(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان هڅې

[31.Oct.2015 - 22:15]

لیک: اسدالله غضنفر

باچا خان څو ویشت کاله پخوا وفات شو. د مړینې په وخت اته نوي کلن و. دی په ۱۸۹۰ کال د هشنغر د اتومانزو د کلي د خانانو په یوه کورنۍ کې دنیا ته راغی. پلار یې چې بهرام خان نومیده د خپل وخت یو منور شخصیت و. هغه خپلو زامنو ته اجازه ورکړه چې په ښوونځي کې سبق ووایي. دا هغه زمانه وه چې تعلیم ته توجه ورځ په ورځ زیاتیده . خو په کومه ټولنه کې چې غفار خان دنیا ته راغلی و، د داسې کسانو تعداد کم نه و چې له تعلیم سره یې مخالفت څرګنداوه.

غفار خان چې په ایډورډ میشن ښوونځي کې سبق لوست، دې ته متوجه شو چې که د ده د قام ماشومان سبقونه ونه لولي ، په اوسنۍ پرمختللې دنیا کې به ښه ورځ ونه ویني.

ده چې په ښوونځي کې زده کړې پای ته ورسولې ،د سرکاري کار په ځای یې په خپل کلي کې غیرحکومتي ازاد ښوونځی جوړ کړ. دا د ده د اجتماعي ژوند لومړنی مهم اقدام و. د اتمانزو د ازاد ښوونځي د تاسیس په وخت اوس شاوخوا سل کاله تیریږي. اوس د ښوونځي جوړول یوه عادي چاره ده ،ځکه تعلیم ډیر عام شوی دی، خو په هغه وخت کې دا یو بې ساری اقدام و.

باچا خان څو کاله وروسته انجمن اصلاح افغانیه او بیا د خدایي خدمتګارو غورځنګ جوړ کړل.

ده به په ځوانۍ کې له خپلو ملګرو سره کوڅې جارو کولې، کلیوالو ته به یې د څښاک د صحي اوبو لپاره د کوهیانو په کیندلو کې برخه اخیسته، پلونه او سړکونه به یې جوړول. ده د یو خان په حیث په جسمي کارونو کې د ګډون په ذریعه دا هم غوښتل چې خپل خلک په دې پوه کړي چې په کار کې شرم نشته.

ده وکولای شول چې د خدایي خدمتګارو په ډله کې سل زره کسان شامل کړي. باچا خان او ملګرو یې له انګلستان څخه د خپلو خلکو ازادي غوښته، خو دوی د تشدد پلویان نه وو. باچا خان به ویل چې تشدد ، تشدد زیږوي، په توندۍ او تیزۍ کې ګټه نشته ، خیر په دې کې دی چې په نرمه او په سوله او په صبر سره خپلو هدفونو ته ورسیږو. د ده په نظر که خلک تعلیم ته مخه ونه کړي او وګړي په ځانونو کې اصلاح رانه ولي ، د بهترۍ امکان نشته.

د باچا خان په سیاسي او اجتماعي هڅو کې د ښځو حقونو ته اهمیت ورکول هم د یادولو وړ خبره ده.

د باچا خان د سیاسي ژوند یو بل اړخ دا و چې همیشه به په کلیو او ښارونو ګرځیده او خلکو ته به یې ویناوې کولې. ده د نولس سوه پنځلس او نولس سوه اتلس کلونو تر منځ د خیبر پښتونخوا پنځه سوه کلیو ته سفرونه وکول او خلک یې له انګریزانو څخه د ازادۍ اخیستلو ته وهڅول. انګریزانو چې په هغه وخت کې یې په هندوستان او پښتونخوا حکومت کاوه ، د باچا خان د ازادۍ هڅې د ځان په تاوان وبللې او دی یې څو ځله بندي کړ. کله چې د شلمې پیړۍ په څلویښتمو کلونو کې د هند له براعظمګي د انګریزانو د وتلو او د براعظمګي د ویشلو خبرې کیدلې باچا خان د براعظمګي له ویشلو سره مخالفت وکړ. د ده نظر دا و چې په هند او پاکستان باندې به د لوی هند بیلیدل د اسیا دا سیمه خواره، ناکراره او وروسته پاتې وساتي. د یادولو ده چې د هند او پاکستان د بیلیدو په کلونو کې په میلیونونو کسان مهاجر او په لکونو کسان ووژل شول.

د پاکستان له جوړیدو وروسته پاچا خان اعلان وکړ چې زه که څه هم د هند د بیلیدو مخالف وم خو اوس چې دا کار شوی دی نو د پاکستان د تخریب پلوی نه یم. مګر په پاکستان کې حکومتونو هغه ته د شک په سترګه وکتل او ډیر کلونه یې په بندیخانو کې وساته. ده د خپل اوږد عمر اووه ویشت کلونه د انګریزانو او بیا د پاکستان په بندیخانو کې تیرکړل او کله چې څو ویشت کاله پخوا په پیښور کې وفات کیده، نو هم نظربند و.

باچا خان د خپل ژوند یوه برخه په افغانستان کې تیره کړه. د ظاهر شاه د دموکراسي په کلونو کې د افغانستان په ولایتونو او ولسوالیو وګرځيد او افغانان یې ملي وحدت او د وطن ابادولو ته راوبلل. ده به ویل چې د فرانس اوسیدونکي ځانونه فرانسیان بولي، د امریکې اوسیدونکي ځانونه امریکنان بولي خو د افغانستان اوسیدونکي اوس هم ځانونه په خیلونو او قبیلو پورې منسوبوي.

باچا خان چې به کندز ته راغی، معمولا به زموږ په کور کې اوسیده. زه په هغه وخت کې کوچینی وم او د ده د خبرو په معنا نه پوهیدم. یو ځل مې یاد شي چې زموږ کور ته هندوستانیان ورسره راغلي وو. دوی د هند د کانګرس ګوند کسان وو. هغوی ورسره تر نیمې شپې پورې خبرې وکړې . وروسته مې پلار وویل چې د کانګرس کسانو ورته د خپل ګوند او اندیرا ګاندهي پیغام راوړی دیچې په هند کې مسلمانان خوابدي دي، راشه د هند ولسشمر شه ، خو د باچا خان ټینګار و چې دی دا کار نه کوي او ډاکتر ذاکر حسین د هند د ولسمشرۍ لپاره مناسب بولي. کانګرسیانو د باچا خان پیغام هند ته ورساوه او ذاکرحسین د هند ولسمشر شو.

د باچا خان مې یو دا عادت یاد دی چې ساده او معمولا یو ډول ډوډۍ به یې خوړه. ده ډیر تکلیفونه تیرکړل خو د اوږد عمر یو علت یې شاید دا و چې په خپل نفس یې کنټرول درلود. پلار ته مې باچا خان ویلي وو چې د انګریزانو په بند کې یې یوه ورځ په چکۍ ( کوټه قلفي ) کې میچن کوله. په دې وخت کې یو انګریز راغی او د وره له دریڅې یې یوه ټوټه ګوړه ورواچوله. دا کار غیر قانوني و او په ظاهره د همدردۍ په نیت و. باچاخان د ګوړې خوړولو ته ډیر زړه کیده خو له خپل نفس سره له شیبې نیمې کشمکشه وروسته دې نتیجې ته ورسید چې که د نفس د خوشحالولو لپاره خلاف قانون کار وکړي په خپله مبارزه کې به یې ماتې کړې وي. په همدې دلیل یې ګوړه له دریڅې د باندې خطا کړه.

باچا خان که د خپلو نظریاتو پلویان لرل ،مخالفان یې هم لرل. د ده له سیاسي نظریاتو سره مختلفو کسانو مخالفت څرګند کړی دی خو کومو مورخانو او لیکوالو چې د ده په ژوند او هڅو باندې لیکنې کړې دي، هغوی کابو ټولو دا خبره منلې ده چې باچا خان د خپلې ټولنې ناروغۍ ښې پیژندلې او د ده دا تشخیص په ځای و چې تربورګلوي پالل، تعلیم نه کول، غچ او انتقام اخیستل ، تشدد کول او په خوارۍ مزدرۍ شرمیدل د پښتني ټولنې د بربادۍ او بدمرغۍ لوی علتونه دي.
(تاند)
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴

-
بېرته شاته