(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مذهب او پښتونولي

[20.Nov.2015 - 21:09]

لیک: اکبر سیال
  مذهب او پښتونولي د پښتنې ټولنې (سماج) دوه غټې روحاني او فکري وسلې دي ـ په دغه وسلو کۀ دوي د نورو خلکو سينې غلبېل کړې دي نو خپل وجودونه يې پرې هم تار تار کړي دي ـ ځيني ټولنپوهان (Social Scholars) خو دا هم وايي چې مذهب او پښتو پښتونولي يو شے دے ـ او د ځينو په نظر کې د خپل هيئت، ماهيت او سخت ګيرې رويې په وجه پښتو پنځم مذهب دے ـ پښتو ټول په ټوله اسلام دے؟ پښتو نيم کفر دے؟ پښتو د دوزخ ژبه ده؟ پښتو د ټوپک ژبه ده؟ پښتو، ننګ، پت، غېرت او ناموس دے؟ پښتو 
حيا ده؟ ډېره پښتو ډېر خرتوب دے؟ د دے سوالونو د جواب د پاره ضروري ده چې د پښتو پښتونولۍ او د پښتنو د ستونزو وضاحت او تشريح اوکړې شي ـ 
٭٭٭

دپښتوپښتونولۍ اساسي اوبنيادي اقدار
او د پښتنو ستونزې
______________
 (1) حجره (2)جمات (3) جرګه (4) ننواتے (5) سوره (6) بدل (7) غږ  (8)برآمته (9) تورغل (10) تيګه (11) پېغور (12) ستر (13) تربُورولي (14) ولور (15) د ښځو د ملکيت حقوق  (16) د ښځو او 
هلکانو د تعليم حقوق (17) ګودر (18) دم درود ساختونه، کوډې، تعويذونه (19) ننګ، پت، غېرت او ناموس، (20) توره، مټيزه، (21) هم جنس پرستي (22) باغيانه رويې (23) د سائنس او جديديت مخالفت او مزاحمت (24)د خاورو خټو تمدن (25) غم ښادي  (26) مېلمه پالنه (27) لوخے (28) سُود (29) قبائل او اېف سي آر (30) ولسي ادبيات، (31) کلتوري او هنري فنون (32) د قامي تاريخي شناخت تضادات (33) جغرافيايي تقسيم (34) غربت او جهالت (35) اقتصادي منډهۍ (مارکيټونه) (36) بهرني يرغلونه (37) قدرتي وسايل (38) مشترکه خانداني نظام (39) د پښتنو يرغلونه (40) د پښتنو ملي وحدت (41) فکري غلامي  (42)د ادبي ټولنو اهميت (43) څۀ کول په کار دي؟ (د ستونزو د حل کولو لارې چارې) ـ  
٭٭٭

پښتوپښتونولۍ ټولنيزژونداوسيمه ايزحالات
________________________________
د پښتون قوم د ژوند سره  تړلي او پېوسته اقدارو، دودونو دستورونو، رسمونو او رواجونو د يو کلک او مضبوط او ځانګړي کلچر شکل اختيار کړې دے ـ چې دغه کلتوري جوړښت او چوکاټ د يو دين شکل اختيار کړې دے ـ دغه کلچرل دين ته د پښتو پنځم مذهب وئيلې شي ـ پښتو يو داسې عجيبه پنځم مذهب دے ـ چې نۀ يې پېغمبر شته او نۀ امام ـ پښتو يو ناليکلې ولې ځانګړې آئين او دستور دے ـ بل طرف ته د پښتو او مذهب کلک تړون او پېوستون هم پنځم مذهب ګڼلې شي ـ هر هغه کار چې په څلور مذهبه ناروا وي ـ خو چې کله يې پښتانۀ روا کړي ـ هم د پنځم مذهب د موجودګۍ غمازي کوي ـ پښتو، شريعت، د افغانستان اساسي قانون، اېف سي آر او تعزيراتِ پاکستان د يو بل نه جدا او مختلف قوانين دي ـ پښتانۀ قبايل د روزمره ژوند ستونځې د پښتو د مروجه اقدارو په رڼا کې حل کوي ـ د شريعت په مقابله کې د پښتو قوانين او سزاګانې ډېرې سختې او بې رحمه دي ـ پښتانۀ رياستي آئين، 
قانون او حاکميت نۀ مني ـ په پرو، جنبو او قبايئلي چوکاټ کې دننه د يو بل په خلاف او حق کې جرګې مرکې کوي ـ په خپل کور کلي او چم کې دننه خپلې مسئلې په خپله حل کوي ـ د افغانستان اساسي قانون د مذهب او شريعت د کوټلي اصولو په رڼا کې جوړ شوې دے ـ خو لکه څنګه چې پورته اووئيلې شول ـ افغانان د رياست حاکميت او آيين قانون نۀ مني ـ نو اکثر د دوي قانون د دوي په خپل لاس کې وي ـ ځکه په افغانستان کې قومي اجتماعي رياستي پرمختګ په ځائى ولاړ دے ـ مستقله Staus Quo ده ـ خلک د رواج، پښتونولۍ يا افغانيت د دائرې نه بهر قدم ايښودو ته تيار نۀ دي ـ  

په پښتو او شريعت کې د قتل د سزا تصور:
_________________________________
  د قتل په حقله د مذهب سزا قتل دے ـ يا قصاص هم ورته وئيلې شي ـ ولې په پښتو کې د قتل سزا قصاص يا قتل نۀ دے ـ بلکه د قتل سزا يا د لور خور يعني سورې په شکل کښې کيږي او يا د مقتول د پاره د قاتل نه ښې ډېرې روپۍ 
واخلي او شخړه هواره کړې شي ـ  او يا علاقه بدر کړى شي ـ دغه عمل ته په باجوړ کې "کشونده" يا جلاوطني هم وئيلې شي ـ
په پښتو او شريعت کې د زنا د سزا تصور:
_____________________________
  په شريعت کې د زنا سزا سنګسار دے ـ خو سنګسار به هله عملي کيږي ـ چې د قاضي په عدالت کې دوه پرهېزګاره او متقي ګواهان داسې ګواهي اوکړي چې دوي دغه بدکاري لکه د ستن او تار په شکل کې ليدلې وي ـ دغه رنګ ګواهان او د ستن تار شهادت ناشونے کار دے ـ ولې په پښتو کې د زنا او زنا کار سزا نېغ په نېغه ډز دے يا قتلول وي ـ د زنا په حالت کې ليدل خو لويه خبره ده ـ د خالص شک په بنياد هم سړے او ښځه ټک په ټک له مينځه وړي ـ  

په پښتو او شريعت کې د غل سزا:
______________________
  په شريعت کې د غل سزا لاس يا پښې پرېکول دي ـ ولې په پښتو کې د غل د پاره د دغې سزا 
تصور نشته ـ دغه مسئله اکثر په خبرو اترو، جرګه مرکه يا منت ننواتي ختمولې شي ـ
په پښتو او شريعت کې د سُود تصور:
  د سُودپه حقله د شريعت حکم  ډېر واضح او صفا دےـ   خداى په قرآن پاک کې فرمايي "څوک چې د سُود کاروبار کوي ـ هغه دې ځما او ځما د رسول جنګ ته تيار شي" ـ په يو بل ځاى کې حديث مبارک دې وايي چې "د سُود کاروبار دومره لويه ګناه لري لکه څوک چې په مکه کې د خپلې مور سره زنا کوي" ـ 
  ولې بل طرف ته په افغانستان او نوره پښتنه سيمه کې د سُود رواج عام دے ـ خلک ښۀ په خلاص مټ د سود کاروبار کوي ـ خو پښتو په دغه حقله چپ ده ـ هيڅ يو سُود خور ته په پښتو کې د سزا تصور نشته ـ 
په پښتو او شريعت کې د علم تصور:
__________________________
په شريعت کې د ښځې او سړي دواړو د پاره د علم حصول ضروري ګرځولې شوې دے ـ په ښځه او سړي له کوره تر لحده علم فرض کړې شوې دې ـ ولې په پښتو کې ښځه بيخي د علم د حصول حق نۀ لري ـ د ښځو پوهنځې او ښوونځې ته تګ راتګ د پښتو او پښتنو د غېرت او عظمت خلا ف کار ګڼلې شي ـ

په پښتو او شريعت کې هم جنس پرستي:
_____________________________
  په شريعت کې د هم جنس پرستۍ خلا ف ډېر سخت حکم او ممانعت دے ـ دغه عمل ته ډېر په سپک او بد نظر کتلې شي ـ او سزا ئې هم ډېره سخته ده ـ ولې په پښتنو کې هم جنس پرستي څۀ معيوب کار نۀ دے ـ هلکان د فېشن په طور ساتلې او استعمالولې شي ـ په مجموعي ډول په پښتو کې هم جنس پرستۍ ته تحفظ حاصل دے ـ په ټولنه کې دغه غېر فطري عمل ورځ په ورځ په ډېرېدو دے ـ 
په پښتو او شريعت کې د وادۀ تصور:
___________________________
  په شريعت کې د وادۀ نه مخکښې د هلک او جينۍ د يوبل ليدل او خوښول جائز دي ولې په پښتوکې دغه عمل بيخي يو طرفه دے ـ پښتانۀ د لورخور نه تپوس نۀ کوي ـ او د ولور په شکل کې خپلې خوېندې لوڼه خرڅولې شي ـ
په پښتو او شريعت کې د ستر تصور:
___________________________
  شريعت د ښځو د ستر او پردې ډېر سخت قايل دے ـ په شريعت کې د ښځې مخ ښکاره کول لويه ګناه ګڼلې شي ـ ولې په پښتنې ټولنه کې ستر او پرده بيخي نشته ـ لو لور، اشرغوبل، له چينو او ګودرونو اوبۀ راوړل، څاروي څرول، د غرونو نه لرګي راوړل په قبائلي پښتنه ټولنه کې هيڅ روک ټوک نۀ لري ـ زۀ چې هلک وم ماته ښۀ ياد دي چې ما په ګودرونو کې د جينکو سره يو ځاى لامبلي دي ـ دغه جينکو به د غريبو او خانانو د کورونو سره اړيکي لرلې ـ په پښتنو 
کې خصوصاً په قبائلي پټۍ کې د ښځو په تګ راتګ، ستر او مخ پټولو هيڅ پابندي نشته ـ اوس کۀ په پښتنو کې د شټل کاک بورقې (تمبو) رواج موجود دے ـ نو دا د مذهبي رجحاناتو د خپرېدو نتيجه ده ـ پخوا به د جينکو د اختر شوقدر مېلې وې ـ په ګودرونو او تنورونو به سره يو ځاى کېدې ـ د دغه ازادۍ مخه په ډېره بې دردۍ د تبليغي جمات د تبليغاتو په نتيجه کې ونيولې شوه ـ پښتنې ښځې د کور په چارديوارۍ کې په زندان کې بنديوانې کړې شوې ـ غېرسماجي مخلوق ترې جوړ کړې شو ـ مذهبي انتها پسندۍ د ښځو په تعليم او تربيت، سکولونو او کالجونو ته په تګ راتګ پابندۍ رامينځ ته کړې ـ د څۀ له کبله چې پښتنه ټولنه په ځاى اودرېده ـ جام شوه ـ د دغه پابندو يوه ناروا نتيجه دا هم رابرسېره شوه چې په پښتنو کې هم جنس پرستۍ جرړې اوکړې او غېر فطري عملونه لا مخ په وړاندې لاړل ـ ان تر دې چې ځناور هم د جنسي تيرې په ضد کې راغلل ـ لکه څنګ چې پورته ذکر اوشو ـ د پښتنو په قبائلي جوړښت کې د ستر ګنجائش نشته ـ خو د دې هرګز دا مطلب نۀ دے 
چې ګني ستر او پرده نشته نو حيا هم پکښې نشته ـ حيا د پښتنې ټولنې لوى صفت دے ـ ستر او پرده په پنجاب کې هم نشته ـ ولې په پنجاب کې حيا لکه د سپي د لکۍ خواره ده ـ  
په پښتواوشريعت کې د موسيقۍ او ټنګ ټکور تصور
___________________________________
  په شريعت کې د ټنګ ټکور، موسيقۍ، رباب، ستار اومنګي، ټپې او سندرې، اتڼ او ګډا ډېر سخت ممانعت دےـ په شريعت کې دغه عمل ناروا او نازېبا بللې شي ـ ولې پښتو د ټنګ ټکور، ستار، منګي، رباب، ټپې او سندرې، اتڼ او ګډا نه جوړه ده ـ په پښتو کې دغه عمل روا او جائز دے ـ هم د ښځو د پاره او هم د سړو د پاره ـ د پښتنو ملي اتڼونه او ګډاګانې، ډول او سورنا د دې ښکاره ثبوتونه او بېلګې دي ـ په جنوبي پښتونخوا کې خو د جمات مُلا هم د اتڼ په هنر د ټولو نه ښۀ پوهيږي او کوي يې ـ سندره د پښتنې ټولنې روح دے ـ ټپه چې د ولسي ادب د ټولو نه لوى او معتبر صنف بللې شي ـ د پښتنو ښځو پېداوار دے ـ پخوا 
چې مذهبي انتها پسندۍ جرړې نۀ وې پخې کړې ـ ښځو به د ښادۍ په موقعه ټنګ ټکور کوو ـ ګډاګانې به يې کولې او د خوند رنګ او ژوند نه ډکې سندرې به يې وئيلې ـ
په کورونو کې دننه به په باقاعده ډول سړو هنرمندانو سورني او ډمامې غږولې ـ ښځې به ورته ګډېدې ـ وار په وار به يې سندرې او ټپې کولې ـ ځينې شوخې جينکۍ به داسې هم وې ـ چې دسړوجامې به يې واغوستې ـ نقلي برېتونه به يې اولګول ـ ټوپک به يې غاړې ته واچوو ـ ټوقې، مستۍ، ډرامې او خنداګانې به يې کولې ـ ځينو به دپ يا تمبل هم ډېر په خوند غږؤ ـ او يا به يې د منګي او خانک نه د موسيقۍ سرونه او اوازونه پورته کول ـ د ښادۍ په موقعه به ډولۍ سنګار شوه ـ په جنج کې به موسيقي غږېده ـ او د ډزو يو ناتار به پکښې هم جوړ ؤ ـ

په پښتو او شريعت کې د ولور تصور:
__________________________
  د جينۍ يا ناوې د سر قيمت ته ولور وئيلې شي ـ دغه قيمت په لکونو کې وي ـ په پښتنو کې بې د ولور نه د وادۀ تصور ناشونے دے ـ دغه رسم اوس هم په افغانستان کې ښۀ په عروج کې دې ـ په جنوبي پښتونخوا او قبائلي علا قو کې يې هم ډېر جوت اثرات موجود دي ـ ولې په خېبر پښتونخوا کې دغه دستور تقريباً ختم شوے دے ـ  په شريعت کښې د خور او د لور د سر د قيمت يعني ولور هيڅ ګنجائش نشته ـ د نکاح په وخت د ښځې په مهر کې ډېر سخت شرائط نۀ شي ليکلې ـ په پښتنو کې د ليکلې او رجسټرډ نکاح تصور نشته ـ بس د خولې خبره چې يوځل اوشي ـ دغه د کاڼي کرښه وي ـ ترقيامته نۀ ورانېږي ـ د ولور دستور ځلمو هلکانو ته بلها ستونځې پېښې کړې دي ـ د ماشوم والي نه محنت مشقت شروع شي ـ د ښوونځي او پوهنځي (سکول/کالج) نه محرومه پاتې کړې شي ـ د دوي د ژوند مقصد خالصتاً 
پېسه ګټل او پېدا کول وي ـ  دغه وجه ده چې هلکان او جينکۍ د رسمي تعليم نه محرومه پاتې شي ـ او دغه وجه ده چې د دوي شخصيتونه د تل د پاره نيمګړي، بې سواده، بې روزنې او بې پالنې پاتې شي ـ  چې په نتيجه کې د نالوستو او بې هنره خلکو ابادي ورځ په ورځ سېوا کيږي ـ کوم چې په اخر کې د يو غېر متمدن، غېر صحتمند، غېر فکري شعور او غېر قانوني سرګرمو بنياد اوګرځي ـ او دغه شان ټولنيز ژوند د ترقۍ په ځاى مخ په شا روان وي ـ ښۀ ژوند، قلار ژوند، د مينې ژوند، صفا او سپېځلې متمدنه ژوند، د امن، ترقۍ او خوشالۍ ژوند د رسمي او باقاعده تعليم د حصول په ذريعه ممکن کېدې شي ـ  تش د ښۀ ژوند تېرولو دغه ښکلے تصور او احساس هم لوى شعور غواړي ـ شعور روزنه او پالنه غواړي ـ د تعليميافته مور په غېږ کې ـ د علم او هنر په روښانه ماحول او چاپېرچل کې ـ د وطني حالا تو په سکون او قلاري کې ـ د دې نه پس يو څوک هله د نړي والې سيالۍ سره سيال کېدې شي ـ 
____________________________________

زما د نوي چاپ کيدونکي کتاب ( پښتو پنځم مذهب) يو بل ليک ــ اکبر سيال

-
بېرته شاته