(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ...

[09.Jan.2016 - 14:42]

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ لسمه برخه او ورستۍ برخه

 لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 ۸ . د پښتونولۍ د حجرې او جومات کانسپټ
هرکله داستان چې د افغان لیکم ، پوه شه پت او ننګ د مسلمان لیکم  (حمزه بابا لیکي)
پښتنه ټولنه کې حجره د خبرواترو، اند جوړولو، د ولسي یووالي ځای، د میلمه استوګنيځای، د میلمه پالني،د عزت او درنښت یوه خونه ده.کلیوال پښتانه په جومات کې د الله (ج) د عبادت او دیني عقیدت لپاره را غونډیږي. پښتانه افغانان د اسلامیت فلسفه په جومات کې زده کوي او د افغانیت فلسفي نرخونه، دودونه، اخلاقي معیارونه په حجرو کې زده کوي. له همدې امله پښتنه ټولنه کې پښتنو ته په هر کلي کې د حجرې او جومات شتون خورا اړین بریښي. د افغانیت ارزښتونو او کلیوالي جوړښتنو پر بنسټ کلي کې حجره او جومات باید څنګ په څنګ وي.
پښتانه په دې ګړوهه دي، چې یو ښه پښتون یوښه مسلمان دی. د بیلګې په ډول ځینې پښتانه په دې اند دي، چې د پښتو قانون مو دومره اسلامي دی، که اسلام نه وای، نوبیا هم به مسلمانان وای. پښتنه ټولنه کې د پښتونولي ډیر اصول او ارزښتونه د اسلامي ارزښتونو سره مطابقت لري. د پښتونولي د ننګ او غیرت اصول د اسلامي شریعت د سریع احکامو په ننګه کې ولاړ دي، نه یې ماتولي شي،او نه يې له پامه غورځولي شي.پښتانه په دې باور دي،چې پښتونولي د پښتنو یو لرغوني دودیزه عدالتي، او د اخلاقي کړو وړو یونا لیکل شوي قانون دی. او د اسلامي شریعت سریع احکام الهي احکام دي.
د همدې نږدیوالي له امله پښتانه نشي کولي په یو وړوکي کلي یا کلیوالي چاپریال کې د پښتونولي او د اسلامي شریعت ارزښتونه سره بیل وساتي. سربیره پردې د حجرې سړی په جومات کې خپل دروندځای لري او د جومات سړی په حجره کې د ستر عزت خاوند دی. د حجرې سړی په جومات کې خپل پنځه وخته لمونځ او عبادت کوي او ورسره په جومات کې خپله اسلامي عقیده زده کړې کوي.
د پیړیو پیړیو راهیسې د پښتنو په ټولو کليوالي سیموکې د حجرې او جومات ترمنځ نشلیدونکې اړیکې شتون لري. دغو تاریخي اړیکو د دیندارو مخلصو پښتنو قبایلو ترمنځ یووالۍ، سوله، عدالت برابري او مساوات بنسټ ایښودلي دی. حجره او جومات د پښتني ټولنې د پایښت او جوړښت دووې خورا مهم ستنې دي. همدلته په کلي کې د افغانانو ترمنځ د اسلامیت او افغانیت د ریښتینولۍ یو سپیڅلي ولسي تړون رامنځ ته شوي دی. هرکله چې افغان ملي دولتونو د ولس او دولت ترمنځه واټن لری کولو هڅه کړي ده، افغان ملي دولت حجرې او جومات ته ورغلي دی. د افغان ملي دولت او افغان ولس ترمنځ د باور او اعتماد اړیکې په حجرو او جوماتونو کې رامنځته کیږي. د پښتني ټولنې همدغه دووې سټې دي، چې افغان ملي دولتونو ته د پایښت، خپلواکي ځواک وربښيي او له کمزوري ساتي. په افغانستان کې د حجرې او جومات بنستیزه ستنې د دولت او ټولنې ترمنځ خورا مهمې اړیکې جوړوي. د حجرې، جومات او افغان دولت ترمنځ متوازنه اړیکې د دې لامل ګرځي، چې د افغان ملي دولتونو او افغان ولس تر منځ واټن لږ شي. د افغانستان په تاریخ کې هیڅکله یوافغان دولت پرته له حجرې او جومات څخه په خپلو پښو نه دی دریدلي. د افغانیت او اسلامیت ملي ارزښتونه دي،چې خپلواک افغانان له سختدریځي او دیني توندلاریتوب څخه منځلاریتوب راګرځوي.
پښتنه تولنه کې حجره او جومات د عدالت، مساوات او برابري دووې مهمې بنسټیزه ستنې دي. په بله وینا افغانیت او اسلامیت د یو خپلواک افغان دوه وزر دي،چې د یوشتمه پیړۍپه نړۍ کې هم پري الوځي.
کليوال ځوانان په حجرو کې د کیسو او بنډار لپاره هم راټولیږي. دوی په حجرو او دیرو کې توکې ټکالي کوي، شعرونه، غزلونه لولي، تنګ ټکور او رباب هم غږوي. کليوال د حجرې د میلمه پالني مالي لګښتونو کې په مساوي توګه برخه اخلي. د کلي ځلمیان د جومات په ساتنه او چوپړ کې ولاړ دي. کليوالو د حجرې او جومات د جوړولو په چاروکې برخه اخلي. د پښتنو د کلي جوماتونه په عبادتکوونکو او مقتدیانو باندې ښکلي بریښې او د پښتنو حجرې د پښتنو په درنو میلمنو ښایسته بریښې.
که سړی ښه ځیر شي، له امونه تر اباسنه د پښتنوافغانانو کورونه، د پښتنو کلي د پښتنو د کلیوالي ژوند انځور او د افغانانو ټولنیز جوړښتونه له یوبل سره ځښت ډیر ورتوالي لري. د پښتنو اړیکې د افغانیت او اسلامیت د ټولنیز تړون له لارې د یو بل سره ټینګ تړلې شوي دي.
په ډیر خواشینۍ سره نن د څلویښت کلن جنګ، جګړو په اور کې د پښتنو د حجرو، دیرو، جوماتونو او ښوونځیو دړې یا دروازې بندي او یا قصډاً په بمونو الوځولي او ویجاړي کړلي شوي دي.
د پښتنو دښمنان د میلمه په پلمه د پښتنو د میلمه پالنې څخه ناوړه ګټه اخلي. بې عزته، بې غیرتي میلمه (دښمن) په ډیره سپین سترګي، بي شرمې سره د پښتنو په حجرو او جوماتونو کې بمي چاودنې کوي، بې ګناه افغانانو کې ځانمرکې بریدونه تر سره کوي، د همدې اوږدې جګړې په بهیر کې د پښتنو حجرو، جوماتونو او د پښتنو د کلو ښوونځېو ته سخت زیانونه او تاوانونه وراوښتي دي او ورسره د پښتنو د ټولنیز ژوند جوړښتونه او د پښتونولۍ د اصولو دودیزه چوکاټ مات کړل شوي دی .
د پښتنو بي غیرته، بي عزته دښمن میلمه پال ناخبره ساده پښتون په خپل کورکې وژنې. پښتانه اوس په خپله حجره کې دروند میلمه ته د شک په سترګه ګوري. د پښتنو د درنو میلمنو پرمخ دړې تړلي شوي دي. نن څوک میلمه ته په ورین تندی ښه راغلاست نه وایي. د کلیوالو ترمنځ ویره خپره شوي ده. د خلکو د تګ راتګ او ورسره د خپلوي ټولنیزي اړیکې هم پري شوي دي.
که لږ نور ژور فکر وشي، له پخوا راهیسې لومړۍ انګریزانو ورسته د پنجاب واکدارانو په شعوري او پلان شوي توګه خپل استعماري سیاستونه داسي اعیار کړي،چې د افغان پښتون ولس د ویشلو سره سم د پښتنو د حجرو او جوماتونو ترمنځ اختلاف هم رامنځته شي. د روسانو د یرغل پر مهال او د افغان جهاد او مقاومت په ترڅ کې د ساده کلیوال پښتون ملا ماغزه د پاکستان د اې ایس اې په سیاسې مذهبې مدرسو کې د اسلام په نامه ورپریمینځل شول،د پښتنو ځینې دیني علماوو ماغزو کې د افغانیت ملي احساس او افغاني ملي ارزښتونه فلتز شول، ساده کلیوال ملا د یوې مودې تیرولو ورسته بیرته سیاسي شوي،او بدل شوي د خپل کلي ورانولو ته د پردي ټوپک سره راغي. د ساده کلیوال ملا زوي جنګي قوماندان شو او ورسره دغي ناخبره او ناپوهه استخبارتي ملا په کلي کې د حجرې دروند مسلمان سړی ته په بده سترګه برګ برګ وکتل. همداسې د حجرې سړی سیاسي ملا ته چې پردي توپک یې ترغاړه وو، د شک په سترګه وکتل. له همدې مهاله پښتنو کې د بربادۍ، تباهۍ او خونړیو ناورینونه لړۍ پیل شوه، چې دا لړۍ تر نننه روانه ده .
اوس ځینې بې پښتو ملایانو افغان ولس کې د منافقت او شررات جوړولو ماسټري لري. 
افغان سیاسي مشران د غفلت په خوبونو کې ویده نه راویښیږې. که د افغانانو مشران د خپلو شخصي تنظیمې غوښتنو څخه تیر شي او د خپل ولس د ژغورني لپاره د خپلو پلرونو په څیر خپل قومي جوړښتونه او خپلې ملي افغاني ستونزې وپیژنې، په خپل افغانیت او اسلامیت باندې پل کیږدي او د افغانانو د ملي یووالي او دایمې سولې لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي. د افغان ولس د ژغورنې لار ه به ډیره ژر لنډه شي .
که نن د حجرې، د جومات او د پوهنتون افغانانو د خپل ویاړلې او زوریدلي ولس د ژغورني لپاره سره یو موتي نشي، د هیواد خپلواکۍ،د ملي یووالي او د ملي سیاسي مشرتابه لپاره د یووالي په ټغر سره کینني. د پښتنو افغانانو نننۍ قومي مشران، د مذهبي ډلو مشران او افغان سیاسي ګوندنو مشران به د لوی خدای (ج) په قهر او غصب کې اخته شي،دوی به د یو بل سرونه سره خوري. مظلوم افغانان به د څیرلې ګریوان سره،د دوی د بې اتفاقي او بې کفایتي له امله د جګړو په اور کې سوځي.
لکه چې ښاغلي نورالبشرنوید د پښتونخوا کلم کې لیکې .
لکه چې لښکر وي او سرخیل نه وي.
لکه چې سنګر وي، خو سنګروال یې نه وي.
لکه چې قام موجود وي، خو وجودیې څو څو ځایه تقسم وي.
دا هغه وخت دی، چې پښتون قام خپل یرغمل شوي سیاسي قیادت او مشرتوب واپس غواړي.
 
۹ . د پښتونولۍ د لښکر او اربکې کاڼسپټ
د پښتونولۍ په اصولو کې لښکر د پښتنو یو قبایلي خپلواک رضاکاره وسله وال پوځ ته ویل کیږي. د یوې قومۍ جرګې د پریکړې څخه ورسته، کله چې اربکیان د پښتنو له بیلابیلو ټبرونو او قبیلو څخه د امنیت ساتلو او یا د یوي مهمې ټولګټي ټولنیزي، خیر ښېګڼې چار لپاره د هر کلي څخه په مساوي توګه راوغښتل کیږي، یو قبایلي لښکر ترې جوړیږي. لښکر په ځانګړو حالاتو او ځانګړو قضیو کې رابلل کیږي. د بیلګې په ډول د یوي قبیلي په خپل خپلمنځي شخړه کې د دوو قبیلو ترمنځ په جګړه کې او یا د یوې معیني سیمې د امنیت ساتلو لپاره راغوښتل کیږي.
د پښتني لښکر هر غړي د هیواد د خپلواکۍ په جګړه کې یا د ولسي ګټو دساتلو لپاره او د یو سپیڅلي ولسي ارمان تر سره کولو لپاره تر خپل ملا ټینګ کمربندونه تړي، په خوښه او غورځیو جنګ ته ورځي. اربکیان د پښتون ولس د ننګیالیو، نومیالیو او میړنیو ځوانانو یوه غښتلي خدمتګاره ډله ده، چې یواځې د خپلو مشرانو د جرګو او مرکو پریکړو عملي کوي. اربکیان د پښتني ولسي سیاسي ارادې یو خپلواک لښکر دی. کله چې د دو ټبرونو یا کلیو ترمنځ بدي او یا د ځمکو،غرنو او څړځایونو په اړه شخړه رامنځته شي. د بل قوم یا کلي اربکیان د دوو دښمنو قبیلو ترمنځ په مرچو کې ځای په ځای کیږي او په دښمنو ډلو باندې د سولې او د خبرو اترو غږ کوي. د دوی مخور مشران او سپین ګیري د سیالو ډلو تر منځ د جرګې او مرکې له لارې د سولې او روغې جوړې هڅې پیلوې .اربکېان یواځې د پښتني جرګې پریکړې عملي کوي .د اربکیانو راوتل پښتنه ټولنه کې او د پښتنو په ویاړلي تاریخ کې د لمر په څیر یوه جوته ټولمنلي ښکارنده ده.
د پښتونولۍ د اربکې کانسپټ د پښتنو په ځلانده اوږد تاریخ کې ستر مهم رول لوبولي دی .د اربکیان دود او دستور په پښتنو او د پښتنو په سیمو کې خپلې ژورې تاریخي ریښې لري. اربکیانو د پښتني ټولنې غښتلي، ویاړمن او غیرتمن رضا کاره ځوانان دي. پښتانه اربکیان د ویښ ضمیر او پاک وجدان خاوندان دي، دوی د یوې سپیڅلي او ریښتنې سیمه ییزه مبارزې څخه خوند اخلي. اربکیان د خپل اربکې دود ستور په چوکاټ د خپل ټبر او د خپلومخورو مشرانو پریکړو عملي کوي، دوی د خپلو قومي مشرانو نوم، ننګ او د غیرت هسکې شملې جګې او درنې ساتي.
اربکیان د خپلو وسلو سره د پښتني ننګ، غیرت او میړانې ډګر ته په خوښه ورځي. اربکیان د خپل خدمت په بدل کې له چا نه هجوره او یا تنخوا نه غواړي، بلکې دوی د خپلې د خیرښېګنې دندې اجر له خپل خالقه غواړي. اربکیانو ته ورسپارلي شوي ټولنیزه چارې خپل وجداني مسوولیت ګڼي. دوی د یو پاک سپیڅلي پښتني احساس په چوکاټ کې خپله دنده د یو خپلواک خدایي خدمتګار په څیر تر سره کوي. د ورسپارلۍ شوي دندې تر سره کولو ورسته د اربکیانو لښکر ړنګیږي او هر څوک خپل ورځني ژوند چارو پسي روانیږي.
پښتانه اوس پوهیدلي او پوهیږې، چې دښمن نه یواځې د دوی جسمې تباهۍ او بربادۍ لپاره را دانګلي، بلکې د غازي افغانانو غرو، شهامت، د افغانانوملي نوامیس، اتلولې اصلي منځ زړي او جوهر له منځه وړلو لپاره هم پټ پلانونه جوړ کړي دي. دښمن غواړي لومړۍ د پښتنو په سپیڅلي ملې ارزښتونو او اسلامي عقیدتي ارزښتونو او په ولس کې منلې شویو سنتو باندې ملنډي ووهې. د پښتنودښمنان د مسلمان په جامه کې نن دومره سپین سترګې شوي دي، چې د پښتنو په مخ کې د دوی ملي احساس، اسلامي دودونه او پښتني لرغوني ارزښتونه، د پښتنو د خپلواکۍ ویاړلي غازيان او د پښتنو ملي اتلان مسخره او سپکوي.
 
اربکیان که سیمه ییزه پولیس ؟
د بیلګې په ډول د خواشینۍ ځای دی او د تعحب وړ خبره ده، چې د څو لسیزو راهیسې ځینې پوه روڼ اندي پښتانه سیاستوال، افغان خبریالان د پښتونولي د اربکې یا د لښکر دود او د جنګي جنایتکارو اجیرو ملیشو او د سیمه ییزه پولیسو د مفاهیمو ترمنځ سم توپیر نشي کولي.
ملیشې د پیسو په بدل کې هر ډول جنګي جنایتونه تر سره کړي او کوي. افغاني جنګسالاران د ګاوندي هیوادو لخوا د افغان ولس د بربادي لپاره ګومارل شوي، پیژندل شوي خلک دي. ملیشي انارشي، خودسري، ملک الطوافي رامنځته کوي .کلي په کلي او سیمه په سیمه کې جنګ او جګړي زیږوي.
ځیني افغان سیاسي چارواکې، سیاسي شننونکې، افغان خبریالان په پوه یا نا پوهي کې د پښتنو د دښمنانو په څیر ملیشې، محلي یا سیمه ییزه پولیس د پښتنو داربکیانو په نومه یاده وي. سیمه ییزه پولیس د حکومت په ادارې تشکیلاتو کې ثبت شوي دي. دوی د دولت څخه وسلې، پیسې، جنګي تجهزات، مهمات او وسایل تر لاسه کوي.
د افغان حکومت وسله وال مخالفین پښتانه طالبان هم په ناپوهی سره د پښتنو د ملي ارزښتنو سره ستر ظلم او ستره جفا کوي. دوی د پښتنو د ځوانانو د خپلواکۍ له احساساتو څخه ناوړه استفادې کوي .دوی په خپلو رسنیو کې حکومتي ملیشي او سیمه ییزه پولیس د پښتني دودونو خلاف د اربکیانو په نامه یادوي.
لوی افغانستان کې د شپیتو، اوویا کلونو راهیسې دانګریزانو، پنجابیانو، روسانو او امریکایانو د خپلو شومو پلانو عملي کولو او استعماري موخو لپاره جنګي قبایلي ملیشې، دفاع خودي او د سیمه ییز پولیسو په نومونو وسله والې مرموزې، مزدورې ډلې رامنځته کړي دي. د پنجاب پوځیانو د خپلو بدرنګو تورو استعماري موخو لپاره د ډیورنډ کرښې ورڅیرمه په قبایلې سیمو کې د پښتنو قبایلو څخه پښتون ضد ځواکونه او پوځي ملیشې رامنځته کړي.
روسانو د خپل یرغل پر مهال هم د خپلو استعماري موخو لپاره د دفاعي خودي او ګلم جم په نامه جنګې ملیشې را منځته کړي.
د پنجاب پوځیانو د پښتنو په قبایلي سیموکې ملیشې ځواک د خپلو استعماري انګریزي ډوله ګټو لپاره جوړي کړي دی. د پنجاب او اسلام اباد واکمنانو سترګې د پښتنو له اربکانو څخه سختي سوځي. دوی پوهیږي، چې اربکیان د افغان ولس د بیړني غبرګون یو دفاعي خپلواک ځواک دی، دوی غواړي د پښتنو په دغه د پښتني لرغوني سپیڅلي ارزښت باندې هم ملندي ووهي. یرغلګر غواړي پښتانه د چل ول ،د زور او زر له لارې په خپله قبضه کې وساتي.
په دې ورستي کالونو کې کله چې د امریکایي ځواکونو ستر قوماندان جنرال ډیویډ پېتریوس د نا ټو عمومي قوماندان په توګه وګومارل شو. ده په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو یوه طرحه جوړه کړه، د دې لپاره چې دغه ځواک افغاني ځواک وښودل شي، د اربکیانو په نوم ونوماول شول. دا سیمه ییزه پولیس هغه قومي اربکیان نه دي، کوم چې د پښتونولۍ د سپیڅلې دود سره سم او د پښتي د ټولنې د اصولو پر بنسټ د یوې قومي جرګې لخوا د یوې ځانګړي دندې تر سره کولو لپاره راغوښتل کیږي. په افغانستان کې سیمه ییزه پولیس د خپلې سیمې امنیت نشي ساتلي او خپله خپلواکې هم نلري .
سیمه ییزه پولیس د اربکیانو به نامه په کلیوالو سیمو کې سیمه ییزې دښمنۍ او د خلکو تر منځ اختلافات زیږولي دي. افغاني ټولنې ته په کتو سره له کله نه چې د سیمه ییزو پولیسو فعالیت پیل شوي، دغه ځواک د قومي او سیمه ییزو شخړو او لانجو لامل شوي دی او د قومي او سیمه ییزو اوږدو دښمنيو یو بل اور د پښتنو په سیموکې بل کړي دی. له همدې امله د دښمن لخوا په افغاني ټولنه کې د اوږدو خونړیو بدیو او جنګ جګړو بنسټ ایښودل شوي دی. دغه استعماري طرحې یا پلانونه د پښتنو افغانانو ترمنځ د جنګ جګړو اوږدولو سره مرسته کړي.
سیمه ییزه پولیس سیمه ییزه ولسي وګړي تر پوزې راوستي دي، دغو سیمه ییزه پولیسو د اربکیانو په نوم د ولسي وګړو ژوند دومره تریخ کړی دی، چې دوی د خپلې سیمو او کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
په ځینو افغاني رسنیو کې لیکل کیږي. ٬٬اربکیان د لویو لارو په اوږدو کې ولسي خلکو ته د بې عزتیو اړولو سربېره له خلکو پیسې هم اخلي٬٬.
هیله ده، هغه افغانان روڼ اندي، چې د پښتني خویونو، دودونو، رواجونو او ارزښتونو ته د زړه له کومې درنښت لري او د بهرنیو پردیو تمدنونو او د پنجابي، ایراني، روسي، امریکایې او انګریزي کولتورنو د اغیز لاندې نه وي لاغلي او هغه پښتانه افغانان، چې د ننګ ، غیرت، د شرم او حیا جامې نه وي څیرلې، د افغان او افغانیت او د اسلام او اسلامیت په سیور کې د افراط او تفریط او قومي تعصب څخه ځان ژغورلې بولي او د خپل سپیڅلي دین اسلام په سیوري کې د منځلاري امت احساس په زړه کې لري.
هغه پښتانه افغانان، چې خپل پښتانه وړونه د هر ډول بدمرغې او ناخولو څخه په خپل وس او توان سره ساتل غواړي، یو ځلي بیا تمه کیږي، چې نور خپله ګټه د خپل ولس په ګتو کې ولټوي، که غواړو د اوسنیو حالاتو او ناورینونو څخه ځانونه وژغورو، مجبوریو د یو واحد ملت په توګه د خپل ملي هویت، د خپلو ملي نوامیسو، د خپل اصیل افغاني ملي کولتور او پښتني ارزښتونو څخه په ویښه ساتنه او پالنه وکړو.
خپلواک اربکیان د افغان ولس د ملي نوامیسو او د افغان هیواد څخه دفاع کړي او کوي. اربکیان د افغان ټولنه کې د افغان ولس د عزت، غیرت، میړانې او د خپلواکۍ ساتلو یو خپلواک بیړنۍ د غبرګون ځواک دی. یرغلګر او استعماري پردي ځواکونه تل د افغان ولس د خود جوشه، خپلواک ولسي پاڅونونو او بیړني دفاعي غبرګونونو څخه ویره لرۍ. د افغانانو په تاریخ کې انګریزان، پنجابیان، ایرانیان،روسان او امریکایان د پښتنو له دې ډول خپلواک غبرګونیزه ځواک څخه ځښتي ډیرې بدهې خاطرې لري. یرغلګرو تل هڅه کړي، چې د افغان باتوره ولس ملي ارزښتونه، ملي شخصیتونه او ملي هویت بې ارزښته او مسخره کړي. بهرني یرغلګر پوهیږي، چې د پښتنو د اربکیانو د لښکر و مشران سردار ایوب خان، فقیر اپیې، وزیراکبرخان، عجب خان اپریدي، میربچه خان لوګري، محمدجان خان وردک، غازي ببرک خان ځدراڼ او سلګونه نور بې نامه بې نشانه غازیان وو. افغان غاز یانو تل د خپل هیواد خپلواکې، هیوادپالنې او د افغان ولس د عزت ساتلو لپاره د اربکې په کانسپټ کې خپل سر ونه قربانیو ته راپوته کړي دي .
پښتانه افغانان د نړۍ یواځني خلک دي، چې د یرغلګړو په وړاندې د همدې اربکې کانسپټ په چوکاټ کې دریدلې دي. پښتونولي په خپله د خپلواکۍ، ریښتینولۍ او د پښتنو د ژغورلو یوه لار ده، که پښتانه خپل افغانیت خپل کړي، بلې پردي مفکوري،ایدیالوجۍ او بل پردي ځواک ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي .
د افغانانو دښمنان هڅه کوي، چې د اسلامیت، افغانیت او دافغان ولس د پت اوننګ لرغوني ارزښتونو ورک کړي، په ټولنه کې افغاني ارزښتونه ملي اتلان مسخره او سپک کړي. تر څو د افغانانو څخه د ملي نوامیسو، ملي احساس، ملي هویت، د خپل ځان دفاع مفکوره او حق واخیستل شي. د انګریزان، روسان، امریکایان، پنجایان او د ایران جاسوسانو او مزدور کړیو او رسنیو څخه اصلاً ګیله په کار نه ده، دوی قصډاً د اربکيانو په مانا او د پښتونولي په کوډکسونو باندې ځانونه نه پوهوي. د پنجاب واکدارن لکه د ایران اخوندان غواړي او هڅه کوي، د افغانانو سنتي او دودیزه جوړښتونه ګډوډه کړي، افغان کولتور ،د افغان د ژبې ترمینالوجي او د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونه لمنځه یوسي.
 
۶ . د پښتونولۍ په قانونغونډه کې د تربور او تربورګلوي کاڼسپټ
د پښتونولۍ د تربګڼې کوډکس هر پښتون دې ته هڅوي، چې د پښتنو په کليوالي چاپریال کې د خپل تربور سره په ګډه همغږې او سالمې سیالۍکې سولیز ګډ ژوند وکړي او د تر بورګلوي دوواړه غاړې یوې مدني ټولني جوړولو ته رابولي. د تربورګلوي په کانسپټ کې یو پښتون باید د خپل تربور سره د سیمې په هره چار کې او د کلي په هره ستونزه او راکړه ورکړکې ګډ ودریږي. د پښتونولي د تربګڼې کوډکس په خپله خپل ځانته یو نورم یا یونرخ لري، چې څوک تربور دی او څوک تربور نه دی. تر بور د قبیلې یو مخور غړی دی .له تربور سره په کليوالي چاپیرپال کې ځښت ډیر پام کیږي. کلي یو سیمه ییز اقتصادي ټولنیز ګد واحد دی، په کلیوالي چپریال کې کلیوال د خیرښېګڼې په چارو کې او د کلي د پرمختګ په چارو کې تربوران له یو بل سره په ګډه کارکوي.
پښتانه په کليوالي چاپریال کې د هر تربو سره په ډیر احتیاط ،درنښت او متقابل احترام کې ژوند کوي. پښتانه په مجلسونو کې په ډګر او فخر سره وایې، دا زموږ تربوران دي. پښتانه په کلیوالي چاپیریال کې د خپلو تربورانو سره په ګډه سولیز ژوند کوي .د پښتنو د تربګڼې کوډکسونه د اسلام د سپیڅلي دین سره سم یا د اسلامي شریعت د حکوم لاندې تل اصلاح او کنټرول کیږي.
پښتونولي کې تربور اکثراً د تره زوی یا د ورور زوی ته ویل کیږي. تر بورولي په مثبته مانا د ورو زامنو ته هم ویل کیږي، پښتنه ټولنه کې د تره زامن په خپلو کې مساوي او برابرحقونه لري او له یوبل سره په سوله کې ګد ژوند کوي. پښتنه ټولنه کې تر بور او تربورګلوي اکثراً د سیالۍ او دښمنۍ په مانا هم تعبیرکیږي. تربور که ښه سړی وي، د تره زوی دی، که بد سړی وي د خره زوی دی. د پښتو ژبې متل دی، چې وایي ،د تره زوي د خره زوي وي .یو پښتون د خپل تربور سره تر هغي چې د دوی ترمنځ کومه لانجه نه وي را منځته شوي، په ډیر درنښت چلند کوي. د پښتنو په ټولنه کې تربور ته په منفي مانا سیال او ان د دښمن تر پولې ورته کټل کیږي. په پښتانه ټولنه کې د دوستي او د دښمني پولې جوتې دي. د دوستي او دښمني د پولو ترمنځ د تربورولي نرۍ پوله پروته ده. دا یو پښتون پوري اړه لري، چې خپل تربور خپلوي یا دښمنوي .
د پښتنو لوی ننګیالی شاعر حمزه بابا د پښتنو د تربګتي په اړه لیکي :
رقیبه راشه چې ترمنځه تربګني کړو لرې ، هغه ظالم خو تا په ما او ما په تا سوځوي
 
یا یو بل پښتون شاعر لیکې :
څه ساده دئ دا پښتون چې تربګني کا، زه د زړه ویني څښم دئ دښمني کا
خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل، دئ لا دوو میږو ته ناست  دئ اوشپني کا  
 
۹ . د پښتونولۍ د تیږي کاڼسپټ
د پښتونولي په حقوقي اصطلاګانو کې یا کانسپټونو کې تیږه د روغي کاڼی د سولي یوې ټاکل شوي مودې یا معیاد لپاره استعمالیږي. کله چې د دوو کورنیو، دوو ډلو یا دووقبیلوترمنځ دښمني رامنځ ته شي او د بدو یا متخاصمو خواوو ترمنځ جګړه پيل شي. د شخړي مسله یا دعوا جرګې ته وړاندې کیږي، جرګه د یو ټاکلي مودې لپاره تیړه ږدي. د ساري په ډول رابللي شوي جرګه تر دوه ورځې یا یوه میاشت پوري د اوربند موده ټاکي، د دې مودې په ترڅ کې هیڅ څوک حق یا رښته نه لري، چې یوه خوا پر بلي خوا باندې تیري وکړي. تر څو د نورو دښمني تیریو اونورو جګړو مخه نیول شوي وي. ښکېلي خواوې یا دوواړه قبیلې د تیږي د ایښودلو مقرراتو مني او دتږې نرخ ته په درنه سترګه ګوري، د قبیلې هر یو غړی دا نرخ پر خپل ځان پلي کوي. تیږه د یوې جرګې د فیصلې څخه ورسته ایښودل کیږي. د جرګې پریکړه خامخا عملي کیږي، هیڅ څوک نشي کولايې د جرګې له پریکړو څخه سرغړونه وکړي .که څوک تیږه ونه منې، ده د پښتتونولۍپه یو نرخ یا نورم باندې تیري کړي دی. تیريکوونکي ته بیا د جرګې له خوا سزا هم ورکول کیږي. په بله وینا تیږه یو قومي نرخ یا نورم دی. تیږه یوه خبرتیا ده،دغه خبر یا خبرتیا مقابل لوري ته ور پیژندل کیږي .
د دعوا ګیرو ډلو ترمنځ د احتمالي شخړو او د جګړو د مخنوي لپاره یوه کرښه ایستل کیږي، دا کرښه په نامه د تیږي یادیږي. د جرګې پریکړي د تیږي کرښه په څیر پیژندل کیږي او هیڅ یوې ډلې ته اجازه نشته، چې د پولې یا کرښې څخه واوړي او د تیږه نرخ مات کړي، پښتنو کې ویل کیږي، چې په دغه دعوا کې تیږه ایښودل شوي ده. تیږه د فیصلې او او مقرراتو نوم دی. پښتانه وایې، راځئ د پښتونولي د نرخ سره سم تیږه کیږدو، چې تردې ورسته به هیڅ څوک داسي نه کوي.
 
۱۰ . د پښتونولۍ د بدرګي کاڼسپټ
بدرګه کوونکي هغي چا ته یل کیږي. چې دی د قبیلي یوغړي یا د یوې ډلې د بدرګي لپاره د بدرګې په دنده ګمارل کیږي. د بیلګي په توګه، دووې کورنې له یو بل سره دښمني لري او له یوي کورنۍ څخه یو سړی زیاتره وژل شوي دی او د بلي کورنۍ څخه یو مړی د قصاص په ډول پوروړي دی، کله چې دویني پوروړي د بلي کورني د کلي یا سیمې څخه تیریږي، طبعي خبره ده چې په ده باندې وسله وال بریدکیږي او وژل کیږي. دی د ځان ژغورلو لپاره مجبور دی، چې د بل کلي یا کلا څخه یو سړی د بدرګي لپاره له ځانه سره واخلي، تر څو دی د ویني پور اخیستونکي د کلا یا کلي څخه په خوندې توګه تیر شي. غچ اخیستونکي د بدرګه کوونګی سړی په درنښت د ویني په پوروړي باندې ترهغه برید نه کوي، تر څو چې خپل مدعي یواځی یا ګوښي نه وي لیدلي. په بدرګه کوونکې سړی باندې برید یوې بلي قومي دښمنۍ ته لاره خلاصوي.
 
۱۱ . د پښتونولۍ د همسایه یا ګاوندې کاڼسپټ
د پښتونولي په دود او دستور کې همسایه هغې ډلې ته ویل کیږي،چې خوندیتوب او امن ته اړتیا ولري. همسایګان د یو ځواکمن مخور قومي مشر په کلي کې یا د یو قومي خان کور ترڅنګ اړولي وي. همسایه په اصل کې هغه خلک دي، چې په خټه پښتانه نه دي، خو د پښتنو سره په ګاوند کې ګډ کار او ژوند کوي. د پښتونولي په اصولو کې په همسایه باندي هر ډول برید داسي انګیرل کیږي لکه چې پر ساتونکې یا امن ورکونکي سړی باندي برید تر سره شوي وي.
 
د پښتونولي د پګړي یا حشر کانسپټ
د پښتونولي په کانسپټ کې پګړه د افغاني مدني ټولنې یو زوړ او لرغوني دود دی .پګړه په ګډه یا په شریکه مانا استعمالیږي. سبا ته پګړه ده، یعني په شریکه کارکول. په کلیوالي چاپریال کې یوه ټولنیزه ستونزه په ګډه سره حل کولوته وایي. د پګړې له لارې ډیرې د خیر ښېګڼي ټولنیزه چارې په ګډه تر سره شوي دي او کیږي. په یوه پګړه کې د کلي ټولو غړو ته خبر ورکوي، چې په دغه ورځ پګړه ده. لکه د لارو جوړول، ویالې پاکول او کاریزنوکیندل، د غرنو څخه لرګي راوړل، د غنمو لو یا رېبل، د شولو کر د پګړو له لارې تر سره کیږي او یا د خټو کلا وهول هم د پګړې له لارې تر سره کیږي، کله چې د کلیوالو ویالې بندې شي سیل او یا توی وړی وي. کله چې د کلي عمومي لار خرابه شي، کلیوال په پګړه راوځي.
یا د طبیعي پیښو رامنځته کیدل لکه زلزله، سېل یا توی راوتلو له کبله پګړه یا اشر تر سره کیږي.  
کله چې د کلي نایې په ډول وهلو پیل وکړي، کلیوال په خوښه د یوې چرۍ یا کولنګ سره را ټولیږي او را منځته شوي زیان په ګډه بیرته رغوي. د پګړي غږ د هغو خلکو لپاره هم کیداې شي، چې دوی نشي کولايې یوکار په خپل یواځېتوب، بې وسۍ او نورو خنډونو له مله تر سره کړي. د پګړي له لارې د کلیوالو ترمنځ مینه، یووالي او د ولسي پیوستون اړیکي ټینګیږي. پښتانه هیڅکله د چا ښیګړه له یاده نه کاږۍ.
 
د پښتونولۍ د لونګې، پټکي، پګړۍ، بګړۍ او د شملې کانسپټ
پښتني روایاتو او اصولو کې د پګړۍ، لونګۍ یا دستار هسکه شمله د پښتنو د درناوي، پت ، عزت او ویاړ نښه نښانه پیژندل شوي ده. پګړۍ په سرکول د سنت یوه طریقه هم ده .رسول الله مبارک به تل لونګې په سر وه، پښتانه د پښتني ټولنې له دود او دستور سره سم د لرغونو زمانو څخه پټکی په سر کوي. یعني پښتانه پرته له اسلامي سنت د پښتني ارزښتونو او دودونو سره سم پټکې په سر کوي.
کله چې پښتنه ټولنه کې د قوم یومخور مشر ټاکل کیږي او یا یو مخور سړی د ښه او نیک عمل د تر سره کولوڅخه ورسته نازول کیږي، ده ته د مشر توب یا سړیتوب د قدر او عزت له مخي پټکی ورتړل کیږي .
شمله د افغان ننګ، ناموس او عزت ساتلو مانا لري. شمله د نارینه توره او غیرت دی، شمله زموږ د پلرونو او نیکونو د غیرت،شهامت او ویاړونو ګډ میراث دی، نن یو ریښتنې ننګیالی پښتون مجبور دی، د خپلو مشرانو او بابا ګانو په ننګ او اتلولي باندې پښتني غیرت وکړي. یو عاقل اصیل پښتون هیڅ وخت د جاهلیت یا د جاهلانوپه شان لیوني بې ځایه ننګ او غیرت نه کوي.
د افغان د ننګ او غیرت شمله د افغانانو په دولتي تاریخ کې د افغانانو د ټولو میړنیو پاچایانو په سره نیغه ولاړه لیدل کیږي. د لونکۍ شمله په پښتني ټولنه کې معنوی ارزښت لري. بې ننګه سړی په پښتنو کې هیڅ ارزښت نلري .لونکۍ د پښتونولۍ د ارزښتونو یوه ځانګړي ځانګړتیا ده. پګړۍ یا لونګۍ یوه سمبولیکه مانا لري. پټکي د نارینتوب نښه ده، چې د یو پښتون ایډیالي شخصیت او د پښتونولي ټول اوصفات،ننګ، غیرت، میړانه،او د اتلولي ټوله ټولګه افاده کوي.
له همدې امله په افغانستان کې افغانان له شماله تر سویله له ختیځه تر لودیدیځه ټول افغانان لکه افغان تاجکان، افغان اوزبکان، افغان ترکمنان، افغان عربان، افغان هزاره ګان لونګي په سر وي.
پښتانه لونګۍ خپلو ولسي مشرانو ته ور په سر کوي .لونګۍ پښتنو ته د پلرونو او نیکونو د ننګ، غیرت او عزت شمله بریښي. ټیکړۍ د افغاني ښځې د عزت او پت جامه بلل کیږي.
د پټکي یا لونګې ارزښت او یا د درنوالي مانا په شمله کې نغښتي ده. کله چې قومي خان ته او یا د قبیلې مخور مشر د پښتونولي په اصولو کې د پښتون ولس د ارمانو په لاره کې دریدلي وي، دی د خپل قام د شملي په نامه نومول کیږي. لونګۍ د افغانانو د قدر، عزت، ستاینې او ویاړ یو سمبولیک دود دی، کله چې پښتنه ټولنه کې د پښتنو د سیاسي مشرتابه یا د قبیلي د سپین ګیرو یا قام د مشرانو له خوا چا ته پګړي د ډالۍ په توګه ور په سر کړل شي، ده ته هممهاله یو لړ نور ټولنیز، سیاسي مسوولیتونه ور په غاړه کیږي. پګړۍ یو عزتمن، غرتمن سړی ته یا د قبیلي یو مخور پوه ځوان مشر ته ور په سر کیږي، دی باید د خپل ولس او د خپلو خلکو د مشري جوګه وي.
ښه بیلګه یې د پښتنو او د پښتونولي په اصولو کې ستر مخګښ ستر ټولواک، ستر افغان احمدشاه بابا ته د شیر سرخ د جرګې د غړو لخوا د ټولو افغانانو د مشرۍ پګړۍ ور په سر کړل شوه.
د پښتنو په سیمو کې د قران کریم د یادولو او د دیني علومو د زده کړو د سند ترلاسه کولو په ویاړ د فراغت پګړۍ تړلو غوندې جوړیږي. شمله یا پګړۍ د پښتنو د ځوانانو د ښایست او ویاړ نښه نښانه ده.
یو بې غیرته پښتون د خپل قام شمله نړوي.یو با عزته اصیل شمله ور پښتون افغان خپله پلرنۍ شمله نیغه ساتې او خپل قوم ته ننګ، نیک نوم او نشان راوړي.
پښتنه ټولنه کې نن پښتانه د لونګۍ په سرولو دود ورو ورو ویره وي . 
نن بې غیرته دښمن په خپله بې غیرته لونګۍ کې چاودیدونکې توکې ځای پرځای کوي او د روغبړ او ستړي مشې پرمهال یو بې ګنا ه ناخبره سړی په بمي لونګۍ کې الوځوال کیږي. یوننګیالی او غرتمن پښتون ته هیڅ د منلو وړ نه ده،چې دی خپل دښمن د لمنځه وړلو لپاره د لونګیو د بمې برید څخه کار واخلي.
دا هم د تعجب وړ خبر ده، چې نن هر سړی او ناسړی ته لونګۍ ور په سرکیږي. د سړی ټولنیزو اخلاقو او صفاتو ته هیچ نه کتل کیږي. او لونګۍ ور په سرکیږي.
 
خوشال خان بایا په خپله دستارنامه کې لیکي .
چې دستار تړیي هزار دي، د ستار سړي په شمار دي
هسکه شمله دې ټیټه مه شه، د پښتنو په شمله ویاړي تاریخونه .
که مې پښتو درسره نه کړه، بیا به پګړۍ د سرڅنګه تاوومه
د شملو وطن ته راشه،چې شملې درته په سر کړو، ته رڼا د ستور راوړه موږ به وینې د زړه درکړو.
 
د پښتونولۍ د خان او قومې مشر کانسپټ
پښتنه ټولنه کې په دودیزه توګه خان یو میراثي نوم او لقب دی. خوسربیره پردې ځینې د اغیزې او شتنمنۍ خاوندان کولي شي، دغه نوم ځانته د پښتونولي په اصولو کې نوی وګټي. خان د خپل ټبر یو لومړنۍ سړی ګڼل کیږي، په دې مانا پښتنه ټولنې کې د پښتني ټولنې ټول غړې مساوي حقوق اوګډ مسوولیتونه لري او خان د دوی په منځ کې لومړۍ سړی دی. د خان سیاسي او ټولنیز مشروعیت په دې کې نغښتي دی، چې دی باید خپل مسوولیت د خپلو خلکو په وړاندې د پښتونولۍ په اصولو کې تر سره کړي .خان کولې شي د خپل حاکمیت په سیمه کې د خپل اغیز له لارې خپل واک نوره پراخ کړي. خان کولي شي د کلي او د خپل ټبر د اړتیاو په پوره کولو کې پر دولتۍ ادارو باندې خپل رسوخ او اغیز وشیندي. په بله وینا خان په خپله ټولنه کې یو اغیزمن، ځواکمن منلي سیاسي شخصیت دی.
په دې ورستیو څلور لسیزو کې د خان نوم او خان سیاسي وضعیت ته ستر زیانونه اوښوتي دي. د پښتنو د خان سیستم د بیرته راژوندې کولو لپاره باید نوی خان د وفات شوي خان کورني څخه وټاکل شي. دی باید په کافې اندازه اقتصادي زیرمې ولري او په ټولو کې لومړې دی باید د پښتنو په ایډیالي انځور او دودونو پسې روان ووسي. په دې مانا دی باید یو غیرتمن او ویاړمن سړی وي. خان باید له ناندریو پرته د پښتونولي په ارزښتونو کې او د پښتنو په قبایلي کوډکسونو کې ژوند وکړي. پښتنه ټولنه کې چې هر څوک شتمن وي خان کیدي نشې، خان باید خپله شتمني او خپله پوه، خپله تجربه او خپله میړانه د خپلو ولس په ګټه کې وکاروي .
پښتنو په خپل تاریخ کې پرته له دولتي ځواکه د پښتونولي په چوکاټ کې د مشرانو،خانانو، جرګو، اربکېانو او د پښتنو د لښکرو له لارې خپل امنیت او عزت په خپله خوندي ساتلي دی.
د پښتنو د میړنتوب د ایډیالونو په انځور کې نه یواځې توره بلکې د عقلانیت یا د عقل شعوري عمل، وړتیا او ټولنیز مسوولیتونه هم شتون لري. د یو پښتون مشر په خپل شخصیت کې توره،عقل، شعوري وړتیا او ټولنیزو مسوولیتونه عملاً یو ځاې په ګډه عمل کوي یا د سړیتوب همدغه ارزښتناکه ارزښتونه په ده کې هم مهاله یو ځاې کیږي. پښتنې ټولنه کې کله چې یو پښتون له ویاړونو او اتلولۍ ډک عملونه تر سره کړي، ده د خان نوم یا د خانې لقب ګټلو مهم رکنونه پر ځای کړي دي. له دې ورسته له ده نه په افغاني ټولنه کې یو میړنۍ خان سړي جوړیدي شي. دغه میړنۍخان سړی باید د یوې سترې او ژورې پوهې خاوند هم وي، دی باید شعوري وړتیا ولري، تر څو دی د شخړو پر مهال سمې پریکړې او فیصلې وکړي. دی باید یو تکړه ویوونکې واوسي. دی باید د پښتونولي د منلي شویو نورمونو او ارزښتونو څخه پالنه او ساتنه وکړي. دی باید په میلمه پالنه کې ستر زړه او خلاص لاس ولري. دی باید اقتصادي بریالیتوبونه ولري. دی باید دې ته چمتو واوسي، تر څو په خپلو بریاوو کې خپلو پلویانو ته، خپلو میلمنو ته، د پناه غوښتونکواو د خوندي ساتنې مستحقو کسانو ته خپله برخه ورکړي .
د خان خبره او د خان مشرتوب د سیمې په ټولو غونډو،مرکو، جرګو او د خیر ښېګڼې په چارو کې مهم رول، ارزښت او خپل ځانګړي دروندوزن لر ي. خلک د خان خبرې اوري او مني، د خان واک او قدرت د ده د پلویانو په شمیر کې مالومیږي، دا هغه خلک دي چې د ده په حجره کې تل کته پورته کیږي . دغه خلک بیا له خان سره د شخړو او دعوو د حلولو په بهیر کې دریږي. خان په دوعوا کې د دې لپاره راغوښتل کیږي، چې شخړې ته نور د پای ټکی کیږدي، کلیوال خپل خان د خپل استازي په نامه هر چیري لیږي. خلک د خان څخه دعدالت، برابري او مساوات غوښتونوونکي دي، کله چې خان دغه وړتیاووې له لاسه ورکړي، دی بیا د خان نوم یا لقب هم له لاسه ورکوي .
د افغانستان د جګړو په بهیر کې خان د جنګې قوماندان له خوا په ډیرو برخو کې شاتګ ته مجبوره کړلي شوي دی، ځکه په افغاني ټولنه کې دفعتاً نویو مشرانو ته اړتیا پیدا شوه، د افغان جهاد په بهیر کې مهمه خبر دا وه، چې د پاکستان، ایران او د ګردې نړۍ څخه راروانې وسلو، پیسو او خوراکې توکي ته لاره وموندل شي. د سیمې قوماندانان مجبور شول، چې د مقاومت او جهادي تنظیمونو غړي شي.تر څو د غړیتوب له لارې سلاح او مهمات تر لاسه کړي. ځینو دودیزه خانانو داسي نشو کولي، چې د هر نامالوم سړی او هر لوري څخه پیسې او وسلې ترلاسه کړي. ځیني خانان مهاجرت کولو ته مجبور کړل شول. پښتنه ټولنه کې د خانانو تشه او د دوی موقف د دې لامل شو، چې دخانانو واک د نوي را توکیدلي جهادي قوماندانو نسل ته وسپارلشي .
 
پښتونولي او پښتنه ټولنه کې ناوړه منفي دودونه او رواجونه 
نورمونه او ارزښتونه د ګډ ژوند او انساني کړه وړه سره خورا مهمي اړیکې لري. کله چې په ټولنه کې نورم یا نرخ ماتوونکې ته سزا نه ورکول کیږي. د ټولني په وګړو کې د نورمونه او ارزښتونو بدلون ورو ورو رامنځ ته کیږي .یوه ټولنه هغه مهال خپل شتون ثابتولي شي، چې د نرخ ماتوونکې سړی ټول کړه وړه رابرسیره کړل شي. په هره ټولنه کې نورمونه شتون لري. د غه نورمونه د ټولنې د وګړولپاره د وظایفو، مسوولیستونو، اجازاتونو، ممانعتونو یو چوکاټ جوړوي.
هره ټولنه د ډیرو هراړخیزو منفي او مثبتو اړیکو او دودنو یوه ټولګه ده. دا د ټولنې د وګړو پوري اړه لري، چې په ټولنه کې کوم ارزښتنونه، جوړښتنونه او نورمونه مراعاتوي او کوم نه مراعاتوي. د نړۍ په هره ټولنه کې منفي دودنه شتون لري. په کومو ټولنو کې چې ښه رواجونه، ښه دودنه، ښې کړنې او ښې اړیکې شتون ولري، هلته خامخا ناوړه او منفي دودونه هم شتون لري. پښتنه ټولنه هم د نړۍ یوه ستر ه ورسته پاتي ستني او پرعنعنوي عقاید ولاړه ټولنه ده، چې د سمون،روزني، لارښوونې او سمبالښت لپاره ډیر لږ کار تر سره شوي.
یوه ټولنه هغه مهال یوه بریالي ټولنه ګڼل کیږي، چې په کې د وګړو فکرونه، اخلاق او استعدادونه په ښه توګه وروزل شي، ټولنه د مثبت پرمختګ په لور بدلون منونکي اوسي، ټولنه خپله خپلواکي ولري او د ټولنې خلک مسوولیت منلو ته چمتو اووسي.
د پښتني ټولنې غوڅ اکثریت ښځې او نارینه په کلیو او بانډو کې یو ډیر خوارو زارستړي ستومانه او له کړونو ډک ژوند لري، دوی د نوي نړۍ له پرمختګونو څخه لیر پاتي شوي دي، له خپلو مدني حقونو څخه نا خبره دي. پښتني ټولنه کې خلک له خپلو اسلامي حقوقو څخه هم ناخبره دي. پښتنه ټولنه کې تر اوسه د اسلام د سپيڅلي دین د قوانیونو په شتون کې او د پښتونولي د رزښتونو په شتون کې له اوږدې مودې راهیسې ناوړه او منفي دودونه په خپل قوت سره پاتي شوي دي.
پښتنه ټولنه د ناسمو دودونو او بدو رواجونو څخه ځښته ډیره کړیږي. د بیلګي په توګه په ځینوسیمو کې د نجونو د لوړ ولور ناوړه دود، په بدو کې دښځې ورکول دود او د میراث له حقه د ښځې محروميدل، داسي نور منفي دودونه، ناسمې ښکارندې، غیر شریعي کړنې د اسلامي او د پښتونولي له اصولوسره تړو نلري.
پښتنه ټولنه کې قومي مشرانو او دینې عالمانو د دې ناوړو دودونو، غیر انساني، غیرشرعي او ټولنیزه ستونزې په وړاندې تل غونډې، ویناګانې او پریکړي د یو قومي تړون په څیر کړي دي. د سر غړونې په صورت کې سرغړوونکې سړی یا کورنې ته د ناغه سزا هم ورکول کیږي. سربیره پردې سرغړوونکې په پښتنه ټولنه کې په سپکه سترګه کتل کیږي او د یو بې نرخه سړی په څیر پیژندل کیږي .
پښتني ټولنه کې د ناوړه منفي دودنواو راوجونو سره زیاتره ښځینه جنسیت مخامخ دی. پښتنه ټولنه کې غیر انساني او غیر دیني دودونه له پخوا نه شتون لري، له همدې امله پښتانه له ډیرو کولتوري محدودیتونو او ناوړه دودونو سره لاس او ګیروان دي .دغه ټولنیزي ستونزې ډیرې ژورې ریښې لري .
پښتنه ټولنه د یوې نیمي پیړۍ راهیسې د انګریزي او روسي امپراتوري د سیاسي، پوځي سیالیو او امپریالستي سیاستونوله امله قصداٌ په انذوا کې ستاتل شوي ده. له همدې امله د ښځینه او نارینه پرمخ د زده کړي دړې تړلې شوي دي. پښتنه ټولنه کې د نالوستوخلکو سلنه ډیره جګه ده. پښتنه ټولنه دپوهې له نشتوالي سره مخامخ ده . که په ټولنه کې ټول خلک په موازي ټوګه عامه پوهاوي او ساینسي پوهنې ته لاسرسي ومومي. تر دیره بریده به د ښځو او نارینوو ستونزې حل شي،په ټولنه کې به د تاو تریخوالي کچه کمه شي او د منفي دودونو مخنیوي به وشي.
پښتنه ټولنه کې پښتنو او پښتونولي دې لاندو ارزښتونه ډیرپام کړي دی. پښتنه ټولنه کې پښتني خويونو او پښتني اخلاقو ته پښتونولي ویل کیږي. هر هغه څوک چې پښتو ولري، غیرت او میړانه ولري، جرئت ولري، مېلمه پالنه ولري، پر خپله وعده او قول وفا ولري، د حق یا رښته پلویتوب وکړي، په خپل ناموس کلک ولاړ وي، د دښمن سره جګړه وکړي او یا په جګړه کې اتلولي تر سره کړي.هر انسان چې له ځانه ولسي زړورتوب وښايې، هر څوک چې د خپل ځان او د بل عزت، حیثت، انساني کرامت ته درنښت ولري او همداسي شرم او حیا ولري او کله چې یو انسان د فساد، د بداخلاقیو، بې شرمیو او بې ناموسې څخه ډډه وکړي .
همدا انسان د پښتو او پښتونولي د ارزښتونو احساس په ځان کې لري، د پښتنو په نړیوال فکر او د پښتون د شخصیت په انځور کې، همدغه سړی یوریښتني، ایډیالي افغان پښتون دی.
پښتونولي د پښتون د پاک وجدان په برخه کې وده کوي. افغانیت د سلیم عقل او پاک وجدان پر بنسټ تر سره کیږي. پښتونولي انسان له بدو عمالو څخه منع کوي او سمه لار او بده لار ورته ښیي. افغانیت یو انسان د بل انسان متقابل درنښت ته هڅوي، پښتونولي یو انسان ته یوه بېساري فردي ازادي او خپلواکۍ وربښي.
پښتونولي د یو پاک او صادق انسان په ضمیر کې وده کوي. پښتونولي همدلته په یو پاک انساني احساس باندې بدلیږي. یو پښتون انسان په دغه پښتني احساس کې ځان ځواکمن، ډاډمن، غیرتمن، خوشاله، نیکمرغه او بریالي احساسولي شي. همدغه پاک احساس په ده کې د ښه او نیکواخلاقومدیریت کوي .د یو انسان په فکرونو کې د ښه او بدو کړنو توپیر په ګوته کوي. همدغه احساس یوانسان د خپل پاک وجدان برخه کې د ښو او نیکوعملونو ته هڅوي.
د پښتنو یوبل متل دی، پښتون هغه دی، چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وایې. پښتانه په دې باور دي، چې پښتونولي د ښه انساني اخلاقو، آدابو، رواجونو، ښه دودونو او لوړو ټولنیزو خویونو یوه مدني ټولګه ده. څوک چې ظلم او ناروا عمل تر سره کوي، د بل حق خوري،بې شرمې، بې غیرتي کوي او خلک بې عزتي کوي،شر جوړوي، دی یو بې پښتو انسان دی .
د افغانیت په ارزښتونو کې یواځې پښتون نه محاسبه کیږي، بلکې د پښتونولي په ارزښتونو کې هر انسان تلل کیداي شي. د بیلګې په توګه د یوچا به پښتو مورنۍ ژبه وي. خو پښتونولي به نلري. د یو بل به پښتوژبه مورنۍژبه نه وي. اما د ده کړه وړه به د پښتونولي په اصولو کې برابر وي، د یو ریښتني پښتنون په سترګه کې د ده کړه وړه د پښتونولي په چوکاټ کې تر سره کیږي. دغه ستر با وجدانه انسان په پښتو او د غیرت په لاره کې ولاړ دی او پښتونولي ته یو ژمن انسان دی.کله چې یو انسان په خپل ځان کې مینه، محبت،په ځان باور، ريښتینولي، مساوات، عدالت، سړیتوب، شخصیت او قوي ایمان ولري .دی پښتونتوب کوي .
 
راټولونه او لنډیز :
ارزښتونه د یو ولس ژور احساسات دي او د ټولني ټول وګړي ځا ن په کې ګډ احساسوي، ټولنیز ارزښتونه ټولنیز معیارونه دي. افغانیت نه یوازې د افغان ملت د حقوقي نورمونه او ارزښتونه یوه ټولمنلي ټولګه ده، بلکې پښتنونولي د لرغونو زمانو څخه د پښتنو په ژوند کې لرغوني میراثي ایډیالوجیکي کوډکسونه دي. د پښتونولي ځینې کانسپټونه لکه لویه جرګه، مشرانو جرګه، ولسي جرګه او ملي جرګه د افغان ملي دولتونو په کورني او بهرني سیاستونو کې ستر رول لوبولي دی. د پښتونولي د فلسفي فکر اصلي تمرکز په دې ټکی باندې را څرخیږي، چې د پښتون افغان ولس د هر یو غړي شتون او عزت د ګواښ سره مخامخ دی. همداسي د هرې قبیلې او ټبر شتون او په ټولیزه ټوګه د ټول افغان ولس برخلیک د تل لپاره د افغان ولس د دښمنانو لخوا تر ګواښ لاندې دي. پښتونولي د یو اصیل پښتون افغان ایډیالي انځور او سړیتوب په مساوات، برابري او فردي خپلواکي کې ترسیموي یا په کې ښودل کیږي. پښتونولي پښتنو ته په ټولنه کې د مشرتوب، مشرولي او ولسي یووالي ته لارښوونه کوي او د یو پښتون د انفرادي ژوندکړه وړه لپاره معیارونه ټاکې .د پښتونولي دا نورمونه او معیارونه د اصیلو افغانانو لخوا د زړه له کومي په یو ډیر عالي احساس او پاک ضمیر سره پلي کیږي.
د پښتونولي اصلي منځ زړي او د ريښتینولۍ فلسفي فکر هر ریښتنې افغان پښتون ته دا ورزده کړي، چې ته، ستا کورنۍ، ستا قبیله، ستا سیمه، ستا ولس، ستا هیواد، ستا مشران او ستا پښتني افغاني ملي هویت،ملي ارزښتونه تل د پردیو له ګواښونوسره مخامخ دي. دا ستا د ننګ او غیرت ایماني دنده ده، چې د بهرني دښمن په وړاندې دفاع اوساتنه وکړي. پښتونولي د پښتنو افغانانو په ستر هیواد کې د سولیز عدالتي ګډ ژوند لپاره هر پښتون ته یومنلي شوي د لرغونو ارزښتونو یوه ستره قانونغده ده.
پښتونولي یا افغانیت د پښتني ټولنې قبایلي لرغوني ایډیالوجۍ ده . پښتونواله یا پښتونولي پښتنو ته له پلرونو او نیکونوڅخه، له یونسل څخه بل ته، په شفري، شفاهي اوشعري تحریري ډول په میراث پاتی شوي ده.
د پښتونولۍ د پوهې اصلي ماناپه دې کې ده، چې دغه انساني پوهه د انسانانو پر کولکټیفي سالمه ګډه پوهنه باندې راڅرخیږي. پښتونولي له پیړیو پیړیو راهیسې پښتنوته په پښتنه ټولنه کې د ټولنیز امن اونظم ، ټولنیزعدالت، عدم تشدد، د سولیز ګډژوند په لور هدایت او لارښوونه کړي ده .
پښتونولي د پښتون افغان ولس د ملي یووالي او ملي دولتونو ایډیالوجیک بنسټ ایښودلي دی.
پښتونولي د لرغونوزمانوڅخه د سوکاله، خوشحاله ټولنې لپاره د باوجدانه با ضمیره انسانانو یوګډ فکر دی.
د لویدیځ ټول مخورو نامتو ښاغلي څیړونکې د پښتنو افغانانو د پښتونولي یا فلسفي حقوقي فکر څخه لږ یا ډیر یو ډول انځور او پوهنه اخیستي ده.
پښتونولي یا افغانیت په لوی افغانستان کې د ننه او بهر یا په ګرده نړۍ کې د درست پښتون افغان ولس د سړیتوب یا د شخصیت یوایډیالي انځور په څیر پیژندل کیږي.
مسلمان پښتون مجبور دی، چې د پښتونولي مثبت ارزښتونه او نورمونه په خپله پر خپل ځان باندې تطبیق او پلي کړي .د پښتونولي اصول په ډیر قوت سره د پښتون افغان ولس په ملي هویت، انفرادي کرکتر او کړو وړو باندې راولاړل شوي دي. د بیلګې په ډول د پښتونولي په حکم او قانون کې سړی له خپل سره څخه هم تیریږي او دا نه مني، چې له پښتي یا پښتونولي څخه ویستل شي. پښتنه ټولنه یوه هویتي دودیزه قبیلوي رنګه ټولنه ده .
د افغانانو تاریخ او د پښتونولي په اړه د نړۍ په تاریخي کتابونو کې او د نړیوالي مدني ټولني هر توکمپوه ،ټولنپوه او حقوقپوه په خپلو لیکنو او څیړنو کې د پښتونو د لرغوني انساني ټولنیزو نورمونو څخه په عزت او درنښت یاده ونه کړي ده. دوی اقرار کوي، او وایې، پښتني ټولنه له پخوا نه کومه ابتدایې، ساده،اسانه یا پریمیتیف ټولنه نه وو.
پښتونولي یا پښتون اوسیدل دودیزه قومي قانون دی، چې یو پښتون بایدپه څه ډول په ټولنه کې یو پښتون واوسي. ځکه هرڅوک پښتون کیدي نشي، په لومړي سر کې پښتونولي د پښتونو د عزت کوډکس دی، عزت او ننګ د پښتون یوه ستره انساني معنوي شتمنۍده .په پښتونولي کې خپل سري عمل او یا پریکړه نشته، هره پریکړه جرګې ته د پوره واک ورکولوڅخه ورسته  ټاکل کیږي، د جرګې فیصله د قومي لښکر له خوا خامخا پلي کیږي.
په افغانستان کې پښتانه نه یواځې تر ټولو ستر توکم دی، بلکې پښتانه په نړۍ کې هم د شمیر په پرتله یوه ستره قبایلې ټولنه جوړوي. په عمومي ټوګه حده اقل پښتانه په ایډیالې انځور کې خپل نارینتوب په برابري، مساوات، فردي خپلواکي کې ښیې. دا د دې لامل کیږي، چې یو پښتون هیچ وخت بل څوک پر خپل ځان نه منې او دغه حالت بیا په خپله کړکیچونه رامنځته کوي.د شخړې او تاوتریخوالې او زور زیاتي کچه راتیټولو یا د کړکیچ د حلو فصلو دټولنیزو ستونزو لیري کولو لپاره د پښتنو جرګه یا مرکه د خبرو اترو د یو پلټفورم په څیر په اختیار کې لري.
د څو لسیزو جګړو، ترخوتجربو، کډوالیو، ټولنیزو او اقتصادي کمزوتیاو زموږ په افغاني ټولنه کې بنسټیز بدلونه راوستي دي. د څلویشت کلني جګړو په ترڅ کې د پښتنو د لرغوني دودونو او ارزښتونو ترمنځ اعتماد او اعتبار ډیر سخت او د پام وړ اغیزمن شوي دی. په خواشیني سره څوک د جرګو پریکړو ته سر نه ږدي .
په افغانستان کې بېرنیو حالاتو، خوارځواکیو، ناامنیو، جنګ جګړو،د مخدره توکو دولت، په دولت کې مافیایې کړي، ادارې فساد، د عدالت او بې پرې قضایې اورګانو د نشتولي له امله ډیرې خلکو یو ځل بیا خپلو دودیزه کلیوالي، کورنۍ او قبایلي ارزښتونو ته مخ وراړولې دی. دا د پښتنو د زرګونو کالونو قومي اصول دی. په ځینو پښتني سیموکې د جرګو او مرکو واک او اختیار د پردیو پنجابي، عربي ،اوزبکو او چیچینایي سختدریځه اسلامي بنسټپالو په واک کې ورغلي دی. دوی د نا پوهه قوماندان ملا په اشاره د پریکړو واک له قومي پښتنو مشرانو، خانانو څخه د جهاد په مهال اخیستي دی، دوی له سختدریزه سیاسي اسلامي فکر څخه په پریکړو کې کار اخلي.
موږ ټول په دې ډیر ښه پوهیږو، چې ډیرو خلکو د اسلام له سپیڅلۍ نامه او قانون څخه په پوهه او یا نا پوهي کې ناوړه ګته اخیستي ده .همداسي د پښتونو په څوزره کلن نه لیکل شوي قانون کې غیر انساني، غیر اسلامي او غیر مدني افغاني دودونه په پوهه او یا ناپوهي کې ورګډ کړل شوي دي. هر غیر انساني، غیر اسلامي او غیر افغاني عمل له پښتونولي سره تړو نه لري. هغه یو جنایې جرمي عمل دی، پښتانه یې نه مني . د جرګو پریکړې چې په ډیرو کې د پښتونولي له حقوقي نورمونو څخه کار اخیستل کیږي، د کلیوجرګوال، چې حقوقي زده کړي نلري. د بشري حقوقو څخه ناخبره، د کمي تجربه خاوندان دي او د کم عمر خلکو په لاس کې دي. دوی د پښتونولي اصیل مدني، انساني، افغاني توکې او بلاخره د پښتونولي په فلسفه، ټولنیز عدالت، اصولو او مقرراتوباندې سم نه پوهیږي، پریکړي او فیصلي د زورو او شتمن سړې په ګټه کوي. طبعي ده، چې دا پریکړي او فیصلي د پښتنو د منلو وړ نه دي. له همدي سره د پښتونولي ارزښتونه خلکو ته بي ارزښته کیږي او پریکړې نه عملي کیږي. دغو بې مخو بې سټو پریکړو او فیصلو زموږ افغاني ټولنه له نورسیاسي،ټولنیزو، حقوقي، نویو خپلمنځې تریګنیو، دښمنیو اوکړکیچونو سره مخامخ کړي ده .کله چې تاریخ ، کولتور ټولنیز اخلاق، مورال، لرغوني دودیزه ارزښتونه او مخورتجربه لرونکې قومي مشران لمنځه ولاړ شي، په ټولنه کې یوه تشه رامنځته کیږي. ټولنیزه وفاداري اعتماد او اعتبارلمنځه ځي ،یواځي د زور او زر یا د مادیاتو کولتور په ټولنه کې حاکم کیږي .
هیله ده، د افغانستان پوهنتونونه د ژبواو دبیاتو، ټولنپوهني،د تاریخ او فلسفي پوهنځې هیوادپال افغان محصلین په دې برخه کې پوهنتوني، پوهنیزه څیړني وکړي او ورسره د افغانستان قانون جوړونکې اورګانونه د پښتونولي ځیني نورمونه د نوي مدني ټولني د قانون په چوکاټ کې له سره ولیکي او د غیر انساني،غیر اسلامي او غیر افغاني، له ویري ،نفرت اچوونکو او دښمنیو، تربګنیو ډکو پریکړو، فیصلو مخه ونیول شي.
هیله ده، په ګران افغانستان کې پوهنتوني ځوانان د دې مهمي موضوع په اړه نور دقیق او مؤثق اسناد ومومي او ښې څیړني تر سره کړي .
هیله ده، چې د پښتونولي دغه نالیکل شوي قانون د یوي رسمې او موتبرې مرجع له خوا ولیکل شي. او په یو  ملي زیرمتون کې خوندي وساتل شي.
د دې اوږدې لیکنې د لسمې ورستۍ برخې په پای کې زه له درنولوستونکو څخه بښنه غواړم، که څه هم ما تر خپله وسه د کور، کار او زموږ د ټولنیزو ژوند د ځانګړو ستونزو سره سره هڅه کړي او په دغه لیکنه کې ما له بیلابیلو بهرنیو څیړنو،ژباړو او کورنیو منابو او آثارو څخه کوم چې ماته په لاس راغلي استفاده کړي ده. ښایې په دې لیکنه کې ډیرې املایې، انشایې تیروتنې او تخنیکي نیمګړتیاوې شتون ولري. دا یوه جوته خبر ده، چې زه په دې نیم توانیدلي، د پښتونولي په اړه ټول مالومات راټول کړم او په سمه ټوګه د یو پوهنتوني استاد تر څارنې لاندي ولیکم، زه پوهیږم داسي یوه څیړنیزه لیکنه د یو سړی کار نه دی. دا کار د یوې علمي ډلې کار دی. تر څو هر اړخیزه ژوره علمي څیړنه وکړي. ما په خپل توان سره هڅه کړي، چې زه د یو مسلمان افغان په توګه خپله پښتونولي افغانیت په څه ډول پیژنم، ما د یو نه پیژندل شوي او نه څیړل شوي او له پامه غور ځیدلي پښتني سمندره یو څو څاڅکي را پورته کړي دي .
 
پای

 

-
بېرته شاته