(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکمپبیل بړاسکي او ځمکني واقعیتونه

[08.Oct.2015 - 17:20]

لیک :  بخت الرحمن (بخت)

جنرال جون ایف کمپبیل د امریکي دثنا مجلس د وسلوالو خدمتونوټولني ته په خپل لیکل شوي بیان کي ویلي، چي په پاکستان کي دپاکستاني فوځ له لوري دروانو عملیاتو په ترڅ کي دغه فوځ خپلو کړو ژمنوکي رښتنی ښکاري، نوموړي زیاته کړه د پاکستان دوسلوالو ځواکونو لوړ رتبه قومندانانو ورته باور ورکړي چي دروانو عملیاتو په ترڅ کي دترهګرو فرق نکوي او نه یی دښه او بد په نامه ترهګر سره جلا کړي دي، بلکي دټولو ترهګرو په وړاندي یی یو ډول عملیات روان کړي دي.

نوموړي په پاکستان کي دخیبر پښتونخوا ایالت قبایلي سیموکي په خاصه توګه د تیراه او خیبر ایجنسۍ عملیاتو ته په اشاره کولو سره وويل، دپاکستان حکومت او فوځ دغه سیمه کي کامیابه عملیات پر مخ بیا یی او داسي ښکاري چي نور یی دلته د ترهګرو ملا ماته کړي ده.

جون کمپبیل په افغانستان کي د افغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ خبروته اشاره وکړه او زیاته یی کړه.

دافغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولي، جوړي او روغي خبرو په اړه د پاکستان حکومت ډیر څه کړي، د روان کال د جولایی په میاشت کي یی دغه دواړه لوري دخبرو لپاره مخامخ سره کښینول، کمپبیل وويل ډير ژربه ددغي ناستي په تعقیب بله ناسته هم دپاکستان دحکومت دهڅو په ترڅ کي رامنځ ته شوي وی.

خو داچي دطالبانو دپخواني مشر ملا محمد دمړني خبر ښکاره شو او دطالبانو دنوي امیر دټاکلو لپاره دطالبانو له لوري وخت وغوښتل شو نو ځکه دغه پروسه یو ځل بیا دیو څه وخت لپاره وځنډول شوه.

نوموړي زیاته کړه پاکستان خپله د افغانستان په څیر دترهګرو له لوري دسخت ګواښ سره مخامخ وو او دغه هیواد یی له سختو امنیتي مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړي چي ښکاره بیلګه یی د تیري میاشتي د خیپرپښتونخوا ایالت د پاکستان دهوایی ځواکونو یوي اډی ( بډا بیر) باندي دوسلوالو طالبانو مخامخ برید دي.

کمپبیل زیاته کړه په دي کي شک نشته چي دپاکستان او افغانستان ترمنځ څه ناڅه مشکلات وجود لري او دا مشکلات به د ۲۰۱۶ زدیږ کال تر اخیره پوري جاري پاتي وي.

خو دا یوه خبره ډیره واضح او تر لمر سپینه ده چي دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ دسولي دخبرو او مذاکراتو لپاره دپاکستان رول له نظره نه شو غورځولی او ددواړو اړخونو ترمنځ دپخلایني د خبرو اترو لپاره دپاکستان هڅي ډيري مهمي دي.

نوموړي دخپلو خبرو پر مهال په افغانستان کي دداعش وجود او رول ته هم اشاره وکړه، او زیاته یی کړه داعش په افغانستان کي زمونږ له توقع او هیلو څخه ډیر مخکي روان دي او د افغانستان په نهو ولایتونو کي یی فعالیتونه معلومیږي چي تر ټولو زیات حضور یی دافغانستان په سویلي ختیځو ولایتونو اوپه خاصه توګه ننګرهار کي ترسترګو کیږي.

جون کپمبیل زیاته کړه، که څه هم داعش په افغانستان کي دافغاني طالبانو ځیني نارا ضه کسان له ځاه سره ملګري کړي او همدارنګه دپاکستاني طالبانو څو کسانو د ازبکستان داسلامي پاڅون په شمول ورسره ملګرتیا ښودلي خو تر اوسه پوري په دي نه دي توانیدلي چي پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړی او یاهم په زیات شمیر بهرني وسلوال را جلب کړي.

دکپمبیل بړاسکي او ځکمني واقعیتونه:

 کمپبیل وایی چي دپاکستان حکومت خپلو ژمنو کي رښتنی دي دضرب عضب دعملیاتو په ترڅ کي یی طالبان په ښه بد باندي نه دي ویشلي او ددوي ترمنځ کوم فرق نه دي کړي له ټولو طالبانو سره یی یوډول معامله کړي ده، او نوریی دخیبر پښتونخوا په قبایلي سیموکي دترهګرو ملا ماته کړي او سیمه یی په مکمله توګه تصفیه کړي ده.

داچي کمپبیل وایی پاکستان دضرف عضب دعملیاتو په ترڅ کي طالبان په ښو او بدو طالبانو نه دي سره ویشلي دټولو په مقابل کي یی یو ډول چلند او برخورد کړي، دابه څه نا څه ورسره ومنو چي پاکستاني وسلوالو ځواکنو په شمالي وزیرستان کي پاکستاني طالبان (TTP) او دحقاني ډلي په وړاندي ګډ عملیات کړي ددواړو په خلاف یی جنګ کړي او دواړو ډلو ته یی څه ناڅه تاوانونه هم اړولي دي.

او داچي ښاغلي کپمبیل وایی چي پاکستاني وسلوالو ځواکونو نوره دپاکستاني طالبانو ملا ماته کړي او هغوته یی پوره شکست ورکړي ورسره و نه منو.

کچیري دپاکستان وسلوالو ځواکونو پاکستاني طالبانوته ماتي ورکړي وی اوهغه یی نور له فعالیت او مقاومت څخه غورځولی وی، پیښور ښار ته څیرمه دپاکستاني ځواکونو پر ډير مهم او ستراتیژیک مرکز باندي په دومره لویه کچه برید چا ترسره کړ چي دیوه فوځي افسر په شمول دیرش تنه دپاکستان دهوایی ځواکونو کارمندان یی ووژل.

کچیري دپاکستان حکومت پاکستاني طالبان نور له منځه وړي وی، دوي اونۍ مخکي دپيښور ښارته څيرمه دپولیسو دیو قومندان پر موټر برید دچار له لوري تر سره شو او همدارنګه په باجوړ ایجنسي، چارصده او نورو اړونده سیمو کي په دي وروستیو کي یوپه بل پسي د محلي پولیسو او قومي ملیشو قومندانان په نښه کیږي او وژل کیږي دا دچار لوري ترسره کیږي او څرنګه ترسره کیږي.

لږ موده مخکي دپنجاب ایالت دکورنیو چارو وزیر پرکور باندي برید چي نوموړی خپله هم پکښي ووژل شو دغه برید دچا لوري ترسره شو.

دطالبانو او افغاني حکومت ترمنځ دسولي دخبرو په اړه دپاکستان مخلصا نه او بی پري هڅي او د امریکي له لوري ددغو هڅو ستاینه:

ښاغلي کمپبیل لیکلي چي د پاکستان حکومت هروخت کوښښ کړی چي طالبان دي ته اماده کړي ترڅو دافغاستان له اداري سره یی دخبرو لپاره کښینوي.

نوموړي دلته د روان کال دجولای دمیاشتي هغي ناستي ته اشاره کړي ده چي دپاکستان په یوه سیلاني سیمه مري کي کوم پنځه ستوريځ هوټل کي دطالبانو دمنځنۍ کچي دڅوتنو مشرانو او افغانستان حکومت داستاځو ترمنځ ترسره شوه.

خو کومي خبري چي دروان کال دجولای په میاشت کي دپاکستان په مري ښار کي دځینو طالبانو او دافغانستان دحکومت د استاځو ترمنځ ترسره شوي وي، دطالبانو دفرهنګي کمیسیون له لوري هغه خبري رد شوي او زیاته یی کړه کومو کسانو چي دپاکستان دمري په ښارکي دطالبانو په استاځیتوب د افغانستان له حکومت سره مذاکرات یا خبري کړي دي، دغه کسان دافغانستان داسلامي امارت استاځي نه دي او نه هم دامارت کوم کس دمري په مذاکراتو کي برخه اخیسته ده.

داعش او کمپبیل: کپمبیل په خپلو څرګندونو کي زیاته کړه چي دداعش حضور په افغانستان کي زمونږ له توقع اوهیلو څخه زیات مخ په وړاندي روان دي.

نوموړی وایی داعش د افغانستان په ۹ نهو ولایتونو کي حضور لري، حال داچي داوسني او تازه معلوماتو پر بنسټ، داعش د افغانستان د ننګرهار ولایت څخه علاوه دافغانستان په هیڅ یو ولایت کي هم حضور نه لري او نه یی هم له کوم ولایت څخه چا دملګرتیا او ملاتړ اواز پورته کړی ده

او حال داچي په ننګرها کي دخپلو شومو او بی رحمانه او ظالمانه کړنو له کبله له سخت ولسي غبرګون سره مخ شوي اوله سیمي څخه دتیښتي په حال کي دي.

داچي امریکایان پرهر سټیج باندي ناري وهي چي افغانستان کي دداعش حضور ورځ تر بلي او زمونږ له توقع اوهیلو څخه په زیات ګړندیتوب مخ په وړاندي روان دي، دا چیغي او ناندرۍ صرف ددي لپاره وهي ترڅو پرافغانستان باندي خپلي ناروا ولکي او یرغل ته نور هم دوام ورکړي او له نړیوالو څخه دداعش په وړاندي دجنګ او مبارزي په بهانه کریډټ ترلاسه کړي.

امریکا اودبشر دوستۍ دعوي، پرمختللي جنګي ټیکنالوژي او دکندوز روغتون:

امریکایانو په کندوز کي دبی پولي ډاکټرانو دسیمي په کچه ستر او پیژندل شوی روغتون په نښه کړ.

دغه روغتون باندي امریکایانو یو یا دوه مزائیل نه دي فایر کړي چي خلګ یی ورسره سهوه یا غلطي ومني او ددوي معذرت ورسره قبول کړي.

امریکایانو دغه روغتون تر ۴۰ دقیقو پوري د اتو الوتکو په واسطه تر برید لاندي راوستلی وو، حتي دروغتون عمله او دبی پولي ډاکټرانو دفتر وایی چي دروغتون او دبي پولي ډاکټرانو له لوري دوي ته خبر هم ورکول شو چي روغتون یی تر اور لاندي نیولی دي خو بیا هم دغه روغتون باندي امریکایانو بمباري بس نکړه.

امریکا چي پرټوله نړۍ باندي دجنګي ټیکنالوژۍ په ډګرکي برلاسی لري او حتي دعوه کوي چي له هوا څخه پرځمکه یو انچ شي هم تحلیلولی شي چي داڅه شي او څه کوي.

ایا دوي په کندوز کي دومره لوي روغتون چي په سلګونو ناروغان پکښی بستر وو د روغتون په منځ کي امبولانسونه ولاړ وو دروغتون دمخامخ دروازي پرسر جوړ شوي برج باندي د بي پولي ډاکټرانو سمبولیک بیرغ هم رپانده وو نه لیدو، دوي ته دا نه وه معلومه چي دلته دبی پولي ډاکټرانو روغتون شته، داچي دبمبارۍ په منځ کي دپولي ډاکټرانو له لوري دوي ته خبر ورکول کیږي، دغه خبر ددوي لپاره کافي نه وو چي نوریی دغه روغتون باندي بریدونه درولي وی.

ایا دا به ددي لپاره کافي وي او انصاف خوښونکي نړیوال به ورسره قناعت وکړي چي کله وایی مونږ ته دافغاني ځواکونو له لوري ویل شوي وو چي دغه ودانۍ تر برید لاندي راولي او کله وایی چي په دي پیښه کي دامریکي دهوایی ځواکونو له لوري سهوه یا غلطي شوي ده.

کچیري دارنګه کړني مونږ سهوه وګڼو نو په تیرو ۱۴ کلنو دافغانستان په ټولو سیموکي د امریکایی فوځیانو حضور درلود دهیواد په مختلفو سیموکي په وړو وړو کنډکونو باندي ویشل شوي وو، د ( پي آر ټٍي) په نامه سره یی واړه واړه مرکزونو جوړ کړي وو، او هره ورځ به دامریکایی الوتکو له لوري دافغانستان په ټولو سیمو کي دوسلوالو طالبانو په وړاندي هوایی بریدونه ترسره کیدو.

ولي یوه ورځ دغو هوایی بریدونو کي امریکایی الوتکو په سهوه یا غلطي سره دافغانستان په لري پرتو سیمو کي امریکایانو کومه اډه، وړوکي کنډک یا ددغه عسکرو کوم ولایتي بیا رغوني مرکز په نښه نه کړ، حال داچي مونږ شاهدان یو چي امریکایانو په تیرو څورلسو کلنو کي بی شماره مساجد مدارس او دخوښیو مراسم په نښه کړي دي او دافغانانو بی شماره دخوښیو صحني یی په غم او ویر بدلي کړي دي.

کمپبیل که په رښتیا غواړي چي افغانستان ته نیکمرغي راولي نو دسپیني ماڼي واکدارانو ته دي مشوره ورکړي چي سپینه ماڼۍ دي نور افغانستان باندي یرغل ته دپای ټکي کیږدي.

افغاني طالبان وایي، مونږ به دافغانستان له حکومت سره ترهغو پوري دمذاکراتو پر میز ناستي ته تیار نشو ترڅو چي امریکایان له افغانستان څخه وتلي نه وي.

داعش چي افغانستان ته راغلی یا دلته د را تلو هڅه کوي بهانه او پلمه یی په افغانستان کي دامریکایانو حضور دي کچیري امریکایان له افغانستان څخه ووزي داعش ته به نوره دغه بهانه نه وي پاتي چي افغانستان دکفري طاقتونو له لوري یرغمال شوی او مونږ یی په وړاندي جهاد کوو.

او همدارنګه دافغانستان ډیری ګاوڼدي هیوادونه په افغانستان کي دامریکایانو حضور دځان په نقصان بولي او وایی چي افغانستان کي دننه دبهرنیو ځواکونو تر چتر لاندي دځینو هیوادونو لابیز ددوي دخپلو هیوادونو په ګټه او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو په نقصان دافغانستان خاوره استعمالوي او دغي خاوري څخه ددوي په کورنیو چاروکي لاس وهنه کوي.

نو افغانستان کي دننه امریکایی جنرنالان او قوماندا نان باید دسپیني ماڼي واکدارانوته رښتني ځمکني واقعیتونه بیان کړي هغه دي په دي پوه کړي چي افغانستان او سیمه کي مشکلات او کړاوونه ټول زمونږ دحضور له کبله رامنځ ته شوي که مونږ نن هم دغه هیوادونه پریږدو ترڅو خپله مشکلات په خپله حل او فصل کړي، هیڅ مشکل به نه وي او ډيرژربه دتوټولو متخاصمو ډلو ټپلو ترمنځ اوسني مشکلات یو طرف ته شي، افغانستان او ورسره ټوله سیمه کي به اوسني جنجالونو او دلته به یوه سولیزه فضا رامنځ ته شي

بخت الرحمن بخت

-
بېرته شاته