(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولې پښتانه او طالبان یوبل سره اخښل کیږي؟

[02.Sep.2015 - 18:24]

یوه پخوانۍ لیکنه چې له نویو حالاتو سره اړخ لګوي

لیک: سرلوڅ مرادزی

پښتانه چې د جنوبي اسیا خورا لوی ایتنکي ګروپ جوړوي او په افغانستان، کوزه پښتونخوا، بلوچستان، کراچۍ ، هند او نوره نړۍ کې خپاره دي نن ـ سبا د شمېر له مخې له ۶۰ میلیونو څخه اوړي.
پښتانه( په ټوله کې) د دې سیمې لرغونی او تاریخي ملت ګڼل کیږي. د سیمې په ټولو تغییرونو ، بدلونونو او پاڅونونو کې د پښتنو ځای، اوچت او ښاغلی دی. بېځایه نه ده چې تېر پیرکې ځینو لویانو پښتانه د سیمې روح تشبیه کړی دی. سیمه کې د پښتنو له ګډون پرته سوله، امنیت ، ثبات او پرمختګ نشي راتلای. د پښتنو څنګته توب او ګوښه توب سیمه او نړۍ د کړکیچ او ناورین خواته بیولای شي . که پخوا د پښتنو سیمه د تزار او لويي برتانیی د امپراتوریو تر منځ د تربګنۍ او بېلتون ځایګی و، نن دا سیمه د جنوبي، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ او د ټولې نړۍ تر منځ د یووستون او پيوستون په ځمکه بدلېدلای شي.
څونه په ځای ده، دې روستیو کې د لندن د ګارډين ورځپاڼې، یوې غونډې ته د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړی استازي مارک سیډویل له وینا څخه راپور خپور کړی چې یوه برخه کې يي داسې راغلي « دا لویه تېروتنه وه چې د افغانستان د جنوب پښتانه لس کاله پخوا د بون له کنفرانسه او د اساسي قانون له لویې جرګې څخه محروم کړی شول.
سیډویل وايي زموږ لویه تېروتنه دا وه چې پښتانه قبایل موڅنګ ته پرېښوول او افغانستان ته مو عسکر ولېږل.
نوموړي همدا شان زیاتوي : د افغانستان د جنوب خلک پردي شول او طالبانو د دوی له دې(محرومیت) احساسه استفاده وکړه»
کابل کې له واک څخه د پښتنو د ګوښه توب او څنګته توب خبره چې حقیقت لری که څه هم ناوخته ویل کیږي، خو کله چې دا خبره د انګریز او یا د پنجاب په خوله کیږي، باید د هغې منځپانګې ته ځانګړې پاملرنه وشي. د پنجاب مشران هم کله ناکله کابل کې د واک د پیکه توب په اړه د پښتنو په پلوۍ د مکر اوښکې تویوي. خوانګریزانو او روسته بیا پنجابیانو د انګریزانو په مټ پښتانه سره ویشلي، ځپلې او د پښتنو په اوسني ویرژلي حالت کې د دوی دواړو لاسونه تر څنګلو په وینو ککړ دی! انګریزانو د پښتنو هیواد په دوه برخو ویشلی او پنجاب نن هم، د پښتنو سیمې پرلپسې په بمونو او توغندیو ولي.
که دوښمن دې مخ کې خم شي غافل مه شه
د لیندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي
علي خان

خو دلته موخه دا نه ده چې د تېر وخت ناخوالې په نویو حالاتو کې مجردې راواخلو او هغه وشاربو. که لویدیځ او په تېره بیا انګریزان چې د سیمې او پښتنو په اړه له نورو زیات مالومات لري نن هم د پښتنو د خوړل شویو ملي حقوقو په تړاو، سمه پالیسې خپله کړي لکه څنګه چې يي سیډوویل وايي او هغه پلي کړي، پښتون یو زغمیالی ملت دی او د ډیورند د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د خپلو ملي حقوقو په ترلاسه کولو کې نوي حالات په پام کې نیولی شی.
پښتانه غواړي سیمه کې د ټولو نورو قومونو او ملتونو منځ کې لکه څنګه چې يي هیواد او ځمکه ایجابوي د یووالي او پیوستون رول ولوبوي. منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي. منځنی ختیځ او لویدیځ له سیمې سره ملګری کړي. ۲۱ مه پېړۍ کې سیمې ته د سولې، ثبات په راتګ او پرمختګ کې خپله ونډه اداکړي.
د مارک سیډوویل د وینا له مخې د لویدیځ په تېروتنه کې پښتانه ځپل کیږي او دا تېروتنه د دې لامل ګرځي چې ناراضه پښتانه پر پنجاب ورسم شي او هلته پنجاب ترې پخپلو روزنغالو او پالنغالو کې طالبان او مذهبي ترهګرجوړ کړي او بېرته يي د پښتني سیمې د ورانۍ لپاره رالیږي . همدارنګه په کور دننه په نظارشورا او جمعیت کې راټول مذهبي سیکټاریستان هم لویدیځ ته ټول پښتانه، د طالبانو په نوم ورپيژني او له دې لارې هم لویدیځ بیا همغه بهیر جارۍ ساتي، د پښتنو سیمې بمباروي او دا دایره یا (circle )به همداسې تکراریږی.
دې لوبه کې په کور دننه نظارشورا او جمعیت د دسیسه ګر او توطیه ګر، پنجاب د ورانوونکي او وژونکی او لویدیځ د بهیر د جاري ساتونکي په بڼه څرګندیږي. طالبان او مذهبي ترهګر بیا د وسیلې پتوګه کاریږي او پښتانه د قربانۍ ګډوري دي!
لکه چې ټولو ته څرګنده ده طالبان او نور مذهبي ترهګر پښتنو نه دي، زیږولي او نه پښتانه داسې ملي موخې لري چې لاسته راوړلو لپاره يي مذهبي ترهګرو ته اړتیا ولري، بلکې دا ډلې او خېلونه سیمه کې پنجاب او نورو جاسوسي کړیو پنځولي او د همدوی د ګټو په شپول کې فعالیت کوي.
زموږ ځیني ساده زړې پښتانه لیکوال بیا داسې انګیري « دا اشتباه د دوې ( لویدیځ )هله جبره کیدای شې چې واک په مکمل ډول طالبانو ته انتقال شې او نړیواله ټولنه یی په یوه خوله ومنې » ځيني نور وايي « طالبان د پاکستان لخوا څخه نه حمایه کيږي. » او داسې هم ویل کیږي « هر څوک په سترګو ګورې چې اوسمهال په هیواد کې ټول افغان مسلمان ولس ملي پاڅون کړی دی، د هر قوم او هرې طبقې خلکو پکې ښه په مېړانه او فداکارۍ برخه اخستې ده » په دا ډول لیکنو د ځینو لیکوالو او د طالبانو د خواخوږو رسنۍ ډکې دي.
که پښتانه پخپله خوله ونه وايی چې طالبان له دوی څخه جلا دي او بیا هم د طالب د ملاتړ خبره غبرګه کړي په دې صورت کې پښتانه خپله د جمعیت او نظارشورا تبرګي ته نوی لاستی وراچوي، د پنجاب د ترهګر پالنې فابریکې چالان ساتي او د لویديځ د بمباریو لپاره لار اواروي. خو که پښتانه له طالبانو ځانونه راجلا کړي چې دا د پښتنو د روشنفکرانو دنده ده؛ بیا دوښمن ته د پلمو، چلوټو او په اصطلاح دوستانو ته د تېروتنې ځای نه پاتیږي.
زما په اند د پښتنو روشنفکرانو په وړاندې چې کومې دندې پرتې دی، یو څويي دا دي:
ـــ د نظارشورا، جمعیت او نورو تنګنظرو سیکټاریستانو دا چلوټه شنډه کړي چې وايي پښتانه او طالبان یوشان دي او په دې توګه غواړي لومړی د طالب په نوم ټول پښتانه سپک او بدنام کړی او بیا يي لویدیځ ته شیطاني او جاسوسي وکړی ترڅو لویدیځ د پښتنو سیمې بمبارکړي.
ــ سیمه کې د پښتنو په وړاندې د پنجاب چلوټه رسوا کړي چې یوخوا غواړي د خپلو طالب ډوله ملیشو په مټ پښتانه ووژني او د ډیورند د تپلې کرښې دواو غاړو ته د دوی ټاټوبی ویجاړ کړي او بلخوا د پښتنو سره د غمرازۍ په نوم دا لړۍ جاري وساتي.
ــ پښتانه روشنفکران باید د پښتنو د ویښتوب او روښانتیا لپاره چې ډیری يي نالوستي دي د دوی په ژبه یاني په پښتو لیکنې او خپرونې وکړی ترڅو د پوهې او خبرتیا هغه تشه چې د پیړیو په اوږدو کې د ملا په لاس په عربي او د دولتونو په لاس د فارسي او اردو ژبو د واکمنۍ له کبله پښتنو کې رامنځته شوي، ډکه کړي.
ــ دا د پښتنو روشنفکرانو دنده ده چې پښتانه د طالب له توره چې د پښتنو د دوښمنانو لخوا په پښتنو پورې تړل کیږي، وژغوري. بلخوا ایا ترهګر او طالب یوازې په پښتو کې شتون لري، که په نورو ملتونو او هیوادونو کې هم شته؟
ــ پښتانه روشنفکران باید د سیمې د نورو قومونو او ملتونو د روشنفکرانو سره شریکه ژبه پیداکړي او د مذهبي سخت دریځ غورځنګ په وړاندې چې سیمه کې يي سوله، ثبات او پرمختګ ډب کړی په ګډه د مخنیوي چارې سمبالې کړي.
ترڅو چې پښتانه روشنفکران د پښتنو د ویښتون او پوهاوی، پښتنو پورې د طالب جان له تورتړلو او د هغو فابریکو په افشا او ړنګولو کې چې ترهګر او طالبان روزی لاس په کار نشي، بل څوک د پښتنو د ستونزو د لری کولو دنده پر غاړه نلري!
دا لیکنه په ۲۰۱۱ کال په ځینو بریښناپاڼو کې خپره شوې وه.
سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته