(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاچا خان او ګاندي - سوله ایزه مبارزه

[31.Dec.2015 - 17:01]

د پاچا خان او ګاندي - سوله ایزه مبارزه په متضادو ژیوپولتیک بسترونو کې

ډاکتر محمدعثمان تره کی

( د پاچا خان د مړینې د ۲۸کلیزې په مناسبت )
۲۸ کاله مخکې د سیمې یو پیږندل شوې سیاسي مبارز او د نړي د عدم تشدد د لارې مخکښ ، خان عبدالغفار خان وفات شو. د نوې کال د جنوري په میاشت کی د لر او بر افغانان د دغه سیاسي شخصیت د مړینې په یاد غوندې جوړوي. موږ پدغه لیکنه کې د پاچا خان د سوله ایزې مبارزې په څرنګوالې باندې په داسې شرایطو کې لنډ نظر اچوو، چه د نوموړې په خاوره کې جګړه او تشدد د مرګونې طوفان په بڼه د ولس مادي او معنوي شتمني له نابودي سره مخامخ کړې دی.
پاچا خان لر او برته د خپل اصلی کور به سترګه کتل : په لرکی وزیږید او د وصیت له مخې په بر کی خاورو ته وسپارل شو : دا د دیورند د دواړو خواوو د ولسونو لپاره د وحدت ستر پیغام دي .
پاچا خان د لر او بر افغانانو د ستر ملي مبارز په توګه د تاریخ په یو کړکیچنه مقطع کې ( ۱۸۹۰ـ ۱۹۸۸ ) ژوند کاوه : لمړي نړیواله جګړه ، د بلشویک انقلاب، د افغانستان د خپلواکي جګړه ، دویمه نړیواله جګړه ، د هند خپلواکي ، د پاکستان رامنځته کیدل ، په افغانستان باندې د شوروي یرغل ، د شوروي د تیري په وړاندې د لر او بر افغانانو مقاومت ، د افغانستان نه د شورویانو وتل ، په افغانستان کې کورني جګړه ، د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه ، د تشدد هغه پیښی دي چه د پاچا خان په سیاسي تفکر کې یی ژور اغیز کړی وه. دغو ناوړه پیښو دې د عدم تشدد او سولې داعیي ته لیوال کړې وو.
پاچا خان په ۱۹۲۰ کال کې د هندوستان د آزادي په موخه د ګاندي د سوله ایز کاروان د مبارزې سره یو ځاي شو. پدې وخت کې د عدم تشدد فلسفه د « تولستوي » ، « مارتین لوتر کینګ » ، « برتراند روسل » ، ګاندي او نورو آزادي غوښتونکو مبارزینو د هلو ځلو له برکته نړیوال شهرت موندلې وو . په هند کې ګاندي د عدم تشدد د فلسفې د سروال په توګه پیژندل شوې او د هندوستان د نیمې وچې د آزادي په موخه ، د عدم تشدد طریقت یوازني مناسب لاره ټاکل شوې وه. خو د دوه سیاسي مشرانو یعنې پاچا خان او ګاندي د مبارزې ژیوپولتیک ، جغرافیايي ، ټولنیز او کلتوري چاپیریال سره ورته والې نه درلود. دغه توپیر د دې لامل وګرځید چه د ګاندي او د کانګرس ګوند سوله ایزه مبارزه لاسته راوړنې ولري ، خو د پاچا خان او خدايي خدمتګار مبارزه بې پایلې پاي ته ورسیږي.
په سوله ایزه مبارزه باندې د ژیوپولتیک چاپیریال اغیز :
یو شمیر پوهان د فزیکي او طبیعي چاپیریال اغیز د سیاسي تفکر او سیاسي نظامونو په جوړښت باندې ټاکونکې ګڼي . « مونتسکیو » د فرانسې د ۱۷ پیړي فیلسوف په خپل نامتو کتاب ( روح القوانین ) کې د انسانانو په سیاسي تفکر او د هیوادونو د سیاسي نظام په جوړښت باندې د جغرافیایی چاپیریال اغیز د پام وړ ګڼي : سړه هوا او غرنی سیمی د ستونزمن ژوند بستر جوړوي. کلک ، قهرجن ، سرتیری ، جنګیالي ( په ځینو مواردو کې جګړه مار ) او انعطاف نه منونکی خلک زیږوي. برخلاف تاوده هوآ او هوارې مځکې د آرام ژوند زمینه برابروي. حوصله او ترحم ، انفعال ، ریاضت ، پاسیف فکر او د خشونت او جګړې نه بیزار د آرامې جغرافیا د ولسونو روحیات څرګندوي.
د مونتسکیو تیوري ته عمومیت ورکولي نشو. خو په جرائت ویلي شو چه تر زیاتې اندازې پورې د افغانستان او هند په ژیوپولتیک تعامل کې د تطبیق وړ دي :
ــ د غرني افغانستان د تاریخ مد او جذر ، خوځښت ، تشدد او جګړه د سیمې په کچه سارې نلري . افغانستان هیڅکله د دیموکراسې د سوله ایزې لارې په واسطه ندې اداره شوې ... سیاسي واک هیڅکله د شفافو ټاکنو د لارې ندې ترلاسه شوې ، مګر دا چه د بهرني اشغالګرو تر کلک واک ، لاسوهنې ، درغلي او څارنې لاندې مخکې له مخکې ټاکل شوې کسانو ته سپارل شوی دی. په دې حالت کې د دیموکراسي ( ؟ ) د پایښت ضمانت د یرغلګر د حضور د دوام سره تړل کیږي.
ــ د بلې خوا دا چه د بودايي او سیک ادیان چه خشونت سره نه جوړیږي د هند په جغرافیايي چاپیریال کې وډه وکړه د مونتسکیو د منطق حقانیت په ګوته کوي. د هند آرام طبعیت د ګاندي سوله ایزې مبارزې ته د بریالیتوب ضمانت وروبښه.
ګاندي او د عدم تشدد وسله :
د ګاندي سیاسي تفکر د فزیکي چاپیریال نه پرته د بودايي ، سیک او مسیحي تعالیمو نه اغیزمن شوې وو. سر بیره پر دې ګاندي د روسي نامتو فیلسوف ، « تولستوي » ( ۱۸۲۸ ـ ۱۹۱۰ ) سره مکاتبه درلود او د هغه د عدم تشدد د فلسفې تر اغیز لاندې وو.
ګاندي ویل موږ د قهرجن دښمن سره مخ یو چه زمونږ په زړونو کې د کینې او تشدد تخم کري. خو باید په یاد ولرو چه د خشونت کارول د انساني رسالت سره اړخ نه لګوي. باید د خشونت غریزه تر هغې اندازې پورې تر کنترول لاندې راوستل شي چه د انرژي په یوه ستره سرچینه بدله شي او په ابادۍ کې ورڅخه ګټه پورته شي ، نه په ورانولو کې. د ګاندي په اند د خلقت د ټولو ژونديو موجوداتو سره چه انسان ، څاروي یا بوټې وي باید د شفقت او ترحم سره چلند وشي.
د پاچا خان ژیوپولتیک چاپیریال :
پاچا خان د یوی کلیوالی مخوری او شتمنی کورني غړې ، ۲۹ کلن وو چه افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه. خپلواک افغانستان د ځوان « غفار » د ملي جذباتو په راپارولو کې مهم رول ولوباوه.
آزاد افغانستان په هند کې د آزادي غوښتونکو په سیاسي قبله بدل شو. پاچا خان په هندوستان کې د انګریزانو د اشغال دوام د افغانستان د نوې آزاد شوې هیواد د پاره د بالقوه خطر په توکه شمیره، چه باید ورسره مقابله وشي . د پاچا خان له انده د هند په نیمه وچه کې د دغه مقابلې یوازني سیاسي لاسوند د « ګاندي » د « عدم تشدد » غورځنګ وو چه د کانګرس ګوند په چوکات کې یی په چټکي وده کوله.
پاچا خان چه د کانګرس ګوند غړې وو د هغه د جوړیدو سره جوخت ، پدې لټه کې شو چه د افغانستان په جنوب ختیځه جغرافیا کې د طبیعي ، ټولنیز او کلتوري سختو شرایطو په چوکاټ کې چه د هند د نیمې وچې سره یی بربڼد توپیر درلود د خدايي خدمتګار « سوله ایزه » انقلاب ته استقامت ورکړي.
خدایی خدمتګار په ۱۹۲۹په فعالیت پیل وکړ. د هغه په اساسنامه کې ویل شوې وو : « خدايي خدمتګار يو ټولنيز، اصلاحي او اخلاقي تحريک دی چې په خلکو کې د خدای د مخلوق د خدمت جذبه راپیدا کوي . څرنګه چې خدای پاک ته د خدمت ضرورت نشته نو د هغه د مخلوق خدمت د خدای خدمت ګڼل کیږي . زمونږ موخه د خدای د مخلوق خدمت دی او دا خدمت به په زور ، جبر ، اکراه او تشدد نه ، بلکه په رضا ، قناعت ، مينه او عدم تشدد وي .
د عدم تشدد فلسفه پاچا خان ته افراطي سیاسي خوشبیني وربښلې وه :
کله چه په افغانستان باندې شورویانو یرغل وکړ غفار خان پدې باور وو چه روسان ځان تودو اوبو ته رسول غواړي او د پښتونستان په سر باندې د افغانستان او پاکستان منازعه د نړي د سترو ځواکونو د قوتونو په نوې معادله کې مطرح کیږي. ده د افغانستان د دیموکراتیک ګوند د یو فراکسیون تر ناسیونالستيي شعاراغیز لاندې ( د آمونه تر سند پورې ) د افغاني مجاهدینو جګړې سره مخالف دریځ په غوره کولو کې په غیر مستقیمه توګه د کابل حکومت د کړنلارې په ملاتړېی داسې څرګندونې وکړې : « د افغانستان جګړه د روس او امریکې د سیاسي سیالیو او دښمنیو څخه راولاړې پیښې دي چه په کې ناحقه افغانان وژل کیږي ». د پاچا خان د څرګندونې نه د جګړي نه کرکه په ډاګه څرګندیږي. خو افغانی مجاهدینو دغه تفسير د جهاد سره په مخالفت تعبیر کړ . پاکستان چه مجاهدین د ناسیونالستانو په وړاندې استعمالول ، د مجاهدینو د دریځ څخه هرکلي وکړ.
لویه پوښتنه دا ده چه ولې د پاچا خان عدم تشدد مبارزی مثبتې پایلې نه درلودې ، حال دا چه د ګاندي سوله ایزه مبارزه بریالي پاي ته ورسیده ؟
 خدایي خدمتګار د دغسې دیني ضوابطو په چوکاټ کې جوړښت موندلې وو چه « جهاد » یې ستنې جوړولي. خدايي خدمتګار په داسې ټولنیزو شرایطو کې سوله ایزې مبارزې ته مخه کړه چه نړي ته د نوې ماشومانو راتګ ته د ټوپک د ډزې د لارې هرکلي ویل کیده. پاچا خان په هغو قبایلې سیمو کې د خدايي خدمتګار د غورځنګ مشرتوب په غاړه واخیست چه د انګریزانو سره درې ځلی خونړيو جګړو ته یی مخه کړي وه.
د خدايي خدمتګار سوله ایزه کړنلاره د « دیوبند » د مدرسې د تعالیمو سره چه انکریزانو سره یی د جهاد فتوا صادروله،، په مقابل کې واقع وه.
د عدم تشدد د اغیزمنتوب حدود :
د بحث د پایلې په توګه به د لوستونکو پام د یو فرانسوي پوه څرګندونو ته راواړوو :
« ژان مري مولر » فرانسوي معاصر فیلسوف سیاسي مبارزه د قواوو د انډول په چوکات کې داسې څیړي : « د مبارزې ټول شکلونه د قوتونو د ټکر په بڼه مطرح کیږي. باید د قوت او د تشدد د کارولو تر منځ توپیر وپیژنو. د قوت استعمال تل د تشدد سره اړخ نه لګوي. خو سوله ایز قوت او قهرجن قوت هر یو د استعمال ځانګړې ځایونه لري.
بیعدالتي د قواوو د نا انډولي نتیجه ده. د مبارزې موخه د قواوو تر منځ د انډول تأمینول دي. یوازې د قواوو د تناسب په حالت کې د دښمنو ډلو تر منځ د خبرو اترو او تفاهم زمینه برابریږي او په دی ډول سوله او عدالت تأمینیږي.
د منازعې د حلولو په موخه دښمن ته د دیالوګ د بلنی ورکول کفایت نکوي. دیالوګ هغه وخت مثبتې پایلې درلودلي شي چه د اړخونو تر منځ د قواوو د اڼدول او مساوات په بنڅټ باندې ولاړ وي.
ځینی کسان د عدم تشدد پروسه د مذاکراتو په بڼه لنډوي. خو د یو نزاع د حلولو په موخه یوازې خبرې اترې کفایت نکوي . دیالوګ او خبرې اترې هغه وخت ګټوری ثابتیداي شي چه د قوتونو د انډول په مقصد د سختې مبارزې پایلې وي ».
ژان مري مولر زیاتوي : « په ۱۹۷۲ د کلیفورنیا د کارګرانو د اتحادیی د مشر « سزار شاوز » سره مې خبرې وکړې. دی د بزګرانو په ګټه د بایکات ( تحریم ) په ډول د پراخو مظاهراتو د تنظیم په درشل کې وو. د هغه نه مې وپوښتل چه مخکې د مظاهرونه چه ممکن تشدد ته ولویږي ، د دیالوګ په مقصد د ځمکو د خاوندانو زړونه دی خپل کړې که نه ؟ . ده راته وویل : هو ! د ځمکې د خاوندانو زړونه مې خپل کړې . د خاوندانو زړونه د دوي په جیبونو کې دي او زموږ تحریم په نیغه د هغوي په جیبونو باندې اغیز اچوي. دلته د عدم تشدد د اغیزمنتوب ریالیزم د پیسو په تعامل مطرح کیږي : کله چه د بشري ډلو تر منځ د پیسو معامله وي ، عدالت د مظلوم په ګټه هغه وخت رامنځته کیږي چه کمزور اړخ د قواوو د نوې انډول د جوړولو په مقصد د فشار د اِعمال لاسوند ولري ».
د کمزور له خوا خشونت هغه وخت رامنځته کیږي چه د نورو سره د اړیکو په اړه د مظلومیت احساس وکړي. خو زورور ، خشونت د بالفعلی برلاسي او امتیاز د ساتنې په موخه استعمالوي.
پاچا خان چه د خپل عمر یو په درېمه برخه د پاکستان په زندانونو کې تیره کړه ، د سوله ایزې مبارزې، چه هیڅ سیاسي نتیجه یی ورنکړه، قرباني شو. د پاچا خان د مبارزې لاسته راوړنې زیاتره په ښوونه ، روزنه او کلتوري برخه کې مطرح کیږي. دي پدې نظر وو چه سواد او پوهه د انګریزانو په ضد بهترینه وسله ده.
پاچا خان د یو سوچه مسلمان په حیث د سیاست د چل ول نه ډک ډګر ته د مینې او صداقت له دریځ نه کتنه درلوده .ده په سیاست کې په دوکه او درغلی باندې باور نه درلود. د پاچا خان خوشباوري ورته ګرانه تمامه شوه : د کانګرس ګوند په سیاستونو باندې د حد نه زیات خوشبیني د دې لامل وګرځید چه سره له دې چه خدايي خدمتګار د کانګرس ګوند د مبارزاتو مکمل وو ، د هند د ویشلو په بنسټیزه غونډه کې د پاچا خان په غیاب کی د کانګرس او مسلم لیګ د ګوندونو مشران ونډه ولري .
پاچا خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وشوه او دوکه شول. پاچا خان ګاندي ته خپله نارضایتي داسې څرګنده کړه : « تا موږ د لېوانو خولو ته ورټېل وهلو ... ».
د هند حکومت پاچا خان ته د « بهارت رتنا » او « جواهر لال نهرو » جایزې وروبښلې او د ده نوم ته یی د سیمې د نامتو مبارزو شخصیتونو په کتار کې د تاریخ په درسي کتابونو کې ځاي ورکړ. افغانستان د غازي امان الله په وخت پاچا خان ته د افغانانو وياړ ( فخر افغان ) لقب ورکړ. افغانستان تر اوسه پورې هغومره چه اړینه ده د آزادي د لارې د دغه ملنګ حق ندې ادآ کړې.
سره له دې چه د پاچا خان سوله ایزی مبارزی د غوښتنې وړ پایلې نه درلودې خو دي د ملی آزادي غوښتونکو لوي لارښود په توګه پیژندل شوې دي . د دغه د آزادي د ملنګ د مبارزاتو د خاطرو د ژوندې ساتلو اړینه لاره دا ده چه لږ تر لږه یو پوهنتون د هغه په نوم ونومول شي.

 

-
بېرته شاته