(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ترڅو، څوک چې، کوم چې او…

[13.Feb.2016 - 13:54]

پوهاند ډوکتور مجاوراحمد«زيار» ،اکسفورډ،برتانیا

ښاغلو ليکوالو!

خپلې ښايسته ليکنې څېړنې د پارسي او اردو تراغېز لا ندې د(چې) پرځای  د( څو- ترڅو- څو…)، او( کوم چې،څوک چې،چېرې چې…)

په کارونگ مه بدرنگوئ!

درې واوه: اوږد (o)-لنډ(u)- نيمواک(w)

 درې هاوې: هې(h)- زور(a)- زورکی (ә)

لکه څنگه چې څه مها ل مخکې يوه ځوان ليکوال د همدې ووبپاڼې (وېبسا يت) له لارې د(و) د ډولونو او سمې کارونې په تړاو يو وړاند يز کړی وو، نو دادی، ماهم تر ياگانو روسته  وپتېيله، د (و) او ورسره د يوه بل جنجالي تو ري (هې) د ډولو نو او سم کارونگ په تړاو يوه څانگپوهيزه- تخنيکي شننه وړاندې کړم.

داهم د دوديز ليک برکت دی، چې تر اوسه د (ی) گانو هومره د دغو دوه نښو نښانو  گړدودي- ليکدودي  ربړه او مخاوی په  سترگو نه ليدل کېږي ، خو که اوسنی ليکډول فونيميک هغه ته راواوړي، داچاره نوره هم پسې راتوندوي. په دې مانا چې د سوېل لوېديزې گړدودي  ډلې داړوندې خجپوهنې ترسيو رې لاندې به يې د واوېلي بدلون نښې نښانې را ډا گېزې شي: خجلاندې اوږد (و o) به لنډ(وu) ليکي، او (ه a) به زورکی (ә)، او   له دې پرته به د نورو گړدو دو غوندې دواړه (o-a) همداسې کاږي!

لومړی- درې واوونه: اوږد(o)، لنډ(u) او نيمواک (w)

وو-وه (بود)- ول-وې (بودند)-ولو(بوديم)

په دې مانا چې(و) د اوسني پښتو ليک او ليکدود په اډانه کې د درو غږونو (فونيمونو) استازي کوي: اوږد (وo )، لنډ(و u) او نيمواک يا نيم واوېل (و w) چې د دويم نيمواک (ی y) تر څنگ له آره يو کمزوری واوېل دی او د بل واو ېل په ملتيا ادا کېږي او  يوه څپه ور سره  رغوي، چې که ترې روسته راشي، هغه څپه  پر← غبرگواک (دېفتانگ) اوړي.

۱- اوږد (o)

اوږد-و (o)  له ډېرۍ، په نورو ټکو، کره ليکنۍ پښتو سره سم  يوه ښځينه نوم پايله ده،لکه په دې بېلگو کې: ځينې ژبني نومونه  پښتو،يدغو ( د پښتو نژ دې خور چې له پاميره چترال ته لېږدېدلې)، تيرو، گوجرو…، بيزو، پيشو، ښارو، زانگو، پېلبو- د ډېرگړو او او ښتو( مغيره جمعو) نومونو د پايلې په توگه، لکه (د) بنو، غنو، خلکو،وگړو، پېړيو، سختيو…او په يونيم يوو ستوي نا مه،لکه بنو(ځاينوم) کې يې هم څرکه لگېږي. پر وړاندې يې (درو ستيو شپږ بېلگو هغهدسوېل لوېديزې خجپوهنې تر اغېز لاندې پر لنډ-و (u) اوړي؛ همداراز يې تر څنگ په کړاوړون (فعلي گردان) کې  کره  خجن اوږد-و (o) هم پر لنډ هغه بدلېږي،لکه په بولي (نومېږي)، مروړي، لوړي ( سوگند خوري)… کې.

هرگوره، اوږد-و(o) له نيمواک (y) سره يو غبرگواک د نرينه نوم د پايلې په توگه هم رغوي، لکه په زوی،لوی، دوی (قانون)… کې.

او پر دغو گردو کارونځايونو (موارد استعمال) سربېره د وييرغاونې او په نومېرلي ډول د جوړه تړنگونو (ترکيبات عطفی) د يوه  تړوييکي (ادات عطف) چار ترسره کوي، لکه په: مور وپلار، خورو ورور، کوروکلی، کورو گور، پړ و وړ، نن (و) سبا، نن و پرون، اختر وبرات، کاروبار، کارو زيار، هاندوهڅه، ژوند و ژواک، مکرگ و ژوند، اخ و ډب، ړوند و کوڼ، ټيټ و پاس، ووړ و زوړ …(وييپوهنه او وييرغاونه ۶۲۶؛۳– پښويه ۲۲۱).

داچې پښتو د عربي، پارسي، اردو، انگليسي او داسې نورو ژبو د درېگونو واوېلي نښو يا توريو (زېر-پېښ) پر وړاندې  له خپل غږيز سېستم سره سم بايد(ې-و) توري وکاروي: د زېر پر وړاندې ( ناغځېدلې) اوږده (ې e) او يونيم لنډه هغه، نو دغلته د( پېښ) پر وړاندې (ناغځېدلی) اوږد(وo) او يونيم لنډ هغه ، لکه په دې بېلگوکې: پوخلا،کومک،گومان، گومارل،اورگان، رومان، اور گون، اورزگان (يا ورزگان)،خوم، خومار، گومبزه (گُنبد)،کولچه، غونچه، خورما، توند، توخم، توکم، بوخڅه(بقچه)،تورک، تورکي،(ا) وزبک… اوکوندوزاوکونړ له ( Kunár Konduz) وينگ سره.

۲- لنډ-و(u) تر هرڅه له مخه  يوه نرينه نومپايله ده،لکه دې بېلگو کې: يابو، ټټو، ماکو، ډېپو، کدو،پرپاڼو (مړه غونې)، لاټو، لاپو، لاهو،خېټو، برماڼو (وحشي)…؛ اردو (پوځ، نه ژبه)، دغلته بايد (خپل ملي اردو) وويل شي، نه (خپله ملي اردو)، که څه هم ورسره ښځينه ژبني نوم (اردو) له ورته تورکي   مانا (پوځ) څخه آره (منشأ) اخېستې، ځکه مغولي تربرو يې د پوځ لپاره د يوې  گډوله اوخپللاسي (مصنوعي) ژبې په توگه رارغولې،نو پښتو يې د يوې ژبې په توگه له خپل گرامري قانون سره سمه ښځينه کاروي او د پوځ (اردو) د پايلې (لنډ-و) په لاسوند يې نرينه!

لنډ-و د پايلې پر دنده سربېره د ويي (نوم او کړ) په منځ کې هم راځي، په بېلگوکې، لکه: ترور، کلول، موږ، خوږ، يوم، نوم، زوم، نول (غم)، گروم (سخت غم؛ عقده)،لمونځ، دروند، لړمون، هډوکی، ورون، پتون، ډوډه، ستونی، کومی، نوک، سوک، ککوړی (کولچه؛ چاکلېت)، …؛ درومل، يونل، مومل (موندل) ،… په  کړاوړون (فعلي گردان) کې د لومړي وگړي (متکلم) ډېرگړې پايله، لکه په: ځو، څښو، خورو، ليکو، څېړو؛ (نالېږندتېرمهال (لازمي ماضي) ولاړو- تللو، ورسېدو- رسېدلو، وختلو- ختلو، کښېوتو-کښېوتلو،پاڅېدو- پاڅېدلو، ورنځېدو- ورنځېدلو، وځو رېدو- وځورېدلو… کې .

په کړنومونوکې چې د مصدري (–ل) له غورځونې سره (ون،-ونکی… په سټې پورې نښلي)،لکه: شړون(تبعيد)، شړونی (تبعيد شوی)، ډډون (ته کاوي← سوات)، تړون، للون، لمسون، اوړون، اوښتون؛ تلونکی، ليکونکی، څېړو نکی، ښوونکی، کوونکی، لمسوونکی، خوړونکی، خپروونکی (په رو ستيو پېنځو کې دويم هغه) او داسې نور.

لنډ-و(u) هم پر خپل وار له نيمواک يا سيمي واوېل (یy) سره د نرينه پايلې په توگه غبرگواک (ديفتانگ) رغوي، لکه په دې بېلگوکې: خوی، بوی، دوی، هغوی… .

۳- نيمواک ياسيمي واوېل (و w):

دا درېيم (و) د (ی y) تر څنگ د پښتو دويم نيمواک يا سيمي واوېل ، په نورو ټکو، شونډيز- غاښيز سيمي کنسوننټ دی چې د واوېلو په مټ ادا کېږي. په دې ډول بې شمېره لنډې اواوږدې څپې (هجاوې) رغوي او بيا غبرگواک (ديفتانگونه) او بېواکوږي (کلسټرونه) له منځ و پای دريځونو سره.

(۱ټوليزې  څپې چې په نومونو او کړونوکې د بېلابېلو خپلواکو (واو ېلو) په مختاړي کولوسره بې شمېره يووستوې، تړښتي او اوږدې څپې رغوي.

الف- په نومونو کې

له زور(a)  سره: ور، وړ، ول ، اوښی،اووه (۷ owә) ،  اَولی (بداخلاق)، اَوری، اَوړه (سامان،) وده وش (نشونما) ول ول،ولور، وندر، ونډه، ونډ، ونډ ونډ،…؛

له الف (ā) سره: وار، واوره، واز، واښ، واخ، واج (بارتري)، واند (خيال)، واک… ؛

له زورکي (ә) سره : وت، وز؛ وسپنه، وسپنخړی، وربل ، وربوز، ور بوی (حيطه و حريم خانه)، وربشې،وزگار،ولس، وستربل، وسمهال، وسترمهال، وورۍ (بيره)، وورول… په دغه راز  وييونو کې چې له نورو وييونو سره ټکر نه کوي، بې الفه کره بلل کېږي، په دې مانا چې غځېدلی اوږد-و(ṓ) پر نيمو اک (w) اوړي اويو بېځايه (الف) راسپمېږي

بپه کړونوکې،  هغه هم  يوازې له (زور← او زورکي) سره څپې رغوي. داچې  په گردان شويو هغو کې په هر ډول تر شمېره اوړي، سم له لاسه يې د ناپای (مصدرپر څو بېلگو بس راوړو. په سرکې يې له (زور)، په نورو ټکو، له (-wa) وينگ سره: وتل، ويل، وهل، وژل ،او په پای کې يې له زورکي سره د (-ول) په بڼه: ځلول، رسول،کول،تَمول، اړول، اوترېدل، اوڼل (چيدن). اوړل اورېدل، اورول،اوڼل يا اوړل (چيدن)،اوترېدل، اوڅارېدل، اوسېلل (اسو ېلل: اسوېلی کښل)…؛ همداراز له زورکي سره تر ډېره د امري ، بشپړاند او التزاني کړ د رغنده په توگه را ځي: وخوره، وڅښه، وکړه؛ وخوړ، وڅښه، وکړ؛ وخوري، وڅښي، وکړي…؛

په  ځينو گړدودو، په تېره شمال ختيزو هغو کې  يو گوتشمېر وييونه او کړ ونه په نيمواک (وپيلېږي چې  د کره ليکنۍ پښتو له ډېري اولنډيز آر سره اړخ نه لگوي او غورځول يې په کار دي،لکه وړوند، وړومبی، ودرېدل (اېستادن)، وښکل (ښکل←کښل)… .

همداراز له زورکي سره تر ډېره د امري ، بشپړاند او التزاني کړ د رغنده په توگه را ځي: وخوره، وڅښه، وکړه؛ وخوړ، وڅښه، وکړ؛ وخوري، وڅښي، وکړي…؛

غبرگواک (ديفتانگونه)

داسې چې (ناهمرنگ) واوېل (زور، زورکی،الف،ې،ي) ترې مخکې را شي،اړونده رغولې څپه  يې ديفتانگي نرينه نومپايلې منځته راوړي.

 د نيمواکې (ی y)  په پرتله د(وw) غبرگواک خورا ډېر پېښي (کثيرالوقوع) دي چې د وييونو له پيل پرته په منځ او پای کې  له همرنگو واوېلو(o,u) په استثنأ  له نورو پېنځو واوېلو(a,ā,ә,e,i)سره پېنځه غبرگواکه رغوي.

-له زور(-a) سره، لکه: او، کنډو، منډو، څو، پلو، اوکه (ډېر موړ، ساو تيگا)، يو، ميو(مياو)، … ؛

له الف (ā) سره  تر ډېره د وييونو په پای کې د (-اَو wā-) په بڼه: اړاو تړاو، الغاو تلغاو، پړاو، جړاو، کړاو (محنت)، کړاو (تمرين، مشق، ادمان، ور زش)، درناو(درناوی)، پيتاو،ناو، ترناو، مړاو(ی)، نياو، لگاو(ضربۀ سخت؛ خرچ، مصرف)، داو،  دباو، سېلاو…؛ د ويي په منځ کې: ماولۍ (محور آسيا)، گاولې،  ساو تيگا(نفس سوخته)، څاو(څار، تجسس)، ځاو (مارش)، چپاو (چپاول)،چړاو ( ټولوژله، ټولوژنه،کشتار عام، قتل عام)، چلاو (گذاره؛ ريسمان گِل کشی ازکاريز)، چناو (سرِ جريان آب در جوی)… ؛

له (ې e) سره: لېو، لېوړۍ (يوراز خوږه)، ډېوډۍ (دهلېز)، دېو، رېو (=رېب:مايل)، پېودل، پېودنه، پېودی (←پيودی)…؛

له (ي i) سره: تريو، سيو (نم، رطوبت)، سيو سيو، ډيو ډيو، ډيوډيوک (مرغان) ،چيونی (د سابون پترکی)، سيورن (سورلن)، نيوليک(فهرست)؛

له زورکي (ә) سره: کټو، غرو (سيمساره؛ تمساخ)، بږو (گړدودي)… .

 بېواکوږي (کلسټرونه):

درېگونې (پيل،منځ او پای) بېلگې  يې هم ترهغه بل نيمواک (y) ښې ډېرې لري.

سر بېواکوږي: ورېښم،وری، ورو، ورور، وراره-ورېرونه، ورېره- ورېرې، ورېندار، ورينگی (پسته ور، نرم باران)، وړانگه، ولانگه (تختۀ مرده شو يی)، وړاندې، وړانديز،ولږه،  ورږه، ورو ځې، وريجې،وريت، ورېړن (د نيمسي تخته شوې وړۍ)، ورېښه (حلوا)، ولېشت (لو ېشت)،ورېځ (وريځ)، ورين،ورينی(خوښ)، ورا، ورېغ، ورغ (همت؛ حواس)، ورېشړ (حاصل  کشت)؛ وياړ، ويال (تازه)، وران، ورم (mram پند، نصېحت)…؛ کوت، ورټ ورټ، ورځ، ورخ، وراغ (کارغه)…؛ ښوی، سوی، غوږ، زوږ، لوړ، ځوړ، خوړ، غوړ، غوړي، غوره، توغ (توان)، توږم، غول ، غويی، غويمه، دوه، دوې، دواړه، ځواک، ژواک،ژوند، خوږ(درد)، خوا،خوند، شخوند.خولخو نده (ميوه)…؛ خوله (دهن)، خوَله (عرق)، گورنډه … چې د پښتونخوا ليکوال يې خله يا خُله …کا ږي، او د نوم اوکړ په سرکې  پر دغه  نيمواک-و (w)  د هندي او بيا اردو تر اغېز لاندې همزه وال الف (ﺃو) سرباري کوي چې ښايي هنديانو هم دغه کو ميز(حلقومي) فونيم () له عربي راپورکړی وي؛ په کابلي پارسي گړدود کې هم راننوتی، خو په ليک کې يې نه راڅرگندوي!

ب- په کړونو(فعلونو)کې: زياتره له زور، زورکي او يونيم الف سره د بېوا کوږي رغنده (کنسوننټ) په توگه: ولل-ولي، وړل-وړي،ورېشل- ورېشي، ولاړ…؛ غولول- غولوي، (گړدودي)، لوغل-لوغي، لوشل-لوشي،. لولل- لولي، سول- سوي، خوړل_ خوري، لونل- لوني… .

(و w) د مرستيالکړ (فعل کمکیاو بيا د اکرښود کړ( دحالت، وضعيت څر گندويه فعل) د سټې او ريښې په توگه په ښايسته ډېرو منځنيو يا (غلجي) پښتنو کې د پارسي (بودن) په څېر له (ول) مصدر سره په تېرمهال کې بشپړ گردانېږي ]په ناتېر کې يې همريښه انډول نيمواکه (ي-y) راځي، لکه په (يم-يو، يې- يئ (ياست)، دی دی-داده-دي) کې[، په دې ډول:

زه ناروغ ولم- موږ  ناروغ ولو/ ته ناروغ ولې- تاسې ناروغ ولئ(/ دی ناروغ ولو-دوی  ناروغ ول ( ښځينه: دا ناروغه وله-دوی ناروغې ولې؛ همداسې يې په نژدې تېرمهال، لنډتېرمهال او لرتېرمهال او بشپړ (مطلق) او نا بشپړ (غير مطلق يا استمراري) گردان کې  هم درواخله!

داچې ولې نورو ډېرو گړدودونو د(بود) لپاره يا(و) اويا ( وو)، او همدارنگه د (بودند) لپاره،يا(وو) او يا(ول) او د(بوديم) لپاره هم (وو) ادا کوي او ليکي، ښايي، د( ويشتل) له ناتېرمهال له گرداني بڼو(ولم-ولو…) سره د نه ټکر (کونټرست) له لامله يې چې يو ژبنی قانون دی، له پوره کارونگه ډډه کړې وي، او دويم لامل داچې هغه ژبني توکي چې ورځنی کارونگ يې څومره ډېر وي، هومره سولېږي او بېدويه (بېقاعده) کېړي؛ ورته بېلگې يې په اروپايي ژبو کې ليدل کېږي، لکه انگرېزي I’m, I was, I’ve been…: له بده مرغه پښتوټولنې هم د(بود) لپاره  هماغه (ننگرهاری) يو (و) رادود کړی او د(بودند) او (بوديم) لپاره دوه (وو)؛ په اړوند((پښتو قاموس)) کې يې هم تش همدغه  روستي  ډېرگړې (وو) بڼه راخوندي کړې ده، نه يې د هغه مصدر راخېستی او نه يې کومه  گردانې بڼه!

د (بود) لپاره يو(و) زياتره له شمالختيځه آره اخلي، چې د غونډلې په روستي توکي (آرکړ) پورې، لکه پېښ(ضمه) پتليز ويل کېږي، خو ډېری پښتانه يې تر غلجيانو پورې له دوه واوو (وو) سره  ادا کوي او په دې کره گڼل کېږي چې دغلته لومړی (و) د کړ سټې په توگه نيمو اک (w-) راځي او دويم خپلواک  اوږد- و(-o) ته اړتيا لري، که نه، يوازې ويل کېدای نه شي؛ په سرچپه بېلگه اووه (۷ owә) ،اوولس، اوويشت، اوودېرش… کې  هم دواړه ډوله (واوه) ادا کېږي او له دې کبله يې پر وړاندې (اوه) ناکره راځي،  خو په نورو رغاونو اوو ۍ، اونيز، اونيزه کې يوه اوږده-و ته رالنډېدای شي.

دويم- درې هاوې

ه (h)،زور(a) او زورکی (ә)

«ه» توری  د درو دندو له مخې پر درو ډولونو ويشو او ليکو: د يوه بېواک ياکنسوننټ(ه h) ، او دوو خپلواکو يا واوېلو(زورa) او (زورکي ә) په ښکار ندويۍ.

۱- بېواکه يا کنسوننټي (ملفوظه) هې چې د يو ستونيز – مښلي/h/ فونيم ښکار ندويي کوی، ځانته او د ويي په سر، منځ او پای کې په درو- څلورو لاسي او چاپي يا ماشيني بڼوکښل کېږي،لکه په (هلک،بهير، ←نه (نهه)، گناه، ساه کې.

(۲) د زور (a)  په ښکارندويۍ، لکه په دې بېلگو کې: مڼه، پڼه، ټوټه،لنده، اوږه، کوڅه، جوړه، خوړه، وزه، کوټه…، خو ترخجلاندې هغه د کندهار خواته پر زورکي (ә)اوړي، لکه په: لوبه (lóbә)، ښځه (әjәş)، پزه (pázә)، ژبه (bәәž)…کې، نورې بېلگې: خونه، وچه، مخه، سټه، ونه يا درخته، سېبه، ښځه، ځمکه، خاوره، خټه، گټه، وټه، نټه (انکار)…کې چې ډېرگړې او اوښتې (جمع او مغيره) يې هم پر اوږده (ې) نه، بلکې پر لنډه (-ي) اړول  کېږي: لوبي، ښځي، پزي، ژبي… .

داچې پېښوريانو او برنيو پېښاووانو پرې له زور(a) سره د توپير په موخه د زورکي(ә)  لپاره  همز (ء) رادود کړې، يو بېځايه سرخوږی دی، ځکه هما غسې چې په سر ومنځ کې  د زور او زورکي د توپير لپاره له قرينې کار اخېستل کېږي، دغسې  په پای کې هم دا دواړه سره توپيرېدای شي!

موږ په ((دويم )) کې (ه) ځکه غورځولې چې واويلي(غيرملفوظه) ده، او په (نهم) کې کانسوننټي(ملفوظه)، په نورو ټکو، د(نهم) بنسټ (نه-) دی، مانا داچې ړومبۍ(ه) کنسوننټ (consonant-h) دی او دويمه هغه يو زورکی واو ېل (әvowel- ). (اووه- اووم، پېنځه- پېنځم، يو- يوم…) هم په همدې لړ کې راځي.  پخواني تړښتي(ترکيبيشمېرنومونه هم واوېلي پايله(ه) له لاسه ور کوي، لکه:

دولس، دو ويشت، دودېرش، دوڅلوېښت، دوپېنځوس، دوشپېته، دواويا، دواتيا، دونوي؛ اوښتې يا مغيٌره بڼه يې هم هغه پايله له لاسه ورکوي(د دوو).

په دې لړکې د((درې)) هغه هم تر ((درېو)) ((درو) کره راځي.

نور واوېل پای يا خپلواکپای شمېرنومونه (-ي-) غواړي، چې په غ.پوهنه کې يې تړخپلواک (thematic vowel) بولي،لکه:

درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛«څويم» هم تر ورته دوی (قاعدې) لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه  خو په هر ډول، اړونده پايله (ending) (- م)  د تړخپلواک په منځگړتيا، سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:

څلورم، پېنځم، شپږم، اتم، لسم، شلم، دېرشم… سلم، زرم، ميليونم… ؛ پر ← زوروال نيمواک يا معدوله-و (-وه -wa) پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه:

يوم، يوسل يوم، دوه سوم، دوه سوه يوم… ؛

زور- پای او زورکي پای شمېرې هم ددغو واوېلونو ترغورځونې و روسته تر ورته قانون لاندې راځي، لکه:

دوه- دويم،پېنځه- پېنځم، اووه-اووم، نهه- نهم، دوه سوه- دوه سوم… .(پای)

-
بېرته شاته