(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جرګو مرکو لار

باچاخان د امن د يو داسې سمبول (علامت) نوم دی چا چې د غلامۍ نه د نجات او ظلم سره د مخامخ جنګ ګټلو دپاره دعدم تشدد فلسفه پېش کړې وه. هغۀ پښتانۀ عملاً دې ته تيار کړي وو چې خپله خبره وکړي او د هغې دپاره هر ظلم او تشدد برداشت کړي او بيا هم د تشدد لار وانۀ خلي ځکه چې په خپله حقه خبره چې انسان څومره څومره د ظلم او تشدد ښکارکيږي. دومره دومره دغه عمل، ظلم په ګوته کوي او کمزوری کوي. کۀ د ظلم جواب په ظلم او د تشدد جواب په تشدد ورکړی شي نو دا عمل يو نۀ ختمېدونکي تشدد ته لار جوړه کړي چې قامونه او اولسونه پکښې ذهني طور شل او ګوډ شي او ذهني طور شل ګوډ قومونه او اولسونه هيچرې هم د ترقۍ او سيالۍ خوبونه نۀ شي ليدی. د باچاخان د فکر او فلسفې منوونکي خلق چې د کله نه په حکومت کښې راغلي دي نو د امن دپاره د کار او عمل غږ ئې کړی دی.په دې حقله د دوي نظر دا دی چې دلته د پښتنو په خاوره تشدد کوم شکل اخستی دی. دا يا د تېروحکومتونو دخلقو د ټولنيز ادراک نۀ لرلو په وجه داسې شوي دي يا د نورو قوتونو په غلطو اشارو قصداً عمداً داخاوره د جنګ ميدان جوړ کړی شوی دی. اګرچې د دې نه مخکې هم څۀ نه څۀ امن معاهدې شوي دي خو پائيدارې نۀ دي پاتې شوې. دا ځکه چې دغلته به د جرګو نوم اخستی کېدو خو دغه جرګې به د پښتنو د جرګو د عظمت مطابق نۀ کېدې، دا به صرف د کرېډټ اخستو دپاره يوه خانه پُري کېده ا و د دې د نګرانۍ دپاره چه د دواړو طرفو نه به د کومو څيزونو ضرورت ؤ، هغه به موجود نۀ وو،دې عمل د خلقو په ذهن کښې د جرګو تصور هم مات ګوډ کړی ؤ. پښتنو چې دې طرفته کوم ګامونه پورته کړۀ هغه د اسفنديارولي خان د هغو خبرو په رڼا کې وو چې مونږ دخپلو پښتنو وروڼو سره د ورورولۍ خبرو او جرګو مرکو ته پرېږدئ ځکه چې پښتون بچي ته دا وخت د ټوپک په ځائی د قلم او د خودکُش جېکټ په ځائی د بستې ضرورت دی. د اې اين پي مشرانو چې کوم وړومبی ګام واخستو هغه د مولانا صوفي محمد سره خبرې اترې او د هغې خبرو په نتيجه کې د هغۀ رهائي وه. دغې رهائي د سوات په خلقو کښې خصوصاً او په ټوله پښتونخوا او ټول ملک کې عموماً د يو مثبت تاثر پېداکولو اغاز وکړو. لوستونکو ته به ياد وي چې د صوبې وزيراعليٰ په سر سر کښې دا خبره کړې وه چې د امن لپاره د پښتنو د رسم و رواج مطابق تيږه کېښودل پکار دي. د مولانا صوفي محمد رهائي په اصل کښې د تيږې کېښودو بنياد ؤ،دغسې مثبت عمل ډېر زر د دغه ځائی مقامي طالبان په خپل ګرفت کښې واخستل او د خبرو اترو او جرګو مرکو د لارې نه ئې د امن روان عمل ته هر کلی ووې. د اپرېل په يوويشتمه نېټه د حکومت او مولانا صوفي محمد ترمنځه يوه معاهده مخې ته راغله. د مۍ په نهمه نېټه په چکدره کښې د حکومت او مقامي طالبانو ترمنځه خبرې اترې چې پکې د فائر بندۍ تيږه کېښودې شوه. په ديارلسمه مۍ په پېښور کې د دواړو غاړو له خوا دوېم دور وشو چې د امن د معاهدې لپاره د دواړو غاړو له خوا په ډېرو نکاتو اتفاق رايې راغله او په يوويشتمه مۍ د فريقينو ترمنځه پنځلس نکاتي امن معاهده دستخط کړې شوه. په کومه کښې چې په وړومبي ځل طالبانو د حکومت رټ تسليم کړو. د دواړو غاړو د سنجيدګۍ پته د دې نه لګي چې په پيوچار کې چې طالبانو د يوې مقامي مقدمې لپاره کوم عدالت جوړکړی ؤ د هغې کارروائي ئې معطل کړه. دې عمل هم د دغې معاهدې عملي کولو ته د خلقو توجه راواړوله. اليکټرانک مېډيا په خپلو خپلو پروګرامونو کې د سوات په ټولو بازارونو کې د خلقو د ګرځېدو او بازارونو د رونق بحالېدو فلمونه وچلول اواوس خلقو ته يقين پېداکيږي چې د جرګو مرکو کار کۀ په ټيک نيت او په ټيک طريقه وشي نو ښې نتيجې پېدا کولې شي. د معاهدو د کولو او ناکامۍ په حقله د اې اين پي د صوبائي صدر افراسياب خټک خيال دا دی چې يو طرفته به د تېر دور د جرګو لوازمات پوره نۀ وو او بل طرفته د دې د نګرانۍ بندوبست نۀ ؤ. دا د پښتنو ټولنه ده مونږ نۀ يوازې دا چې په دې کې د مقامي مشرانو سپين روبو پښتنو شرکت يقيني کړو بلکې د دې معاهدې نه پس مو د دواړو فريقو نه يوولس تني کمېټي جوړه کړه چې د دې معاهدې د پاس دارۍ خيال په ذمه دارانه طريقه سرته ورسوي. خټک صېب وائي چې مونږ به ورو ورو د فوځ په وېستو کښې کامياب شو ځکه چې مونږ په انتظامي سټرکچر کې بنيادي بدلونونه راوستل ضروري ګڼو. خټک صېب فريقينو ته دا تاکيد هم کړی دی چې ځنې قوتونه نۀ غواړي چې دلته دې امن معاهدې کاميابې شي خو مونږ به د امن په خاطر د صبر زغم او برداشت لمنه نۀ پرېږدو. ځکه چې کۀ امن نۀ وي نو دلته يونظام هم نۀ شي چلېدی. پښتانۀ يا د سوات خلق د يو وطن، يوې خاورې، يوې عزيزولۍ او يوې ورورولۍ خلق دي. د سوات د خلقو په خصوصيت سره ژوند يا د مسافرۍ په پېسو دی او يا د سېل ګرۍ د صنعت نه استفادې کولې شي.د بې روزګارۍ د خاتمې لپاره به دلته دکارخانو او نورو لارو چارو لټولو ضرورت وي. بايد چې مونږ دواړو فريقينو ته چې کوم وخت په ګوتو راغلی دی،کوم د امن د جرګو روايت مو په لاس کښې دی. بايد دا وپېژنو. خدائی مۀ کړه کۀ د باچاخان د فکر او فلسفې نه جوړ دغه سياسي سټرکچر، د غېرو په اشارو د ګډوډي سره مخ شو. نو دا به يو داسې قيامت خېزه طوفان ته خپل خلق سپارل وي چې هيڅ مخ نيوی به ئې ممکن نۀ وي. کۀ دوېم فريق په دې پوهېږي چې پرون په کوم لاس کې ګل ؤ او نن پکې کاڼی دی نو نن هم دغه لوبه هم د دغې رويې سره روانه ده. مونږ د يو وطن يو قام او يوې خاورې بچي کۀ خپلو خلقو ته جنګ ورکولی شو او د امن ورکولوجوګه نۀ يو. نو دا به د دې قام او اولس د ټولو نه لويه الميه وي. راځئ چې خپل خپل انانيتونه د قام او اولس او دې خاورې په خاطر قربان کړو او نۀ يواځې د سوات امن بحال کړو بلکې د نورو علاقو دپاره دا مثال وګرځوو ځکه چې مونږ د يوې ورورولۍ يوې عزيزولۍ او يو انګڼ خلق يو. د دې معاهدونه پس چې مقامي خلقو د کومې خوشحالۍ اظهار کړی ؤ،خدائی دې وکړي چې دغه خوشحالي ئې برحال پاتې شي. امين ثم امين اداريه - بېرته شاته