(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دویمې پېړۍ په غیږ کې

[27.Aug.2015 - 17:14]

لیک : شېرشاه نعیمي 

د کمکيتوب هغه ورځې مې ښې ياد شي چې دپلار په غېږ کې به مې سر ايښى ؤ او دوى به تور غږدبلي(راډيو) ته غوږ وو،زما به په ډېر څه سرنه خلاصيده

، خو له دغه درېوو غونډلو(جملو) سره ډېر اشنا شوى وم ( په کلي او بانډو چورلکو داور باران وکړ غټ غونډاري يې پرې وغورځول، دومره تنه مړه شول او دومره تنه ټپيان شول ) .

نورنو دې غږدبلو ماته دجوماتو څېره غوره کړې وه په يوډول ازان په ملا پسې دسهار لمونځ په لوړ اواز، لومړنۍ درب سره خبرې په يو ډول پېل او دماسپښين هغه بيا په ټولو کې په پټه.

خوهغه ورځ مې ښه په ياد شي چې وياند دمرګ ژوبلو دخبرونو په منځ کې په حيرانتيا سره وويل تاسو به يې ونه منئ، او له دغې خبرې وروسته يوه کوچنۍ غوندې ربابي نغمه په غږا شوه له دې سره مې پلار راپورته شو او غږ دبلي ته ورنيږدې شو، که څه هم په کوټه کې څوک نه غږېدل خو دې ويل چې وړو چپ شئ، زما هم اندېښنه شوه او لوړغږي (لوډسپيکر) ته مې غوږونه بوڅ کړل د نغمې وروسته بيا هم همغه غږ، ته به يې ونه منې په امريکا کې يو تن له نويوو ( ٩٠ ) کلو څخه په ورپورته عمر لا هم د ژوند د چينې اوبه څښي.

خو دا حيرانونکى خبر په داسې مهال خپريدو چې مني يې د ژوند پاڼه ژيړه کړې وه د ژوند چينې يې نور نو د منډه کول هغې په څېر دمني غږ اورېدلى و او پښې يې ورو ورو بړستنې ته ورټولولې.

(( منډه کول د يخو او رڼو اوبو هغه چينه ده چې دکونړ په زړه اسداباد ښار کې شتون لري، دپسرلي د وږمو په لومړنيو شپو کې لکه دمار په څېر په سينه راښوييږي او د سوړو راوځي چې دبلبلانو د سوزاو ساز سره بيا نو منډه کول هم په نڅا راځي او بند په بند ورسره تاويږي، په دوبي کې خوبيا يوه ورځ هم غېږ يې د کونړو زلمو خالي نه وي او اند ځينې وخت خو پکې سپين ږېري هم ورترغاړېوتي ليدل کېږي )).

ته به يې ونه منې واه، !!! څه په زړه پورې خبر ډېر عمر لرونکى هغه هم د نويوو ( ٩٠ ) کلو، پلار مې موسکى شو او د درناوي په ډکه خوله يې وويل دادا دوى لکه چې د ( نيکه دادا ) نه نه دي خبر، په ځواب کې ورته وويل شول دوى نوله هغه څه خبر دي . دادا زما نيکه و چې همېشه به يې پر اوږو کېنولم او زما لمن به يې پر خپل سر راښکله او تن يې ټول ټپي ټپي و او پوره ( ٤٠ ) څلويښت مرميوېې تن سورى سورى کړى وو.

زه کوچنى ووم چې پر نيکه مې ناتار ډزې شوې وې، خداى بخښلې نيا مې راته کيسه کوله دادا دې ډېر زړور سړى و ،تربورانو ورته دتيري کوونکي په سترګه کتل خو دوئ ريښتيني نه وو ، هغه ډېر زړه سواندى و، تل به يې د بېوزلو سره مرستې کولې دکمزورو ملتيا به يې کوله د زورورو او زياتي کوونکو مخه به يې په کلکه نيوله او که ناغيړي به يې کوله نو غوږونه به يې ورتاوول او سمې لارې ته به يې سيخ کول،

په څونک خوړ کې ژوند ښه تيريده ، د سباوون رڼا ګانو به د تورتمونو او تيارو خيټې څيرلې، او د هوسا ژوند زيري به يې کول، دغرو لمنې يې په ببرو څېړيو او سرونه يې پر دنګو نښترو پوښلي و، هر ګهيځ به د ژڼو څکالي (ګيلاسونه) له شيدو او پېروو ډک ؤ، د لمر څرک سره به بيا دغره په لمن کې د رمو سره زلمي په يلبندو کې تاويدل راتاويدل له ورايه به داسې برېښيدل لکه چې ناڅي.

ژوند خوږ ؤ او د اوس په څير ويرجنې پيښې ډيرې لږې وې،. محمدنعيم هم را زلموټى شو، زمونږ همدغه يو زوى و دده پرته مونږ ته ژوند پيکه او بې ارزښته وو، نښتردنګي وني يې دمالت پيغلې د مينې په رنځ اخته کړې . زمونږ هم دا لومړنى او ورستى دژوند څلى و، پلار يې ( حاجي عبدالله ) هم ورته په  ( ١٨ ) کلنۍ کې واده وکړ، کال وروسته يو ښکلي، ښکلې رڼې سترګې پرانستې او د ژړا غږ يې خلک داسې پر ځان راټول کړل لکه شپونکى چې د شپېلۍ په زړه سوو نغمو پر ځان د مينې لاروي راټول کړي ، دسېتار مزي وخوزيدل د خوښۍ نغمې ېې خپرې کړې، دسېرلو سرونه غوڅ شول حاجي عبدالله د نوي ماشوم نوم ( رحمت قيوم ) غوره کړو، هغه د کوچنيوالي څخه له ما سره روږدى شوى و ډېر وختونه به ما او هغه په بانډه کې تېرول، نه يې شم اټکلولى چې د مور او د پلار په زړه به يې څه تېريدل، څلورويشت ( ٢٤ ) مياشتې وروسته د جندر شاه بانډه ( د پيريانو د سرمشر ناست ځاى ) د نوي زيږيدلي ماشوم ( شېرشاه ) د قدم تر سيوري لاندې شوه، ما وخندل او نيا ته مې وويل، ماته چا نوم غوره کړ؟. په سر يې لاس راتېر کړ پلار دې ( محمد نعيم خان

نه پوهېږم په هره چاره څښتن ښه پوهيږي، ته لا د مياشتو وې چې ګاونډې هېواد پاکستان ته کډوال شو، افغانستان د تزاري روسيې په بل کړي اور کې سوزېده، په هر لوري د وينو لښتي بهېدل ډېرې تاندې ځوانۍ خاورې شوې، مېندې بورې شوې او ديتيمانو جوپې جوړې شوې.

نيکه دې پر اودس بوخت وو چې د څښتن نه ويريدونکو دښمنانو پرې ټوپکې وګرځولې او د مرګ تر تختې يې وروست له خبرو ګونګ شو، دخوراک او څښاک توان يې نه و، خوراکي شيان به يې په اوبلنه بڼه ورکول، ژوند نه په ډېر لرې واټن په داسې دښته کې پلى شو چې هرې ګړۍ يې ژوند ننګاوو هغه د چا خبره د خامار په خوله کې يې ساه اخيسته ته لا هغه مهال ډېر وړوکې وې د ټوټې نه په جوړه شوې زانګو کې به په ژړا شوې ستا ژړا به مونږ ته پلمه شوه او ښې ډېرې اوښکې به مو راتوې کړې، له څه شېبو وروسته به ته دمور په غېږ کې غلى شوې او مونږ به دې په وير کې پرېښودلو بيايې غومبورى راته راتاوکړ، ته به خېټې راخيستى وې او زمونږ له زړونو وينې څڅېدلې بيايې زما مشر ورور ( رحمت قيوم ) پر دواړو اننګو ښکل کړ او په ژړه غوني اواز يې ورته وويل: په ژړا ګانو دې دسترګو تور سپين شوي نور ېې د څه ويلو توان نه درلود ،سلګو ونيوله او له کوټې دباندې ولاړه.

اومور مې يې د لاس په خوځولو وپوهووله چې نوره کيسه راته وکړي.

بچى د پاکستان په روغتونونو کې رنځ پوهان نا توانه شول، پلار دې د نيکه د ملګرو ( ګلزير ښوونکي او حاجي يوسف ) په ملتيا منډې ترړې وکړې او نيکه دې ( حاجي عبدالله ) يې جرمني هېواد ته د درملنې لپاره واستوه، کال وروسته دجرمني نه په يوه خپرېدونکې ورځپاڼه کې د يو اتل مجاهد ريپوټ خپور شو نيکه دې ( حاجي عبدالله ) په کټ کې ناست ښکارېده او انځور يې کښل شوى و او ده ته د جرمني د واک په ګدۍ ناستو له اړخه ويل شوي و چې تاته به هر ډول اسانتياوې برابرې کړو کورنۍ دې المان ته راواغواړه، خو دې هغه رد کړي و، ددغه خپرونې څو ورځې وروسته هغه دترکيې له ليارې پاکستان ته راغې، په پښو کې يې د زرو سيخان و، په اوسپنيزو لکړو به ګرځېدو، څه موده وروسته د سرو زرو هغه سيخان يې کوم روغتون ته ډالۍ کړل، حاجي عبدالله خو اوس لا سوداګري هم کوي ( د اسداباد په ښار کې هټۍ لري او په يوه لرګينه لکړه ګرځي )، دپوهنتون ددوهم پاړکي د ازموينو وزګارشوى ووم اود کور په لورې را روان ووم په لار کې يواځې دلمانځه لپاره تم کېدو، دروژې سپېڅلې مياشت وه ځينو ناروغانو به په پټه څه خوړل خو داسې به يې انګېرله لکه په بوسو چې شخوند وهي.

مل غږې ( ټليفون ) مې په کړنګيدو شو، شمېرې ته ښه زير شوم، پوهنيار زرولي ( صديقي ) چې زما دکړکيښ(تاريخ) ښوونکى و،پر شنه تڼۍ مې ورزور کړ او روغبړ مې ورسره وکړ، ښوونکي هم په هغه بې شمېره وېيو( لغاتو ) کې وزنګولم چې په يو نيم يې لا زما سر اوس هم نه دى خلاص ، بيا نو ښه شېبه غلى وو!!!.

زه هم حيران شوم په خپلو کړنو مې زغلنده پام ته هم وخت نه درلود ښوونکي بيا را غږ کړ نعيمي صيب د زده کړې ( د افغان سيد جمال الدين د زده کړيالو مهالنۍ خپرونې ) دخپرېدو وخت رارسيدلى دى، نور نو لاس په کار شۀ. سمه ده ښوونکى صيب، زه چې کور ته ورسېدم کار به پرې پېل کړم خوشاله ژوند ولرې د برياوو په هيله دې، مل غږ يې بند کړ.

په ټوله لار کې مې پر دې فکر کوو چې په زده کړه کې به څه خپروو د چا ليکنې او څه ډول ليکنې. خپل ګرېوان ته مې سر ورښکته کړو او دزړه سره مې خبرې پېل کړې څه ناشنا غوندې يې وخنډولم د څنګ ملګري ابراهيم (ساپي ) وخورولم، نعيمي صيب که د خوښۍ څه وي له ماسره يې هم يو ځاى کړه چې په ګډه وخاندو د څه ويلو پرته مې په زوره غږ کړ اهـ اهـ (( نيکه دادا )) !!! او بيا مې په کټ کټ وخاندل په چټک څپلۍ (موټر)کې ناست ټول کسان ماته ځير شول ابراهيم د خلکو د پام اړولو په پلمه راسره د خندا ملتيا وکړه. شل کاله وروسته دپلار دهاغه وخت خبره راياده شوه، دهغې د راسپړلو هوډ مې وکړ.

کورته په رسيدلو سره مې سم د څونک خوړ ته د تګ په تياريو اخته شوم ديون لپاره د ملګري په لټه کې وم، پر دغه چاره کې هم بريالى شوم فضل منان په ګوتو راغى.

د څلورنۍ(چهارشنبي) په ورځ سهار وختي د څونک خوړ پر لوري و خوځېدو (( څونک خوړ هغه ځاى دى چېرته چې نيکه دادا ( نورعالم خان ) اوسيږي ))، په چټک څپلۍ کې له څوګړۍ يون وروسته پلي شو تر ښه مزل وروسته د غوز سترې ونې لاندې چينې ته ورسېدو، هلته مو د ماسپښين لمونځ وکړ، دځان دپاره مودبخښنې لاسونه لپه کړه.

د ښارونو په پرتله هوا يخه وه د روژې د ګرمۍ سختې ورځې دلته په اسانۍ تېرېدې په لار کې به مو پښې او لاسونه لمډول، په کيسو کيسو به مو مزل را لنډاوه د افغان ډولت د واک ټغر دلته ټول وو، ږير خريلي زلمي، تور، سوراو زرغون نښان دلته نه و، ددې سمسورې سيمې واکداران د ببرو ږيرو، اوږدو څڼو او سپين نښان درلودونکي ؤ،هره شېبه د ننګونو خالي نه وه ،د پښتنو او ګرويګنو تر پوزې راوستم مازديګر تېر تر نيکه دادا ( نورعالم خان ) ورورسيدو، د يوې غټې څېړۍ لاندې ېې په کټ   کې تکيه کړې وه او د الله ( ج ) نوم يې پر زوره زوره په خواږه اواز له خولې را ويسته مونږ يې تر څنګ وروستل شو، سترګې يې خړې شوې وې په غوږونو يو څه کوڼ و، فضل منان ورته ونږدې شواو په لوړ غږ يې ورته وويل شېرشاه راغلى د حاجي صيب محمد نعيم زوى، په حيرانتيا يې وپوښتل کوم دى!؟ زه ورترغاړې وتم، هغه مې په ښکولولو پېل شو په سر، تندي او لېمو يې څو څو ځلې ښکل کړم، ماېې هم لاسونه په سترګو و مښل او په اوښکو مې لامده کړل دا د خوښۍ هغه سرشارې اوښکې وې چې بڼو يې لاره نه شوه نېولى.

د پلار ټولې خبرې مې په زړه وې ( چې څنګه ورسېدې نودغه نوى پکول به نيکه دادا ته په سراو روڼ سترګي ( عينکې ) به ورته په سترګو کړې او په پستو کيکونو او شربتونو به ورته خوله خوږه کړې).

د روژې دنيولو توان يې نه درلود او ماهم دپلار غوښتنه پوره کړه، نورعالم خان چې لا ډېرو په خپل نوم نه پېژاند، وړو، زلمو او سپين ږيرو به ورته نيکه دادا ويل له جېبه مې انځورکه او غږ زېرمى را وويست او د لومړۍ پوښتنې په توګه مې خبرې ورسره پيل کړې ،نيکه خپل عمر درته معلوم دى! څو کلن به يې؟

ځواب: بچيه زما همزولي لا پخوا د تورو خاورو چينجو خوړلي او هډونه يې هم خاوري شوي نو زه نه پوهېږمه چې زما عمر به څومره وي.

پوښتنه: د ظاهر شاه وړاندې پادشاهي کې ته څومره وې؟

ځواب: په خندا شو، پوښتنه ورته پيکه ښکاره شوه، ظاهر شاه، نادرشاه !!! خو اوسني بچي وو، د امير عبدالرحمن خان هغه کيسه مې دخوب ليدو په څېر ياد شي چې کفرستان(اوسني نورستان) ته راغلى وو، دکافرو څړۍ يې و خرولې نو بيا به ورته خلکو کونډيان ويل او کفرستان يې پر نورستان ونوماوه نور مې د امير عبدالرحمن خان ډېر څه نه يادېږي زه هم هغه وخت ډېر ماشوم وم، خو دغه کيسه يې ډېره خوله په خوله وه نو ځکه مې له ياده نه وځي، امير مړ شو د هغه مشر زوى ( امير حبيب الله خان ) پاچا شو هغه له پلار څخه يو څه ښه سړى و بنديان يې پريښودل، کوم کسان چې نورو ملکونو ته کډوال شوي و هغه يې را وغوښتل، خو ملت پر دغه بسنه نه کوله او د انګلېسانو پر وړاندې يې د غزا نارې وهلې خو امير د پېرنګيانو سره دوستي پاللـه، بيا غلى شو.

زما خپلې خبرې: ما چې د کړکيښ پاڼې يو څه اړولې وې د امير دواکمنۍ يو څه ښېګڼې مې لا په کوپړۍ کې شته هغه پوه خوښوونکى سړى و، ستر ښوونځي (( حبيبې )) بنسټ يې په کال ( ١٢٨١لمريز ) په کابل کې کېښود، د محمود طرزي تر مشرۍ لاندې يې د سراج الاخبار جريدو په خپرولو پېل وکړ. دنيکه دادا خبره بېښي سمه ده د هېواد غيورو وګړو د انګلستان سره غزا غوښته خوامير ډېر هوښيار و ،هغې نه غوښتل چې د دوه غښتلو ګاونډيانو ( روس او انګليس ) سره په جګړه بوخت شي.

نيکه دادا: امير حبيب الله خان د لغمان د کله ګوش په سيمه کې دکومې پټې جوړې شوې پېښې ښکار شو، دهغه دمرګ وروسته نصرت الله خان چې د امير حبيب الله خان ورور و په سمدستي توګه په جلال کوټ ( جلال اباد) کې د پادشاهي ډول وډنګاوه، خو د امير زوى امان الله هغه مهال په کابل کې و، د سترو پوهانو او مشرانو په ملتيا په کابل کې پر تخت کېناست او د هېواد چارې يې په خپل لاس کې واخيستې، څه سر به دې خوږومه زلموټي امان الله خان مو هېواد له انګلېسانو ازاد کړو.

نعيمي: ډېرې نورې کيسې يې راته هم وکړې چې د پند نه تشې نه وې، هره يوه کې يې ډېر څه نغښتي ؤ نور نو زه خپلې موخې ته تر ډېره بريده رسېدلې وم امير عبدالرحمن خان د ( ١٢٥٨نه تر ١٢٧٩) کلو پورې واکمن و او که له هغه ځايه يې را پېل کړو نو د زرلښت نعيمي ((   ))، دحاجي رحمت قيوم نعيمي     (ډر نيکه)، دحاجي محمد نعيم نيکه او د حاجي عبدالله پلار نورعالم خان نو د يوسلودېرشو (١٣٠ ) کلونو څخه ډېر عمر لري، ويلاى شو چې دپوره يوې پېړۍ ورميږ يې ورمات کړى او د دېشو ( ٣٠ ) کلو يې لا زياته پوره وړې.ده . زړه مې غوښتل چې ډېر څه ترې واورم څو شپې ورسره تم شم او په ليدن ( ديدن ) يې ځان موړ کړم، د سيمې کړکېچن چاپېريال،د زده کړې راترغاړې چارې او د کوچنې اختر ته دګوتو په شمېر ورځې هغه ننګونې وې چې هلته ( څونک خوړ ) کې دتم کېدو اجازه نه راکوله.، د درناوي لپاره مې د نيکه دادا لاسونه پر سترګو راښکل او ښه شېبه مې ښکل کړ د ، دواړو ولو ترمنځ يې وډبولم او داملغرې هم ورسره وپيللې رب دې پادشاه کړه، د ژوند ستورى دې ځلانده او سرلوړي دې په برخه شه. پربچو مې ډېرډېر سلامونه وايه.

د فضل منان لاس يې په لاس کې نيولى و او په ويلو ورته شو ته خو نژدې يې وخت نا وخته راپېښېږه، بيا يې ورته لنډه کيسه تېره کړه يوکال دې نيکه راغلى ؤ په همدې ډول مې ورته وويل ژر ژر راپېښېږه خو بيا ډېره موده ورک شو ماته يې چا د مرګ نه وو ويلي، بيا څو کاله وروسته دې د نيکه ورور راغى پر هغې مې د وخت ناوخت ليدو ټينګار وکړ، څو کاله ورسته له هغې هم خبر شوم چې نور نو هغه هم نشته.

فضل منان ددې خبرو په اورېدو دبوټانو مزي سست شول په دواړولاسونو يې سر ونيو، په بوڅو پښو کيناست، په سترګو کې يې د اوښکو چينې راوخوټکېدې او پرمخ يې تړمې تړمې را توي شوي او دژوند نه د ناهيلۍ په سمندر ورګډ شو څه ويل يې زړه غوښتل خو ستونى کې يې لاړې ونښتې او غلى شو زه پرې وپوهېدم چې په لوى لاس يې ځان د مرګ د بلا په خوله کې ورکړى او دخلاصون هڅه هم ورته بې ګټې ښکاري، دڅښتن تعالى هغه وينا را په زړه شوه ((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْالا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلا يَسْتَقْدِمُونَ (34) ))

ژباړه: د هرې ډلې ( د سپکولو يا پوپنا کولو) لپاره (د الله په نزد) ټاکل شوي وخت دي . کله چې د دوي ټاکل شوي مهال ته ورسيږي نو نه به ډېر لږ وخت وروسته شي او نه به وړاندې شي(هيڅ بدلون به ونه مومي). بيا ورته دخندا نه شين شوم او له لاسه مې ونيوه او را ولاړ مې کړو او راښکلو په ډول مې له ځان سره راروان کړ او مخ پر اسداباد شو

Sher Shah Naeemi

-
بېرته شاته