(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو دښمنان څوک دي؟

[12.Sep.2015 - 22:08]

لیک:محمد یار

نور دلایل و تبصره به وروسته پسې غځوم، خو په دا پیل- پیل کې لا درته وایم چې د پښتنو دښمنان خپله د پښتنو دا یو شمېر مشران دي، ځکه دا د پښتنو د مشهور شاعر سیف الرحمان سلیم د پخې تجربې او عینې مشاهدې د کاڼي کرښه ده:

رهبران یې خرڅوي پر سوداګرو
خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو

دا نظریه نو یوازې د پښتنو لپاره صدق نه کوي، بلکې د افغان ولس د هر قوم په باب یې صادقه وبولئ، خو زما تمرکز ځکه ډېر پر پښتنو دی او مثالونه د دوی ورکوم چې له نسله یې یم، تر نورو نژدې ور سره په تماس کې یم، څېړلي و ځېرلي مې دي، په خوی و بوی یې بلد یم او په تشخیص کې به یې ممکن تر نورو لږ اشتباه وکړم.

زه د خپل سیاسي مسوولیت و مبارزې پر اساس اړ یم چې د ګران افغانستان له ټولو شریفو قومو سره په تماس و تفاهم کې وو اوسم.

له دوی سره په ډېرو مجالسو کې چې د افغانستان د مسایلو، بحرانو، بې اتفاقیو، بدبختیو او تعصبو پر عواملو ږغېږم، نو خپل دا نظر ورته ثابتوم او تر اوسه لا داسې نه ده شوې چې چا دې راسره نه وي منلې چې د افغانستان د هر قوم اولین دښمن د هغه قوم د سر سړی دی او هم دغه د سر سړي پر قوم دکانداري را ایستلې ده، خپل د قوم وګړي یې لکه د سوداګرۍ سامان د قومیت په مارکېټ کې اوډلي او معاملې پرې کوي.

دغه قومي کاروباریان هر یو خپلو خلکو ته وايي چې په افغانستان کې یوازېنی بدبخت قوم ته یې او ستا حقوق هغه بل قوم ټول درڅخه تروړلي و، خوړلي دي او ته یې سپېره خوله پرېښی یې؛ د دې لپاره چې خپل حقوقي حیثیت تر لاسه کړې، نو یوازېنۍ لار یې دا ده چې نورو قومو ته ښکنځل وکړې، د خپلو حقوقو د اخیستنې لپاره دې مبارزه وکړې او د مبارزې سټایل دې باید داسې وي چې له ویناوو، لیکنو او مظاهرو څخه نیولې آن د مرګ- ژوبلې تر بریده پر هيڅ یوه متشدده هڅه بریک و نه نیسې.

له نېکه مرغه چې په دغه چاره کې د قوم له مشرانو سره ټول قوم ملګری نه وي، بلکې یو څو هغه په اصطلاح په ژبه پوه کسان ور سره ملګري وي چې په دغو قومي مخالفتو کې دوی ته هم د یو څه مادي ګټې برکت رسېږي، نور نو قومونه بې‌چاره ګان ټول د خپل غربت او ناامنیو په خولو کې داسې ډوب وي چې ولاکه یې نه ځان ته پام وي، نه جهان ته، نه د قومیت په مفهوم پوهېږي او نه هم د تعصب په مانا.

د قومونو مشران لکه سره شرمښان، له خدایه باد و باران غواړي، د دوی د ګټو و سوداګریو بازار هله ښه رونق مومي چې قومونه له یو بل سره لا ډېر لاس و ګرېوان شي او په دغه ټېل ماټېل کې خپلو سرخېلانو ته لا ډېر د اړتیا احساس وکړي او په دې توګه سرخېلان د خپلو ولسونو پر سرو، وینو، خولو او اوښکو خپلې سیاسي سوداګرۍ ته دوام و مصونیت ورکړي.

د دغسې قومي تجارت په مدیریت کې پښتانه مشران هم له چا څخه وروسته نه دي؛ ما خپله هم، یو عمر د خپلو معامله ګرو خواخوږو په چل ول دوکې وخوړلې، ما ته به یې ویل چې پښتو د نورو تر چپاو لاندې ده، د پښتنو حقونه نورو قومو وخوړل او خوري یې، نور سره متحد او د پرمختګ پر خوا روان دي، مګر د پښتنو په مخ کې خنډونه اچوي، کوښښ کوي چې موږ له پرمختګه را وګرځوي، بیا به یې په دې ګواښ بېرولم چې که دغه حالت روان وي، نو یوه ورځ به قدرت ټول د دوی په لاس کې وي او موږ به یې د غلامانو او چپړاسیانو رول ادا کوو؛ دا ډول نو ډېر نور هزلیات ول چې موږ به فکر کاوه چې رشتیا هم که د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره خپلو درنو وطنوالو ته سپکې- سپورې و نه وایو او له خپلو خلکو سره سرونه مات نه کړو، نو بله لار نه لرو؛ دوی مو خپل نه، بلکې سم دم پردي بلل.

ما د بېلا- بېلو فرهنګي- مدني فرصتو په ترڅ کې د افغانستان مختلفو سیمو ته سفرونه کول او کرار- کرار متوجه کېدم چې په افغانستان کې خو هيڅوک من حیث قوم نېکمرغه و ښېراز نشته؛ هغه بدمرغي چې یو کندهاری، لغمانی، لوګری، وردګ او پکتیاوال پښتون د مخامخ جنګ، ځانمرګي او ټروریزم په بڼه ور سره مخ دی، نو یو بامیانی هزاره، د سرپل بلوڅ، جوزجانی ازبک د وژونکي غربت په شکل ور سره لاس و ګرېوان دی او یو بدخشی، تخاری او پنجشېری تاجک د وحشي طبیعي آفاتو د بلا په څېر خپړې ور سره لګوي او همداسې نو د ټول وطن زړه خوړونکی واقعیت در واخله او یو وخت دې نتېجې ته هم ورسېدم چې هغوی چې خپل د درنې او بل د سپکې شعار ور کوي، قومونه یې نور هم سپکېږي، وزګارېږي، وژل کېږي او په سلو و زرو نورو بلاوو لړل کېږي، مګر د سر خلک یې ورځ په ورځ پړسېږي، شتمنې یې له حسابه وزې، شخصي ژوند یې د عیاشۍ تر سرحده رنګ و رونق مومي او د مرحوم سیف الرحمان سلیم
دې بیت مې یو دم ذهن ته ټک ور کړ:

منم رهبر په خپله مخ کې لاړه
خو قافله خو یې تر شا راوسته

څومره جونګړو ته دې اور ورته کړ
چې محل ته دې رڼا راوسته

او تر دې له مخه د ښاغلي دروېش دې بیت د چرت په چکر کې اچولی وم:

پښتون په زوره ننووت په کور د پښتانه
خو دغه کار یې هم وکړ په زور د پښتانه

ورو- ورو مې دا باور پوخ شو چې کیسه خو ټوله په خپل کور کې د خپل ورور له لاسه مرداره ده او یو دم د احساساتو د باروتو له غونډۍ راکوز او د عقل په حرا کې مېشت شوم، سترګې مې وغړولې، واقعیتو ته متوجه شوم، له مسایلو څخه مې د درک درایت وموند او پوه شوم چې دلته هر چا له خپلې لمنې اور اخیستی دی او د هر قوم غاصب، چې خپل قوم یې لوټلی دی نو د دې لپاره چې کشف و رسوا نه شي، خپل قوم یې احساساتي کړی او له ځانه یې توجه بل قوم ته ور اړولې چې ګواکې نورو یې په ابرو و عزت تالان ګډ کړی دی.

یو دوه مثاله یې له پښتنو څخه د مشت نمونه خروار په توګه در ونیسئ، هیله ده چې نورې بېلګې یې د وطن نور بامسولیته زامن را وړاندې کړي:

یو څو کاله کېږي چې زموږ یو شمېر فرهنګي مشران او یاران د پښتنو ماشومانو د تعلیم حق په خپله ژبه غواړي، دوی په کابل کې تر ډېره بریده کامیاب هم شول او د ډېرو ښوونځيو درسونه یې په پښتو ژبه واړول، دوی به د دغه کمپاین په ترڅ کې تل د نورو قومونو او پارسي ژبې مثال ور کاوه چې هغوی مخ ته ځي او پښتانه په لوی لاس شاته ټېل وهي، موږ باید د خپلې ژبې او خپلو خلکو حقوق، په هر قیمت چې وي، واخلو، دوی به په پارسي مېشتو سیمو، مثلاً هرات و مزار کې پښتانه ځوانان د غیرپښتنو پر وړاندې پارول او د خپلې ژبې د حق تر لاسه کولو لپاره به یې احساساتي او غیرمعقول شعارونه په لاس ورکول او بیا یې دا احسان هم طبعاً چې پرې باراوه چې دا خو همدا موږ یو چې ستاسې غم راسره دی، که نه نو تاسې خو تبا و برباد یاست.

څه وخت مخکې له سرحدونو او قومونو و قبایلو چارو وزارت څخه یو لیسټ خپور شو چې همدغه د پښتنو د غمخوارانو نومونه یې په دا سر- سر کې راغلي ول او په کابل کې یې د خوشحال‌خان لېسې د شاګردانو په نوم، د مرستو پیسې تر خپلو منځو سره وېشلې وې؛ اوس به د سلیم عقل فیصله څه وې؟ ایا د پښتنو حقوق دلته د پښتنو مشرانو خوړلي که غیرپښتنو؟

په کابل کې خوشحال‌خان او رحمان بابا لېسو ته د پښتني سیمو هغه خوار و بې‌چاره زامن راځي چې یا یي په سیمو کې ښوونځی نه شته، یا جنګ دی، یا یې ترهګر درس ته نه پرېږدي او یا هم دوی ډېر غریب وي.

په دغو لېسو کې یې یوه لیلیه او یو نیم نوره مرسته هم په قسمت رسېږي، ځکه له خپل کور و اوره را ورک وي، په دې هیله چې د جهالت له جوره نجات پیدا کاندي او د علم له رڼا برخمن شي، خو دلته یې د خپلو غمخوارانو(!) له خوا دا ډول پر حقوقو داړې اچول کېږي او بیا په ډېره نامردي سره همدا بې‌چاره شاګردان د نورو قومو په مقابل کې هم مظاهرو ته راباسي او هم یې زړونه و ذهنونه د خپلو نورو مظلومو وطنوالو پر وړاندې د تعصب و دښمنۍ په ماینونو فرشوي او د دې نتېجه نو په افغانستان کې د پردیو د نیابتي جنګ له پاره تر قیامته وحشي زمینه سازول دي.

د کرزي د معارف وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ، چې پر مرستو د امریکا د څار ادارې (سیګار) له خوا په اته سوه میلیونه ډالره غلا تورن شو، نو دا څوک وو؟

ایا دا پښتون و که غیرپښتون؟ او ایا ده د پښتنو ماشومانو حقوق حیف و میل کړي ول که د غیرپښتنو؟ یا ایا د پښتنو کوچنیانو حقونه یوه غیرپښتانه مشر خوړلي ول که پښتانه؟

ده خو په هغو پښتنې سیمو کې د خیالي ښوونځیو تهدابونه اچولي ول چې هلته د ټروریزم توپانونه چلېدل او ښوونځي و تعلیم امکان نه درلود؛ څه فکر کوئ! که پښتانه بدمرغه نه وای، د ترهګرۍ و جګړو قرباني نه وای، د دوی کور و کلی امن وای، نو هلته د تخیلي ښوونځیو جوړول ممکن ول؟ او چې دا امکان نه وای، نو د ډاکټر فاروق، سرحداتو وزارت او امثالهم لپاره دغسې د سپینې ورځې مسته غلا ممکنېدای شوای؟

په دې حساب نو آیا د پښتنو ناتمامه تراژدي د پښتنو مشرانو لپاره تیاره لنګه غوا نه ده؟

او همداسې نو در واخله د هر قوم غمیزه د هغه قوم د رهبرانو لپاره لکه لنګه غوا، لکه دوکانداري، لکه د چین و جاپان سوداګري؛ په نوره سوداګري کې خو به لا ګټه و تاوان سره تړلي وي، مګر دا سراسر تضمین شوې ګټه ده.

-
بېرته شاته