(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټاپي، دجګړې ریښې

[14.Dec.2015 - 22:46]

لیک: ثواب الدین مخکښ

دوستانو په سیمه کې جګړه په ځانګړې توګه افغانستان کې جګړه یوه پردۍ اوتصنعي جګړه ده افغانان یې نه غواړي اونه یې افغانانوددرولووس درلود، نړیوالو کمپنیو په ځانګړې توګه دانرژي اوتیلو کمپنیو دغه جګړه توده ساتلې وه اودګټو جګړه وه، اوس کیدای شي دټاپي پروژې سره دغه جګړه کې کمښت راشي اویاهم ورکه شي . په افغانستان ، منځنۍ اسیا اوختیځه اسیا کې دتیلو دجګړې په هلکه دپاکستاني ژورنالست حامد میر یوه لیکنه چې په دې هکله یې کلونه مخکې د"افغانستان دپایپ لاین دپولیسو " ترعنوان لاندي کړې هوبه هودرته راژباړم اوستاسو خدمت ته یې وړاندې کوم :
د1996 داکتوبر میاشت وه غوښتل مې دافغانستان ، امریکا اوتیلو ترمنځ اړیکه باندې پوه شم .په اسلام اباد کې د Daily Pakistan دسرمقاله لیکونکي په توګه مې دوخت له صدراعظمې بې نظیر بوټو سره دامریکا متحده ایالاتونو اوانګلستان ته سفر درلود. بې نظیر بوټو دهند ترولکې لاندې کشمیر کې دټاکنو ترسره کیدو پرضد سخته لابي کوله چې په حریت کانفرنس کې دټولو ګوندونو یاډلو لخوا ردشوه. بې نظیر بوټو په لندن کې دیو لکچر پرمهال ددې له امله چې دنوموړې حکومت دطالبانو په ښکاره ملاتړ کولو له سختو له شرمه ډکو پوښتنو سره مخامخ شوه . یوې پخوانۍ دبشردحقوقو پاکستانۍ فعاله عاصمه جهانګیر له بې نظیربوټو وپوښتل: 
اغلې !تاسو دکشمیریانو دبشردحقوقو په هکله خبرې کوی، دهغو افغان میرمنو دبشري حقوقو په هکله مو څه نظر دی؟ چې ستا دپوچ سترګي طالب دچړیانو په واسطه له ښوونځیو اوتعلیمی بنسټونو څخه منع شوې اوراګرځول شوې دي ؟
په دغه وختونو کې بریتانوي رسنیونه یوازې پرپاکستان نیوکې کولې بلکه دامریکا په څارګره اداره (CIA) یې هم ددې له امله چې په پټه توګه دطالبانو ملاتړ کوي سختې نیوکې کولې . دThe Sunday Times او The Independent ورځپاڼو دامریکا دتیلو دکمپنۍ (Unocal) نوم یاد کړ اودغه کمپنۍ یې دهغې ځواک په توګه چې دطالبانو امریکايي ملاتړ دی یاده کړه .
مګر په عین وخت کې کله چې بې نظیر بوټو دملل متحد په عمومي اسمبلۍ کې دګډون لپاره نیویارک ته ورسیده دامریکایي رسنیو لخوا ترې کومه داسې پوښتنه ونه شوه چې دنوموړې دخفګان لامل شي .
اسلام اباد ته له راګرځیدو سره سم ما په دې هکله چې ولې امریکایان دطالبانو ملاتړ کوي یو کالم ولیکلو دغه کالم په 8 داکتوبر کال 1996 په Daily Pakistan ورځپاڼه کې خپور شو. ما دبینظیر بوټو دحکومت پالیسي دطالبانو په مقابل کې ترنیوکې لاندې ونیوه اوومې ویل چې هغه طالبان چې په غربې اواروپایي رسنیو کې دامریکایې اجنټانو په نوم یادیږي ددوی له لاسه دپاکستان نوم خاورې شو . همداراز ومې ویل چې له یوې خوا امریکایانو اسامه بن لادن یو تروریست اوترهګر اعلان کړ اوله بلې خوااسامه له طالبانو سره مرستې کولې اوامریکایانو په دغه حقیقت باندې سترګې پټې کړې وې .
څوورځې وروسته زه دمرکزي حکومت دکورنیو چارودوزیر نصیرالله خان بابر لخوا دغرمې ډوډۍ لپاره وغوښتل شوم، نوموړي غوښتل ما په دې قانع کړي چې ټول هیواد ته ژمن ژورنالستان باید دطالبانو ملاتړ وکړي ځکه چې دوی دپاکستان اقتصادي ګټې خوندي کوي.
دغه اقتصادي ګټې څه وې ؟
بابرماته وویل: افغانستان منځنۍ اسیا ته زموږ پل اولاره ده اوایران غواړي دخپلوګټو لپاره دشمالې اتحاد (شورای نظار) لخوا دغه لاره پر موږ بنده کړي هغه زیاته کړه پاکستان غواړي دطالبانو له لارې افغانستان کنټرول کړي اوموږ کوښښ کوو چې دافغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته دګازدانتقال پروژه عملي کړو چې دبلیونونو ډالرو ارزښت لري .بابر ماته ډاډ راکړ چې طالبان به دامریکا لپاره لوبه نه کوي بلکې طالبان به دپاکستان لپاره لوبه کوي . مګر زه دبابر له دغه غرمني مجلس څخه په داسې حال کې چې قانع نه شوم راغلم.
په څوراتلونکو ورځو کې ماغوښتل دهغه راټوکیدلو اختلاف نظرونو چې دبې نظیر بوټو دحکومت اوپه پاکستان کې دامریکا دمتحده ایالاتو دسفیر Thomas W Simons Junior ترمنځ وو پوه شم . بې نظیرې دیوې ارجینټایني دتیلو کمپنۍ سره چې Bridas نومیدله دګازو دیوې پروژې لاس لیک وکړ په داسې حال کې چې دامریکا سفیر دامریکایې Unocal کمپنۍ لپاره لابي کوله سفیر په دغه باره کې له بینظیر بوټو سره تند ې خبرې هم وکړې .په دغه وخت کې دبې نظیرې دمرکزي حکومت دکورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر دې ته ډیر نږدې شوی وچې دطالبانو اودشمال داتحاد ترمنځ دروغې جوړې زمینه برابره کړي .دټولو خواوو په شمول یو ګډ مجلس په اسلام اباد کې په 6 دنومبر کال 1996 کې جوړشوله دې څخه یوه ورځ مخکې بې نظیربوټو درییس جمهور فاروق لغاري لخوا له حکومت څخه وایستل شوه.
څو ورځې وروسته دوخت دامریکا دمتحده ایالتونو دبهرنیو چارودوزارت مرستیالې Robin Raphel په ملګرو ملتونو کې له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ . دغه اعلان زما غوندې ژورنالستانو ته چې طالبان مو دامریکا اجنټان بلل کافي و . وروسته له دې چې په پاکستانیو رسنیو کې طالب ضد پروپاګند اوتبلیغات شروع شول دطالبانو ځینو خواخوږیو مذهبي مشرانو له هغو ژورنالستانو سره چې دطالبانو ضد لیکنې یې کولې تماسونه اواړیکې ټینګې کړې په دې لړۍ کې زه هم دطالبانو دتحریک دمشر ملاعمر لخوا کندهار ته وغوښتل شوم .
ما هم غوښتنه ومنله د1996 دډسمبر دمیاشتې په نیمایي کې دطالبانو دارالخلافه ته ورسیدم ملاعمر خپله هڅه و کړه ترڅو ما قانع کړي چې طالبان امریکایانو ته کار نه کوي بلکې خپلو خلکو ته کارکوي ، ماترې پوښتنه وکړه ولې RobinRaphel په ملګرو ملتونو کې له تاسو ملاتړ وکړ؟ هغه بلاناغه پوښته وکړه “ هغه څوک ده؟” 
دیوې سترګې درلودونکي دکندهار حاکم دعوه وکړه چې امریکایي ډیپلوماټان دده لیدو ته راغلي وواوورته یې وویل: چې ته(ملاعمر) زموږ امریکايي دتیلو کمپنیو سره مرسته وکړه موږ به له تاسره مرسته وکړو.
ملاعمر که څه هم له ماڅخه یوه پوښتنه وکړه :
که موږچیرته دامریکایانو اجنټان وای نوموږ ولې بیا اسامه بن لادن ته پناه ورکړه ؟
که څه هم دده داخبره لږ روغه ښکاریده مګر بیا هم مادانه شوه منلی چې اسامه بن لادن دې په افغانستان کې وي. ملاصایب له اسامه بن لادن سره زما دلیدو کتو وړاندیز وکړ اوویې ویل چې زموږ له میلمه سره له لیدو کتو وروسته باید ته داسې لیکنې وکړې چې طالبان دامریکایانو اجنټان نه دي .
ملاعمر له دریو میاشتووروسته په خپله ژمنه وفاوکړه اوجلال اباد ته نږدې سیمو کې د1997 په مارچ میاشت کې ما له اسامه بن لادن سره لمړنۍ مصاحبه وکړه . په دغه مصاحبه کې داسامه اساسي پيغام داوچې امریکایي ځواکونه په سعودي عربستان کې میشت دي ترڅو دخپلو دتیلو دکمپنیوګټې هلته خوندې کړي اوامریکایان باید دمسلمانانو سپیڅلې خاورې څخه ووزي .
داسامه بن لادن دیونږدې ملګري یا همکار دې خبرې زه بالکل هک پک کړم چې په کال 1989 کې موږ نواز شریف ته ددې لپاره چې دبې نظیرې په مقابل کې په پارلمان کې داعتماد اخستو اوبې باوره کولو یوحرکت په لاره واچوي ډیرې پیسې ورکړې . اوددې په مقابل کې طالبانو له نوازشریف څخه وغوښتل که قدرت ته راغلې نو له طالبانو سره به مرسته اوملګرتیا کوئ .مګر وروسته له دې چې نواز شریف قدرت ترلاسه کړ طالبانو ته یې پیغام راولیږلو چې په افغانستان کې باید امریکایانو ته ستونزې جوړې نه کړي .
دنوازشریف حکومت طالبان ترفشار لاندې راوستل ترڅو هغه تفاهم لیک چې له ارجنټایني کمپنۍ سره یې لاسلیک کړی و فسخ کړي، دطالبانو یو وزیر ملاغوث مجبور کړی شو ترڅو دامریکادمتحده ایالاتو بوستون ته لاړشي اودUnocal له مامورینو سره وګوري .دیادولو وړګڼم چې امریکایي مامورینو خپل ټول امکانات په کارو اچول ترڅو طالبان خپل دتیلو دلوبې لپاره د1997 کال دډسمبر ترمیاشتې پورې وکاروي هغه وخت چې ملاغوث دطالبانووزیرامریکا ته غوښتل شوی ودامریکا دمتحده ایالاتو چارواکیوداسامه بن لادن په نیولو یا وژولو کې هیڅ لیوالتیا نه ښودله .
د1998 کال دفروري میاشت کې دUnocal استازي دامریکا کانګرس یوې کمیټې ته وغوښتل شول دغو استازیو دکانګرس دغې کمیټې ته وویل :
“دطالبانو حکومت دګازو دپایپ لاین دهغې پروژې په مخ کې چې دکسپین له سیمې څخه هند بحیرې ته غزیږي یو بندش دی چې دغه پاین لاین له افغانستان څخه تیریږي.”
امریکایي پوځي ځواکونو وروسته بیا دغه بندش دتروریزم سره دجګړې په نوم له مینځه یوړ. د11 سپټمبر واقعې یوبل چانس امریکایانو ته په لاس ورکړترڅوپه افغانستان یرغل وکړي اوخپلې پوځي قرارګاوې هلته جوړې کړي .
حامدمیروایي زه وروستی ژورنالست وم چې اسامه بن لادن سره مې په افغانستان کې مصاحبه وکړه . له مصاحبې وروسته په داسې حال کې چې عربي چای مو څښلو ،اسامه راڅخه دزلمي خلیل زاد په هکله پوښتنه وکړه . مادخلیل په هکله ځان تیرراوستو اوخبره مې تیره کړه ده راته وویل چې موږ به دافغانستان له سترو ښارونو څخه دیوګوریلایي جنګ له امله چې مخکې لرو بهر شو چې له دې سره به خلیل زاد په کابل میزایل راوشړي اوشمالې ټلواله به هیڅ ترلاسه نه کړی .
دامریکایانو په واسطه دافغانستان له نیولو څو ورځې وروسته جهورریس بوش زلمی خلیلزاد دافغانستان لپاره دامریکا دخاص استازي په توګه راولیږلو. چې دغه ګمارنه امریکا ته یوازې دتیلو په مانا وه .د1990 کلونو په نیمايي کې خلیلزاددUnocal مشاورواوپنځه کاله مخکې یې دطالبانو نماینده سره په بوستون کې دUnocal دچارواکي په توګه ولیدل .
دیادولو وړده چې دبوش کورنۍ دتیلو ډیرښه پس منظر لري (تیلو سره تړلي دي ) همداراز دبوش ځینې تکړه ملګري هم دتیلو ښه پس منظر لري .دامریکا دمتحده ایالاتو دولسمشر له معاون Dick Cheney څخه نیولې تر دملي امینت دشورا درییسې Condoleezza Rice پورې اودبوش دادارې نورډیرو لوړپوړیوچارواکو پورې دتیلو امریکايي کمپنیو ته کاروکړ. دغه کمپنۍ دکسپین بحیرې دمنابعو لپاره په یوه نړیواله سیالۍ کې دي .
روسي اوجرمنیو دتیلو کمپنیو کوښښ وکړ ترڅو دکسپین دسمندرګي له لارې یو پایپ لاین ختیځې اروپا ته تیر کړي مګر امریکایانو یو ګوسلاویا بمبار کړه اودروسانو اوجرمنانو دغه پلان یې شنډ کړ. روسانو له ایران سره دپایپ لاین دلارې ورکولو یوه معامله وکړه اوچین هم له قزاقستان سره دګازواوتیلو دیوپایپ لاین خبرې اترې پیل کړې .
امریکایان غواړي چې له منځنۍ اسیاڅخه پاکستان ته یو پایپ لاین وغزوي ځکه داترټولو لنډه لارده.1271 کیلومتره غځیدونکی پایپ لاین چې له ترکمنستان څخه پیل اودپاکستان ترملتان ښار پورې غځول کیږي له هغه ځایه له یو شته پایپ لاین سره چې دکراچۍ بندر ته ځي وصل کیږي همداراز امریکایانو وړاندیز وکړ چې 66 کیلومتره باید دغه پایپ لاین دنوي ډهلي خواته وغزول شي ترڅو دهند بازارونه مشبوع کړي . مګر پاکستان دغه کار تشویق نه کړ ځکه چې دکشمیر په سر یې له هندوستان سره اړیکې ترینګلې وې .
داخو جوته ده چې په منځنۍ اسیا کې دګازواوتیلو دذخیروپه شاوخواکې نه یوازې روسیه اوایران بلکه چین هم دامریکایانو دنفوذ له ډیریدو څخه خوشحال نه دی .امریکایان یوازې په افغانستان کې خپل سرتیري نه لري بلکه په ازبکستان اوقزاقستان کې یې هم خپل سرتیري ځای په ځای کړي دي . داسرتیري په دغو هیوادونوکې ددې لپاره نه دي چې تروریزم سره جګړه وکړي مګر ددوی رښتینې دنده داده چې دپایپ لاین دپولیسوپه څیر امریکایي دتیلو کمپنیو ته کاروکړي . امریکایان په افغانستان کې داوږدمهال لپاره پاتې کیږي اوداخطر چې افغانستان به د امریکایانو،روسانو اوایران دتیلو اوګازو دجګړې ډګر وګرځي له پامه نه شي غورځول کیدای . معلومه خبره ده چې پاکستان به په دغه جنګ کې له امریکایانو سره وي .مګر هندوستان ته به هم ستونزمنه وي چې پخواینو ملګرو روس اوایران ته مخه ښه ووايي . 
د11 سپټمبر له پیښې یوکال وروسته دتیلو سیاست ددې مخه ونیوله چې سوله په افغانستان کې ریښې پیداکړي .ایران اوروسیې دشمالي اتحاد(شورای نظار) هغه وزیران چې په حکومت کې دي کاروي ترڅو کرزي ته چې دUnocal لپاره یې نه یوازې په کابل کې بلکه په کندهار کې هم امکانات برابرول ستونزې راولاړې کړي 
دکرزي پلویان دوه وزیران هریوعبدالرحمان اوحاجي قدیر داوړره په شپږو وروستیو میاشتو کې په کابل کې ووژل شول دافغانستان ولسمشر کرزي خپل ټول افغان امنیتي ساتونکي وشړل ځکه چې نور یې پرې باورنه شوکولی دنوموړي شخصي امنیت دپایپ لاین دپولیسو لخوا ونیول شو ځکه چې کرزی Unocal ته ډیر مهم و. دتروریزم سره جنګ دمنځنې اسیا دتیلو اوګازو په جنګ بدل شو. هغه ستونزې چې له 11 سپټمبر څخه وروسته راوټوکیدلې لاینحل پاتې شوې اونورې ډیرې ستونزې هم راپیداشوې .
ماخذ:
http://www.rediff.com/news/2002/sep/17guest.htm 
مننه 
مخکښ

-
بېرته شاته