(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دیارانو کډې ګورته وارپه وارځي

[19.Nov.2015 - 11:34]

دیارانو کډې ګور ته وار په وار ځي

لیک: مبارز څاپي

پرون باچاخان لاړ،غني خان لاړ،ولي خان لاړ او اجمل خټک لاړ، نن دادی زمونږ ګران مشر خان محمد افضل خان (خان لالا) لاړ.

په دې تلونکي کاروان کې ډیرې داسې څیرې هم تللې دي، چې هر یو ئې دپښتو او پښتونولۍ ځیږه بچیان ؤ.

یانې کاروان روان دی او ملګري یو د بل پسې درومي او دا لړۍ روانه ده. نن که خان لالا لاړ سبا به زه ځم او بل سبا به بل ملګری.

هو ! دغه کاروان کټ مټ د اوبو په څېر په بهیدو دی.اوبه له پاسه راځي او مخ په ښکته ځي، د غرونو،راغونو لمنې خړوبوي، بڼونه او کروندې زرغونوي، انسانان ، څاروي او الوتونکیو ته د ژوند وسه بخښي.

زمونږ کاروان هم له پاسه راروان دی او ځي په ښکته، څو ټولې پښتني پرګنې راویښې کړي او هغوۍ ته د ژوند احساس وبخښي او وسیاله ئې کړي. د کاروان دغه هوډ لاهم ژوندی دی اوهم اغیزمن، تر څو پښتانه ویښ او بیداره وساتي او په سیمه کې د ورورولۍ او انسانیت خواږه په پراخه توګه وشیندي.

که د کاروان د سر سروالان لاړل، خو راتلونکیو نسلونو ته ئې دانسانیت په لمنه کې یو خورا اغیزمنه ، سوله ایزه او د نه بلوسیدنې میراث پریښود.

د ا به د پښتنو راتلونکي نسلونه وي، چې په دې پراخه سیمه کې د نه بلوسیدنې په پراخه ورشو کې د ورورولۍ د خوږو څخه ګټه واخلي او پرې نه ږدي، چې ټولنه د ځځوالې یانې تشدد په لورې لاپسې تلوونکي پاتي شي او لا پسې د تباهۍ ښکار شي.

راتلوني نسلونه به په دې وننګول شي، چې په سیمه او نړۍ کې سیاله ،وسیاله او نیکمرغه ټولنه ولري.

په ننګیالې،وسیالې اوسیالې ټولنې کې به د ولس ملي نوامیس لکه: هیواد، ژبه.، ولس، تاریخ او ملي شتمني خوندي پاتې شي.

ښائي ځیني به داسې پوښتنې ولري، چې د باچاخان کاروان خو پښتنو ته د پښتني احساس نه پرته نور څه ورنه کړی شول. هو! دغه پوښتنه پرځای ده، خو ځواب ئې هم په کافي دلایلوسره شته او هغه داچې : د تاریخ په اوږدو کې داسې نه دي شوي، چې هر غورځنګ دې د بري تر څلي رسیدلی وي.

وګورۍ موسی علیه السلام چې یو ډیر ستر مبارز پیغمبر ؤ، د لوې خدای سره ئې خبرې کولې او تورات ورته هم لیکلی ورکړی شوی ؤ، خو خپل قوم ته ئې یواځې د مصریانو د مریتوب نه د ژغورنې پرته بل څه ور نه کړای شول. یانې د مصر نه ئې راوویستل او د سینا په دښته کې ئې اواره پریښودل.

دغه خبره په قران کریم کې په روښانه توګه لوستلی شو. هلته لوستلی شو، چې بني اسرائیلو ته د لوې خدای له لوري من اوسلوي ورکړل شول، خو هغوۍ شکایت وکړ، چې مونږ مرچ، مالګه، پیاز، هوږه، او طعامونو ته اړتیا لرو. موسی علیه السلام ورته وویل که تاسې طعامونه غواړئ، نو د اریحا یا اریشو پر ښار برید (حمله) وکړۍ ، هغه ونیسئ او د هغه ځای اوسیدونکي له ښاره وشړئ، څو په دې توګه د کور، د هیواد او د هر رنګه طعامونو خاوندان شئ، خو قام ئې ورته وویل : یا موسی د ښار اوسیدونکي غښتلي او د وسلو سره په سنګرونو کې ناست دي، مونږ به څنګه په داسې بې وسلې حالاتو کې د ښار اوسیدونکي له ښاره بهر وشړلی شو او ښار ونیسو.

موسی علیه والسلام هغوی ته په ځواب کې وویل : چې دا دلوې خدای پریکړه ده ، یوازې تاسې پر ښار حمله وکړئ، نور کارونه به لوی خدای په خپله سم کړي، خو د موسی په ځواب کې بني اسرائیلو وویل: یا موسی ته د خپل خدای سره یو ځای لاړ شه ، د ښار اوسیدونکي له ښاره بهر وشړه، بیا به موږ ښار ته ورننوځو.

له دې ځواب نه موسی علیه السلام ډیر په غوصه شواو لوې خدای ته ئې شکایت وکړ، چې زما قام زما خبر نه مني.د لوې خدای له لوري موسی ته وویل شول ، چې نور ددغې موخې پسې مه ګرځه، ځکه تر راتلوونکو څلویښتو کلونو پورې به ستا قام د سینا په دښته کې همداسې سربډاله پاتې وي.

هماغه ؤو،چې موسی علیه السلام وفات شو او ځای ناستي ئې خپل قوم د عیني او ‌‌ذهني شرایطو له مخې اماده کړ، څوهمهغه ښار ونیسي او په دې توګه په هماغه سیمه کې د کور، کلي او هیواد خاوندان شي.

مګر پښتانه په خپله سیمه کې د کور، کلي او هیواد لرونکي دي،خو خاوندان ئې نه دي. دا په دا چې د بهرنی غاصب له خوا په پولو او بریدونو ویشل شوی، په قامونو او خیلونو تار په تار شوی او په عیني او ذهني شرایطو کې د کافر او مسلمان او همدارنګه په نورو نومونو یو او بل ته ددښمني په مورچلونو کې کښینول شوي دي.

ددې لامل له مخې باچاخان او د هغې د کاروان ملګرو، چې محمد افضل خان لالا ئې هم غښتلی ملګری ؤ، ډیرې هلې ځلې وکړې، تر څو پښتانه له دغو دښمنانه مورچلونو راکوز کړي او هغوۍ ته د یو موټي سیاله او وسیاله ټولنې د جوړولو لارې چارې وښیي.

دغه هلې ځلې لاپسې روانې دي، څو یوه ورځ داسې راشي، چې تاریخي برم یو ځل بیا پښتنو ته په خندا شي او پښتانه دغاصب دښمن له جوړو کړیو مورچو څخه راکوز شي او خپلو، ځپلمنځیو ورورولیو د درناوي په پار وهڅیږي او په سیمه او نړۍ کې خپل ملي او تاریخي چلند مسئولانه پر غاړه واخلي، دا ځکه چې : ملت جوړونه، ملت روزنه او ملت پالنه ددغې تاریخي پړاو مسئولیت ګڼل کیږي.

د باچا خان کاروان لا تر اوسه پورې ددې هوډ دپلي کولو په لاره کې ژمن پاتې دی.

په پاې کې خان محمد افضل خان (خان لالا) ته چې ددغې کاروان یو غښتلی ملګری ؤ، د لوې خدای له درباره د پښتونولۍ غوره جنت غواړم او هیله لرم چې لوې خدای مو د ولس یووالی او اتفاق خوندي کړي. امین

مبارز څاپي  - جرمني ـ بن

 

 

-
بېرته شاته