(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوږي نهمه دپښتنو او بلوڅو وروڼو...

[01.Sep.2015 - 08:26]

دوږي نهمه دپښتنو او بلوڅو وروڼو  سره دپيوستون ورځ
لیک : رحمتي ګیلانوال
دډیورنډ کرغیړنه کرښه چي دانګریز استعمار له خوا دلوی افغانستان پرزړه راکش شوه ،او دسیمی دغه ستر ولس يې نم کړ،افغانستان دناخوالو او غمیزو کندي ته وروښوید.
دافغان انګلس ددریمي جګړي په ترڅ کي که څه هم اوسنی افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه ،ولي دناخوالو ،ناتوانیو او نورو ګڼو عواملو په اساس يې ونه شو کولاي چي له خپل بدن دغلیم تیره توره پورته کړي.
تاریخي شواهد څرګندوي انګریزانو ته له هند څخه دتګ په حال لارښونه شوې وه چي کومي سیمي مو له چانیولي بیرته هغو ته وسپارئ، په ځواب کې دهند وایسرا ویلي چي دافغانستان دولت د پښتنواو بلو څو دسیمو غوښتنه نه ده کړې موږ یې څنګه ورکړو.
دامساله همداسی پاته شوه چي په پای کي دپآکستان له جوړیدوسره کوزه پښتونخوا او بلوڅستان دپاکستان په لاس کي کیوتل. که څه هم حکومتونوته دلوی افغانستان دجوړیدو لپآره په ځينو تاریخي پړاوونوکي ښه فرصتونه په لاس ورغلی وو، خو دخپلو واکمنیو د ساتلو په موخو یې دامسله دعامه ذهنیتونو دبوختولو لپآره کاروله. داسی اراده یې نه درلوده چي لوی افغانستان دي جوړشي. ولي دګرښي دواړو غاړو ملي وطنپالونکو افکارو او ولسونو تل دلوی افغانستان لپآره خپلو مبارزو ته دوام ورکړ. چي په دغه لار کې ستري قرباني ورکړیدي.
دولس دغوښتنو په اساس دپښتونستان دستونزی دهواری لپآره په کال ۱۳۲۸ دوږي په میاشت کي  دکرښي هغي غاړي پښتنو او بلو څو دمشرانو او وطنپالونکو افکارو لرونکو سیاسی ځواکونو او دافغانستان دخلګو دواکمنو استاز په ګډون لویه جرګه چوړه شوه ،
دپښتونسان دترلاسه کولولپاره يې اړیني پریکړي وکړې . لوی جرګې په یوه غږ وویل ډيورنډ کرښه نه منو او زموږ پوله مارګله ده، دخپلي خاوري دترلاسه کولو لپاره به مبارزه کوو. او له خپلو محکومو پښتنو او بلو څو وروڼو سره ملګری یواو هرډول مرستي ته یې تیاریو، دلوی افغانستان دداعیي تر پوره کیدو پوری لوې جرګې له خپلو وروڼو سره دژمني او هوډ په ډول پریکړه وکړه چي دوږي نهمه نیټه له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره دپیوستون ورځ ده .چي باید هر کال په شاندارو مراسموسره ولمانځل شي.اوخپلی ژمني نوې کړو.
داچي دوخت حکومتونه په شکل داشکالو د استعماري قوتونو تراغیز لاندی وو داسی پلان يې ترلاس لاندی ونه نیو چي په مټ یې دکوزي پښتونخوا دترلاسه کولو لپآره افغانستان پیاوړي شي او اړین شرایط ورته برابرکړي .
له لوې جرګې وروسته هر کال په ځانګړو او خاصو مراسیمو داورځ لمانځل کیده .چي په دغو مراسیموکي دکوزي پښتنو خوا او بلو څو ګڼو مشرانو ګډون کاوو او دخپلو وطنپالونکو مبارزو لپاره يې نوی ګامونه پورته کول .
د۱۳۵۷ کال دثور له انقلاب وروسته دغي ورځي ځانګړي ځای وموند .د ډیورنډ کرښي دله منځه وړلو لپآره په نظام کي پخه اراده منځته راغله ،چي پاکستان یې سخت وراختا کړ.
نوي نظام په ټول توان دخپل ولس  ددغه ستر ارمان دپوره کیدولپآره هلي ځلي پیل کړي .دکرښي دواړو غاړوته داسی عملی کارونه پیل شول چي دلوی افغانستان دجوړیدو دهیلو پوره کیدوته دشرایطو په جوړیدلو کې مرسته کوله . دکوزي پښتونخوا ،بلوڅانو او دافغان ولس د احساساتو دراټولیدو او په یوه پیاوړي قوت دبدلیدو لپآره اغیزمن ګامونه پورته شول .له بده مرغه چي شوری ښکیلاګر یرغل دغه ستر ارمان ترستوني کړ.
په عملي ډګرکې دلوی افغانستان دجوړیدو دافکارو دله منځه وړلو لپآره پاکستان داسلام او جهاد په نامه خپله دسیسه کاره لوبه پرمخ یووړه .غوښتل يې دخپلو ګوډاګیانو په واکمن کیدوسره دغه داعیه تورو تیاروته ورټيل وهي.که څه هم په واکمنو او حاکمو کړیوکې دپاکستان په امر او لارښونه ددغه احساس اوارمان دپوره کیدو دمخنوی او له منځه وړلو لپآره ګړندی ګامونه پورته شول ،د ذهنیتونو په اړولو سره یې وکولا ی شول چي تر یوه بریده دخلګو هیلی لوګی کړي ، ولي ولس ژوندی وو . په ټول توان یي له ټولو ستونزو سره،سر وکولای شول خپل ددغه لو ړارمان داعیه په هرډول طوفانوشرایطوکي ژوندۍ او روښانه وساتي .
په دې ورسیتو وختونوکې چي پاکستان پرافغانستان دخپل اغیز دساتلو په دسیسو کي تریوه بریده بریالی شویده. د ډاکتر نجیب الله دحکومت له نړیدو تر نن پوری دوږي نهمه نیټه نداچي دافغانستان له کلیزی څخه چي رسمی رخصتي وه غورځویدلي او په یوه عادي ډول یې یاده کړیده، بلکي په رسمي ډول يې له لمانځلو هم ډه ډه شویده .چي دولس دسترارامان دپوره کیدو په لاره کي دحکومت دکمزوري ارادې ښکارندویه ده . دوخت واکمانو  ونه شوای کولای ددغه اغزن تار په لری کیدو سره خپل هیواد له ناخوالو وساتي او دپرمختګ لوری ته يې لارښونه وکړي ، ځکه دوي دراتلونکي نسل دنیکمري او پیاوړتیا پرځای دخپلي واکمني ساتلو ته  پاملرنه درلوده.
څینو کړیو دکاذبو واکونو په ترلاسه کولو او دخپلو بادارانو په لارښونه  غوښتل چي دغه ورځ هیره او دولس له ذهنیته وباسی ،ولي ولس او ځوان نسل چي له تیري کرغیړني پردي پالي سیاسی فضا څخه یې پوره تجربه ترلاسه کړي په دې ډاډمن شوي چي پرته دډیورند کرښي له منځه تلو په افغانستان کي سوله او پرمختګ امکان نه لری هر وخت دوږي نهمه لمانځې او دخپلو محکومو پښتنو بلوڅو وروڼو سره دپیوستون ژمنه تازه کوی . دا ډادیې ورکړي چي افغان ولس په ټول توان له تاسو سره دی دمهال دپړاوونو دتیارو ګردونو په وړاندي به دریږو او دغه ستر ارمان ته رسیدونکي یو.ولس دمحکوموپښتنواو بلوڅو وروڼو له مبارزو ملاتړ کوي.
دایو روښانه حقیقت دی چي دافغانستان دټولو ستونزو جرړي دډیورند کرښه ده په کار ده چي دولت دوطن دلوړوګټو په نظر کي نیولو سره په دي هکله غوځ او پریکړنده دریځ غوره او دخپلو پشتننو او بلو څو وروڼوسره دپیوستون او مرستی لپاره داړینو شرایطو په برابرولو کي مرسته وکړي ،دولس ددغه ستر ارمان دپوره کیداو دهیواد له ستونزو دخلاصون لپآره اړین ګامونه پورته کړي . دسنبلي نهمه دتیر په شان رسمی رخصتي او په شاندارو مراسمو ولمانځي ،خپلي ژمني تازه کړي . پرته له هغه به دافغانستان دغمیزو له اوږدیدلو بل څه ترلاسه نه شي . پای
 
 

-
بېرته شاته