(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلواکۍ او غـلواکۍ جګړې

[17.Jan.2016 - 06:19]

د خپلواکۍ او غـلواکۍ جګړې د جنرال وزیري او مُلا کاتب په کتابونو کې
ډاکتر رحمت ربي ځیرکیار

«تـذکرالانـقـلاب» د ملا فیض محّمد کاتب  هزاره( ۱۸۶۲/۶۳تر ۱۹۳۱) وروستنۍ لیکنه ده چې د  بچه سقو  په  ګـډوډۍ را چاپیـره ده او د علي احمد امـیري په زیار د جـرمني په کُلـن ښـار کې په ۳۸۸ مخونو کې خپـره شـوې ده. زه ځیرکیارچې د کتاب سرلیک ته کسم، داسې  بریښي چې «انقلاب» به د ګډوډۍ یا بغاوت معنی لرله. ما دغه کتاب نه دی لوستلی، بلکې په دغه اړه مې په «ټول افغانستان ویبپاڼه» کې د پـوهـانـد محّمـد اعظـم سیسـتاني لیکـنه لوستلې ده: «تکـمله ای بر کتاب: حبیب الله کی بود، عیاری از خراسان یا دزدی از کـلکان؟» کور دې د امیري او سیستاني اباد وي چې یوه کتاب خپور کړی دی او بل یې لڼډیز! سیستاني لیکي چې کاتب هـزاره د دغه کتاب په مسـوده کې (له ۱۹۲۸ نه نیولی د ۱۹۲۹ د اګیـست د ۲۳ نیټـې پـورې) د امان الله خـان د واکمنۍ (۱۳ اپریل ‎۱۹۱۹تر جنوري ۱۹۲۹) د وروستنیو شیبو او ورپسې  د بچه سقوۍ پیښې خوندي کړې دي. خو د بچه سقوۍ  د پاتی ۵۰ ورځو پیښې یې نه دي خوندي کړې.[ مکچیسني او طرزي په ګډه بریښناییزه لیکنه کې کاږي چې ملا فیض محّمدکاتب خپله ذکر شوې لیکنه د بچه سقو له ماتې وروسته پیل کړې وه].ځیرکیار
R.D. McChesney and A.H. Tarzi,”Fayz Mohammad Kateb”[Iranica.
 
بچه سقو د کاتب هزاره په «تذکرالانقلاب» کـې
د پوهاند سیستـاني  د لـڼډیز په اړه
 
ملا فیض محّمدکاتب  د شوربازار مجددیان « د دین لاروهونکي، د ایمان غله او د هیواد ویجاړوونکي» ګڼلي دي.د ۱۳۰۷ د مرغومي/جدي په ۲۴(۱۴ جنوری ۱۹۲۹)، د سیستاني په وینا امان الله خان د «...قریب صد لک(ده ملیون) پوند انګلیسی» سره د کندهار په لوري و خوځید.
بچه سقو حبیب الله کلکاني « اسیران را زنده قطعه قطعه کرده و رؤس  کشتګان را بر خلاف آئین بشریت و شریعت خاتم مرتبت به اتش سوخت و بر سر چوب زده، در بازار ها ګردش داده، و نیز به دار، به ګوش یربریده، میخ آهنین کوفته می اویختند. و هم اسراء را لای ولجن به رو مالیده در بازارها تشهیر میکردند.» د کتاب ۱۷۰ مخ. سقاویانو د هغو جلکیانو د نومونو لیست پیدا کړ چې د امان الله خان په مهال به ښوونځی ته تللې. هغو ی ته یې وویل چې مجورې دي د «یو کوهستاني یا کوهدامني غل» سره واده وکړي. له بچه سقاوۍ نه د کابل د خلکو د نفرت په اړه کاتب کاږي چې :« از سوء کردار و رفتار اعیان و افراد قشون او (پسر سقاء) نسبت به عامهٔ خلق از زن و مرد و دختر و پسر و غارت مال و ارتکاب به فسق و فحشاء تمامت مردم از او رویګردان و مایل امان الله خان شده، از دل و جان خواهشمند وصول اویند.» د سقاوي پلویانو په اړه ملا فیض محّمد کاتب لیکي: « د هغـوی د وحـشت او بـر بـریت د بـیان لـپاره کـلِمې نشته. هغـوی تـه یـواځې د مسلمانانو او دولت تـبـاه کـوونکي ویـلـی شــو. امیرحبیب الله کلکاني چې هرڅومره فرمانونه صادر کړي دي او ځان یې پکې د رسول الله د دین خادم معرفي کړی وي، یواځې د خلکو د غولولو لپاره دي.» د ۱۳۰۸ د وري/حمل په ۱۹(۸ اپریل ۱۹۲۹)،  کلکاني حبیب الله  په دلکشا ماڼۍ کې د کابل خواصو، سپین ږیرو او اعیانو، او د لوګریانو او شینوارو په وړاندې په امان الله خان تور لګولی و چې له اسلام نه یې مخ ګرځولی او کافـر شوی دی ځکه چې د افغانستان د تاریخي دورو بوتان یې پـه مـوزیم کې ساتلي وو، او نـور «عـموم ملت و رعـیت و سکـنه افغانستان» پـه زور سـره «بت پرست کوي.» بچه سقو کلکاني حاضرینو ته بتان او مجسمې ور په ګوته کړې: «این است معبود های او که به چشم سر می بینید. و دو سه روز قبل آنها را به شنواریان نیز نموده بود و ایشان دست  او (بچه سقو) را بوسیده به زبان افغانی (پشتو) ګفتند :٫٫قربان دی سم،بیشک ته پادشاه د اسلام او او بت شکن یی!٬٬ و این نمایشات در قلوب عامه که از علم تاریخ و ادیان بی خبر بودند، موثر مینمود.» ۱۹۲۹تر ۱۳۱ مخونه.
ملا فیض محّمد کاتب ۵ ورځې وروسته کاږي چې: حبیب الله کلکاني د هغـو کوچیانو مشران چې د کابل شاوخوا په څړځایونو کې اړولي وو، «رسما راوبلل» او وینا یې ورته وکړه: «ملت عزیزم! امان الله خان کافر شده بود  و هزاره که خود شما میدانید، کافر است. اکنون کافر معین و یاور کافر شده، میخواهم شما مسلمانان خون هزاره را از آن من و مالش را بهرهٔ خود دانسته، دمار از روزګارش برارید.» ۱۳۸ مخ
«خادم دین رسول الله» د خپلې غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په نیمایي کې ( ۱۵ ثور ۱۳۰۸لمریز/ ۵ می ۱۹۲۹) امان الله خان ته په الوتکه کې لاندې لیکلې وړاندیز ورولیـږه: «من ترا نسبت کفر میدام، اکنون از کثرت خون ریزی مسلمانان، من کافر شدم، اګر سمت شمالی را به من واګذاشته، امان جان دهی؛ دیګر خونی نریخته پیرامون قتال و جدال نګشته، تخت امارت را فروهشته به تو سیارم[سپارم؟] به شرط آنکه اهاالی شمالی از ایذا و ازار انتقام کردار خود مامون و محفوظ و مصئون باشند.» ۱۷۴ مخ 
ملا فیض محّمد کاتب نه یواځې دا چې د هغه مهال د افغانستان په شډله ټولنه کې د امان الله خان په بدګڼو پسې اړم شوی دی او د هغه مهال  په کلتوري او اداري نیمګړتیاوغږیـږي، بلکې د امان الله خان د واکمنۍ ښیګڼو ته یې هم ګوته نیولې ده: «خدمت بزرګی نسبت به مملکت و ملت افغانستان از قبیل حصول استقلال و معاهدات با دول معظمه و تاسیس مکاتب علوم و فنون متنوعه و حاضر آوردن اقسام ماشین ها و فابریکه های صنایع نفیسه و اشیای مستظرفه وغیره و غیره نمود.» ۴۹ مخ. [دغه ډول اَڼـډول دریـځ  د هیواد نامتو ژورنالیست محی الدین انـیس هم په خپل کتاب «بحران و نجات» کې نیـولی و.] – ځیرکیار
فیض محّمد کاتب د ۲۶ وري/حمل ۱۳۰۸(۱۵ اپریل ۱۹۲۹) د پیښو لاندې کاږي چې سقو ځوی « د افغان او المان د تجارتي شرکت مشر موسی خان قندهاری د اووه تنو نورو قندهاریانو سره د امان الله خان وژلو ته هڅولی و نوید عطای زیادی ایشانرا تطمیع و مامور کرد که او را هلاک سازند.» ۱۴۳ مخ. [زه نه پوهیـږم چې دا متن به ټول اقتباس وي، که د دغه اقتباس شوي متن په څنګ کې به نور متن هم وي چې د موضوع سره اړوند ولري؟. زه به فرض کړم چې ذکر شوی اقتباس به  د امان الله خان د وژنې د پلان په اړه د بچه سقو یواځینۍ وینا وي. امان الله خان وروسته له دې چې  کابل پریـږدي، په کندهار کې یې نږدې څلور میاشتې تیرې کړې، خو ژوندی پاتي شو. یعنې د بچه سقو هڅې نتیجه ورنکړه. موسی خان خو به د دې مسئول نه وي چې بچه سقاو دې ورته د امان الله خان د وژلو وړاندیز کړی وي؟ دغه شان، د موسی خان زوزات هم د دې مسئولیت نلري چې پلار ته به یې سقاوځوی ذکر شوی وړاندیز کړی وي، خو داچې زورات یې په پلان شوې فاجعه کې فعاله برخه اخیستې وي. موسی خان او زابلي د شلمې پیـړۍ په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان مخکښ پانګه والان وو. د منطق له مخې، پانګه والان په خپل چاپیریال کې سولې او پرمختـګ ته اړتیا لري، نه ګډوډۍ او بې امنۍ ته. زه د موسی خان د کورنۍ سره هیڅ ډول تجارتي، مشورتي، سیمه ییز، قومي...یاد خپلوۍ اړیکې نلرم.]- ځیرکیار
ما ځیرکیار د یو چا سره زما د دې دریځ او پو ښتنې په اړه یو لڼډ بحث وکړ: هغه معلومات چې ملا فیض محّمد کاتـب هـزاره (سره د ډیرو روحي او جسمي مشکلاتو) د نهه میاشتنئ غلواکۍ په مهال او په اړه را ټـول کـړي دي، د خپل هیواد د راتلونکي نسل لپاره یې غټ معنوي او تاریخي خدمت کړی دی. نه پوهـیـږم چې د هغـه مهــال منــورینــو بـه ولې د ملا فیض محّمد کاتب هـزاره په شان د غـلواکۍ (بچه سقاوۍ) له کـړانـدو نه څـپــوڼی لــرې کــړی نــه وي؟! دوست مې را ته وویـل چې ځیـنې منـوریـن  د غـلـواک (سقـو ځـوی) په «ټولنیزه طـبقه او/یا عـیارۍ» را چاپیـر وو او له دې امله یې شعـور د امان الله خان د پرمختګیـز سیاست او د امیر بچه سقو  «د طبقې او/یا عیارۍ» په مینځ کې یرغمل شوی و – ۱۱ جنوری ۲۰۱۶=۲۱ مرغومی/ جدی ۱۳۹۴
زما دوه کتنې: زه ځیرکیار  د منلي علی احمد امیري او پوهاند اعظم سیستاني د زیار او علمي خدمت ډیر مننـدوی یم. زه غـواړم په دوه ټکو  نوکې رڼـا واچوم
(۱) انګریز کرنیل لورینس( ۱۸۸۸تر ۱۹۳۵) د ۱۹۲۸ د سپتمبر له ۱۳ (۲۲ سنبله ۱۳۰۷) راهیسې په سرحدی سیمه میرامشا کې په یو کوچني هوایي ډګر کې د یو کوچني مامور په څیر لګیدلی و. میرامشا  په شمالي وزیرستان کې د افغانستان له پولې نه ۱۰ میله(۱۷ کیلومتره) واټن لري او په افغانستان کې  نږدې ښار ورته خوست و. زما د معلوماتو له مخې لورینس به شینوارو ته نه وي تللـی. که سهوه مې کړې وي ، بخښنه غواړم
(۲) ښوواند سیستاني کاږي: «هیچ قوم و طایفه ای مثل قوم هزاره و مردم وردک و لوګر وتګاب، و اقوام درانی  و میرزمانخان کنری در افغانستان از امان الله خان حمایت نکردند و مثل آنها مورد خشم و سرکوبی  و قتل سقویان قرارنګرفتند. و در میان خانواده های وابسته به امان الله خان، هیچ خانواده ای مانند خانواده نادرخان و وابستګانش از سوی پسر سقو مورد استهزاء و استیذاء و هتاکی  و بی باکی قرار نګرفته اند.» زه ځیرکیار د دې اقـتباس سره مشکل نلرم ، خو غواړم  چې دغه ارزون نور هم ارت کړم او د وزیرستان د میـړنیانو په سرتیرتیاو لږه رڼا هم واچوم، په هغو میـړنیانو چې تر دې دمه د خپلو غرونو سیالان پاتی شوي دي، یعنې بګیلیان نه دي
له انګریزانو نه د ټول افغانستان د خپلواکۍ لپاره د وزیرستان میـړنیانو له بل هـر چا نه زیاتې او کلکې قربانۍ ورکړې دي او ورکوي یې. د افغانستان د ویشلو له تړون (ډیورند تړون ۱۸۹۳) نه دوه کالونه وروسته په ۱۸۹۷ کې د وزیرستان په مدخیلو کې د رټلي ډیورند تړون په ضد کلک ولسي پاڅون راولاړ شو او د یو کال په ا وږدو کې له وزیرستان نه پکتیا، څمکنیو، خیبر اپریدیو، ملکڼډ، مومندو، ساپـیو،شینوارو، باجوړ، دیر او چترال ته ورسید. د وزیرستان ولس تل د ټـول افغانستان د خپلواکۍ لپاره راپاڅیدلی و، نه د نیمګړي اوسني افغانستان د خپلواکۍ لپاره!  
 
د جـنرال وزیـري کـتاب
(۱) «ناولی تړون» ۱۹۱۹: د وزیـرستــان ولـس پـه دواړو جګړو (۱۹۱۹د خپلواکۍ جګړه؛ ۱۹۲۹ د غـلواکۍ/بچـه سقاوۍ جګړه) کې ټاکونکی رول لـوبـولی و. د وزیرستان نومیالی عسکري او ولسي شخصیت یـار محّمد خان وزیـری(۱۸۷۱تر۲۶اګست ۱۹۷۲) د خپلواکۍ په جګړه کې ولسي غـوڼـډ مشرو او د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په جګړه کې ولسي جنرال و. هـغـه امـان الله خـان تـه ګـران و. جنرال یار محّمد خان وزیری په خپل کتاب کې د خپلـواکې د جګـړې په اړه داسې لیکلـي دي:«زموږ د سیمو تقریبا دوه زره» غـازیان شهـیدان شـول. خو«د خپلواکۍ د جګړې نه وروسته زموږ برخه لیک» بیا هغسې پاتی شو چې د عبدالرحمن خان او انګریز تر مینځ د «ډیـورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او[موږ] یو ځل بیا د رودونـو وینو تویــولو نــه وروسته د ښمنانو ته لاستړلي وسپارل شو.» په داسې حال کې چې غـازیان د جګړې په ډګرکې بـرلاسي وو او انګـریزان ځغـاستې او ماتې ته اړکـړل شوي وو، غازیان اریان وو چې ولې به امــان الله خان د مغـلـوب غـلیم ســره د اوربــنـد وړانـد یـز مــنلی وي؟!  د اوربند پیشنهاد «بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره وکړي» ومنل شو. د ۱۲۹۸لمــریز(۱۹۱۹ زییــز) د خپــلواکۍ په غــزا کې « زموږ سیمې بیا د متارکې په پـریکړو کې د افغاني او فـرنګي[انګـریز] هیئـتونو له خوا په فــرنګیانو پورې وتــړل شــوې او زمــوږمجاهــدینــو له نظــره دا دریــم نــاولی تـــړون و.» فرنګیان د تودې جګړې په مورچل کې « زموږ له لاسه مغـلوب شوي وو، او دې لره تیار وو چې دغالب قـوت ټـول شرایط په ځان ومني.» یار محّمد خان وزیری د خپلواکې د جګړې په مهال ولسي غوڼډ مشر و. د ټل نظامي مرکزد وزیرستان لښکر ونیو او بیا یې ورته محمد نادرخان راوباله چې په «رسمي» ډول یې فتح کړي. د خپلواکۍ په جګړه کې د وزیرستان، کندر، ګوملې او ژوب ولسونو برخه اخیستې وه، او د « فرنګي او ګورکه پوځیانو څخه تر پـینځه پنځوس [۵۵] نه زیاتې پوځي چوڼۍ  او مرکزونه يې د دوه اونیو په اوږدو کې فتح کړل او د فرنګي او ګورکه پوځونه مو تر ډیره غازیخان او ډیره اسماعیل خان پورې په څټ وتمبول.‎ د وزیرستان، ژوب، ګوملې، او کندر د ولسونو مشرانو او هم د افغانستان حکومت» دومره پوځي وسایل نه لرل چې د فرنګي او ګورکه د ستر پوځ په مقابل کې وجنګیـږي. د دوه اونیو په جګړه کې فرنګیانو د ذکرشووسیمو تقریباَ دوه زره (۲۰۰۰) پښتانه شهیدان کړل. د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې «که د کندر، وزیرستان، ژوب او ګوملې  قهرمانان مشران او ننګیالي مجاهدین  د اعلیحضرت امان الله خان په خوا کې نه وای دریدلي نو په یقین سره د فرنګي او ګورکه پوځونه به تر کابل پورې رسیدلي وای ....د فرنګیانو هم دا هدف و نو ځکه یې د افغانستان  پولو ته » ګڼ شمیر پوځونه راو لیـږل. د وزیرستان ، ژوب ،ګوملې، او کندر په جبهو کې د ۶۳ (درې شپېته) «رښتینو قهرمان جرنیلانو او کرنیلانو» نومونه ښودل شوي دي.. نږدې اتلس زره (۱۷۷۰۰)انګریز او ګورکه پوځونه وژل شوي وو. ۸۷  تر۸۹، ۹۱تر ۹۵ مخونه. د خپلواکۍ جګړه د پښتون ملت په وینو ګټل شوې وه، نه داچې بری د انګریزانو له خوا محّمد نادر خان ته وربخښل شوې و! چا چې د  خپلواکۍ او غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په اړه د ولسي جنرال یارمحّمد خان وزیري کتاب نه وي لوستلی، قضاوت به یې برسیرن (سطحي) وي. 
د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په مهال، یار محّمد خان وزیری د وزیرستان د خلکو ولسي جنرال و او دجګړې ټول نظم د ده په لاس کې و. محمد نادرخان او وروڼه یې ده ته اړ وو، نه سرچپه!بچه سقاو د کابل په ارګ کې تر هرچا وړاندې د جنرال یارمحّمد خان وزیري په لارښودنه د وزیرستان د جنګیالیو له خوا محاصره شوی و. بیا شاه ولیخان له چهلستون نه، او څلور ورځې وروسته جنرال محّمد نادرخان له پکتیا نه راورسیدل. د خپلواکۍ له جګړې وروسته یار محّمد خان وزیرستان ته نشو ستـنیدلی. ا مان الله خان ورته  د ده د خدمتونو په بدل کې ده او د ده نږدې ملګرو ته په شاه جوی (پخواني لوی کندهار) کې زمکه ورکړه. امان الله خان چې د اروپا له سفر نه راستون  شو، د ده کورته ورغلی. محّمد نادرشاه، د هغه وروڼو او محّمد داود خان ته هم ډیر ګران و. د جنرال یار محّمــد خان وزیـري د خاطـروکـتاب په روانه ژبـه لیکل شـوی دی، نیټې او د خلکو او ځایونو نومونه  پکې خوندي شوي دی، او زما په آنـد دافغانستان د خپلواکۍ اوغلواکۍ د جګړو د څیـړنې او په جګړه کې د پښتونولۍ  د استعمال د پوهـیدنې لپاره حتمی دی: جرنیل یار محّمد خان وزیری، د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ. خپروونکی: د افغانستان د کلتوري خدمتونو اداره. پـیښور، پښتونخوا. چاپځی: ملت پریس، لاهور، ۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۰زییز کال. ټولټال ۳۸۵ مخونه. زه له ډاکتر یحی رشید نه ډیره مننه کوم چې ماته یې خپل غني کتابتون راو وښود او د جنرال یار محّمد خان وزیري کتاب یې ماته د لوستلو لپاره راوسپاره. ځیرکیار 
 درې افغـان جنرالان د ډیورند د سـرحد په لــوري وخــوځـیدل: د ۱۹۱۹م د می په ۳ صالح محّمد خان ډکې ته ورسید، د می په ۵ عــبدالقدوس خان د کلات-غلزای/کندهار په لوری وخوځید او محّمد نادرخان د می په ۶ د پکتیا پـه خوست کې دیـره شو. د وزیرستان ټولو مشرانو او عالمانو پریکړه وکړه چې د ۱۲۹۸ (۱۹۱۹) د ثور د میاشتې په لومړیو کې به  په واڼـه کې د مـلا همزالله اخـوند په کلي (اشکې) کې په ډیر پټ ډول راجرګه کیـږي چې انګریزان پرې خبر نشي. د اشکې په تاریخي او پټه غوڼډه کې لاندې مشرانو او دیني عالمانو برخه لرله: له وزیرستان نه همزالله اخوند د اشکې قاضي، انګور خان، شیرمحّمد خان،دلبازخان،هفتي خان،قایم خان قاضي، ملا زنګي خان، زرمعین خان،ملک ګل خان، سید خان، ملک رقیم شاه خان، مشرف خان او پایو خان؛ له مسیدو نه ملا فضل الدین اخوند(د ملا پـونده اخوند ځوي)، ملک موسی خان، قطب خان،قاضي صاحب او امیرشاه خان قریش؛ له کاکړو نه سردار حسن خان، اخترمحّمد خان  مندوخیل او سردار قایم خان؛ له سلیمانخیلو نه ملک فتح خان او نواب خان؛ له خروټو نه نعمت الله خان خروټی، او د کندر له سیمې نه پخپله  لیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری. خو د انګریزانو د نظام په دننه کې، غازیانو داسې اشخاص لرل چې غازیان او مشران به یې مخکې له مخکې د انګریزانو په پلانونو خبرول –[ دیته په  سیاست کې «پنځم غـوڼـډ»/ ستونِ پنجم وایي]. په دغه پنځم غوڼـډ کې دا سړي شامل وو: عصمت الله خان میجر صوبدار، پت خان میجـر صوبـدار، تریـن خان جـمعـدار، مـشـوخان مـیجر صـوبـدار او اجمیـر خان مـیجــر صوبـدار.
سردار شاه ولي خان د یو شمیر کابلي پوځیانو سره له ګردیز نه اُورګون ته راغی، په دئ هیله چې که د کـندر، ګـومل، ږوب(ژوب) او د وزیـرستان د ولس جهـادي چارې پــه خپل لاس کې ونیســي. نږدې ۱۰۰ کلن مشر ملا همزالله خان اخوند اورګون ته بیا هغه جرګه ولیـږله چې ګردیز ته یې سپه سالار محّمد ناد خان ته ليـږلې وه (انګورخان،امیرشاه خان، عبدالله جان خان، سلیم خان،شیرمحّمدخان، قطب خان،دنـډخان او مشرف خان) او هلته یې د شاه ولیخان سره هـم پیژندګلوي شوې وه. جرګه ګۍ د اورګون په پوځي چوڼۍ کې د سردارشاه ولیخان سره لیدنه وکړه اوهغه یې په دې پوه کړ چې په وزیرستان او شاوخوا سیمه کې د فرنګیانواوګوره پوځیانو نه د چوڼیواو مرکزونو نیول « زموږ د ولس په ذمه دی.» دلیل یې دا و چې د وزیرستان او ګاوڼډیو سیمو خلک خپله سیمه ښه پیژني،. شاه ولیخان ته یې ورزیاته کړه چې «د نیول شوو چوڼیواو مرکزونوساتنه به موږ کابلي پوځ ته سپارو او زموږ مجاهدین به په وړاندې ځي، تر څو چې فرنګیان د پنجاب او ملتان نه تیر کړي.» شاه ولیخان د جرګه ګۍ سره «هرڅه منلي وو.» د محّمد نادرخان پلان داو چې په افغانستان باندې د انګریزانو د تیري او پرمختـګ د مخنیوي لپاره د خوست، ځاځیو او اورګون درې جبهې مهمې وې. د محّمد نادرخان سره دا اندیـښنه وه چې د جګړې په پیل سره به انګریزان په افغانستان برید وکړي «لکه څنګه چې په ننګرهار او کندهار کې د افغانستان خاورې ته ننوتل.» جنرال وزیری کاږي چې په پکتیا کې د نادرخان دغه درې جبهې د  انګریزي پوځونو د مخنیوي لپاره وې، نه د برید لپاره. د واڼـه د اشکې په جرګه کې مشرانو د برید لپاره څلورسیمې ټاکلې وې: (۱) د وزیرستان د سیمې مورچل پخپله وزیرو او مسیدو په غاړه واخیست. (۲) د ژوب مورچل کاکړو او مندوخیلو ته سپارشوی و. (۳) د کندر مورچل د مـریاڼو، سلیمانخیلواو کوچيانو په لاس کې و. (۴) د ګومل مورچل خـروټـو او سلـیمان خـیلو تـه ور پـه غــاړه شـوی و.
(۲) د ټـل فـاتـح؟!  سپـه سالار محّمد نـادرخـان: په ننګر هار کې  افغاني پـوځ د انګـریزانو په مقابل کې ماتې وخوړه. دغـې ماتې محمد نـادرخان او د وزیـر سـتان د جــبهـې مــشران انـد یـښمن کړل. ۱۲۹۸ د ثـور(۱۹۱۹) د میاشې اخري ورځې وې چې ملا همزالله اخـوند د وزیرستان او شاوخوا سیمو مشرانو ته د وزیرو او مسیدو په لاس د جهاد د پـیل امر ورکړ. ټـل د انګریزانو غټ پوځي مرکز و چې د پکـتیا لپاره یې غټ خطر لاره. غازیانو دغه ډیر مهم عسکري مرکز د ۱۲۹۸ لمریز د جوزا په ۳ نیټه[۲۵ می ۱۹۱۹] له انګریزانو نه ونیو، اومحّمد نادرخان ته یې بلنه ورکړه چې د فرنګیانو د ټـل ستر نظامي مرکز په «تشـریفاتي توګه فتح کړي» او د ټـل د سوبـې  مراسم پرځای کړي. محّمد نادرخان چې تر هم هغه ګینټـو یې د ټوپک نه یوه ګولۍ هم د فرنګیانو په لور ویشتلې نه وه، د ټل پوځي مرکز یې په تشریفاتي توګه د تو پـونو د ګولیو په اور سره فتح کړ او بیا یې په ډیره بې انصافۍ او بې عدالتۍ سره د ټـل فـتح په خپل نوم سره ونوموله.
د ګومل په سیمه کې انګریزانو له پخوا راهیسې پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته خروټو،سلیمانخیلو او ځینو کوچیانو دخپلو میـړنو مشرانو(ملک فتح خان سلیمانخیل،نواب خان سلیمانخیل، شیرجان خان خروټي، او نعمت خان خروټي)د کوماندې لاندې  په خپله سیمه کې د انګریزانو مرکزونه د بریدونو لاندې ونیول او انګریزان یې په شا وتمبول. د کندر په سیمه کې د فرنګي پوځونوپه مرکزونو باندې د بر یـدونو چارې  د اشکې په غـوڼـډه کې  غوڼډمشر یارمحمد خان وزیري ته سپارل شوې وې:« د فرنګیانو موجودیت زموږ د ولس نـر او ښځه مجاهدین ګرځولي وو، ښځو به هم ټـوپک په اوږه ګرځول.» د کندر په سیمه کې انګریزانو نهـه نظامي مرکزونه او چوڼۍ لرلې. غازیانو د حضرت حسین نیکه زیارت ته نږدې  چوڼۍ ووهله او ۵۰۰ فرنګي او هندي پوځیان یې ووژل، او ورپسې یې د کندر ټوله سیمه د انګریزانو له حاکمیت نه خپلواکه کړه او هغوی یې د ژوب  پورې وځغلول. په ژوب کې هم فرنګیانو پاخه پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. دلته فرنګیانو ملیشه لښکر هم جوړ کړی و. په ژوب کې انګریزانو ۱۸ پوځي مرکزونه جوړ کړي وو. کله چې انګریزانو په وزیر ستان،ګومل او کندر کې ماتې وخوړه، نو ژوب ته وتښتیدل او د پوځ شمیر هلته څلورچنده شو . په عین ډول، د غازیانو شمیر هم څلورچنده شو ځکه چې ټولو د انګریزانو پوځ تر ژوب پورې وځغلاوه. د انګریزانو له ۸۰ کچرو نه (چې له بولان درې نه یې پرې جنګي  سامان راوړی و) درې کچرې وتښتیدلې او نورې ټولې د غازیانو په ولکه کې ورغلې. د  سلیزي  پوځي چوڼۍ غازیانو ونیوله. غازیانو اپوزه وسیځله او د ژوب نورې ټولئ چوڼۍ او  پوځي مرکزونه یې ونیول. د خپلواکۍ په جګړه کې د وزیرستان، ګومل ژوب اوکندر  نږدې دوه زره تنه په شهادت ورسیدل.[ اطریشي- امریکایي تاریخ پوه ادامیک کاږي چې  امان الله خان  د افغانستان او انګریز په دریمه جګړه (۱۹۱۹) کې   اساساَ د سرحد د پښتنو په مټ بـریالی شو. خو کله چې دغه جګړه پای ته ورسیدله، برتانوي هند موقع مناسبه وګڼله چې ذکر شوو قبیلو ته له دې امله جزا ورکړي چې د افغانستان سره یی کومک کړی و.]- ځیرکیار
Amanullah “had been successful in the Third Anglo-Afghan War [1919] primarily because of the assistance he received from Afghan tribes in the Independent Tribal Belt.” -Adamec
(۳) دغــلواکۍ پـه ضد جګـړه په کلات کې پیل شوه: یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غوڼډمشر و، له شاه جوی نه د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـورځانله پـیاده  وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸(۴ اپریل ۱۹۲۹) او ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۰۸] وزیرستان ته ورسید او په پټ ډول یې د شمالي او سهیلي وزیرستان د مشرانو سره وکتل چې د غلواک بچه سقو په ضد او د امان الله خان لپاره را پورته سي. په واڼــه کې د خوجلخیلو غټ جومات مرکــزي مقام لاره. په تن کمزوري همــزالله اخونــد هم پــه دغـه غټه جــرګه کې ګـډون لاره چې د وزیرو او مسیدو مشران پکې د پریکړې لپاره راغوڼـډ شوي وو. د مولوي عتیداګل خان له خطبې نه وروستــه، یارمحمد خان وزیري ‎په خپله وینا کې د افغانستان او امان الله خان په وضعه رڼا واچوله او د امان الله خان پیغام یې حاضرینو ته ورساوه.
جـنـرال  یار محّمد خان وزیری بـومۍ ته لاړ. هلته د خانجانخان ککه خیل په میلمستون کې پټ شو او دا اوزه یې ګـډه کړه چې وزیرو او مسیدو د ده پلا ن ردکړی دی او له دې امله افغانستان ته ستون شوی دی. په دې ډول یې انګریزان غافـل وساتل.  نـږدې شپـږ زره تنه وسله وال لښکرد ۱۳۰۸لمــریــز د  ثــور په لومــړئ نــیټه[ ۲۱ اپریل ۱۹۲۹] د افغانستان په لوري په  «ډولــونو او اتــڼ» وخوځید. وروسته له اتڼ نه ورته ملا فضل الدین مشهور په شهزاده یوه کوټلې او هـڅوونکې وینا وکړه او لښکر ته یې دوه مهمې سپارښتنې وکړې: یو دا چې د امان الله خان پلویانو ته بــه په «دې عظیم  خدمت کې وڼـډه ورکوئ»، او بل داچې «هڅه به کوئ چې مخالفین د جـرګې لــه لارې په خپله خوا کې ودروئ». ورپسې انګورخان، دلبازخان، زنګي خان او هفتي خــان هــر یــو پـه عسکري لحاظ  پـه درې مهمو ټکو ټینګار وکړ:(۱) د هر قوم مشر د همغه قوم کـومانــدان ټـاکل شوی دی؛ (۲) «مــوږ غایب او حاضر مشـرانو» جنرال یارمحّمد خان وزیری د وزیرو او مسیدو د «ټـولــو لښکــرو جـرنیل[ جنرال]» ټاکلی دی؛ او (۳) د کابل «تر نیــولو پورې[بــه]د ده ترقیادت لانـدې روان یــو».
(۴) پـه غـزني کې د امان الله خان د لښکر مـاتې: امان الله خان باید د وعدې سره سم د وزیرستان لښکر ته انتظار ویستلی وای. د وزيـرستان نږدې شپـږ زره لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کندهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د  وزیرو لښکر هم  د ۱۳۰۸ د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو. محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. نادرخان او وروڼه یې د بچه سقاو په ضد وو، خـو نادرخـان خــپـل دریــځ نــه و اعـلا ن کړی چې د امـان الله خـان یــا د خـپل ځان لـپاره د سـقـاوۍ خـتمـول غــواړي. جنرال  وزیری  دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مدت کې څلور سوه افراد په درست جنوبي کې هم نه وو په څنګ کې درولي‎»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي  شمیـر له امله  له « یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې  وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر  د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(موڼـډې) ته نـږدې وواهه چې سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډکمشر میرحسن خان چند ولي یې کوماندانان وو.
د لمریز۱۳۰۸ د جـوزا د لومړئ شپې[۲۲ می ۱۹۲۹] په لسو بجو ډول ووهل شو په موڼـډه کلا بـریـد پـیـل شو. سقاویان، جنرال وزیري ته تسلیم شول، او ټولومشرانو ورسـره د غـیـږې ستړي مشي وکړل. نادرخان د ځاځیـو په علـیخـیلو کې اړولي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستلو لپاره ورسره د کابـل په لوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «په څټ را نغی.» جنرال وزیري شپـږنیم زره تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاسته راوړي وو. خو نـادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لرلې چې د جنګ سړي او وسلې پرې راونیسي.هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خـوست او څمکـنیـو کې د سقاویانو د ګـواښ سـره مخامخ وو. پـه دغـسې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د جنرال یارمحّمد خان وزیری کوماندې ته تن کښیـږدي. د وزیرستان د لښکر پالیسي داسې وه :  کوښښ دې وشي چې د ســقاو پـلویانو ته د جنګ په ځای د دوستۍ لاس وروغځول شي؛ محّمد نادرخان او وروڼه دې دیته راوبلل شي چې د هیواد د ژغورنې په جګړه کې برخه واخلي؛او د کابل په نیولو سره دې امان الله خان بیرته راوبلل شي یا دې د هغه د کورنۍ کوم نـږدې غړي ته د سلطنت واګې وروسپا ل شي.  نادر خان د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې  راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت  غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت دا تــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي  چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فـتـنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر»  - مخونه ۲۳۹-۲۳۸
(۵) د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول: د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ. د ځاځـیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکله بـرابروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه» دجنرال وزیري هیله ومنله. د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و».  په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» و. ده په شپـږ میاشتو کې ونشوکولی چې پـه جنوبي کې «څلـور سوه جنګـیالي» پــه ځان راتـاو کړي. 
(۶) د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول: د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري چې د ژغورنې د جګړې کوماندان و، محّمد نادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا ننګیالي او جنګیالي ...خاص د اعلیحضرت غازي امان الله خان د هغــه فرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حد خان سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه). تـر دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان  مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور «ســپاه سـالار» ته وویل: جنرال  یارمحّمد وزیري «هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو».
سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې یــو څــو یــې دادي: د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته  یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارل شي؛  د امان الله خان تر راتګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کفیل وي؛ ... همدا اوس دې د سقاو ټولو پلویانو ته عـفوه اعلان شي، خو د جګړې بندیان دې د هیواد د ژغورنې پورې «وساتل شي» او بیا دې « په عـزت او احترام سره» ازاد شي. ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړچې د جرګې ټولو پریکړو... ته به غاړه ږدي» . ټــول لښکر د ۱۳۰۸لمریز د تلې(میزان) په ۵[ ۲۷ سـپتمــبر ۱۹۲۹] دوبندۍ ته ورسید او کرنیل شاه ولیخان او ملګري یې  ښه راغلاست ته راوتلي وو. خو کرنیل شاه ولیخان اندیښمن و چې څنګه به څلورنیم زره لښکر د بچه سقاو اویا زره لښکر ته ماتې ورکړي. خو لیکوال جنرال وزیري ورته ډاډ ورکړ چې د بچه سقاو د جنګیالیو روحیه یې په پکتیا کې «لیدلې ده». ځلمي خان مـنګل، زمرک خان ځـدراڼ، مُلتاني مــولـوي صاحب الله نــوازخان(د حبیبیې ښوونځي ښوونکی)اوحاجي نواب خان کاکا هم د لیکوال جـنرال ستایـنه وکړه ،اوشاه ولیخان ارام شـو. د شاه ولی خان هڅه په دې راڅرخیدله چې د کابل په مورچلونو کې د ژغورنې د لښکر مشــرتــوب « په خپل نوم سره ونوموي ، خو موږ [د ژغورنې د لښکر مشرانو]» ته دغه هڅه د منلو وړ نه وه ځکه چې د خپلواکۍ له جګړې نه یې زده کړه کړې وه ( د خپلواکۍ په جګړه کې محّمد نــادرخــان ځان د ټــل فاتـح اعلان کړی و): هغه مهال (۱۹۱۹زییز) د وزیرو او مسیدو لښکـر له انګـریزانو نه ۵۵ چوڼۍ او پوځي مرکزونه ونیول، خو د ټـل د چوڼۍ فتح د محّمد نادر خان په نوم سره ونومول شـوه
(۷) د کــابـل جګـــړه: سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو.  د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې  د کابل په هسکو کې مورچلې ونیولې او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلې ورنه ونـیولې.  کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و. کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې  سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو  د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان)   په بـدرګه د جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا[ جنرال وزیري] او زما ملګرو ته د مایوسۍ  او ناامیدۍ تلقیـن کاوه».
پـریکړه داسې شــوه چې جنرال وزیری به خپــل جنګیالي «نــن شپــه» د ارګ هـر لوري ته رسوي. د شپـې په نهه بجــو د کابل په لـــوري د بریـد ډولــونه ووهـل شول. د ژغــورنې لښکر د سهــار په اووه بجو د کابل ښار مــرکز ته ننوت،درې ګيـڼـټې وروسته ارګ ته ورسید، بچه سقاو یې هلته محاصره کړ، او له ارګ نه بهـر د سقـاو ټولې مورچلــې یې ړنګې کړې وې. د ۱۳۰۸ لمریز د میزان په ۱۸[۱۰ اکتوبر ۱۹۲۹]، سـردار شــاه ولی خان په اس سپــور د خــپلوځاځــيو او  ګردیــزیـو پیره دارانو او یو شمیر قومي مشـرانو ســره د کابـل ښار ته راورسید، او «موږ» ته یې د کابل د نیولو مبارکي راکړه، او دومره خـوښ و چې د ژغورنې د لښکر هر کوماندان او مشر به یې «په ږیـره او مخ بانـدې څو څو ځله ښکـولو.» یو چا ورته د ده دوه کلـن ځوي عـبدالـولي راوړ. د کابل ښار « ټــول مخــورین ټول په کــورونو کې وو او یو کس مو هم و نه لید چې موږ...ته د کابل د نیولو مبارکي ووایي.» خو د دې پـر ځــای، «یــواځـې» د کابــل غـریــبـو خلکو نارې وهلې چې: «زنده باد فاتحین کابل...زنده باد غـازی امان الله خان». د کرنیل شاه ولیخان په رارسیدلو سره «د کابل ښار مخـوریـن او سـرداران هـم د خپلــو کورونو څخــه راووتل او هـر یو شاه ولیخان ته د کابل د نیـولو مبارکي ویله او د تیـرې دورې څخــه یې خپــل شکایـتـونه وړانــدې کـول» . د۱۳۰۸ د تلې په ۱۸[۱۰ اکتــوبر ۱۹۲۹]، سـردار شاه محمود خان د کابل له شـوربـازار نه پــه اس سپور د کابل د سیند په غــاړه د ژغـورنې د لښکر ساحې ته راورسید. «تـر حده زیات وارخطا و». جنرال یارمحّمد خان وزیري  تـه محّمد ګل خان مومند ، زمرک خان ځدراڼ، عـبدالغـني خـان ګردیـزی، مـولـوي الله نـوازخـان، شـاه محمود خان او شاه ولیخان د مبارکۍ لپاره راغـلل.« د ټولو څخه لومړی محـمـدګل مـومـند چې د ډیـر حساس فکـر خاونـد و» او زمـرک خان ځـدراڼ( د غــیـرتي ببـرک خان ځدراڼ ځوی) د جنرال یار محّمد خان وزیري نظر ومانه چې زر تـر زره دې پــه ارګ بـریــد وشي، مخکې له دې چې له کندهار، مشرقي ، جنوبي او شمالي نه سقاوي لښکــرې کابل تـه راورسیـږي او دوی د ناکامۍ سره مخامخ کړي. ورپسې نورو ټولو ومنله چې د ۱۳۰۸ لمــریز د تـلې (میزان) پـه شلمه[۱۲ اکتوبر ۱۹۲۹] دې سهار وختي د ارګ عــملیات پـیل شــي. شاه محمود خان او شاه ولیخان په «ظاهره څه اظهار نه کاوه» ځکه چې د کورنۍ غړي یې په ارګ کې بندیان وو. د پریکړې سره سـم  په ارګ باندې  د توپـونو برید وشو او له غـولي نه یې د اور لمبې او لـوګي جګ شول. ولولئ مخونه ۳۱۵ تر ۳۲۲.
(۸) د حضرت اغـاګـل مجـد دي په مشرۍ د بچه سقـاو د سـولې هـیئت: حـضرت اغــاګل مجددي چې د حضرت نورالمشایخ مجددي ورور و  پـه ارګ باندې له برید نه څو ګيڼـټې وړاندې، د ۱۳۰۸لمریز د تلې د نولسمې[۱۱ اکتوبر ۱۹۲۹] د شپې نهه بجې وې چې د دوه نـورو ملایانو او حکمران  سردار علیشاه خان سره یو ځای، د بچه سقاو او دهغه د خیلخانې د امن د غــوښتلـو په شفاهي هـیله د ژغورنې د لښکر مورچلونو ته له ارګ څخه په مـوټـر کـې چې سپـیــن بیرغ ورباندې رپـانده و راغـلل. مشرانو خپلمنځه جـرګه وکړه چې وزیـر محّمدګل مـومنـد، ســردار شاه ولی خان، او سردار شاه محمود خان هم پکې برخه لرله. جنرال یارمحّمد خان وزیري  خپله پریکړه حضرت اغاګل مجددي او د هغه ملګرو ته په ډاګه کړه چې «د ملت قاتل» بچه سقاو ته د امن او یا په  امـن د فــرار اجازه نـشي ورکولی. پریکړه دا وه چې د بچه سقاو نه به «قدرت په زور اخلو او هلته په ارګ کې به یې لاس تړلی نیسو....» سردار شاه ولی خان «فـوراً د څو کلمو ویـلواجازه» وغـوښته او په « ډیره عاجزانه وینا سره یې موږ ته »  داسـې وویل چې: جنرال یارمحّمد خان وزیري «هغه څه وویل چې زموږ ټولو مشرانو د واحد زړه او فکر خبرې وې. اوس به موږ د حبیب الله سره په څه توګه جنګ وکړو. هغه[بچه سقاو] په ارګ کې دی او زموږ د کورنۍ نارینه او ښځینه غــړي ... یــې په ارګ کې یــرغمل کــړي دي. زموږ د لــوري په حبیب الله باندې فــشار، زموږ د کورنۍ د غــړو ژونــد په خطر کې اچــوي. ولې بیا هم د وطن د نجات په هیله تاسو د قوم مشرانو چې هــرڅه پــریکړه وکړه په هغه باندې زما او د شـاه محمـود موافـقه ده.» لیکوال جـنرال وزیری وایــي چې دواړه سـرداران وروڼــه «پــریـشانـه او ماڼـیجن ښکــاریــده». محّمدګل مومند چې یو «حکومتي او قـومي  هوښیار او ځیرک  شخصیت و او د جـرګې چاپیـریال یې ډیـر ښه څاره»، ټولو مشرانو ته وړاندیـز وکړ چې د حبیب الله د امن پریکړه دې دوه سردارانو وروڼـو (شاه ولی خان او شاه محمود خان) ته وسپـارله شي په دې دلیل چې د دوی نــاموس د حبـیب الله لـه خـوا یــرغـمل شوی دی. ټـولو مشـرانـو د هغــه وړانـد یــز ومانــه. سـردار شاه ولـیخان بـچه سـقاو تـه داسې ولیکل: «حبـیب الله وروره! ته د افــغانستان د حکــومت غـاصب یې او د افغانستان مظلوم ملت دې ټـوکر ټـوکر کړی دی، اوس تـه امـن غــواړې.  زمـوږ له لــوري څخه تــاتـه امـن دی او د خـپل ال و عـیال سره [د ارګ] د شمالي  دروازې له لارې نه کـوهدامــن ته ولاړ شه، په بیت المال او جبه خانه باندې لاس مــه وهــه». د شپې لس بجې وې چه دغـه لیک حضرت اغـاګل مجددي او دوه ملایانو ته وسپارل شـو.
پـه هغه شپه حضرت اغــا ګل مجــددي د خـپلو دوه ملګرو سره په خپل موټر کې  سپور شو او د ارګ په خوایې حرکت وکړ. څه کم یوه ګيڼټه وروسته د جرګې مشران خبر شول چې بچه سقاو د ارګ د شمالي  دروازې له لارې «فرار» کړی دی. په هغه تیاره شپه «مو د حبیب الله د بندیخانې  څخه د ســپه سالار محّمد نادرخان، شاه ولی خان، شاه محمود خان، سر دار اسد الله خان،د  سردار علیشاه خان دکورنۍ غړي او د اعلیحضرت امان الله خان ورور راوویستل». تر دغــه مهاله  محّمـد نادرخان په ځاځـیو کې و، امان الله خـان له هــیواد نـه بهــر و او هیــواد ته بـیــرتــه راتــګ یـې زر نـاشـونـي و. خــو محـّمد نـادرخان د ژغـــورنې د جنــګــیالــیو د مشــرانــو ســره قــرآن مجــیــد لاسلــیک کـړی و چــې د بــري پــه صــورت کې بــه د«اعـلیحضرت غازي امان الله خان یا د سراج دکورنۍ کوم بل غـړي ته تاج و تخت سپاري»: ۳۲۴ تر ۳۲۹ مخونه
د ارګ له نـیولـو نه درې ورځې وروسته، محّــمد نــادرخان کابل تـه راغئ او د ژغورنې د لښکر هـر مشر یې پـه غــیـږ کې داسې «ټــینګ نیـوه» لکه د بیت الله حاجي چې «حجـر اسـود پــه غـیـږ کې نـیسي». هغــه د کابل د نیولو څلورمه شپه په  چهلستون ماڼۍ  کې تیره کړه. د ۱۳۰۷ لمریز د تــلـې(میزان) په ۲۳[۱۵ اکتوبــر ۱۹۲۹] «مــوږ قـومي مشران» او محّمدنادرخان له چهـلستــون نــه د ارګ سلامخــانې ته ورسـیدلو. هلته د کابــل مخـور او سـرداران د سپه سالارمحمد مادرخان  هـرکلي تــه راغلي وو او د سفـارتـونو «یوشمیر غړي»هم لیدل کیدل. محّمدنادرخان حاضرینو ته په خپــله « لڼډه وینا» کې «خپل زحمتونه اوتـلاشونه بیـان کړل، د وطن د نجات ټـولې کارنامې يې په ځان او خــپلو وروڼــو پورې وتــړلې ....ولــې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لـږ شانـته یادونه ونــه کړه...اود اعلیحـضرت غازي امان الله خان د بیا راوستو تـش وړاندیـز یې وکړ.» سم د لاسه د کابل « د مال او مقام وږو او تږو چاپلوسو افرادو»  او «یوشمیـر»قـومي مشرانـواو د امان الله خان ورور( ســردار امـیـن جان[د نادرخان خوری])، نادرخان ته بیعت وکړ.خو د وزیـرو، مسیدو، دوړو، ځدراڼو او تڼیـو مشران غــلي پاتي شـول او له دې لارې یې نـادرخان پـوه کړ چې دوی ناراض دي. جنرال وزیري د امان الله خان یو مخلص مامور مومند ته وویل چې د امان الله خان په «خاطر[یې] دا ټــولې وینې وبهـولې ، اوس به هم د وینو ویـالې جاري کـړم ولې کاشکې د خپـلواکۍ محصل را لـره نژدې وای.» د مشرانو د دغې غوڼډې راپـور کوم چا محّمــدنـــادرخان تــه رسولـی و. په سبا (۲۵میزان ۱۳۰۸) [۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹]شاه محمودخان او محّمدګل خان مومند د وزیرو او مسیدو مشرانو ته ورغلل چې احوال یې واخلي او د محّمدنادرخان  «هیلـه» ورته ورسوي چې «نن ورځ [به]په ځانګـړې توګـه ستاسو سـره وګـوري». جنـرال یـارمحّمـد خان وزیری دغه بلنه ومنله او د شاه محمو خان او محّمدګل خان مومند سره یـوځای د ســردار فتــح خان کورته ورغــلل چې محّمدنادرخان پکې دیــره و.
کــورتــه په ننــوتــلوسـره، محّمدنادرخان یې روغـبـړ تـه ور ووت، او داسې یې ورته وویل چې: «دافغانستان ملت او زه شخصا ستاسو قهـرمانانو مـدیـون یم. د وطن د نجات په لارکې ستاسو هریو خدمت به انشالله په دنــیا او دیــن کې ضایع نــه شي....زه نــن هـم په هغه عهد او پیمان ولاړیم چې موږ او تاسو په ځاځیــو کې وربانــدې دُعا کــړې وه.» جـنرال یار محّـمـدخا ن وزیـري ورغبرګه کړه: «سپه سالار [محّمد نادرخان] صاحب! د الله په نصرت او د قـومي مشرانو پــه همت او میـړانــه کابل فتح شو، د حبیب الله [بچه سقاو] شر او فساد د هیواد د یـوې برخې څخه ټـول شــوی دی؛ په کنـدهار، مشـرقي اوشمالي کـې  اوس هـم دهغه پـلویـان فعال دي او بهانې لـټـوي. اوس مـوږ ټــولــو تــه پــه کار ده چې [د ځاځیو] د علی خــیلو په پیمان بانـدې عمل وکـړو چې د نورو ویـنـو تویـولـو جلوګـیري پـه هــمدې کار سـره وشـي.» محّـمد نـادرخان ورته وویل:«....نـن زه[دځاځیو] دعلی خیلو پـر هغه عهد او پیمان ولاړ یـم...پـه وطـن کې د ارامۍ او امـیت راوستلو وروستـه ستاسو عـزیزانو هـره فـیصله زمـوږ د وروڼــو فیصله ده.... د اعلیحضرت امان الله خان سـره بـه مـوږ پـه تماس کې شـو چې خــپل وطـن تــه راستـون شي او دا کار څه وخت غــواړي.» ۳۳۰تر ۳۳۶ مخونه
اوس ما ځیرکیار ته د خپلواکۍ او غلواکې دجګړو په اړه د سر تیري او مدبر ولسي غوڼډ مشر اوجنرال یار محّمد خان وزیري سترګو لیدلې پیښې او په دواړه جګړو کې د هغه کوټلې او اغیزمنه برخه زیات اعتبار لري نسبت فرضیواواټکلونو ته. انګریزانو محمد نادرخا ن د افغانستان د خپلواکۍ د جګړې په ګټلو کې نه و بریالی کړی! محّمد نادر خان یـو ټـوښ هم نه و کړې، او د انګریزانو له عسکري قدرت نه په پکتیا کې ډار نیولی و. بلکې د وزیرستان، کندر، ژوب او ګوملې  میـړنو قومونو انګریزانو ته پرله پسې او درنې ماتې  ورکړې وې او انګریزان یې مجبور کړي وو چې زر تر زره د ډزبند هیله وړاندې کړي! خو ګټلې جګړه د قلم په نوکه پنچر شوه! د جنرال یار محّمد خان وزیري دخپلواکۍ او غلواکۍ د جګړو سره جرګې غبرګې روانې وې او دریځونه څرګند وو. پای
 

-
بېرته شاته