(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دباچا خان د شلم تلين په مناسبت نړیوال سيمينار

د افغانستان د علومو د اکاډمۍ او د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز له خوا د فخر افغان خان عبدالغفار خان د شلم تلين په مناسبت يو علمي سيمينار په کابل ښار کښې د مۍ په نولسم تاريخ کال 2008 وشو.
د دې سيمينار پرانسته د ګل په ورځ په نولسم تاريخ مازيګر څلور بجې د کابل د ملي رېډيو ټېلي وژن په تالار کښې وشوه. د سټېج سېکتر فرائض د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز ډائرېکټر ښاغلي عبدالغفور لېوال تر سره کړل. له هر څۀ نه اول د قرآن پاک تلاوت وشو. د هغې نه پس د افغانستان د مختلفو ولايتونو د مشرانو له لوري راغلي پېغامونه واورولي شو. د پرانستې په دې دستوره کښې د افغانستان د رئيس جمهور دوېم مرستيال محترم کريم خليلي د باچا خان په ژوند او جدوجهد خبرې وکړې. دوي په خپلو خبرو کښې ووې چې باچا خان صرف د پښتنو مشر نۀ ؤ بلکې د نړۍ د ټولو محکومو خلقو مشر او رهنما ؤ او ټول عمر ئې د زپلو او محکومو قوميتونو دپاره هلې ځلې کړې وې. دوي ووې چې باچا خان يو خاص قوم يا ملک ته محدود کول پکار نۀ دي. دوي زياته کړه چې باچا خان په افغانستان کښې دولس کاله تېر کړي وو او په افغانستان کښې ميشته ټولو قومونو له هغه تللی وۀ او د هغوي د پوهولو او بېدارولو کوششونه ئې کړي وو. دوي د باچا خان د عدم تشدد د نظريې ډېره ستائنه وکړه او وې وئيل چې دا وخت مونږ ته د باچا خان د عدم تشدد د نظريې زيات ضرورت دی ځکه چې دا وخت ټول افغانان د يو کړکېچن صورت حال سره مخ دي. دوي د اوسنو حالاتو په لړ کښې ووې چې دا وخت افغانان د کومو سختو نه تېرېږي د هغې واحد او يواځينی حل دا دی چې مونږ د باچا خان د عدم تشدد نظريه خپله کړو. دوي ووې چې باچا خان يو عظيم ليډر ؤ او د هندوستان د ازادۍ په تحريک کښې د هغۀ رول د ډېرې زياتې ستائنې وړ دی. محترم خليلي صېب ووې چې دا وخت په دې خطه کښې د امن او استحکام يواځينۍ لاره دا ده چې مونږ ټول د باچا خان د عدم تشدد په فلسفه عمل وکړو. د دوي نه پس د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر محمد افضل خان لالا د خپلو خيالاتو اظهار وکړو. دوي د فخر افغان په ژوند او جدوجهد ډېرې تفصيلي خبرې وکړې او پښتون قام ته د راپېښو موجوده ستونزو په حقله ئې خپله رائې ښکاره کړه. دوي هم افغانانو ته د باچا خان د عدم تشدد د نظريې د خپلولو وېنا وکړه. خان لالا ووې چې تر څو په افغانستان کښې امن نۀ وي راغلی تر هغې په اېشيا کښې امن نۀ شي راتلی او چې په اېشيا کښې امن نۀ وي نو د هغې اثر به په ټوله نړۍ پرېوځي. افضل خان لالا دا هم ووې چې باچا خان د افغانانو په تاريخ کښې وړومبنی سړی دی چې هغۀ د عدم تشدد نظريه وړاندې کړې ده. هغۀ انټرنېشنل کميونټي او لويو طاقتونو ته خواست وکړو چې د باچا خان د عدم تشدد نظريه دې خپله کړي او هم دا نظريه دې خپل اصول جوړ کړي. دوي ووې چې باچا خان دا نظريه هغه وخت پېش کړې وه کله چې ټول هندوستان د برطانوي سامراج د ولقې لاندې ؤ او پښتانۀ ئې په برخو کښې وېشلي وو او پښتانۀ د انګرېز خلاف جنګ ته راپاڅېدلي وو. په دغه سخت وخت کښې باچا خان د هغوي مخه عدم تشدد طرف ته راواړوله او يو مضبوط طاقت ئې د خدائي خدمتګار په نوم جوړ کړو. باچا خان ته معلومه وه چې پېرنګی يو لوئی طاقت دی او کۀ چرې پښتانۀ ورسره جنګ شروع کړي نو ډېر زيات نقصان به ومومي. ځکه نو هغۀ د عدم تشدد لاره غوره وګڼله. د افضل خان لالا د تقرير نه پس د افغانستان د سرحدونو او قبائلي چارو وزير جنرال عبدالکريم براهوي خبرې وکړې. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا رالېږلی شوی پېغام استاذ غلام نبي فراهي واورولو. دغسې د دې نړيوال سيمينار د پرانستې دا دستوره شپږ بجې سر ته ورسېده. په شلم تاريخ د کابل په انټر کانټي نينټل هوټل کښـې باقاعده سيمينار يولس بجې شروع شو. د دې نشست صدارت محترم محمد افضل خان وکړو ورسره د مرستيال په توګه ښاغلي عبدالله خدمتګار بختاني ملګرتيا وکړه او د سټېج سېکتر فرائض ښاغلي عبدالغفور لېوال تر سره کړل. د ټولو نه وړومبی ښاغلي بريالي باجوړي له بلنه ورکړې شوه. هغوي خپله مقاله ((د خان عبدالغفار خان ژوند ليک)) واوروله. د هغوي نه پس د هندوستان نه راغلې رادا کمار چې د هندوستان په جامعه مليه اسلاميه کښې د نېلسن منډېلا او ګاندهي جي د صلحې د مرکز چئيرپرسن ده، سټېج ته راوبللې شوه. هغې د باچا خان په شخصيت په انګرېزۍ ژبه کښې خبرې وکړې چې پښتو ترجمه ئې ښاغلي سرور ماموند کوله. دې هم د باچا خان د عدم تشدد نظريه وستائله او د وطن د ازادۍ دپاره د هغۀ د کړو هلو ځلو ئې په ډېرو ښو ټکو کښې يادونه وکړه. دې ووې چې زۀ کله په درېم جماعت کښې وم نو مونږ ته به وئيلی شو چې په برصغير کښې دوه مهاتما دي، يو ګاندهي جي او بل باچا خان. د هندوستان ازادي بې د باچا خان او ګاندهي جي د کوششونو نه حاصلېدې نۀ شوه. دې ووې چې يو مستحکم امن او ښه سوسائټي هله قائمېدې شي چرته چې انصاف وي او مساوات وي او دا دواړه خصوصيات باچا خان لرل. ورپسې د پاکستان نه راغلي ډاکټر خالد خان خټک ته بلنه ورکړې شوه. د دوي د مقالې عنوان ((باچا خان_ د تېر زر کلن دور يو لوئی شخصيت.)) ؤ. د دوي نه پس ښاغلي علي ګوهر ته موقعه ورکړې شوه. ښاغلي علي ګوهر د عدم تشدد په نظريه ګټورې خبرې وکړې. دوي د اجمل خټک صېب دا شعر ووئيلو: نن ټول خلق د هغې محبوبا سندرې وائي خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله او وې وئيل چې نن د نړۍ ټول قامونه د عدم تشدد خبره کوي. دوي ووې چې د پښتون معاشره د شر شدت نه ډکه وه باچا خان دغه د شر نه ډکه معاشره په امن کښې بدله کړه. باچا خان سره دا ويره وه چې د يو لوئي طاقت سره مونږ شر نۀ شو کولی او ضرورت ئې دا ؤ چې خلق بې تعليمه وو، د غلطو رسمونو رواجونو په لُومه کښې ګېر وو. ځکه نو د ټولو نه وړومبی ئې د پښتنو مخه تعليم طرف ته راوګرځوله. دغسې د باچا خان دوېم جنګ د رسمونو رواجونو خلاف ؤ کوم چې پښتنو د شرم يا ((دا خلق به څۀ وائي)) له وجې خپل کړي وو. باچا خان په دې غرض خپل ځان د رول ماډل په توګه وړاندې کړو. د خانۍ نه ملنګۍ ته راغی، ساده جامې، ساده او يو خوراک. بيا ئې د دښمنو نه پښتانۀ منع کول شروع کړل او د بدل په ځائی ئې هغوي ننواتې او بخښنې طرف ته راوستل، د پښتون قوم نه ئې (زۀ يم) ورک کړو. دوي دا خبره هم وکړه چې ځنې خلق دا وائي چې باچا خان د عدم تشدد نظريه د ګاندهي جي نه اخستې وه. بله دا چې کله بهر دنيا کښې د ګاندهي جي خبره شروع شي نو باچا خان د هغۀ د سېوري لاندې پټ شي. دوي ووې چې باچا خان خپل تحريک په کال 1910 کښې شروع کړی ؤ. ګاندهي جي هندوستان ته په 1925 کښې راغلی ؤ او پښتونخوا ته په 1938 کښې راغلی ؤ او چې دلته ئې د باچا خان خدائي خدمتګاران وليدل نو حق حېران پاتې شو او هم په دې طريقه ئې خپل يو تحريک د شانتي سېنا په نوم شروع کول غوښتل خو قتل کړی شو. دوي ووې چې باچا خان خپله وائي چې ما دا نظريه د رسول الله صلي الله علېه وسلم نه اخذ کړې ده. دوي ټولو پښتنو خصوصاً دانشورانو او ليکونکو ته خواست وکړو چې د باچا خان د عدم تشدد نظريه خپله کړي او بهر دنيا ته دې هم پېش کړي. د علي ګوهر د تقرير نه پس راقم ته بلنه ورکړې شوه. د راقم د مقالې عنوان باچا خان او صحافت ؤ. ورپسې غلام جېلاني عارض خپله مقاله په دري ژبه کښې پېش کړه. چې پکښې د باچا خان په ژوند خبرې شوې وې. د دۀ نه پس ښاغلي شفيع اپريدي خپله مقاله ((د باچا خان خيالات او موجوده حالات)) پېش کړه. د شفيع اپريدي د مقالې نه پس ښاغلي روښان يوسفزي په باچا خان ليکلی خپل نظم په ترنم کښې واورولو. د مقالو نه پس سيمينار کښې د شريکو مندوبينو د سوالونو جوابونه ورکړی شو او دغسې د وړومبۍ ورځې وړومبی نشست سر ته ورسېدو. د ډوډۍ خوړلو نه پس تقريباً دوه نيمې بجې د سيمينار د دوېم نشست آغاز وشو. چې صدارت ئې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ مشر محترم عبدالباري راشد وکړو او د مرستيال په توګه ورسره ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب موجود ؤ. عبدالرحيم بختاني ((د خان عبدالغفار خان د زمانې د ځنو مهمو سياسي او ټولنيزو حالاتو ته يوه لنډه کتنه)) تر عنوان لاندې خپله مقاله پېش کړه. د دۀ نه پس د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي سېکرټري ثقافت سيد بلال شاه صېب د باچا خان په ژوند د خپلو خيالاتو اظهار وکړو. د دوي نه پس د تاجکستان د ختيز پوهنې د انسټي ټيوټ مرستيال پروفېسر شاه خماروف د باچا خان په ژوند او شخصيت په دري ژبه خبرې وکړې. ورپسې استاذ حبيب الله رفيع له بلنه ورکړې شوه. ښاغلي رفيع صېب د پښتون مجلې په حقله خپله پرمغزه مقاله وړاندې کړه. دوي ووې چې پښتون مجلې د هغه وخت په پښتنو کښې سياسي پوهه او اګاهي پېدا کړې وه. د رفيع صېب نه پس محترم ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب ته موقعه ورکړې شوه. دوي خپله مقاله ((د شلمې پېړۍ په سياسي چوکاټ کښې د باچا خان رول)) وړاندې کړه. دوي ووې چې په هندوستان کښې درې لوئي سياسي مشران وو ګاندهي جي، باچا خان او محمد علي جناح خو د دوي ترمينځه ډېر لوئی فرق ؤ. ګاندهي جي يو تيار تحريک له راغلی ؤ يعني د هغۀ د راتلو نه اګاهو کانګرس تحريک شروع شوی ؤ او چې هغه راغی نو هغه تحريک ئې مخ په وړاندې بوتلو. دغه رنګ جناح صېب ته هم مسلم ليګ تيار او جوړ شوی په لاس ورغلی ؤ. صرف باچا خان ؤ چې د هغۀ نه اګاهو په دې خطه کښې داسې څۀ تحريک يا پارټي نۀ وه چې هغۀ ترې د ازادۍ کوششونه شروع کړي وې. دغسې کۀ وکتی شي نو په دنيا کښې اکثر تحريکونه په ښارونو کښې شروع شوي دي او کلو او بانډو ته خوارۀ شوي دي خو د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک د يو وړوکي کلي نه شروع شوی ؤ او لويو لويو ښارونو ته خور شوی ؤ او دا هغه خبرې دي چې باچا خان د نورو لويو ليډرانو نه ممتاز کوي. ورپسې د مندوبينو د سوالونه جوابونه ورکړی شو او دغسې دا نشست سر ته ورسېدو. د ماښام روټۍ د افغانستان د تعليم د وزير د معاون له لوري په انټر کانټي نينټل هوټل کښې شوې وه. په يويشتمه مۍ د سيمينار د درېمې غونډې د وړومبي نشست آغاز ښاغلي عبدالغفور لېوال وکړو. صدارت ئې محمد قاسم جمدر او د مرستيال په توګه ورسره د تاجکستان ښاغلی شاه خماروف موجود ؤ. د ټولو نه اګاهو ښاغلي احمد الله نويد په دري ژبه خپله مقاله وړاندې کړه. د هغۀ نه پس محترم مشر عبدالله خدمتګار بختاني صېب د باچا خان په حقله خبرې وکړې. د بختاني صېب نه پس د بلوچستان ځلمي ليکونکي ښاغلي شوکت ترين خپله مقاله ((باچا خان او د لر او بر افغان تصور)) پېش کړه. د شوکت ترين د مقالې نه پس ښاغلي عبدالستار پردلي خپله مقاله په دري ژبه پېش کړه. ورپسې ښاغلي آصف صميم صېب له دعوت ورکړی شو. ښاغلي آصف صميم صېب د باچا خان په ژوند ليکلې خپله مقاله وړاندې کړه. د آصف صميم صېب نه پس ښاغلي هاشم بابر ته خواست وشو چې نظم ووائي. هاشم بابر صېب په باچا خان ليکلی خپل نظم واورولو. دغسې محترم سعدالدين شپون صېب هم په باچا خان ليکلی نظم واورولو. د هغۀ نه وروستو د افغانستان پخوانی وزير تعليم محترم رسول امين صېب سټېج ته راوبللی شو. دوي غوښتنه وکړه چې د باچا خان په نوم دې يو پوهنتون جوړ کړی شي چې پکښې د باچا خان د افکارو تعليم ورکولی شي. دوي دا زېری هم واورولو چې په قندهار کښې مونږ د باچا خان مرکز پرانستی دی. ورپسې د مندوبينو د سوالونو جوابونه ورکړی شو او دغسې دا نشست سر ته ورسېدو. ټولو مېلمنو له په انټر کانټي نينټل هوټل کښې د ډوډۍ بندوبست شوی ؤ. د ډوډۍ خوړلو نه پس د څلورمې غونډې آغاز وشو. د دې نشست صدارت ښاغلي نواب اياز جوګيزئي وکړو او د مرستيال په توګه ورسره د هندوستان نه راغلی مېلمه انوار احمد خان موجود ؤ. د ټولو نه وړومبی ښاغلي الف محمد شرر خپله مقاله ((باچا خان د ولي خان له نظره)) وړاندې کړه. د دۀ نه پس ډاکټر سيد منهاج الحسن خپله مقاله (باچا خان د ټولنيز مصلح په توګه)) وړاندې کړه. دۀ په خپله مقاله کښې د باچا خان د اصلاحي کوششونو ذکر کړی ؤ. د دۀ نه پس ښاغلي سرور ماموند خپله مقاله ((د خان عبدالغفار خان جدوجهد او د اوسني وخت د سيمې ستونزې)) پېش کړه. په اخره کښې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر او سېنيټر نواب اياز جوګيزي له دعوت ورکړی شو. دوي په خپل تقرير کښې د باچا خان د کوششونو ډېره ستائنه وکړه. دوي په ننني صورت حال هم د خپلو خيالاتو اظهار وکړو او وې وئيل چې نن وخت کښې د باچا خان د عدم تشدد د نظريې ډېر زيات ضرورت دی. مونږ له پکار دي چې دا نظريه خپله کړو. دې سره دا علمي سيمينار سر ته ورسېدو. د شپې ډوډۍ د حج او اوقاف د وزير محترم نعمت الله شهراني له خوا په انټرکانټي نينټل هوټل کښې شوې وه. محترم شهراني په خپل تقرير کښې د راغلو ټولو مېلمنو شکريه ادا کړه او د باچا خان ئې په ډېرو ښو الفاظو کښې يادونه وکړه. په اخره کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر محمد افضل خان لالا د افغانستان د حکومت ډېره مننه وکړه چې د راغلو مېلمنو ئې ډېر په روڼ تندي استقبال وکړو. د پاکستان نه په دې سيمينار کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر محمد افضل خان، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي ايډيشنل سېکرټري جنرل هاشم بابر، صوبائي نائب صدر عمران اپريدي، مرکزي سېکرټري ثقافت سيد بلال شاه، صوبائي سېکرټري ثقافت حميد الرحمان محمد زئي، مرکزي سېکرټري امور خارجه او د صوبائي اسمبلۍ ممبر ډاکټر حېدر علي، ډاکټر فضل الرحيم مروت، ډاکټر منهاج الحسن، ډاکټر خالد خان خټک، شوکت ترين، روښان يوسفزي، شفيع اپريدي، علي ګوهر، محمد عاصم، اقبال اپريدي او مشتاق مجروح يوسفزي شرکت کړی ؤ. د دې سيمينار په اخري نشست کښې تقرير کونکو او مندوبينو او نورو شريکو خلقو غوښتنه وکړه چې: • افغانستان او پاکستان کښې دې د باچا خان سټډيز سنټرز جوړ کړی شي. • د باچا خان د امن پېغام خورولو دپاره دې په بيلا بيلو هېوادونو کښې د باچا خان سيمينارونه منعقد کړی شي. • د باچا خان وېب سائټ جوړولو او کال 2010 د باچا خان د کال په توګه د نمانځنې فېصلې هم وشوې. (دپښتنو قامی سنګر) Khan Abdul Ghafar Khan (Bacha Khan , Fakhr-e-Afghan) Peace Conference in Kabul By: Mashtaq Majroh Yousafzai - بېرته شاته