(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پاکستان کې د افغانستان سیاسي او ...

[30.Jan.2016 - 14:46]

په پاکستان کې د افغانستان سیاسي او اقتصادي موخې

لاهورخان منګل

کله چې ددولتونو ترمینځ په اړیکو باندې بحث کیږي نو سیاسي او اقتصادي جغرافیا په نظر کې نیول کیږي، په دې مانا چې  د ګاونډیو، سیمه ییزو او همدارنګه د نړی له نورور دولتونو سره اړیکې هغه وخت پایداره او دوه اړخیزې  وې چې کله  دواړو دولتونو ګټو خوندي او همدارنګه د اړیکو په ترینګلي کیدو کې ددواړه خواوو زیان وي. دا اصل په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو سره ډیر   اغيزمن وي. د ګاونډیو ترمینځ  دوه اړخیزې اړیکې او د یوه او بل عرضي تمامیت ، نه لاسوهنه هغه وخت  په حقیقت بدلیږي  چې کله یو او بل په مساوي توګه  سیاسي او اقتصادي الې د فشار  په یوه او بل باندې  واردولی شي او یاهم یوه او بل ته سیاسي او اقتصادي ګواښونه  اړولای شي. ۲۱مه پیړۍ د ګټې پیړۍ ده، په نړۍ کې زیات شمېر روانې جګړې  خپلو تولیداتو ته مارکیټ پراخول ، د ګټو په وړاندې ممکنه ګواښونه له مینځه وړل او همدارنګه  هغه جغرافیا چې د نفتو زیاتې ذخیرې لري  د ښکېلاک ترپوښښ لاندې راوستل دي. عموما سیاست دوه متمایزې برخې لري چې یوه یې ښکاره ده او بله برخه یې پټه ده. ښکار ه برخه باندې یې د فکر له پلوه هر عادي وګړی  پوهیدلای شي خو پټه برخه یې یوازې فکري خلک د ژور فکر، څیړنې او محاسبې وروسته پوهیدلای شي. اوسنۍ جګړې یې زیات شمېر  په ښکاره توګه د افراطیت او طرح ګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې کیږي خو په پټه یې  ترډیره  اقتصادي رقابت او موخې دي.
کله چې د ګران هېواد افغانستان د سیاست، دجګړو او ناخوالو د علتونو په اړه بحث کیږي  نو له یوې خوا فقر  او د پوهې نشتوالي ته ګوته نیول کیږي او له بلې خوا د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې او  د افغانستان په اړه د هغوی ناوړه  کړنلارې یې علت بلل کیږي. په افغانسان کې د امریکې دمتحده ایالاتونو پخوانی سفیر ، ریچارډ هالبروک  له خولې د وېش وړ ملتونه په کتاب کې  کاږل شوي چې سیاست د افغانانو  په رګونو کې بهیږي خو کله چې ملي مسایل راشي هر یو یې  خپل ګوند او یا هم خپلو شخصي موخو ته وفادار وي. دا چې موږ ټول د جګړې په علتونو پوهیږو، ایا کله مو هم  د خپل هېواد ددفاع لپاره جامع او هراړخیزه  بهرنۍ کړنلاره  رامینځ  ته کړې ده؟ د نړیوالو په راتګ سره مو د بهرني سیاست په لړ کې ترډيره یوازې انتقاد کړی دی. په ځینو برخو کې مو په ګاونډیو باندې  نیوکې هم ښې پایلې لرلي خو کله مو هم  داسې یوه کړنلاره چې له مخې يې  د ګاونډیو د شومو موخو په وړاندې ددفاع لپاره وکارول شي کار نه دی کړی. ترډيره په خپلمنځي  ستونزو او د عاطفې له ادرسه چاته  ورور ویلي او چاته  هم د مشترک فرهنګ له ادرسه  ښه همسایه ویلی.
زما په  خپل نظر موږ باید په ګاونډیو هېوادونو کې  سیاسي او اقتصادي  موخې رامینځ ته کړو یانې څنګه کولای شو  د جیو پولیټیک په ایجاد سره د جیو اکنومیک  د خوندیتوب لپاره د فشار د الې په توګه کار واخلو او یا هم برعکس څنګه کولای شو چې د جیو اکنومیک په ایجاد سره د جیو پولیټک د خوندیتوب لپاره ترې کار واخستلای شو. اوس مهال  ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان  په افغانستان کې د خپلو سیاسو موخو د خوندیتوب لپاره اقتصادي  الې د فشار  څخه کار اخلي. د بېلګې  په توګه د ګوادر  لاره یې  زموږ د سوداګرو په مخ تړلې ، دکراچۍ څخه یې زموږ د سوداګرو کانټینر او لارۍ  پرته له کوم دلیل او د یوه سواداګریز تړون په شتون کې  بندې کړي او همدارنګه کله چې زموږ د محصولاتو ( وچې او تازه میوو) د صادراتو وخت  راشي نو په تورخم کې زمو په صادراتو چې د پاکستان له لارې هندوستان او همدارنګه  پاکستاني مارکېټ ته ځي، تعرفه لوړوي چې له یوې خوا موږ ته په سلګونه ملیونه ډالر زیان اړوي او له بلې خوا  مو چارواکي اړ کوي څو د هغوی موخو ته په افغانستان کې احترام وکړي او همدارنګه په دې وروستیو کې  په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو  په اخستلو سره  د پاکستان پوځ د اورپکو او په نظام کې  په ځینو سیاسي کړیوباندې د نفوظ څخه یې هرډول  استفاده کړې څو خپلې موخې خوندي وساتي.  اوس راځو دې ته چې ددولت په  کچه موږ څنګه کولای شو چې په پاکستان کې خپلې  جیو اکنومیک او جیوپولیټک  ګټې مشخصې کړو څو خپل سیاسي او اقتصادي موخو  د خوندیتوب او همدارنګه د دفاعي کړنلارې لپاره ترې کارواخستل شي.
د یادونې وړ ده چې دا موخې یوازې په هغه وخت کې شوني دي چې  زموږ دولت  په رښتینې مانا ملي، خپلواکه او د اقتصاد له پلوه په پرتلیز ډول په خپلو پښو ولاړ وي.  ځینې یې کیدلای شي لنډ مهال کې پلي او ځینې نور یې په اوږدمهال کې  د پلي کیدو وړ دي.
د ډیورنډ کرغیړنې کرښې په اړه باید لنډه اشاره وکړم. په  کال ۱۸۹۳ کې کله چې امیر عبدالرحمان خان د افغانستان امیر و، په افغانستان کې د برتانوي هند(انګریزانو) او د روسانوو ترمینځ  لویې لوبي شدت وموند.  روسیې په امیر باندې د انګلیسانو د ډير نفوظ له امله انديښنه درلودله.  په همدې اندیښنه انګریزان هم پوهیدل. انګریزانو په افغانستان باندې د رویسې له لوري د ممکنه برید له امله هم اندیښنه درلودله . انګریزانو په امیر باندې د شته نفوظ له امله هغه اړ کړ څو د ډیورنډ کرښې په اړه سل کلن قرارداد امضا کړي څو له یوې خوا یې  د روسیې د شوني برید په پایله کې د برتانوي هند  ددفاع لپاره فاصله اوږده کړې وي او له بلې خوا  یې  امیر ته سمبولیکه خپلواکي ورکړې وي څو د روسیې د حساسیت کچه راټيته کړې وي. لیک یوازې په یوه مخ کې لیکل شوی دی، اووه مادې لري او یوه ماده یې چې په هغه وخت کې امیر ته د قناعت وړ وه، د ډیورنډ د اوسنۍ کرښې رادیخوا دانګریزانو له خوا په افغانستان کې نه لاس وهنه وه.  په هرصورت اوس غواړم  ځینو نقطو ته اشاره وکړم چې کیدلای شي په  راتلونکې کې پرې فکر وشي او د ممکنه ناخوالو سره پرې تریوه بریده مبارزه وکړای شو.
۱: د ډیورنډ د کرښې هاخو د فکر جوړول:
په پښتونخوا کې د فرهنګ کور رامینځ ته کول:
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت په چوکاټ کې  باید د فرهنګ کور رامینځ ته شي. ددې لارې موږ کولای شو چې په ټولنه کې عملا خپل شتون  ثبوت کړو. د افغانستان مشترک فرهنګ  او لوی افغانستان ته تبلیغ وکړو.  په تعلیمي نصاب کې پانګه اچونه شي، په دې مانا چې د پښتونخوا په فرهنګي او تعلیمي بنسټونو کې  وړیا کتابتونونه رامینځ ته شي .  علمي کنفرانسونه په لاره واچول ش. مشاعرې  ونیول شي، د افغانستان د ملي ورځو د لمانځلو لپاره په سیمه کې مشهور لیکوالان، شاعران، فرهنګي او ادبي څیرې دعوت شي، دپښتون مشرانو لکه  پاچاخان، غني خان، خوشال بابا، رحمان بابا او هغوی چې  اوس مهال کې فعال دي او د لوی افغانستان فکر لري ، د فکر ملاتړ  او ستاینه وشي. په سیمه کې د سیاسي څیرو څخه  هراړخیزه ملاتړ وشي.  هراړخیزه په دې مانا چې د هغوی څخه سیاسي او مالي ملاتړ  وشي.  موږ کولای شو چې د اخلک د محلي حکومت په خلاف او همدارنګه د خپلو موخو د ساتلو لپاره ترې ګټه واخلو. باید وویل شي چې دا فعالیتونه د ملي امنیت د څار لاندې ترسره شي.
: د افغانستان په پوهنتونونو کې د پښتونخوا محصلانو ته د وړیا زده کړو زمینه مساعده شي.
په افغانستان کې باید د پښتونخوا محصلانو ته د وړیا زده کړو زمینه مساعده شي څو هغوی د افغانستان په فکر باندې مجهز شي.
: د افغانستان په ولسي جرګه کې د پښتونخوا د مشرانو لپاره خالي چوکۍ پریښودل شي.
په دې توګه موږ کولای شو چې د پښتونخوا سیاسي مشرانو مبارزې او فکر ته  چې د لوی افغانستان  په اړه یې لري، مشروعیت  او هیله ورکړل شي او دا فکر یې نور هم ځواکمن شي.  په دې سره د افغانستان په پلوي یو موازي فکري خوځښت  او په پښتونخوا کې د سیاسي تحرکاتو سبب کیدلای شي.
د بلوڅو د قوم د مبارزې څخه ملاتړ:
بلوڅ هغه قوم دی چې د پاکستان د ایجاد څخه تراوسه پورې د هرډول حقوقو څخه محروم دي. هغوی د پاکستان د مستبد حکومت سره په علني جګړه کې ښکېل دي. دا چې د افغانستان په ملي سرود کې هم د بلوڅو د قوم ذکر شوی دی، د بلوڅو دقوم د مبارزې  څخه د ملاتړ لپاره  باید په پارلمان کې د هغوی د مشرانو لپاره افتخاري څوکۍ د هغوی په نوم ونومول شي. له دې ور هاخوا هغوی سره باید نظامي او استخباراتي همکارۍ وشي څو د هغوی جګړه نوره هم موثره او اغېزمنه شي. افغانستان کولای شي چې د بلوڅو دمبارزې څخه د سیاسي الې د فشار په توګه کار واخلي څو په سیمه کې مو اقتصادي او سیاسي موخې خوندي وي او یا هم لږ ترلږه ددفاعي غبرګون لپاره ترې کار واخستلای شو.  د یوه فکر د رامینځ ته کولو او ځواکمنولو لپاره باید د تش په نامه د شعار له  پولې ورهاخوا باید عملي بڼه هم ورکړل شي. کله چې ددوهمې نړیوالې جګړې وروسته المان په دوه برخو وویشل شو نو لویدیځ المان د خیتځ المان لپاره  په پارلمان کې خالي څوکۍ ساتلې. د همدې فکر په شتون کې د برلین دیوال له مینځه لاړ او المان سره یو شو.  همدا ډول یو حرکت کیدلای شي چې په کراچۍ کې د محرومو سیاسي څيرو لکه د هندوستان مهاجر او  کراچۍ مېشتو پښتنو څخه هم ملاتړ وشي.
سیاسي موخې کیدلای شي چې نورې هم مشخصې شي  خو که  که د سم پلان له لارې پورتني ټکي په پام کې ونیول شي  کیدلای شي چې په سیمه کې د افغانستان پلوه یو ځواکمن فکري ځواک رامینځ ته شي. اوس راځو  اقتصادي موخوته. د اقتصادي موخو ساحه ډيره پراخه ده او د هېواد د پرمختګ سره کیدلای شي چې دا موخو هم بدلون ومومي.  غواړم ځینو هغو موخو ته اشاره وکړم  چې ډیرې عامې او اړینې دي چې په پلي کیدو سره یې په راتلونکې کې نور و موخو ته لاره هواروي.
ډیرۍ وخت  چې ددولتونو په اړه د اقتصادي او سیاسي پریکړې نېول کیږي  نو اړینه ده چې  د خپل هېواد د ګټو ترڅنګ  په همدې پریکړه کې د مقابل دولت دګټو لپاره هم فکر وشي. یانې  پریکړې مو هغه وخت  عملي کیدونکي دي چې د مقابل لوري ګټې هم پکې خوندي وي.
: پاکستانی مارکېټ د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا سره نښلول:
د افغانستان دولت  باید د پاکستاني تولیداتو لپاره  مرکزي اسیا هېوادونو ته  ته د ترانزیټ اسانیتاوې رامینځ ته کړي یانې تروروستۍ کچې هڅه وشي څو پاکستانی مارکیټ په مرکزي اسیا کې راښکېل کړو. کله چې  د پاکستان  تولیدي مارکیټ  پام مرکزي اسیا ته راوګرځول شو او  سواداګرو ته یې ډاډ ورکړل شو څو د هغوی سوداګریزې چارې په اسانۍ سره د افغانستان له خاورې تیریدلای شي، موږ د فشار یوه ځواکمنه اله لاسته راوړه. د اړتیا په مهال کولای شو چې  ګوادر، په پاکستان کې دننه موخې او یا هم د واګا بندر له لارې په هندوستان کې خپلې موخې خوندي وساتو.
د کنړ اوبه:
د کنړ اوبو په تنظیم او د برېښنا کوټ په جوړیدو سره کولای شو چې ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړو او د افغانستان ختیځه ولایتونه، د کرښې په دواړو غاړوه پراته قبایلو ته  برېښنا ورکړو. همدارنګه د پښتونخوا د پېښور، نوشېر او تراټکه پورې سیمه یې بې اوبو کیږي چې دا پاکستان ته د زراعت په برخه کې لویه اقتصادي ضربه واردولی شي.  په لنډ مهال کې کیدلای شي چې د کنړ اوبو لپاره د پاکستاني حکومت سره  یو قرارداد رامینځ ته شي چې ددې له لارې کولای شي چې د اقتصاد په برخه کې یوه اله د فشار  په لاس کې ولرو.
ګوادر ته لاره:
ګوادر د پاکستان په لویدیځه سرحد بلوچستان کې موقیعت لري چې د عرب سمندرګي څخه  په غاړه پروت دی. له کراچي څخه ۵۳۳ کیلومټره، ۱۲۰ کیلومټره د ایراني سرحد سره واټن لري او همدارنګه ۳۸۰ کیلومټره د عمان سره واټن لري. په اوږد مهال کې باید افغانستان هره ممکنه هڅه وکړي څو افغانستان اوبو ته لاره پیدا کړي. د لېږد رالېږد ترټولو ارزانه یې  د اوبو له لارې ده چې په یوه وخت هم ډیر وزن انتقاليږي او هم ارزانه وي. داسې هم کیدلای شي چې د یوه کیلومټر په اندازه مځکه د اوسنی کرښې تر  ګوادره  د یوه مشخص وخت لپاره په کرایه ونیول شي. داسې چې په مځکه باندې افغانستان یوازې د لېږد راليږد لپاره حاکمیت ولري.
واګا بندر:
هندوستان سره د واګا بند له لارې اقتصادي دهلیز باید پرانستل شي. په دې توګه کولای شو چې د هند سره د افغاني محصولاتو لپاره لېږد رالیږد اسان کړو چې دا زموږ د اقتصاد په پياوړي کولو کې رغنده رول لوبوي. داچې موږ اویا سلنه زراعتي هېواد لرو  نو د بزګرو د ملاتړ لپاره ترټولو اړین ګام دی.
د افغانستان صادراتو ته مارکېټ پیدا کول:
وچه مېوه:
پاکستان کې د افغانستان وچې مېوې لپاره باید مارکېټ منظم شي. د کوچنیو، میانه او لوی شرکتونو څخه باید د افغانستان دولت ملاتړ وکړي. هغوی باید د تشویقي پلان په عملي کولو سره وهڅول شي څو په دې برخه کې پانګه اچونه زیاته کړي. کیدلای شي چې دې شرکتونو ته واړه او لوی قرضونه ورکړل شي، هغه شرکتونه چې غواړي د اقتصاد وزرات په چوکاټ کې  فعالیت وکړي، په هغوی باندې باید مالیه ټیټه شي څو هغوی په دې کار سره وهڅول شي او مارکیټ منظم او منسجم شي.
تازه مېوه:
اوس مهال کله چې د افغانستان تازه مېوې په رسیدا شي نو پاکستان خپلو ګمرکاتو کې زموږ  په  صادراتو باندې تعرفه لوړه کړي  چې په پایله کې زموږ محصولات  د ځنډ له امله خوسا شي ، کیفیت یې له منځه ځي او په زرهاوو ټنه میوه مو بېرته د افغانستان په مارکیټ او همدارنګه د ځنډ وروسته په پاکستاني مارکیټ کې د اړتیا له کبله په ټيټه بیه وړاندې کیږي. په بدل کې یې پاکستان خپلې مېوې ته مارکیټ اعیاروي او په ورته وخت کې موږ ته په اقتصادي لحاظ یوه لویه ضربه واردوي.
پنبه:
افغانستان چې اوس مهال ۷۰ سلنه زراعتي هېواد دی، که څه هم چې په ۲۱مه پیړۍ کې هېواد ته یوازې رزاعتي ویل دشرم خبره ده یانې موږ باید په اوږد مهال کې  له یوازې زراعتي څخه په زارعتی-صنعتي  بدل شي.  که چیرې د هلمند او مزارشریف د پنبې لپاره دولت یوه هراړخیزه طرح وړاندې  او عملي کړي، کولای شو چې له یوې خوا مو خپل بزګر  تقویه کړو او له بلې خوا د پنبې واردات په صادراتو بدل کړو.
زعفران:
د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه شهرت لري. د هند سره د اقتصادي دهلیز په پرانستلو سره کولای شو چې د هند له لارې په ختیځه اسیا کې مارکیټ تر پوښښ لاندې ونیسو. باید یادونه وشي چې په نړیوال مارکېټ کې د افغانستان زعفرانو څو ځلې لومړی مقام ګټلی دی.
قالینې/غالۍ:
افغانستان د قالینو د پروسس لپاره باید د افغانستان د ننه فابریکې او سهولت رامینځ ته کړي. او س مهال زموږ  ترکمن او ازبک وروڼه او خویندې په پاکستان کې  قالینې جوړوي، هلته د رنګ ورکول د اسانتیا له تیریدا څخه وروسته نورې نړۍ ته د پاکستان په نوم وړاندې کیږي  چې پاکستان پرې په نړۍ کې خپل فرهنګ اوصنعت  په ځواکمنولو کې ترې ګټه اخلي.  که چیرې په افغانستان کې دننه د قالنیو د پروسس لپاره اسانتیاوې رامینځ ته شي، کولای شو چې په لسګونو زره دندې پیدا کړو، د خپل هېواد په نوم یې نورې نړۍ ته وړاندې کړو څو  صنعت او فرهنګ مو غني ساتلي او همدارنګه په ملي عوایدو کې مو زیاتوالی راغلی وي.
د مرمل تیږه:
اوس مهال د تېږې د پروسس لپاره چې ډیرې عادې فابریکې دي په هېواد کې نه لرو. مارکیټ مو ټيټ کیفیته پاکستاني تولیداتو نیولای دی. د افغانستان لاجورد تیږه د هندوستان په تاج محل کې هم ترې استفاده شوې ده او نړیوال شهرت لري. د واګا بند له لارې موږ کولای شو چې د لاجورد او مرمر تیږې لپاره وړ مارکیټ پیدا او له دې لارې مو ملي عوایدو کې ستر بدلون راوستلی وي.
په لنډ مهال کې ځینې نور صادرات هم لرو چې کولی شو ملي عواید پرې لوړ کړو. د اوسني نظام په رامینځ ته کیدا سره زیات شمېر فابریکې ایجاد شو ولې د ګاونډیو هېوادونه په ځانګړي توګه د پاکستاني او ایراني حکومتونو د خپلو فابریکو څخه د ملاتړ په پایله کې زموږ فابریکې د ؛ ډمپینګ؛ کړنلارې په واسطه دیوالي کړې. کله چې دولت د خپلو تولیداتو لپاره د ملاتړ پروګرام او طرح عملي کړي، فابریکې او کمپنۍ مو د ګاونډیو په واسطه د ټیټ بیه توکو په وړاندې کولو سره د ډمپینګ له ښکار څخه خوندي کیږي. د وطني تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره باید د ورته توکو په وارداتو باندې په سرحد کې ګمرکي تعرفه لوړه شي څو وطني تولیدات په پرتلیز ډول په مارکیټ کې ټيته بیه وړاندې شي.
لکه څنګه چې پورته ذکر شول، که چیرې موږ په مساوي توګه ګاونډیو هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته اقتصادي او سیاسي ګواښونه  متوجه نه کړای شو، په افغانستان کې سوله راوستل  ترډیره یو خیالي انځور دی. اوسنیو شرایطو ته په کتو سره دولت مو باید د یوې سنجول شوې کړنلارې په پایله کې  نړیوال په ځانګړي توګه چین وهڅوي څو د افغانستان په وړاندې په خپلو کړنلارو کې بدلون راولي  څو پاکستان اړ شي چې د په افغانستان کې یې امنیتي موخې په اقتصادي موخو بدلې کړي.
د یوه  خپلواکه او غني فغانستان په هیله!
برېښنا لیک:
[email protected]

 

-
بېرته شاته