کې دا لنډۍ

ایمان دې دې ښه راته مالوم دی

په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه

-
بېرته شاته